The news is by your side.

له سپارې تر چپتره

همایون بهادري

0

سهار به مو په شنه یخ کې پوزه زر زر کش کوله. له یخه به مو لاسونه د دروازې په دستګیر سرېښېدل. لوی پټو به مو تر ځان کش تاوکړی و. سپاره به مو په ټټر پورې کلکه نیولې وه. د جومات په لور به راون و. جومات ته به ننوتو او کوښښ به مو کاوه چې د تبۍ سره ونیسو او ځانونه ګرم کړو. خو هغه ځای به هم د کلي کوم سپین ږیري نیولی و. موږ به له مجبوریته یوې بلې خواته تلو. سم به لا ناست نه وو چې ملا صیب به ویل سپاره دې چېرته ده؟ پټو به مو له ځانه لرې کړ. د پوزې سر به مو د یخ له لاسه تک سور شوی و. تا به ویل په پوزه کې چا د لیټر ګروپ روښانه کړی. نور به د خدای له وېرې سپارې ته کش شوو. تېز تېز به مو سرونه خوځول.  که دې وخت کې به د کلي کوم مسخره سپین ږیری راغی ویل به یې زویه داسې ښورې لکه په وښ(اوښ) چې سپور وې.

 موږ به خپل (اًاٍاٌ) ته کش وو. نوې یې لا دا وه چې یوه بغدادي قاعده، چې موږ به د الف او با سپاره ورته ویله. ځینو خو به په درېیو کلونو کې هم نه شوای زده کولای. د ژمي په سر کې به مو سهار او ماسپښین بغدادي قاعده په ټټر کلکه نیولې وه او جومات ته به تلو؛ خو د نوي کال رخصتیانې به شوې. موږ به تر بل ژمي سپاره کور ساتله. بل ژمی به چې راغلو موږ به بیا سپاره راواخیسته او له سره به مو پیل کړه. هماغه شنې لښتې به مو خوړلې. د ځینو خو به د سپارې توري ورک شول، خو ده به لا نه وه زده کړې. موږ به یوازې دې ته خوشال وو، چې ښه ده ورقه مو واړوه. څه دوران و تېر شو!

تر دې وروسته د ښوونځي دوره راغله، د سپارې سره به مو یو څو کتابونه او یوه ټوټه وچه ډوډۍ هم خلته کې اچوله. د ښوونځي په لور به مو پښې کښولې. غرمه به داسې ستړي ستومان وو لکه له بوټي چې راغلي وو.

د ښوونځي او جومات ترمنځ دا توپیر و چې په جومات کې به مو یوازې د سپارې په نه زده کولو شنې لښتې راباندې ماتېدې، خو په ښوونځي کې به بیا له سپارې سره څو نور کتابونه هم وو چې موږ به پرې ډبول کېدو. خو ښوونځی ښه و، کله نا کله به یې یو یا نیم بیسکوټ راکاوه.  زموږ قسمت دلته هم خراب و چې موږ به په لومړي یا دویم ټولګي کې وو، نو نیم-نیم بیسکوټ به یې راکاوه او دا نورو ته به یو دانه پوره بیسکوټ و، ځکه هغه تر موږ لویان وو. ښوونځی مو ښه په درز کې وویلو، په درز کې ځکه و چې ښه پکې ډبول کېدو.

لږ چې په دې وپوهېدو درس ویل ښه دي، که نور هېڅ نه وي یو وخت خو ولا په درد راته ولګېږي. نو موږ هم درسونو ته کش شوو تر دې چې کابل پوهنتون ته راغلو. د کامیابۍ غږ چې را باندې وشو خدای شته نیږدې مې زړه له خوشالۍ په سینه کې منډه کړې وه. ښه وو چې په رګونو او پیپونو کلک تړلی و.

پوهنتون هم ښه و، ورځې پکې تېرېدې. نوي شیان مو وویل د چپتر له نوم سره آشنا شو. خو په خوند یې لا نه و پوهېدلي. هر استاد به چې راتلو یوه نوې خبره به یې دا کوله چې راتلونکي سات ته به خپل درسي چپتر درته راوړم او تاسې به یو نماینده وټاکئ، هغه به یې تاسې ته کاپي کړي او درس به شروع کړو، خو ګورئ پام مو وي چې چپتر به اخلئ او هر سات ته به یې راوړئ. خدای شته د استاد دا خبره به سخته ښه را باندې لګېده چې ویل به یې چپتر به ضرور راوړئ. د دې خبرې په اورېدو به مې د ماشومتوب د وختونو پټو، سره پوزه، د جومات ګرمه تبۍ او د ملا صاحب ټینګار چې ویل به یې سپاره دې راوړې؟ دا هر څه به مې ذهن کې په ګډا شول. خو لا مو هغه پخوانۍ مینه نه وه ماته شوې. ځکه هلته به مو سپاره په ټټر کلکه نه وه نیولې او نه مو هغه پیکه شوي توري لیدلي وو، خو دا ارمان مو هم زر پوره شو. استاد په شنه پلاستکي پوښ کې څو پاڼې بندي کړې وې. ویل یې ګورئ الکانو دا چپتر دی تاسې یې کاپي کړئ. دا به په همدې سمېستر کې وایو. زما چپتر به بیرته راکوئ چې دا نیږدې لس کاله یې کېږي چې کاپي کوم یې. هغه چپتر چې د ټولګي نماینده راوړ سم دم هغه د درې کلونو وروسته بغدادي قاعده وه چې توري یې زموږ له ګوتو سره تللي وو. هغه زموږ د الف او با سپاره هم پرې ښه وه، ځکه که توري یې پیکه شوي وو، خو منظم و. مګر په شنه پلاستکي پوښ کې بندي پاڼې هېڅ یو په بل پسې ترتیب نه وې. توري داسې پکې پراته وو، تا به ویل همدا اوس یې کډه نوې راوړې ده او لوښي په غولي پراته دي.

لومړی ټولګی ښه په خیر خلاص شو، نوي څیزونه او د مطالعې کولو چلونه مو زده کړل. پوهنتون دوره لکه باد بې درېغه تېرېده. ان تر دې چې سبا فارغېږو. د پوهنتون او ښوونځي توپير په دې کې دی چې دلته په شنو لښتو او سوټیو وهل نه کېږي.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.