The news is by your side.

د ژباړې اړتيا او اغېز

نجيب احمد عزيزي

0

ژباړه د دوو فرهنګونو د يو ځای کېدا او فکري اتصال يوه لاره ده، په تاريخ کې چې اوس موږ په ټوله نړۍ کې د يونان له فلسفې، فکر، د ژوند له حالته خبرېږو، موږ ته دا هر څه د ژباړې په وسېله رارسول شوي دي، د يونان فلسفه او منطق لومړی عربو ژباړلي او همدارنګه دغه د اتصال کړۍ تر اوسه هم روانه ده چې د نړۍ مختلفي ژبې د دې لپاره زده کول کېږي انساني روابط پرمختګونه، نوښتونه، ټول د همدې ژبو په برکت يو تر بله ورسېږي.

اوس چې د افغانستان په شمول په ډېرو هېوادونو کې ژبې او ادبیات لوستل کېږي او مختلفي څانګې لري؛ نو په هماغه شکل ژباړې هم ورسره زياتې شوې، مثلاً مخکي چې په انګليسي، اردو، عربي او زياتې په فارسي ژبه کېدلې د څو کلونو په پرتله اوس دې ډګر ته نورې ژبې هم راغلې، لکه روسي، هندي، فرانسوي، چينايي…

له عربي ژبې سره موږ د اسلام د دين له رارسېدو سره سم بلد شوو چې مختلف دينې او  له ادبیاتو سره اړوند کتابونه پښتو شول، همدارنګه لوی کار د ژباړې په برخه کې د پښتو تفسيرونه وو چې لومړی په افغانستان کې تفسير يسر د ديني عالم مراد علي له خوا وليکل شو، له هغه را وروسته د سردارمحمد داود خان د واکمني پر مهال د څو کابلي عالمانو له خوا وليکل او د قرانکريم تحت الفظ ژباړه يې وکړه چې نوم يې تفسير کابلی پرې کېښود دا د مسلمانانو لپاره يو هم عقيدوي پانګه ده چې د ژباړې په مټ دغه کار شوی دی.

همدارنګه په ادبیاتو کې له اردو لومړۍ لنډه کيسه د راحت زاخيلي له خوا ژباړل شوې، قصيده د عربي ادب تقلید دی چې زموږ په حماسي ادبیاتو کې هم نقش لري، د دې تر څنګ ژباړه د دوو هېوادونو په منځ کې د سيند پر دواړو غاړو د يو پل حيثيت لري.

نو ژباړه چې څومره مهمه ده موږ د نورو او نور زموږ له فکر، فرهنګ، پرمختګ او نويو بدلونونو سره اشنا کوي، څومره چې زیاتې ژبې مهمې دي په هماغه اندازه موږ ورځ تر بلي له نوې نړۍ مختلفو هېوادونو، سره اشنا کوي.

له عربي، اردو، فارسي او انګليسي که تېر شو پښتو ته په دې وروستيو کې له فرانسوي، او روسي ژبې هم مهم اثار ژباړل شوي دي، له هغې جملې د نړۍ د مشهور ليکوال او د رومانتسيزم مکتب پلار ويکټور هوګو اثر «بينوايان» « د يو محکوم د قتل وروستۍ ورځې» او نور ژباړل شوي، همدارنګه له روسي ژبې د ليف تولستوی مشهور « سوله او جګړه» «ارام دون» «انا کارنېنا» د لطیف بهاند صاحب له خوا ژباړل شوي.

همدغسې په ادبیاتو کې زیاتې ژباړې شوې چې له شمېره وتلې دي، په ټولنيزه برخه کې له انګليسي فارسي او دري ته او له دغو دواړو ژبو زیات اثار او ځينې مقالې او رسالې پښتو ته پرله‌پسې را روانې دي چې په هېواد کې يې د ژباړو مختلف مرکزونه پښتو ته را اړوي.

نه يوازې ادبیات، تاريخ، ټولنیزه سياسي برخه کې ژباړه مهمه ده، بلکې د ساینس، ځمک‌پوهنې او ټکنالوژي په برخه کې هم باید ورته کار وشي. زموږ په هېواد کې انشاءالله تر ډېره بريده د دې برخو ژباړې زیاتې دي، خو هغه برخه چې موږ په دې وروستيو کې اشده اړتيا ورته لرو، هغه د ساینس برخه ده چې د مشهور امريکايي څېړونکي پوه سټېفن هاوکنيګ کابو نهه څلوېښت اثار چې زیات په نورو ژبو ژباړل شوي پښتو ته هم را و ژباړل شي.

د دې تر څنګ د روسي سياینس‌پوه جورج ګاموف اثار پښتو ته ژبې ته و ژباړل شي.

موږ بايد په دې هم نه شو ناهیلې چې د زموږ زيات ادبي او تاريخي اثار فرانسوي، روسي، عربي او انګليسي ژبې ته ژباړل شوي چې دا زموږ د فکر او فرهنګ يو غوړېدلی ډګر دی، مثلاً له پښتو ژبې په دې وختونو کې د نصيراحمد احمدي صاحب ناول «اغزن سيم» عربي ژبې ته ښاغلي عبدالودود وردګ و ژباړه، همدارنګه د احمدي صاحب بل اثر «ډېويډ جونز» چې اردو ته ظفر افغان او فارسي ژبې د اغلې الهې آرين ژباړلی دی.

تر دې وړاندې انګلیسي او جرمني ژبې ته د خوشال بابا زیات اثار ژباړل شوي، په پښتونخوا کې د غني خان بابا شعرونه د يادولو وړ دي چې روسي او انګليسي ژبې ته يې

شعرونه ژباړل شوي. څو کاله وړاندې د لندن‌مېشتي مشهور کيسه ليکونکي وکيل سوله‌مل شينواري ځينې کتابونه انګليسي ته و ژباړل شول. لنډه دا چې فرهنګي حوزه بايد په ټولو برخو کې فعاله او روانه وي، څو له دې لارې موږ نورو ته او نور زموږ له فرهنګ، کار، فکر او پرمختګ سره د ضرورت پر اساس اشنا شي.

نو د دې لپاره ژبې او ژباړې ته نور هم تر دې زیات کار غوښتونکی دی چې دا لړۍ پرله‌پسې روانه پاتې وي، نه يوازې په ادبي، دينې، تاريخي، ټولنیزو او طبي برخو کې ژباړې وشي، بلکې نورې علمي څانګې يې هم وغوړول شي چې تر ډېره زياته اړتيا محصلان ورته لري او هغه د ساینس او ټکنالوژي په برخه کې نوې څېړنې زده‌کړې او د مختلفو ژبو ژباړې دي.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.