The news is by your side.

د ژوند په تمه

لیمه وزیري

0

موږ د شپې د سولې او روڼ سباوون په تمه سترګې پټې کړو. او سهار د سولې او جګړې د پای په هیله سترګې پرانیزو. خو د ورځې په اوږدو کې یوازې مړي ټولوو.

د جنګ زهرجنو ګردونو مو سترګې ړندې، غوږونه کاڼه او ژبې ګونګۍ کړې. او موږ همداسې، وختونه د ژوند په تمه، پرته له دې چې ژوند وکړو، ژوندي پاتې شو.

نور مو یوازې زړونه حرکت کوي، مغرونه مو له کاره لویدلي. په ډیرو اوښکو سربېره مو زړونه لا تر اوسه د نفرت په چټلیو خیرن دي. اوښکې مو یوازې په مخ لارې جوړې کړي. په مخ پراته د جګړې زهرجن ګردونه مو له اوښکو سره یو ځای ګریوان ته راښکته شي.

موږ یوازې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ژوند له لاسه ورکوو. په موږ کې یې ټول انساني عواطف ووژل، کوم چې خالق یې په تخلیق ویاړ کاوه.

موږ یې د هغو باورونو لپاره، چې د هغې په اړه پوښتل او پوهېدل یوازې د خدای پاک کار و، ملامت کړو. بیا یې د انسانیت د دایرې وایستلو. بیا یې زموږ ژوند یوازې زموږ د باورنو لپاره، ځانته ګواښ وګڼو. همداسې یې زموږ وژل روا وبلل.

موږ د سولې په تمه انسان وخوړ. د روښانه راتلونکي په تمه وو چې پاڼې شوو. ولوېدو. همداسې تر پښو لاندې شوو.

موږ د ژوند بیه ډېره ګرانه پرې کړه. موږ نن د سبا په تمه ژوند کوو، کوم سبا چې هېڅ څرک یې نه لیدل کېږي.

په دې هر څه سربېره موږ په خپل عقل نازېږو. او نور پیدا اویا  زره قومونه ټیټ ګڼو.

موږ ډیر څه نه غوښتل، یوازې انساني ژوند مو غوښت. خو موږ خپله په کاږه مسیر لاړو، چېرته چې انساني ژوند له موږ ډیر مخکې یا وروسته و، خو موږ تر اوسه په ژوند پسې، د ژوند په تمه په کاږه مسیر روان یوو… موږ د ژوند لپاره، ژوند بایلود.

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.