The news is by your side.

مرحوم بشارت یو ولسپال شاعر

محمدنبي سلطاني

0

د ولس له منځه راپورته سوى حقيقي شاعر د اولس، ټولني او هيواد په جوړونه کي فعاله برخه اخلي. د يوه ماهر رسام په څېر دټولني ناخوالي، ستونزي او ربړي په خپل هنري ګوتو د کاغذ پر مخ د قلم په مرسته انځوروي. هڅه کوي هغه څه ته لاره پيداکړي، چي ټولنه، خلګ  او  هيواد ئې ورسره لاس او ګرېوان وي، پلټي يې او بیا ئې په منظومو  الفاظو د  خپلو احساساتو سره مل ټولني ته وړاندي کوي.  خپل هغه مسئوليت، چي دى ئې د ټولني په وړاندي لري هغه ترسره کوي. لوستونکي د ژوند هغه ژوروته ورننباسي، چي احساس ئې متاثر ه کوي، چي خپل مسئوليت،  اجتماعي او  اخلاقي روز نه په ښه توګه وپېژني، انسان ته دانسان په توګه احترام ولري او په ماهيت ئې ځان وپوهوي. ژوند ورته ديو درسي کتاب په څېر په مخکي ورته کښېږدي.

 دا کارهغه شاعران کوي، چي اجتماعي روزنه، اولس پالنه او بشر ژغورنه ئې د خپل ادب هدف ټاکلى وي.  اجتماعي روزنه اولس پالنه او بشر  ژغورنه د ادب اوهنر هغه اړخونه دي، چي هيڅکله  په خپل منځ کي بېلوالى او بېلتون نه مني، اړيکي ئې نه شلېدونکي دي.

په ادب کي دروزني اوپوهني اړخونه سره نه شلېدونکي رابطه لري. هنر په مجموعي ډول د اجتماعي ادراک اوفهم بديعي فورم دئ.  ادب د هنرداسي څانګه ده، چي د ژوند بديعي اړخونه له هرڅه زيات پکښي منعکس دي، د هنر ايډيالوژيک اړخونه له هرڅه زيات په ادب کي ښه څرګندېږي. (ادب تيوری: دوست شينواری:۳۱،م.).

هو! په هنر او ادب کي بايد د ژوندانه اړخونه څرګند سي،  ژوند پکښي وڅېړل سي،  د ژوند ناخوالي پکښي انځور سي، د ژوند ربړي او مشکلاپکښي راوسپړل سي،  ژوند پکښي قوي سي او  د ژوند فهم اودرک پکښي وسي او همداسي د وګړو روزنه پکښي وپالل سي، سمه او صحي لار ورته وښوول سي له انحراف اوبې لارۍ څخه راوګرځول سي او د خير او  فلاح لاري ورته ولټول سي.

ارواښاد بشارت

همدارنګه د هغو طوفانونو، سېلیو چي پر اولس دپرديو په يرغل کي تيري سوي، کورونه ئې لوټل سوي، ماشومان لويان، سپين ږيري او ځوانان ئې په شهادت وررسولي، د هيواد فرهنګ، سياست، اقتصاد،  هنر او ادب ئې له منځه  وړي؛ پرضد و درېږي ناوړه څېرې او اعمال ئې په ډاګه کړي، دپلرونو او نيکونو د ننګ، غيرت،  شهادت، زړه ورتيا  او  سرښندنو ذکر ئې ورته وکړي،  خپل شعر د اجتماعي نفس او ملي حصايصو هنداره وګرځوي. «ځکه د هر ملت  اشعار د دوى عقلي  ژوندون ښکاره کوي، اخلاقي دودونه، ديانت، عقليت او نور روحي خصايص ښيي  او په  شعرکي  د ملتونو اجتماعي نفس او روحي ساختمان او  فکري بڼه داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري

په ادب کي چي له يوې خوا اجتماعي ارزښتونه، روحي خاصيتونه او ټولنيز  اندونه څرګندېږي، خو له بلي خوا بيا همدا ادب دئ، چي اجتماعي روزنه پکښي کيږي، اولس پکښي روزل کيږي، ټولنيز اخلاق پکښي سمېږي، کلتوري او فرهنګي انتقال  پکښي کيږي،  ځکه چي ادب  د انساني ټولني هغه په زړه پوري تاريخ دئ، چي د خپل وخت هر څه له ځان سره ساتي.

 دغسي ټولن روزونکي، اولس پالونکي او بشرژغورونکي ادبيان اوشاعران زموږ  په ټولنه کي دګوتو په  شمېر دي، چي د هيواد په جوړونه  او  اولس ژغورنه کي فعاله برخه اخلي، خپل ملي خصوصيتونه، خپل خلګ خپل ټولنه او خپل هيواد په شعر کي انځوروي اوبيا ئې د هغوى مخي ته ږدي له  دغو پرهيواد مينو  او  اولس درد منو شاعرانو څخه  يو هم  ښاغلى بشيراحمد بشارت دئ.

 د بشارت په شعر کي تصويرونه، نه يوازي د ټولني خصوصيات، کړني، لاسته راوړني  کلتور او ټولنيز کړه وړه انځوروي؛ بلکي هغه بد مرغۍ، هغه نادودۍ، هغه لوټمارۍ او بې حرمتۍ هم په خپل شعرکي رانغاړي، چي د خپلو او پردو له خوايي ليدلي دي.

د ځوانانو راویښول، د بشري ټولني اصلاح، د هیواد سمسورتیا او پراختیا، د ملي احساس روزل، عالی افکار، اخلاقي معیارونه، انساني کرامت ته احترام، د آزادۍ،  او  خپلواکۍ پیغامونه، عدالت او انصاف، ملي تفکر، اتحاد، اتفاق، ملي هویت او یوالۍ، انساني او اجتماعي دردونه، دغریبانو، مظلومانو، مسکینانو، خوارانو او یتیمانوسره خواخوږي، د ظلم استبداد او بې عدالتۍ سره قلمي مبارزه، د ظالم او جابر په وړاندي درېدل، دوستي، محبت، مینه او اخلاص، جذابیت اوښایست،  وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت او نور عالي او انساني ارزښتونه د بشارت د شعر محتوا جوړوي. همدغه محتوا ده، چي بشارت ته ئې یو ملي دریځ  وربخښلی، چي په روڼا كي ئې د خپل چاپېريال انځور  کاږي:

يوه ماشومه غوندي چيغه له دې ښاره وزي
څړيکه دردونه ئې له غېږي دپرهاره وزيچي مي دسترګو پرلمن کري اغزن خوبونه
غشي د اه مي لکه ستن دزړه له تاره وزي

 

افغان ښايست مي دشين سترګو بد نظر وهلى
په اغزن نارمي دوجود دوينو داره  وزي

 

بشارت د مضمون په ټاکلو کي خورا دقيق دئ. هغه، هغه څه انتخابوي، چي ټولنیز ارزښت ولري، چي ټولنه ئې غوښتنه کوي او چي ټولنه ئې غواړي، هغه کلمې او عبارات انتخابوي، چي د ټولني هنداره بلل کيږي، چي ټولنه پکښي انځورېږي او چي د ټولني تصوير پکښي وړاندي کيږي. بشارت له دې لاري غواړي له خپل اولس،  خپلي ټولني او  ان له نړۍ والو سره وږغېږي  هغه څه ووايي، چي اولس ئې وايي. د وينو بوى، د ډزو ږغ، د شرق اوعرب د ازمويني ډګر زما کور ګى، زما پر کورګي دردونه لکه اغزي چي پر ګل چاپيروي،  د دوى له منځه اه   او فرياد، ربړي او مشکلات، غمونه، ژړاوي او چيغي نه تلل هغه انځورونه دي، چي دبشارت شعر ئې لا په زړه پوري کړئ او دا پيغام ئې چي زموږ له منځه  دي هيڅکله مينه نه ځي، موږ دي پريوغولى او ټغر  راټول يو ، يو دي مونغرى وي او يو موکور ګی، په خورا ښه انداز انځوروي:

د شرق او غرب د ازمويني ډګر زما کورګی سو
د ډزو ږغ د وينو بوى زما له وطنه نه ځي
دردونه ډېر لکه ازغي دي پرې چاپېره ولاړ
مينه دي منځ کي لکه ګل له دې چمنه نه ځي

بشارت دپورتنيو ټولو ناخوالو او ستونزو عامل جنګ او جګړې بولي.  هغه جګړې چي په سرو لښکرو  پيل او چي تر دې مهاله دوام لري. هغه جګړې، چي زموږ د ډېرو  هيوادوالو  سرونه ئې وخوړل،  هغه جګړې، چي زموږ ټول هيوادوال ئې يو د بل دښمنان کړل او بلاخره هغه جګړي  چي له موږ څخه ئې يووالی،  اتحاد،  اتفاق،  سوله، ثبات، مينه،  محبت  او يوله بل سره اړيکي او نژدې والى واخيست. دى وايي جنګ زموږ  د ناپوهۍ او بې علمۍ په سبب خپل وزر پر موږ غوړوالی. ځان غوښتني او ځان  ځاني ګټو  مو  مينه او محبت، يووالى  او  اتحاد، سوله او  ورورولي  له منځه وړې:

لکه د شمعي پر اوږو چي دپتنګ وزر دى  داسي پر سرباندي راخپور تل د جنګ وزر دى 

دکرکي زنګ راڅه خوړلې بشارت مينه
ځکه دسترګو پر غميو پروت دزنګ وزر دى

 

دبشارت ژړا او کوکاري، چيغي  او بغاري  له اوسه نه دي، بلکي د شاعرۍ له پيله ئې دي،  چي پر اولس ژغورنه او بشرجوړونه  ئې وهي، چي د ماتم او ستم کيسي پرليکي، چي د يتميانو، کونډو شهيدانو او بورو میندو  پر حالاتو د قلم په ژبه اوښکي تويوي او له قلمه ئې دبوري مور په څېر د خولې څه ساړه ـ  ساړه  اهونه وزي:

مودي سوې ډېري د ماتم ستم کيسي چي ليکم
ستړي اهونه مي له خولي څه د قلم پورته سي

بشارت ځانته تسلي هم ورکوي او د تسلي سره ـ  سره شکايت هم کوي، چي د دې خلکو زړونه په کاڼو بدل سوي په هغو کاڼو چي نه په سوهان توږل کيږي او  نه په چيغو، کوکو او بغارو نرمېږي:

  دلته په کاڼو بدل سوي بشارته زړونه
وتاندو هيلوته په داسي زړه کي ځای مه نيسه

بشارت د مايوسۍ سره ـ  سره  چي له خپل اولس څخه ئې لري،  خو بيا هم په تورتم کي ډېوې ورته بلوي، ډېوي ورته روښانوي،  غواړي تورتمونه  په روښانه ډېوه له منځه يوسي، غواړي چي هغه خفسکه، چي  د تورتم  پر وزرو  راغلي، اولس ئې زندۍ کړی، د  پوهي او علم نغری ئې  سوړکړئ،  ورته د احساس او پوهي د اورلمبه راوړي داسي يولمبه چي ټول کورونه ئې وسوځي، چي ټولو کورونو ته ورسېږي او ټول  کورونه په دي لمبه،  لمبه ـ لمبه کړي:

ساړه نغري ته څو بڅرکي او لمبه راوړمه
تياره کږدۍ ته ئې په لپه کي ډېوه راوړمه په مړو رګو کي د سکون وينه چي وخوځېږي
داسي خوځښت  ته داحساس  د اور جذبه راوړمه

 

بشارت په ظاهر ښکلي او په باطن  تش پس منظره  شعرونه نه دي ويلي. د هغه شعر دکلماتو، لغاتونو،  جملو  او ترکيبو  سره احساس، درد، اه، نازک خيالي، اهنګ، سندريز والى او انځوريزوالى  مل دئ. په هربيت کي ئې د اولس په سلهاوو در دونه پراته دي، هغه دردونه چي اولس ئې د خپله لاسه اويادبل دلاسه په شعوري او يا  غېر شعوري توګه ګالي، هغه دردونه چي اوس پر اولس دسرطان د دانې په څېر مسلط دي، چي نه ورڅخه مري اونه ورڅخه رغېږي، نې پرېږدي اونې په پرېږدي، نه ځني ځي اونه ئې ځني بيايي.  بشارت د شعور څښتن  دئ، هرڅه اول د وجدان په تله تلي او بيا ئې ټولني ته وړاندي کوي.  تاسو يې لاندي بيتو ته ښه په غور ځېرسي، چي بشارت د څونده لوړ تخيل  په ملتيا، د احساساتو په بدرګه، د نادرو لغاتو، ترکيبو اوجملو په راوړلو  سره: سوی مکتب، زندۍ سوې پوهه، يتيم قلم،  مړه ډېوه، منصوري رسۍ، له ماښامه تر سهاره ډېوه نه بلېدل، د روڼا پېغله رقيب دبل په تور نيول، د طمعي لاس  بهر ګرځول او  یتيم قلم په زولنوکي زنداني کېدل انځورکړي:

دلته ده پوهه زندۍ سوې مکتب اور اخيستی
یتيم قلم په زولنو کي زنداني ګرځومزما په ماښام کي تر سهاره څيراغ نه بلېږي
دا مړه ډېوه په تش کوګل پر ګاونډي ګرځوم
د روڼا پېغله مي ر قيب د بل په تور نيولې
ځکه په غاړه کي رسۍ زه منصوري ګرځوم
ستا د مستۍ پر اسمان ګرځي د هستۍ اوريځي
زه غريب ژوند لکه ګلپاڼه پر اغزي ګرځوم

 

جوړه غمي ئې زما له سترګو څخه و ايستله
د طمعي لاس اوس پر مغروره بهرني ګرځوم

 

څونده، چي د بشارت په شعر کي درد، غم، خپګان، ربړي،  مشکلات ، نغښتي دي په همهغه اندازه تخيل،  احساس،  عطفه،  اهنګ،  انځوريزوالي  او  سندريزوالى ته پکښي ځاى ورکول سوی.  همدغه  (حکمت او لذت) دئ، چي د بشارت په شعر کي ئې د کیفیت پله درنه کړې، د ده شعر ئې نور هم ښکلی کړی او  په شعرکي ئې د قلم زور او قوت، فصاحت او بلاغت له ورایه معلوم کړئ.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.