The news is by your side.

پښتو مه سختوئ بلکې غني يې کړئ

محمد حکيم بهير

0

هغوی چې قانون جوړوي، ډېری وخت بېرته د همدوی له لوري جوړ شوی قانون تر پښو لاندې کېږي او د خپل جوړ شوي قانون په خېټه کې ورخېژي.

ټولو استادانو ته په درناوي، موږ چې د ادبياتو محلصين وو، استادان به له ادبياتو، ليکوالۍ، ليک نښو او نورو بېلابېلو موضوعاتو غږېدل خو چې کله به مو يې چېپټرونه کتل، زياترو استادانو به په خپلو ليکنو کې د ليکوالۍ له پلوه پراخې ستونزې لرلې، ان ياګانې چې پښتو ژبه کې ډېرې مهمې دي، نه به وې مراعت شوې؛ خو له نېکه مرغه د ادبياتو ډېری ځوان استادان اوس دې ستونزې ته ډېر پام کوي او بايد چې پام وکړي.

همدارنګه لا هم د پښتو ماسټرۍ په ټولګيو کې د لېسانس دورې ډېری موضوعات تدريسېږي، ډېر لږ استادان په دې برخه کې ژمن او د ماسټرۍ په کچه نوي موضوعات تدريس کوي.

هر وخت چې متن ليکم، تر خپلې وسې او ادبياتو اړوند د خپلې پوهې په اندازه هڅه کوم سم يې وليکم او تل مې د خپلو نيمګړتياوو په اړه د ملګرو او استادانو نيوکې منلې دي او د ځان د اصلاح له پاره مې تر وسه هڅه کړې؛ خو که چا سره مسېج کوم، تر ډېره د ليکنې سمه بڼه مراعات کوی نشم؛ يا هم ځينې پښتانه ملګري پښتو په انګليسي تورو ليکي؛ يعنې موږ هر يوه تر خپله وسه په دې برخه کې ټنبلي کړې ده او لا يې هم کوو.

دا خبره سمه ده چې پښتو ژبې ته بايد سمه ژباړه وکړو او يا هم نوي سوچه توري پکې وکاروو؛ خو که ژباړه هم کوو، لکه د استاد عبدالنافع همت (د ميرزا ډوله خبريالانو لړۍ) چې تل په کې هېوادوال ډېرو مهمو نيمګړتياوو ته متوجه کوي. ژباړه بايد ټکي په ټکي ونه کړو، جمله چې څومره روانه او لنډه جوړېږي، همغسې يې بايد وليکو.

 همدارنګه نوي او سوچه پښتو توري چې جوړېږي، لومړيو کې بايد د سوچه کلمې مخکينۍ مترادفه کلمه هم په ليندکيو کې ورسره وليکل شي؛ څو د ټولو لپاره عامه او منلې شي؛ يو دم په ټولو ونه تپل شي چې ژبنۍ ګډوډي جوړوي.

په دې برخه کې بايد د علومو اکاډمۍ پښتو څانګه ډېر پام وکړي. پښتو ژبې ته بايد هر اړخيز کار وشي. همدا اوس که فکر وکړو، له ادبياتو پرته چې تر يوې کچې معلومات لري، نورو کومو برخو کې پوره پښتو معلومات لرو؟

 له ادبياتو پرته تاسې کوم ډاکتر، انجنير، اقتصاد پوه او يا هم د کومې بلې څانګې پښتون ليدلی چې په خپله برخه کې يې پښتو ته کار کړی وي؟

 که وي هم ډير کم؛ نو پښتو او يا هرې بلې ژبې ته کار او خدمت يوازې د اديبانو دنده نه ده؛ بلکې هر شخص بايد له خپل مسلک سره سم او تر خپله وسه خدمت وکړي. ډېری وخت دوستان همدا شکايت هم لري، پوښتنه کوي چې طب، انجنيري، اقتصاد او نورو برخو کې په پښتو ژبه د انټرنېټ په ګوګل لټون کې لازم او تازه معلومات نه پيدا کېږي که وي هم په نشت حساب دي.

دوه کاله مخکې، د طب برخې يوه استاد د خپل پښتو کتاب د ژبې د اېډېټ او سمون هيله را نه وکړه، بې له کومې تمې او احسانه مې ورته هو کړل، خوشاله هم شوم او خپله برخه کې مې لا زياتو پښتو ليکلو ته وهڅاوه؛ خو کله يې چې هاغه د رتبې يا بله هره موضوع چې وه حل شوه، کتاب يې تر نن پورې همغسې ناچاپ پاتې شو او په انټرنېټ هم نشته. دا ګيله او يادونه مې ځکه وکړه چې هغه کتاب ډېر مهم و او ډېرې پاڼې يې هم لرلې، اېډېټ يې هم ډېر وخت ونيو او هم يې اېډېټ د عادي ليکنو پر کچه ډېر سخت و، ځکه چې طبي اصطلاحات يې لرل؛ خو ما ورته تر خپله وسه نسبتاً په اسانه او روانه ژبه اېډېټ کړ.

 نوره نړۍ کې چې خلک څه ليکي او لري يې، په نېغ ډول يې انټرنېټ کې شريکوي؛ خو بدبختانه موږ لومړی په بېلابېلو برخو کې په ليکلې پښتو بڼه څه نه لرو، که بيا يې لرو هم، ډېر کم، کاپي پېسټ او يا مو له ځان سره ساتلي وي؛ نه غواړو چې نور خلک ګټه ترې واخلي. هغوی چې له هېواده بهر زده کړې کوي، دا ستونزه ښه درک کولای شي.

د نورو ژبو ګڼ شمېر ملګري او همکاران لرم؛ ډېر لږ پيدا کېږي چې زما له پښتو ليکنو او پښتو غږېدلو سره يې تعصبي چلند کړی وي؛ خو زياتره دغسې نه دي، ما هغوی هڅولي چې پښتو زده کړي؛ کله هم که راسره مخ کېږي، خامخا په نيمګړې پښتو ژبه راسره روغبړ او خبرې کوي او زه يې خبرې ور سموم.

غزا نور غزا صيب مو ملګری دی؛ هغه او يو شمېر نور استادان هر وخت لنډې پښتو وېډيوګانې جوړوي، پر خواله رسنيو يې خپروي او په مهمو موضوعاتو خبرې کوي چې نه يوازې له دري ژبو وروڼو سره د پښتو ژبې زده کولو کې ډېرې ګټورې دي؛ بلکې خپله د پښتنو لپاره هم د معياري ژبې او سم ليکدود په برخه کې مرسته کوي.

پښتو ژبې ته بايد کار وکړو، خلکو ته يې د تعصب تصوير ور نه کړو، احساساتي چلند او ستونزې جوړې نه کړو، ځکه له احساساتو څه نه جوړېږي او هر کله چې يوې ژبې ته کار او خدمت وشي، له کومې جګړې او دعوې پرته پياوړي او ټول منلي کېږي.

د ادبياتو د يو ټنبل شاګرد په توګه مې هر مهال هېله دا ده چې موږ هر يو بايد خپله برخه کې د ژبې لپاره خدمت وکړو، د ژبې پالل يوازې اديبانو ته پرې نه ږدو او ژبه سخته نه، بلکې غني يې کړو.

د پښتو ژبې د پرمختګ او لا غوړېدا په هيله

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.