د کتاب او هنر نړۍ – afghansabawoon http://www.afghansabawoon.com Sun, 05 Apr 2020 07:14:26 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.4.1 پر پټې خزانې اتو انتقادونو ته ځوابونه http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d9%be%d8%b1-%d9%be%d9%bc%db%90-%d8%ae%d8%b2%d8%a7%d9%86%db%90-%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d9%82%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%da%81%d9%88%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d9%be%d8%b1-%d9%be%d9%bc%db%90-%d8%ae%d8%b2%d8%a7%d9%86%db%90-%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d9%82%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%da%81%d9%88%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%87/#respond Sun, 05 Apr 2020 07:14:26 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7001 سریزه د هرې ټولنې لپاره د خپل تاریخ او ادب ساتل او د هغو پټو حقایقو څخه پرده پورته کول چې د تاریخ تاړاکونو پر غوړولې ده لازمه او ضروري ده. د ژبې، ادب او تاریخ اهمیت په دې کې دی چې هغو ته په کتو سره موږ د ګمنامۍ او نابودۍ څخه خلاصون موندلای […]]]>

سریزه

د هرې ټولنې لپاره د خپل تاریخ او ادب ساتل او د هغو پټو حقایقو څخه پرده پورته کول چې د تاریخ تاړاکونو پر غوړولې ده لازمه او ضروري ده. د ژبې، ادب او تاریخ اهمیت په دې کې دی چې هغو ته په کتو سره موږ د ګمنامۍ او نابودۍ څخه خلاصون موندلای سو. د تاریخ په استناد او باور موږ پروني تېروتنې  په ډاګه کوو تر څو موږ وکولای سو هغه تکرار نه کړو. بل دا چې زموږ د نیکونو او مشرانوهغه جان نثارۍ چي يې د اسلام، د دې وطن او خصوصاً د دې قوم لپاره کړي دي ښکاره سي او دا قوم چي د هاتي په غوږ کي بیده دی د دې درانده خوبه را ویښ سي او د خپل پخواني عزت او وقار د لاسته راوړلو لپاره لستوڼي را ولغړوي.

دا اثر ( پټه خزانه)  که څه هم د پښتنو لويه سرمایه ده خو بعضي ډېرو معتبرو لیکوالانو نقدونه پر کړي دي د هغې په سر کي د پښتو ژبې خوږ شاعر او اوچت نقاد ( قلندر مومند ) قرار لري. د ده د نقدي اثر چي ( پټه خزانه فی المیزان ) نوميږي ډېری تاریخي او ادبي مسلو ته یې اشاره کړې ده او د هغې پر بنیاد يې پټه خزانه د حبیبي په لاس لیکل سوې جعلي اثر بللی او د پټې خزانې شاعران او اکثره ذکر سوي افراد يې جعلي بللي دي. د ده تر څنګ د جمعه خان صوفي په نامه هم يو لیکوال پر دې نقش قدم تللی او په خپل نقدي اثر ( پټه خزانه د تاريخ په تلا کښې ) کي يې د پښتنو ادب او د دوي نسب تر سوال لاندي راوړی دی.

يوه خبره باید په سر کي و لوستونکو ته سپينه کړم چي زما دا مقاله د ښاغلي قلندر مومند په ځواب کي نه بلکې د هغو سوالونو د حلولو په موخه ده چي د پښتنو او غير پښتنو به مجالسو کي مطرح کيږي، او د اکثرو خلګو په اذهانو کي يې ځای نيولی دی. نو ما تر خپل حده کوشش کړی دی چي د دې مقالې په لیکولو سره دا سوالونه تر يوې اندازې حل کړم. که څه هم دې سوالو ته زموږ پخو محقیقینو په علمي او منطقي بڼه ډېر خوندور او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي خو زه به د هغو د مطالبو نچوړ راوړم او بعضي نور اسناد به ورسره اضافي کړم چي دلالیل لا پاخه او معقوله سي.

په درنښت: سید مومن کندهای

پر پټې خزانې انتقادات او هغې ته ځوابونه

بیکن تصور کاوه چې ګویا حقایق په خپله خبرې کوي او ویل به يې کله چې په کافي اندازه معلومات را غونډ شي ویښ او بیداره ماغزه په خپله د هغوی تر مينځ روابط موندلای شي. (روهي،۱۳۹۷:۲۶)

)The earliest known document written in Pashto is dated to the sixteenth century; the poems compiled in the Pata Khazana therefore extend the history of Pashto literature by about 800 years).(Wikivisually(

ژباړه: د پښتو ژبې تر ټولو زوړ پېژندل سوی متن و شپاړسمي پېړۍ ته رسیږي، خو په پټې خزانې کی چي د کومو اشعارو ذکر سوی دی د هغې له وجې د پښتو د ادبیاتو تاریخ د ۸۰۰ کلو شاوخوا ته رسوي.

Now remains the issue of its existence. Apart from themanuscript that has been presented by Professor Habibi, there is now another and much older copy in Hungary. This manuscript predates even Professor Habibi’s birth. I am aware of the fact these fascists would claim that why this copy of the manuscript was not found earlier. The reason for that is no body had actually looked for it in the archive. Armin Vambery gathered thousands and thousands of books on his trips and adventures in Asia and Middle East which are kept in the distinguished Library of the Hungarian Academy of Sciences. When this manuscript was discovered and recognized articles were written about the fascinating journey it had made from Heart Afghanistan to the Library of the Hungarian Academy of Sciences.(Maqsudi, 2016:6) 

ژباړه: اوس پاتيږي د دې اثر د بود او نبود سوال. غیر له هغه اثر څخه چي حبیبي صایب وړاندي کړی وو، یو بل ډېر زوړ اثر هم سته چي په هنګري کي يې کاپي پرته ده. دا اثر د حبیبي تر پیدایښت هم زوړ دی. د فاشیسټانو د دې سوال په ځواب کي، چي ولي دا اثر د مخه نه سو معلوم او خلګو ته وړاندي، باید ووایو چي چا په آرشیف کي چا په دې اثر پسي نه وه کتلي. «آرمين وامبري» په خپل سیر او سفر کي چي و آسیا ته یې کړی وو په زرهاو آثار را ټول کړي وه او د هنګري د ساینس په کتابتون کي خوندي کړي وه. کله چي دا اثر کشف او وموندل سو. ډېری مقالې د دې اثر د سفر په څرنګوالي او وهنګري اکاډمۍ ته د رسېدو په اړه ولیکل سول.(مقصودي،۲۰۱۶:۶)

کله چي موږ د پښتو د لرغوني ادب ذکر کوو نو ځای پر ځای مو د محمد هوتک ( پټه خزانه ) سترګو ته دريږي. پټه خزانه د عبدالعلي اخندزاده په واسطه موندل سوی او په (۱۹۳۵ز) کال يې و استاد حبيبي ته ذکر کړی وو خو استاد حبیبي يا خو هم د دې نایابه اثر په ارزښ نه وو پوه سوی او یا تر حد ډېر مصروف وو چې د دې په چاپوولو او خپرولو کي يې دومره ځنډ کړی وو. حبيبي صیب په ( ۱۹۴۳ز) کال ځي او دا اثر ( پټه خزانه ) راوړي او و چاپ ته يې سپاري.(صوفي،؟،۱۷)

پر پټې خزانې نیوکې

: محمد هوتک يو خيالي وګړی دی او هيڅ شتون يې نه درلودی.1

: د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه ده.2

: د پټې خزانې په درو برخو وېشل کېدل.3

: د پاراګرافونو استعمال په پټې خزانې کي.4

: د ( ځ ) په استعمال باندي نیوکه.6

: د پټې خزانې پر مآخذونو اعتراض.7

: هیواد يا ایواد معنی څه وه؟8

  

محمد هوتک څوک وو؟

ښاغلو معترضینو او بعضي نقدانو دا شک او شبهه ظاهره کړې ده چې ښايي د پټې خزانې موُلف ( محمد هوتک ) هيڅ بهرنی او ريښتنی شتون نه درلودی او دا د نولسمي پېړۍ د مفکورو زېږنده یو کرکټر دی. نود دې ادعا پر بنیاد چي د پټې خزانې موُلف نه وو موجود په دې اساس پټه خزانه هم يو جعلي اثر دی.

دې خلګو چې دا ادعا يې کړې ده هیڅ يې ځان نه دی زوکلولی او په عذاب کړی او ساحوي تحقیق ته يې هیڅ وخت نه دی ورکړی. د دې خلګو په ځواب کې ښاغلی همیش خلیل پر اسنادو او شواهدو آراسته دلیل راوړي او د دې معتریضینو اعتراض ته يې قانع کونکی ځواب وايې. ( محمد هوتک د قلات په سیوري کښې استوګنه لرله. او په کوم کلي يا ځای کښې چي هغه مېشت وو. هغه نن د « مملوکلې» په نامه ياد او آباد دی. « ممو » د محمد هوتک د نامې مختصر شکل دی. یعني د هوتک نه پس هم د هغه په نوم يې شهرت بیا موند. د محمد هوتک په نهم پشت کښې احمد علي اخوندزاده نومي يو سړي په کال ۱۹۷۸ ه کښې د پنځه نوي کلونو په عمر وفات شو، په لسم پشت کښې د هغه اولاد نن هم ژوندی دی او مزار يې په ذکر شوي کلي کښې نن هم موجود دی.) (خلیل، ۲۰۱۷: ۷)

د دې معترضينو یو اعتراض دا هم دی چي که محمد هوتک د شاه حسین د دربار لیکوال وو نو ولي يې ذکر نورو شاعرانو او درباریانو نه دی کړی. د دې خبرې به ځواب کې باید ووایو چي د شاهانو په دربار کی او به ځانکړي ډول هغه شاهان چي د ادب سره مینه لري ډېری درباریان، ادیبان، شعرا، لیکوالان او تاریخ نویسان وه. خو د دې ټولو نومونه تر موږ نه دي را رسېدلي، تر موږ چي کوم نومان را رسېدلي او موږ اشنايي ورسره لرو ټوله د دربار وتلي شاعران، لیکولان او تاریخ نویسان دي. بل دا چي محمد هوتک د شاه حسین په دربار کي نه هم شاعر وو او نه هم تاریخ نویس. محمد هوتک په لومړي سر کي خپله د پښتنو ګمنامه شاعرانو او ادبي آثارو پلټنه کوله خو کله چي شاه حسین ته دا خبر ورغی چي محمد هوتک دا هوډ او عزم لري او د پښتو ادب و خدمت ته يې ملاتړلې ده نو شاه حسین دی دربار ته را دعوت کړ او د ده ملا يې ور وتړل او لا يې تشویق کړ لکه محمد هوتک چي خپله وايي.( او قلم مي را واخيست هغه وخت چې زما له ارادې خبر سو زموږ د پښتونخوا د سترګو تور ، امام المسلمین، و ابن قاتل الرفضه و الکافرین شاه حسین ، ادامالله دولته الی یوالدین. نو يې زه وغوښتم خپل دربار ته او ما ته يې تشویق وکا، او الطاف يې ښکاره کا، چي دا خپله اراده پوره کاندم ، او د پښتنو شاعرانو حال سره را ټول کاندم ځکه زموږ پادشاه او د ښالم خېلو د زړه سر، شاه حسین خلدالله ملکه و سلطنته، په خپله ښې وینا خاوند او د پښتو د شعر شوقمن دئ. نو ما وغوښته چي ژر تر ژره دي دا کتاب وکښلی سي. او د پښتنو د شاعرانو احوال ټول کړه سي.) (هوتک،۲۰۱۶:۴۳)

د دې وینا څخه دا په ډاګه کيږي چي محمد هوتک که څه هم په لیک او لوست بوخت وو او کېدای سي نور آثار هم ولري خو د شاه حسین په دربار کي نه وو او د شاه حسین د درباریانو سره نه وو اېل و غېل. نو په دې اساس که چا د محمد هوتک ذکر د هغه وخت به متونو کي نه يې کړې دا د دې سند هر ګز نه سي کېدای چي محمد هوتک یو خیالي شخص وو او موجودیت يې تر سوال لاندي راولو.

 د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه ده؟

 د بعضي معترضینو دا اعتراض چي د پټې خزانې نوم ولي پټه خزانه وه حال آن که په دې تذکرې کي د ډېریو پېژندل سوي کسانو نومونه او د اشعارو بېلګې هم راغلي دي. یعنی هغه کسان چي په هغه زمانه کې يې هم خلک د نامه سره اشنا وه. نو که دا پټه خزانه يې خو صرف باید د هغو شعراوو ذکر سوی وای کوم چي د هغه وخت او زمان و خلګو ته ګمنام وه. د دې اعتراض په جواب کې بايد سړی ووایي چې د خپل اثر نوم ټاکل د لیکوال په شخصي ذوق پوری اړه لري او پر دې باندې نقد کوول يا د لیکوال د عداوته او قصده ډک نیت ښيي او یا هم د نقاد د نقد ضعف ښيي. دا عیناً داسي معنی لري لکه يو څوک چي پر يو چا د هغه یا د هغه د زوی پر نامه انتقاد وکړي چې دا نوم دي زما نه دی خوښ نو تا ولي پر ځان ایښاوه. دلته د دې اعتراض په جواب کې زه یو سوال کووم، چې که محمد هوتک خپل پر تذکرې نوم نه سي ايښودای او علت يې دا وي چي په دې اثر کي بعضي شعرا پټ نه بلکي ښکاره وه نو ولي پر اخوند دروېزه اعتراض نه کيږي چي د « د مخزن الاسرار» به نامه يې رساله درلوده او په دې کي يې ټوله هغه مسایل را اخیستي دي چي په هغه زمانه کي دېریو خلګو ته ښکاره او په ډاګه وه. دا خبره بالکل غلطه ده چي د هغه زمانې خلګ دي د پښتنو د هرې سیمي په شاعرانو خبر وي. که موږ د خوشحال خان دیوان ولولو نو په هغې کي د ډېریو شاعرانو نومونه وینو چي د ده به چار اطرافو کي يې ژوند کاوه خو د غربي پښتونخوا د شاعرنو ذکر يې ډېر په ندرت کړی دی، علت يې دا دی چي هغه و دې سیمې ته لاس رسی نه درلودی او د دې سیمې احوال يې نه درلودی. اوس هم موږ ډېری شاعران لرو چې ډېره اوچته طبعه لري او د دې ټکنالوژۍ او انټرنټ په دور کي لا هم د ټولو پېژندل ګران کار دی. خو تر ټولو د مخه دا اعتراض په پټې خزانې سره خپله رديږي. په پټې خزانې کي ډېری داسي شاعران سته چي د پټې خزانې د چاپ تر ورځې پوري لا هم چا نه پېژندل د يو څو نومونو يادونه اړين بولم. امير کړوړ سوري، حمید لودي، اسماعیل، خرښبون، شیخ ملکيار، شیخ اسعد سوري، نصر لودي، خلیل خان نیازی، شیخ تیمن، ښکارندوی غوري او داسي نور چي د هغه زمانې  لپاره هم پټ وه.

د پټې خزانې په درو برخو وېشل کېدل:

دلته د ښاغلي قلندر مومند هغه وینا را اخلو چي د هغې پر اساس معترضین د پټې خزانې پر اصالت د دې د جوړښت له مخې نيوکې کوي. ( د پټې خزانې ترتیب په دوه قسمه شوی دی. اول ترتیب يې د «خزانو» دی چې د مرتب د پخته کارۍ ثبوت ورکوي، يعنې د درو خزانو وېش به داسي اصولو شوی دی چي داترې ښکاري چې موُلف یو پخته کار لیکونکی دی چي اوله خانه کی يې د تېرې زمانې شاعران، دویمه کې د خپلې زمانې شاعران او درېیمه خزانه کي يې زنانه شاعرانې را جمع کړي دي.) (مومند، ۱۹۷۶: ۱۰۵)

اکثره معترضین په دې اند دي چي د پټې خزانې د تذکرې وېش، اوډنه او سمون د نن زمانې پر معیارونو سوې ده نو په دې اساس دا باید د نن زمانې لیکل سوی يو جعلي اثر وبلل سي. په دې بې بنیاده اعتراض سره معترضینو پر خپل ځان د بحث ساحه را لنډه کړې ده. د آثارو منظم لیکل او د هغې وړاندې کول د لیک او لوست د تاریخي بهير يو ډېره لویه برخه ده او دا برخه یوازی په آخري سلو کلو را محدودول د لیکوالۍ د تاریخي بهیر سره جفا ده. د معترضینو په اند که په هغې زمانې کي د يوې تذکرې په درو برخو کوول یو خارق العاده عمل دی نو اول دي و خوشحال ته مخ واړوي په دې چي ستر خوشحال تر محمد هوتک د مخه په دستار نامه کې د سړيتوب معیارونه په دوو برخو وېشلي دي.

 (هنرونه او خصلتونه ).بیا يې په سیستماټيک ډول په شلو هنرونو او شلو خلصتونو ویشي په همدا شان د «اخلاقنامې» ذکر که وکړو چي په شلو بابونو وېشل سوې ده، د حمید بابا « قصه شاه و ګدا»، د عبدالقادر خان خټک « ګلدسته» او یوسف و زلیخا او داسی نور ډېری داسي زاړه آثار سته چي د ضرورت پر اساس په برخو يا عنوانونو وېشل سوي دي. که موږ د معتریضونو دا ادعا پر حق وبولو نو د پټې خزانې سره ډېر لرغوني آثار تر سوال لاندي راځي. (صمیم،۱۹۹۰:۴۷)

د پاراګرافونو استعمال په پټې خزانې کې:

د ښاغلي قلندر مومند وینا په دې هکله را اخلم (دا دشلمي پېړۍ جدت دی، او شاید چې د روایت په تتبع کښې د دنیا ټولو ادبونو ته راننوتې دی… ولې په «پټه خزانه» کښې د پېراګرافونو د استعمال داسې په کثرت اهتمام شوی دی چې دا ترې ثابتېږي چې کم نه کم «محمد هوتک »  په کال ۴۲ـ۱۱۴۱ هجري کښې د دې په اهمیت خبر وو.) (مومند،۱۹۷۶:۵)

د قلندرمومند دا دلیل ښاغلي هميش خلیل داسي رد کړی دی.(دا اعتراض په دغه وجه بیخي غلط دی. چې ګڼی «پټه خزانه» پېرګرافونه لري. د پټې خزانې د آفسټي چاپ نه پس دا بې ارزښته اعتراض هم خپل انجام ته ورسېده او کوم او کوم څیز ته چي پېرګراف وییلې شی هغه د محمد هوتک په «پټه خزانه» کښې نشته) (خلیل،۲۰۱۷:۱۵)

په دې سره دا نقد ډېر په ساده ګۍ سره رديږي خو بیا هم که څوک د همیش خلیل پر دې دلیل قناعت نه کوي او وايي چي «پټه خزانه» په پېرګرافونو وېشل سوې ده نو بیا هم د پټې خزانې پر اعتبار کومه خاصه اغېزه نه شندي. موږ د « قلب السیر » په نامه يو زوړ اثر لرو چي په پښتو اکاډمۍ کي يې قلمي نسخه پرته ده چې په هغې کي د پاراګرافونو استعمال سوی دی. په دې سره دا نقد په بنيادي شکل سره رديږي چی ګویا د پېرګرافو د درلودل له امله باید دا اثر د اوسنی عصر زېږنده وبولو او د جعل ټاپه پر ومښلوو.

د «ځ» توري پر استعمال باندی نیوکه:

(این حرف نودساله چگونه توانست بار بار در شعر یکهزاروسه صد سال پیش امیر کرور رونما گردد؟ (میتوان روآورد به نگاره دستنویس “پته خزانه” و پنج “ځ” نشانی‌شده با دایره سرخ)(۲) شاید امیرو کرور چنین ننوشته بود و کار کار “محمد هوتک” باشد. جاودانیاد عبدالحی حبیبی میگوید: “پته خزانه” یادگار قلمی ۱۷۲۹ است. این سنه خواننده را ۱۵۶ سال پیش از زاده شدن محمد گل مومند/ متولد ۱۸۸۵ میبرد. سر کلاوه چگونه یافت شود؟) (سیاه سنګ،۱۳۹۵،۱۲)

د معترضینو یو د ډېرو سترو نقدونو څخه  دا نقد دی چي د «ځ» توری خو د وزیر محمد ګل خان له په نولسمه پېړۍ کي را مينځته سوې دی نو د دې استعمال په تذکرت الاولیا او پټې خزانې کي څنګه امکان لري. دلته به زه د پښتو د سترو محقیقینو ځوابونه د لوستونکو لپاره راولم چي و دې نقد ته یې ډېر پر ځای او خوندور ځوابونه ويلي دي.

«پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ۱۷۲) مخونو کې ليکي: « پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چې د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چې وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چې دوی په کوم کتاب کې دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کې ورسره په مشرانو کې مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.(روهي،۲۰۱۹:۲)

که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد وي نو د «پټې خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کې زه دا حقيقت پيش کول غواړم چې وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کې پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چې د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلاص کړی … نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشریح نشي کیدای چې «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسيدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دي چې دا کتاب په (۱۳۰۳) کې ليکلی شوی شوی دی.(روهي،۲۰۱۹:۲)
د خيرالبيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان … د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعنی تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چې دوی ورسره متفق دي … د فاضل رشا دا بيان د «سلطانی ګواه» د بيان حیثيت لري. (روهي،۲۰۱۹:۳)

د دغه اوږده اقتباس نه څرګنديږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطانی ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعنی د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چې «پټه خزانه» يو جعلي اثر وګڼل شي. ما وويل چې د «سلطانی ګواه» موندل ډير مشکل کار دی. په پورتني مثال کې دغه پوښتنې راولاړيږي:
۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتيا لوی عالم او ستر محقق دی. آيا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟

ما د «وفا» په جريده کې ولوستل چې استاذ خپله خبره تيروتنه ګڼلې ده. يو رښتوني محقق ته نه ښايي چې د مشهورو عالمانو خبره د کاڼې کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.

۲ ـ ښايي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) ليکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزير محمد ګل خان له زيږيدو نه مخکې ليکل شوي وواو (ځ) يې په همدغه بڼه ليکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزير صاحب به هغه آثار ليدلي وي، کیدی شي دغه يو توارد وي.

۳ ـ د يوې موضوع په باب څه نه ليکل او خاموشه پاتې کيدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځينو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزير محمد ګل خان مومند پر ليکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی ليدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلندر مومند وايي: «نو مونږ مجبور يوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.»تاسې مجبور نه يئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.

۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شواوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي. (روهي،۲۰۱۹:۴)

د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي. که څه هم په دې برخه کې ځينې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لياقت او فراست د تشخيص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )،محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقايد، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپيريال له متداولو معيارونو سره سمون خوري؟ دا ډول پوښتنې مهمې دي، بايد ميخانيکي شکل هم و نه لري.

د مثال په توګه خوشحال خټک ځينې ډيرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشحال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کیدی شي چې ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.(روهي،۲۰۱۹:۴)

ښاغلي معصوم هوتک هم د دې نقد ډېر اوږد ځواب ویلی دی چي دلته يې زه په لنډ ډول را اخلم چي آيا (ځ) د وزیر محمد ګل خان اختراع ده که پخوا هم د ګرافیمموجود وو. ( زما د څېړنې د له مخې د «ځ» اوسني مروجه بڼه د وزیر محمد ګل خان مومند ایجاد نه دئ او زما سره د وزیر صاحب مرحوم تر زېږيدو شل کاله مخکي د «ځ» توري د اوسني شکل چاپي اسناد سته چي خپله څېړنه درنو لوستونکو ته وړاندي کووم. د «ځ» توري به باب د طلوع افغان د ۱۳۱۷ش کال د حمل د اووه ویشتمی نيټې په ګڼه کي لولو دا شبږ کاله چي طلوع افغان پښتو سوې ده موږ یو ډول املا چی پښتو مستنده املا ده غوره کړې ده. خو په ۱۸۶۶م کي يو کتاب د «نصاب افغاني» په نامه د پېښور په جېل مطبعه کي چاپ سوی دی چي د وزیر محمد ګل تر زېږېدو شل کاله مخکي نېټه ده د (ځ) توری د نن ورځی په مروجه شکل سره راغلې دی. بېلګه يې را اخلو: حرف څ قریب المخرج است با زای منقوطه لیکن به ثقالت تلفظ زای منقوظه نیز جایز است چون څای،زای به معنی جای و څار «زار» به معنی فدا. اګر چه صورت خطی حرف اول و حرف دویم در اکثر کتب افغانی یکسان دیده شده است مګر اینجا فرق کردن ضرور آمد تا خواننده تشخیص دهد مابین هر دو حرف و نیز در کتب شعرا قوم ختک که د سنه یازده صد هجری نوشته شده این طور به نظر آمده یعنی بجای سه نقطه یک همزه نوشته شده با اینصورت «ځ» و در این صورت دویم مقرر ګشت.» په پورتني توضیح کي وینو چي د (ځ) شکل د افغاني مولف محمد اسماعیل ایجاد هم نه دی بلکي ده د خټکو د لیکدود به پیروۍ دغه شکل غوره ګڼلی دی.) (هوتک، ۱۹۹۶:۸۶)

یو بل دیوان هم په (۱۹۳۲م) د لاهور په مسلم پرنټنګ مطبعه کي چاپ سوې دی چي د (ځ) د توري ګرافیم يې د ننني ګرافیم په څېر دی. دا دیوان د وزیر ګل محمد مومند تر پښتو سیند او د پښتو ژبې لیار پنځه شپږ کاله مخکې چاپ سوې دی. بل اثر د ابو سعید احمد خان «ګل کوهي» یا  «د غره ګل» چي ابو سعید فضل احمد خان د پېښور د مردان د سر دهیرې یو حساس او پر پښتو مین پښتون وو. ګل کوهي په ۱۹۳۰م د بمبی په خلافت پريس کي چاپ سوی دی. چي دا هم تر « د پښتو ژبې لیار» او پښتو سیند اته یا نه کاله تر مخه چاپ سوې دی.

د دې ټولو اسنادو او مدارکو پر بنیاد د معتریضینو دا اعتراض ته چي دوی فکر کاوه چي هیڅ وخت به د دې ځواب د پټې خزانې د اصالت مننونکي او پلویان ور نه کړای سي. د پښتو ژبې د څوکيدارانو له خوا پس له نه ستړي کېدونکي تحقیق او څېړنې ځواب سوه. او د داغه نقد په علت تر ډېري مودې په بهر کي هم د پټې خزانې رښتیا او درواغ تر سوال لاندي وو. خو د وخت څېړونکو ملا وتړل او د خپلي ژبې او د ښاغلي حبیبي وزن او اعتبار يې وساتی.

د هېواد يا ایواد معنی څه وه؟

د بعضو معتریضینو په اند به پخوانیو متنو کي د «هیواد» د کلیمې د «لرې» معنی شندل او په معاصره زمانه کي په پښتو کي د دې معنی د وطن له پاره استعمالیږي. امير کړوړ په دې بیت کي چي دی وايي:

زما د بریو بر خول تاویږي هسک په نمنځ او په وياړ

د آس لسوو مي مځکه ریږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم «ایوادونه» اوجاړـ له ما اتل نسته

(هوتک،۲۰۱۶:۵۵)

په دې وياړنې کي چي په سنه ۱۳۹ه کي امیر کړوړ د امیر پولاد زوی ویلی وو د «ایواد» د کلمې ذکر د وطن يا وطنو په معنی راوړل سوې ده. چي د منتقیدونو په اند دې کلمې په لرغوني پښتو کي د لرې او دور دسته مانا شندل او د «وطن» په معنی په نولسمه او شلمه پېړۍ کي مروجه سوه. نو د امیر کړوړ په ویاړنې کي د دې کلمې استعمال د نولسمي پېړۍ په معنی د دې ویاړنې او د پټې خزانې لرغونتوب تر سوال لاندي راولي. اوس به موږ وګورو چي د منقیدونو دا وینا تر کومه حده معقوله او د منلو وړ ده.

د پير محمد کاکړ دا شعر به ملاحظه کړو چي د هېواد کلمه یې په کومه معنی کارولې ده.

د بيلتانۀغمونو تنګ کړم په وطن کښي

لکه څوک په بل «هېواد» کښي وي دوساغ

(بیتاب،۲۰۱۶:۷)

دلته د «هېواد» د کلمې معنی په یقیني طور سره د وطن په معنی ده او که يې څوک په بله معنی وکاروي دا بیت به بالکل خپله معنی د لاسه ورکړي.

 شمس الدین کاکړهم په دا بیت کي «هېواد» په هم دې معنی کارولې ده

په هوا ئې د کشمير د تورو سترګو

لۀ زړۀ اوويسته نيازمن د خپل هېواد

 (بیتاب،۲۰۱۶:۷)

دلته هم که موږ د «هېواد» کلمه د لیري په معنی استعمال کړو، بیت خپله معنی په کلي شکل سره د لاسه ورکوي او بی معنی کیږي. د وطن د معنی سره پوره مطابقت ښيي.

د حنان بارګزی و دې بیت ته مو توجو را اړووم.

خواست پروخت باندي کوه د نو خطانو

مسافرد بل هېواد په زړۀ نری وي

(بیتاب،۲۰۱۶:۷)

پير محمد په بل ځای کي د خپل وطن د مه رخانو د بې نیازۍ او بې غورۍ څخه تنګ سوی دی او داسي وایي:

د بې نیازو د به دیار کښې څګر خون شوم

پیر محمد خکه هوا د بل هېواد کا

(خلیل،۲۰۱۷:۹۶)

شمسالدین کاکړخپله خوشحالي په وطن کي ښوولې ده او داسي وايی:

و هر چاو ته يې خپل وطن کشمیر کړ

ځکه زه یم همیشه به خراسان خوښ

(خلیل،۲۰۱۷:۹۷)

د «صدیق» دغه بیت هم د سند په دول راوړو:

لري ملک ته په وروتله کله په کار دي

له هېواده درومي کور ته کاروان ژر ژر

(خلیل،۲۰۱۷:۹۷)

د امیر خان هجري دا دوه بیتونه هم زموږ استدلال ته لا قوت ورکوي:

بې له تا کله لرم د زړه مراد څوک

که نزدې دی یا که لرې به هېواد څوک

(خلیل،۲۰۱۷:۱۰۲)

زه چی جدا شوی په هېواد له خبل دلدار يم

ګرځمه کړېږم بې طبیبه زه بیمار یم

(خلیل،۲۰۱۷:۱۰۳)

اوس به نو د پښتو ژبې یو څو زړې ټپې د اسنادو په شکل راوړو:

زړګیه چوې که پاته کېږې

اشنا مقام ونیو په لرې هېوادونه

او بله ټپه داسي ده:

چي همدم په دم قدم دی

نصیب دېره کړمه په لري هېوادونو

د دې ټولو بیتونو او اشعارو څخه چي زموږ د کلاسیکي دورې وتلي شاعرانو ویلي او د «هېواد» کلمه يې د وطن په معنی کارولې ده معلوميږي چي «هېواد» پخوا هم د وطن په معنی کارېدل.په دا شان ډېر نور داسي مدارک سته چي د معترضینو دا ادعا چي ګویا دا کلمه په زړو متنو کي يوازي د لرې معنی شندل،خامه کړې ده. او په دي سره يې هغه شکوک چي دا انتقاد يې لامل وو هیسته کړي دي.

     پايله                                                          

پر پټې خزانې ډېرو پوهانو د شکوکو اظهار کړی دی. او ډېریو نورو پوهانو  پس له ژورو تحقیقاتو او څېړنود یو با ارزښته زاړه او لرغوني اثر په حيث تاُیید کړی دی. دا مباحثه لکه د ژمي چای کله سړه يي او کله توده. کله د قومي بغض پر بنیاد، کله د سیاسي موقف پر بنیاد او کله د سمت او دوو خواوو (لر او بر) پر بنیاد د پټې خزانې مسُله تودیږي. د دې ټولو تر څنګ باید دا هم ووایو چي بعضي پوهان خپل اندونه او پوښتنې د علمي تلوسې له امله هم ظاهروي خو متاُسفانه دا ډله خلګ ډېر لږ دي. پورته چي کوم انتقادات زموږ د محقیقینو د خواریو او څېړنو د استناد په مرسته رد سوه، دا ښيي چي دې ټولو انتقاداتو کوم پوخ او عمیق علمي بنسټ نه درلودی او د افغانستان د انارشۍ څخه په سویه استفادې دا اعتراضات سوي وه. معترضين په دې اند وه چي ګواکي په دې اړودوړ کي به څوک د دې تکل کوي چي د دې پوښتنو د ځواب ویلو له پاره خپل قیمتي وخت خاوري کړي، خو خوشبختانه د دوي دا فانتزي لاهو سوه او پښتو میینو محقیقینو د دې مغرضانه نقدونو غاښ ماتونکي ځوابونه د اسنادو او قوي مدارکو په بنسټ ورکړ.زما دې مقالې د ټولو پوښتنو د ځوابولو ګنجایش نه درلودی د اتو اساسي نقدونو ځوابونه مي پکښي را نغاړلي دي. که خدای ژوند او توفیق را کړ بله مقاله به مي د غوریانو او خلجیانو« غلځیانو» په اړه وي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d9%be%d8%b1-%d9%be%d9%bc%db%90-%d8%ae%d8%b2%d8%a7%d9%86%db%90-%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d9%82%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%da%81%d9%88%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%87/feed/ 0
د یوازېتوب سل کاله http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%b2%db%90%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d8%b3%d9%84-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%b2%db%90%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d8%b3%d9%84-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87/#respond Wed, 11 Dec 2019 10:17:39 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6051 د یوازېتوب سل کاله د ستر او نوبل ګټونکي کلمبیايي ادیب ګابرېل ګارسیا مارکز  د ستر رومان نوم دی چې د نړیوالو ژبو په لړ کې دا دي پښتو ته هم د ګران ملګري، پیاوړي ژباړن او لیکوال محمد نواب خوښ په زیار ژباړل شوی او پښتانه لوستونکي یې هم ددغه نړیوال شهکار له لوستنې […]]]>

د یوازېتوب سل کاله د ستر او نوبل ګټونکي کلمبیايي ادیب ګابرېل ګارسیا مارکز  د ستر رومان نوم دی چې د نړیوالو ژبو په لړ کې دا دي پښتو ته هم د ګران ملګري، پیاوړي ژباړن او لیکوال محمد نواب خوښ په زیار ژباړل شوی او پښتانه لوستونکي یې هم ددغه نړیوال شهکار له لوستنې برخمن کړل.

     زه له مارکز سره لومړی ځل د هغه د یوه هنري او بدیعي لیک د لوستنې له لارې اشنا شوم، د لوستونکو په نوم د هغه دا وروستۍ لیک ډېر لنډ، خو له ډېرو سترو مفاهیمو ډک و، همغه وو چې له بیا بیا لوستنې وروسته مې پښتو ته وژباړه او هغه مهال په شپېلۍ مجله کې خپور شو.

     ددې لیک په یوه برخه کې راځي : که چېرته خدای پاک بیا ژوند راکړي، نو زه به ماشومانو ته وزرونه جوړ کړم، خو دا به ورته ضرور ورته ووایم چې الوتل دې خپله زده کړي.

   بل ځای په کې راغلي وو: موږ نه زړېږي، مګر هغه وخت چې ارمانونه مو زاړه شي، که خدای پاک بیا ژوند را کړي، نو له زړه نه مې  لیک دړه جوړوم، د کرکې او بدبینۍ ټولې کرښې ترې پاکوم او پر ځای یې یوازې د مینې او مننې کرښې لیکم.

    بس همداسې د هغه لوستونکی شوم او تر دې چې د سل کلن یوازېتوب اثر مې یې هم په پارسي کې ولوست، د کرکټرونو او پېښو له لحاظه پېچلی، خو له نوو خبرو ډک و، له علم او نوو مفاهیمو سره یې د انسان د چلند او اشنايي په باب ډېر علمي مسایل او تیورۍ هم د هنر  او داستان په ژبه وړاندې کړې دي.

   مارکز ته په امریکا او بیا ټوله نړۍ کې د جادويي ریالېزم د بنسټګر په سترګه کتل کېږي، یاني هغه سبک چې وچ کلک ریالېزم یې له یو ډول پاروونکي یا ډاروونکي خیال سره ملګری کړی او د هنر جامه یې ور واغوسته، ده له اسطورو، تاریخونو، وهمونو او خیالونو سره په عجیبو او غریبو ټکرونو کې داستاني هنر ته وده ورکړه،  شاعرانه خیال یې وپاله، ځکه خو د رومان د مسیحا په سترګه هم ورته کتل کېږي.

  د یوازېتوب سل کاله رومان د زمان او مکان عنصر ډېر مشخص او خیال پاروونکی دی، نوموړي په کې د خپلې استوګنې سیمه ماکوندو چې داراکاتاکا ته نږدې پرته ده، ډېره ښه انځور کړې ده، اصلا ددې رومان ټول اتلان له ماکوندو سیمې څخه د نړۍ نورو برخو ته کوچېږي.

    د یواېتوب سل کاله له نورو ناولونو سره توپیر لري، حتی د هغه له نورو داستانونو سره یې هم ورته والی نه درلود، ځکه چې افسانې او تاریخي پېښې یې په یوه ځانګړي هنر اوډلې وې چې د وهمونو تر څنګ یې علمي اړخونه او له نوو مفکورو سره د هغه مهال د انسان چلند هم انځور کړی و.  خپله مارکز هم په دې اقرار کړی چې دا اثر یې د فاکنر د ځینو اثارو تر اغېز لاندې لیکلی دی، خو په دوو عناصرو یاني اسطورو او زمان باندې نهايي تمرکز دده خپله ځانګړنه ده.

  کله چې په رومان کې د لاتیني امریکا د خونړیو پېښو بیان راځي، نو بیا دی وچ کلک تاریخ یا ژورنالستیکه ژبه نه کاروي، بلکې تر نهایت حد پورې یې هڅه کړې چې شاعرانه او رومانټیکه ژبه وکاروي، دده بل هنر دا دی چې قهرمانان یې د یونان او نورو لرغونو ملتونو میراثي  شخصیتونه نه، بلکې دده خپل وطنوال دي لکه بویندیا، ډګروال اورلیانو، ماکیادس، اورسولا او نور…

     نوموړی همدارنګه د ماکوندو سیمه ((د یوې خیالي او افسانوي سیمې په توگه انځوروي او د ھغه ځای د انسانانو کړنې او اعمال هم د انسانانو د کړنو او وس نه پورته لوړ انځوروی، نوموړی په خاص ھنري منطق سره دا کار کوی. چې ټولنیزې عیني پېښې او د انسان له خارق العاده سرښندنې څخه اسطوره جوړه کړي او په لوستونکي یې ومني، د مارکز په هنر کې ټولنیز واقعیتونه د انساني کتلې، تباھي او بربادي او دغه راز ناخوالې او بدمرغۍ په اسطوره بدلیږي، او په دې ډول په ماضي کې واقعیت او اسطوره په هنر بدلېږي.))

     لکه وړاندې مو چې وویل د یوازېتوب سل کاله د زمان عنصر ډېر پیاوړی دی او تاریخي اړخ لري، یاني ټولې پېښې د ماضي رومانټیک او تخیلي بیان دی. ((نوموړی په ماضي کې له حاله تښتي او دا ځانگړنه چې د زمان عنصر په کې په ډیره چټکۍ حرکت کوی ، زیات د پاملرنې وړ دی. د دغه اثر اتلان بېلابېل اړخونه لري، د لمس وړ نه دي او ان کله هم غیر واقعي بریښي. د مثال په توگه ماکیادس کولی عجیب شخصیت دی، نوموړی څو ځایه او څو ځله تکرارېږي، د مرگ او ژوند په لړۍ کې پخېږي. څوک ورته پام نه لري او د خلکو له نظارت نه لیری منڅ ته راځی په دې ډول د ماکوندو د سیمې د خلکو له رازه ډک خطونه او اسرار لوستلی شي. دغه اسرار د ماکوندو اسرار دي چې د پټو رازونو په توگه په پټو ازلي خطونو کې ځای شوی دي. دغه خطونه هغه وخت راسپړل کېږي چې د بویندیا د کورنۍ وروستی شخصیت د ښار د بشپړې نابود راز وايي.))

     دغه راز د اثر بل اتل د ډگرمن ایورلیانو بویندیا په خونړیو جګړو او پېښو کې ښکېل دی، خو وروسته ستومانه کېږي او غلی کیني، دا خاموشي یې د یادونو او خاطرو په ترڅ کې د زلمیتوب خاطرو ته وړي، دی یو یاغي او ګنهګار اتل دی، د چا خبره نه مني، رواني حالت پیدا کوي، خبرې او الفاظ یې هېرېږي، د پېښو د اټکل ځواک بایلي، د یوازېتوب درد او غم یې د مړو دنیا ته وړي، هلته له پردنسیواګیلار سره ملاقات کوي.

     د یوازېتوب سل کاله د زمان له اړخه بیخي چټک روان دی، اتلان یې ډېر چټک او ناڅاپي را پیدا کېږي او له ځان سره راتلونکي پېښې هم پنځوي، ځکه له ورته نورو نړیوالو اثارو سره بیخي متفاوت دی. ((په دی اثر کې اصل پېښه په زماني لحاظ پرمختگ کوي. د دې اثر قھرمانان ناڅاپه راپیدا کیږي، بدلون مومي، په چټکۍسره تکامل او وده کوي او راتلونکی پيښې په خپل ځان کې روزي او ورته تیاری نیسی․ سخته ده چې د کردارونو ټول اعمال یې په ساده ډول تعقیب شي. لوستونکی اړ کېږي چې د پیسو د تعقیب او د کردارونو د تعقیب له پاره د زمان عنصر په نامنظمه او کوږ ووږ ډول تعقیب کړي.))

   په رومان مرګ بیخي نږدې دی، کله خوږ ملګری، کله نا بللی مېلمه او کله هم د ډاروونکي لېوه په څېر ځان را ښکاروي، د ناول په پیلامه کې ځان قھرمانان هم په یو عجیب حالت او زمان کې منځ ته راځي هغه وخت چې ((دا نړۍ دومره نوې وه چې زیاترو شیانو لا نوم نه درلود.))

   اورلیانو ته د ادبیاتو اهمیت هم ښه څرګند وي، خو د ساعتېرۍ د وسیلې په سترګه ورته ګوري، په سندرو او شعرونو کې د تېرو زمانو یادونو او تصویرونو ته ځي، نسل بندېږي، له سل کلنو هڅو وروسته په دې کورنۍ کې یو مامشروع ماشوم سترګې غړوي، خو ډېر عجیبه ماشوم وی، د بویئندیا کورنۍ حیرانه کړي، ځکه ماشوم د سرکوزي لکۍ لري، په بدن یې د مېږیانو لښکر ورمات شي او ټول وخوري.

   په دې اثر کې د یوازېتوب کمال څرګند شوی دی او له سیاسي اړخه هم ددې پیغام ورکوي چې ګوښه کول خپله یو درد دی چې یوازې خیال او تصور کې نه ځایېږي او د انسانانو عیني درد او محرومیت څرګندوي، کله کله سیاسي جبر ملتونه یوه فزیکي زندان کې نه اچوي، رواني زندان ته یې ور ټېل وهي او له خپلو مېشت ځایونو کوچ کوي، هلته د ډگرمن اورلیانو اوبوئیندیا جګړې  د قدرت د ترلاسه کولو له پاره تر سره کېږي چې په واقعیت کې د یوازیتوب پر لور حرکت دی․((د دغه ناول قھرمانان او یا د کورنۍ ھر وگړی نه یوازی دا چې یوازې  پاتې کېږي، بلکې متضاد کرکترونه لري او یو له بله سره نه پخلا کېدونکي دي․))

     د ماکوندو او بویئندیا د کورنۍ د څو نسلونو  دا افسانه یوازې د شعور د نړۍ خبره نه ده، بلکې لوستونکی د پېښو تل ته ورننباسي،کرکترونه د بدلون او اوښتون په حال کې دي او نامنظم لاشعور راسپړي، ثابت فکر او شخصیت نه لري، پېښې له وحشته ډکې دي، لوستونکی له داسې افرادو او کرکترونو سره مخامخ کېږي، د بربادۍ او ترخه بېتلون پر پاڼ ولاړ دي.

    دغه تاریخي افسانه په ډېرو عجیبو  پېښو او صحنو ښکلې شوې ده چې ادبي او شاعرانه ژبه لري، مثلا هلته ډېر پخواني مړي بیا ژوندي کېږي، د ژوندیو محفلونو ته راځي، له خلکو سره ګوري، د باران ورېدل یوازې په پسرلي پورې نه وي تړلی، فرشونه الوزي، یوه مور ( اورسوله) څو نسله ژوندۍ پاتې کېږي، یو شخص زرګونه کلونه ژوندی وي، د مرګ بر مهال له اسمانه ګلونه ورېږي، شیان نومونه نه لري، د فراموشۍ ناروغي خپره وي، هر څه په اشارو تر سره کېږي.

      په پای کې بېرته ژباړن ته راځم، ښاغلی خوښ له کلونو راهیسې ژباړه کوي، پر ژباړه حاکم سړی دی، دده ښېګنه په دې کې ده چې خپله هم مسلکي لیکوال دی، ما چې دده ژباړه ولوسته، نو روانه ده، که ځینو ځایونو کې یو څه ستړې کوونکې وي، هغه به خپله ددې رومان داستاني جوړښت وي، ځکه لوستونکی تر یو څو برخو پورې پر رومان نه پوهېږي او ګډوډ ورته ښکاري.

     د خوښ صیب بل کمال په دې کې دی چې د رومان د نوم ژباړې لپاره یې سمه بڼه غوره کړې، ځکه دا رومان تر ننه هم زما په ګدون ګڼو لیکوالو د سل کاله یوازېتوب یا سکلن یوازېتوب په نامه یاد کړی دی، په داسې حال کې چې سم نوم یې د یوازېتوب سل کاله دی، ځکه دلته زیات تاکید او تمرکز پر یوازېتوب دی چې هنري او سیاسي مفهوم لري، سل کاله ددغه اضافي ترکیب دویمه  یا توصیفي برخه ده چې د یوازېتوب شدت یا اوږد ځور بیانوي.

     خوښ یم چې د ادبکدې فعال غړي خوښ صیب پښتنانه ددغه ګران بیه معنوي ډالۍ په لوستنه ونازول او د تولستوی د (سوله او جګړه) په څېر دا ستر شهکار هم د پښتو داستاني ادب په پانګه د هغه په همت ور زیات شو.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%b2%db%90%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d8%b3%d9%84-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87/feed/ 0
یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90/#respond Sun, 01 Dec 2019 18:55:19 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5940 شتوت ګارت، جرمني نومبر- 2019 (یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې) دا د هغه په زړه پورې کتاب نوم دی چې په ناروې کې نوی چاپ شوی دی. ما چې د کتاب اعلان په افغان سباوون ویبپاڼه کې ولوست. تلوسه مې شوه چې کتاب تر لاسه کړم. ورسره دا مې هم په اعلان کې ولوستل […]]]>

شتوت ګارت، جرمني

نومبر- 2019

(یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې) دا د هغه په زړه پورې کتاب نوم دی چې په ناروې کې نوی چاپ شوی دی.

ما چې د کتاب اعلان په افغان سباوون ویبپاڼه کې ولوست. تلوسه مې شوه چې کتاب تر لاسه کړم. ورسره دا مې هم په اعلان کې ولوستل چې کتاب وړیا نه ویشل کیږي پدې خوښ شوم ځکه چې ما کلونه، کلونه پخوا په دعوت ویبپاڼه کې دا لیکلی وو چې د کتاب وړیا ویشنۍ کلتور ته باید د پای ټکی کيښودل شي. یو څوک چې لس ډالر یا سل افغانۍ څخه نه شي تېرېدلای بیا د کتاب په ارزښت هم نه پوهیږي، نو بیا د کتاب وړیا ورکونه څه مانا؟

بله دا چې موږ به لیکوالان لا لیکوالۍ ته څنګه هڅوو چې کتاب ونه پیرو؟ همغه وو چې د کتاب بیه د پوستي لګښت سره مې د دعوت ادارې ته ولېږله او بې له ځنډه مې کتاب تر لاسه کړ.

اوس د کتاب په اړه:

کتاب د یوې افغانې میرمنې د ژوند ریښتینې انځور دی چې د خپل عزت خرڅولو ته اړ شوې ده.

د کتاب لیکوال محمد طارق بزګر دی، چې د ډیرې خوږې مرکې په بڼه په خوږه، خوندوره، ساده او روانه پښتو لیکلی دی، چې لوستونکي تر پایه د کتاب لوستلو ته اړ باسي، څوک چې د کتاب په لوستلو پیل وکړي تر هغې یې له لاسه نه لیرې کوې تر څو یې ټول لوستی نه وي.

په کتاب کې تریخ او درودونکی حقیقت دا دی چې ریښتیا یوه افغانه میرمن د مسافرۍ او مهاجرت تریخ ژوند کې بدلمنۍ ته مجبوره شوېده.

بزګر جرئت کړی او په داسې تابو موضوع یې کتاب لیکلی او زه ورته د ډیر قدر په سترګه ګورم ځکه پښتانه لیکوالان داسې کتابونو او موضوعاتو لیکلو ته زړه نه ښه کوي.

هر انسان که هر څومره سخت زړه ولرې که دا کتاب ولولي د سترګو به یې حتماً اوښکې وڅاڅي.

څه وخت چې مې دا کتاب لوسته ډیر لیرې لاړم او هغه افغانان مې مخ ته ودرېدل چې اروپا ته د راتګ په دریابونو کې ډوب او د کبانو، په غرونو او ځنګلونو کې د لېوانو او ګېدړانو خوراک شول، په بېلاپیلو هېوادونو کې د تور تنبو شاته د زندانونو میلمانه شول. په لویدیځ کې کورنۍ درپدر او خاورې په سر شوې، اولاد د مور او پلار څخه، خاوند د میرمنې څخه، ورونه د خویندو څخه جلا شوي او هر څوک په خپله مخه تللي دي.

کتاب مې په لاس کې د سترګو مې اوښکې څڅېدې، مخکې مې وویل چې د کتاب لیکوال مهارت او ځانګړنه په دې کې ده چې لوستونکی هڅوي چې یو ځل کتاب تر پایه ولولي.

په کتاب یوه نیوکه هم لرم چې د ملا او امام رول پکې پیکه ښودل شوی دی. بهرنيو جاسوسانو، مخبرانو د ملا، امام او مجاهد په څېره کې زموږ دیني عالمانو مقام  ته ډیر زیات زیان رسولی دی. امام او ملا باندې زموږ دین ژوندی دی. که کتاب بیا چاپیږي زما وړاندیز دا دی چې ملا دې بهرني وښودل شي چې زموږ په ملي ژبه پښتو او دری جوتې خبرې نه شوې کولای.

زه خپله لیکنه لنډوم لوستونکي د کتاب لاس ته راوړلو او لوستلو ته رابولم چې خپله (افغانه ښآپېرۍ په کییف کې) خوندور کتاب د تریخ حقیقت ریښتینې کیسه په مینه ولولي.

لیکوال ته د لوی خدای (ج) په دربار کې د لا لیکلو توفیق غواړم چې خپلو لیکنو ته دوام ورکړي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90/feed/ 0
زرتار http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%b2%d8%b1%d8%aa%d8%a7%d8%b1/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%b2%d8%b1%d8%aa%d8%a7%d8%b1/#respond Wed, 27 Nov 2019 01:04:52 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5951 «زرتار» د ښاغلي عطامحمد مياخېل چاپ شوی اثر دی. سروش خپرندويي ټولني لومړی ځل (۲۰۱۹) م کال په (۱۶۴) مخونو کي د (۱۰۰۰) ټوکه په اندازه چاپ کړی دی.  «زرتار»  کي د سيمي او نړۍ د (۴۷)  مشهورو ليکوالو، شاعرانو، پوهانو، مبارزينو او سياسيونو  په سلګونو بېلابيلي ويناوي راغلي دي، چي ښاغلي مياخېل ژباړلي او […]]]>

«زرتار» د ښاغلي عطامحمد مياخېل چاپ شوی اثر دی. سروش خپرندويي ټولني لومړی ځل (۲۰۱۹) م کال په (۱۶۴) مخونو کي د (۱۰۰۰) ټوکه په اندازه چاپ کړی دی.  «زرتار»  کي د سيمي او نړۍ د (۴۷)  مشهورو ليکوالو، شاعرانو، پوهانو، مبارزينو او سياسيونو  په سلګونو بېلابيلي ويناوي راغلي دي، چي ښاغلي مياخېل ژباړلي او راټولي کړي دي.

دا ويناوي په بېلابيلو ويبپاڼو کي په خواره ـ واره ډول خپرې شوي دي. اوس د خوښۍ او وياړ  ځای دا دی چي په کتابي بڼه چاپ  او د مينه والو  لاسونو ته ورسېدې. موږ ئې ژباړن او خپرندوی ټولني ته مبارکي وايو او د لا بريا په هيله ئې يو.

ښاغلی عطامحمد مياخېل وخت په وخت له ژوند سره تړلي موضوعات ژباړي. خپلي پښتو ته د ژباړي له لاري ريښتنی خدمت کوي. د همدې ژباړي له لاري کولای شو چي د خپلي ژبي علمي اړتياوي پوره کړو. له نورو ژبو سره د پښتو ژبي اړيکي پيدا کړو او هغه څه دخپلي پښتو ژبي ځولۍ ته ډالۍ کړو چي اړتيا ورته لرو. همدا ژباړه ده چي د ژبو، ملتونو  او  کلتورونو  تر منځ اړيکي جوړوي او ملتونه يو بل ته نژدې کوي.

د «زرتار» لوستلو په وخت کي به داسي احساس کوئ چي د بېلابيلو پوهانو او عالمانو سره خبري کوئ او يا هغوی ته غوږ ياست. د ژوند، ميني، علم، سياست، پوهي، ادب، ښکلا او له ژوند سره  د نورو تړلو موضوعاتو په اړه به ډېر څه پکي ولولئ. دا د نړۍ د بېلابيلو  پوهانو  تجربې دي  چي ګټه ترې واخلو ؛ د هغوی له افکارو سره اشنا شو: د هغوی هغه لاري چاري عملي کړو چي نړيوال شهرت ته پرې رسېدلي دي. څنګه ئې د ژوند له سختيو سره مبارزه کړې ده؟ څنګه هغه مقام ته رسېدلي چي تر مرګ وروسته ئې هم نومونه ژوندي پاته دي.

څو ويناوي له زرتاره د نمونې په ډول:

۱ـ  ناپوهي لوی درد  دی. (توماس کارلايل)
۲ــ تر ټولو ډېر غمجن هغه څوک دی چي تر ټولو ډېر خاندي. (ژان پل سارتر)
۳ــ پاکه  پوهه په ناپاکه زړه کي ځای نه نيسي. (سقراط)
۴ــ د ژوندانه پر ستونزو بری موندل ريښتنې بريا  ده. (ناپيلون)
۵ــ هره جدايي يو ډول مرګ دی او هر ليده کاته يو ډول قيامت. (شوپنهاور)

«زرتار» ولولئ. ډېر څه به ترې زده کړئ. له بېلابيلو  افکارو سره به اشنا شئ او د ژوند په اړه به ډېر څه مطالعه کړئ.
په پای کي ښاغلي مياخېل ته د اوږد، سوکاله ژوند او روغتيا  لاسونه لپه کوو.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%b2%d8%b1%d8%aa%d8%a7%d8%b1/feed/ 0
څلوېښت کاله په طوفان کې http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%da%85%d9%84%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%b7%d9%88%d9%81%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%da%85%d9%84%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%b7%d9%88%d9%81%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90/#respond Sat, 24 Aug 2019 07:14:22 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=4859 شبیراحمد سلیمي- ما ډېرې اټوبیوګرافۍ لوستې دي، په اټوبیوګرافیو باندې ډېر باور کول سخته دی او دا کار دې ته لاره هواروي چې ځینې انسانان له ځانه یا هم له خپلې ډلې ملایکې او له نورو خلکو شیطانان جوړ کړي؛ سربېره پر دې چې انسان نه په بشپړه توګه ملایکه او نه هم شیطان دی، […]]]>

شبیراحمد سلیمي-

ما ډېرې اټوبیوګرافۍ لوستې دي، په اټوبیوګرافیو باندې ډېر باور کول سخته دی او دا کار دې ته لاره هواروي چې ځینې انسانان له ځانه یا هم له خپلې ډلې ملایکې او له نورو خلکو شیطانان جوړ کړي؛ سربېره پر دې چې انسان نه په بشپړه توګه ملایکه او نه هم شیطان دی، خو زه ښاغلی خرم له نژدې پېژنم او ناسته پاسته مې ورسره کړې ده، چې څومره په دې خبرو او خپل موقف کې رښتینی دی. په دې کې شک نشته، چې په اکثریت موضوعاتو کې هغه ملي دریځ غوره کړی دی.

څلوېښت کاله په طوفان کې کتاب د عبدالکریم خرم دی، چې د کوچنوالي، مبارزې، زده کړې، سیاسي ژوند او په سیاست کې عملا د کار په اړه موضوعات پکې را اخیستل شوي دي. ما چې کتاب پیل کړ، هغه څه چې زما لپاره ډېر جالب و، هغه دا چې په دې کتاب کې د سیاسي مبارز سره دومره قوي ادبیات، خوږه او روانه ژبه کارول شوې ده، چې تر شا یې د یوې قوي سیاسي او ډېرې فرهنګي څېرې لاس ښکاري.

دا کتاب دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه یې د لیکوال د شخصي ژوند او دویمه برخه په حکومت کې د کار برخه ده. دا کتاب به مو د کارتې پروان په کوڅو کې وګرځوي، د ثور له کودتا څخه وروسته به د افغانانو د ټولنیز ژوند، ستونزو او جنګونو په اړه بشپړ معلومات ذهن ته در وسپاري. په ډېرې جالبه ژبه د خپل ژوند، کړاونو او په ځوانۍ کې د مبارزې کیسې پکې ځای پر ځای شوې دي. د طالبانو د حکومت جالبې خبرې به پکې ولولئ او د داخلي جنګونو پر سر معاملې او د دې جګړې د منشا په اړه به ډېر داسې نوي څه ولولئ چې ښایي په لوستلو یې حیران شئ.

وروسته به مو د بن کنفرانس د موضوعاتو کړکېچونو له هرې شېبې څخه خبر کړي او د بهرنیو هېوادونو رول او لاس وهنه او هر څه به په دې اړه درته واضع کړي. له هغه وروسته به مو په دې پوه کړي چې په فرهنګي لحاظ موږ د نړۍ د ابر قدرتونو تر څومره لوی یرغل لاندې یوو او د اطلاعاتو کلتور وزارت هر دهلیز ته به مو له ځان سره بوزي او هلته به مو په موجوده کړکېچونو خبر کړي.

 د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو له جریانونو او کومې ستونزې چې د غرب او د هغوی د افغاني ملاتړیو له لوري د هېواد د بحران خوا ته بېولو په اړه وو، په دې ټولو به مو خبر کړي. دا کیسې به پکې ولولئ، چې څنګه خرم د کرزي د کابینې تر ټولو جنجالي کس و او په افغاني حکومت کې به د امریکا د عملي لاسوهنې په اړه ډېرې ناویلې واورئ.

په ۲۰۰۹ کال د اجراییه ریاست جوړښت هغه کیسې دي، چې بیا وروسته وروسته یې د عمل جامې واغوستې، دا چې د باګرام په زندان کې څه تېرېدل څه وشول او څنګه د افغانانو تر حاکمیت لاندې دی دا ډېرې نامطبوعاتي مسلې دي چې په دې کتاب کې ورته په ښه او هر اړخیزه توګه اشاره شوې ده.

د پخوانی ولسمشر کرزي او امریکا د لوړ رتبه مامورینو تر منځ به ډېر جالب ډیالګونه او هر اړخیزې کیسې په دې کتاب کې پیدا کړئ، چې ښایي تر دې مخکې مو په دې اړه څه نه وي اورېدلي. دا چې امریکا په افغانستان کې څه غوښتل او له کرزي سره یې د څه ډول معاملو هڅه کوله دا هغه کیسې دي، چې لیکوال یې هر اړخ ته اشاره کړې ده. لیکوال د دې په اړه په پوره وضاحت سره لیکلي دي، چې د امریکا له کومو تهدیداتو سره مخ و او ولې یې په هېواد کې دی د متعصب او مذهبي کس په توګه معرفي کاوه.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%da%85%d9%84%d9%88%db%90%da%9a%d8%aa-%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%b7%d9%88%d9%81%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90/feed/ 0
یوه افغانه ښاپېرۍ په کييف کې/ آسیه محرابي http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%8a%d9%8a%d9%81-%da%a9%db%90-%d8%a2%d8%b3%db%8c%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d8%a8/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%8a%d9%8a%d9%81-%da%a9%db%90-%d8%a2%d8%b3%db%8c%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d8%a8/#respond Mon, 13 May 2019 21:14:30 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=3846  لږ او ډير کال مخکې د ښاغلي محمد طارق بزګر پر فېسبوک پاڼې مې د (د کییف بدلمنه افغانه) تر سرليک لاندې، يو متن ولوست. ښاغلي بزګر له خپلو دوستانو نه د نظرونو هيله کړې وه د کتاب د نوم او که د پوښ په اړه؟ خو په هر صورت، دقيق مې ياد نه دى. […]]]>

 لږ او ډير کال مخکې د ښاغلي محمد طارق بزګر پر فېسبوک پاڼې مې د (د کییف بدلمنه افغانه) تر سرليک لاندې، يو متن ولوست. ښاغلي بزګر له خپلو دوستانو نه د نظرونو هيله کړې وه د کتاب د نوم او که د پوښ په اړه؟ خو په هر صورت، دقيق مې ياد نه دى.

همدارنګه يې ليکلې وه چې دا کيسه ريښتيا پېښه شوې . د کتاب پر نوم څه نا څه منفي عکس العملونه ښودل شوی وو او بعضو دوستانو د نوم د اړولو وړانديزونه هم کړي وو. فکر کوم چې په همدې دليل يې د کتاب نوم هم بدل کړ. “يوه افغانه شاپېرۍ په کييف کې” هو! همدا نوم شو.

 زما پام ټول د کيسې رېښتني اړخ ته ورواوښت او لوستلو ته مې يې سخته زياته تلوسه شوه. څه موده وړاندې بيا ښاغلې بزګر د کتاب د پشتۍ په اړه له دوستانو نظرونه غوښتي و چې پدې وخت کې ما له ښاغلي بزګر سره اړيکه ونيوله او د کتاب د رالېږلو هيله مې ترې وکړه.  ده هم په خاصه مهربانۍ راته د کتاب د لېږلو ژمنه وکړه. له څو اوونيو وروسته مې کتاب تر لاسه کړ او زه يې لومړنۍ لوستونکې او ترلاسه کوونکې وم.  د زړه له تله يې منندويه يم.

د کتاب په اړه څو کرښې:

د کتاب له نومه ښکاري چې دا کيسه د يوې افغانې ښځې په هکله ليکل شوې او ريښتنې ده.  د لوستلو وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د دې کتاب موضوع نوې وه او که ووايم چې ښاغلي بزګر د يوې ارزښتمنې او تابو موضوع په اړه، يو اثر لوستونکو ته وړاندې کړى، نو تیروتنه به مې نه وي کړي او سم به مې ویلي وي. د شاپېرۍ په شان د يوې ښکلې او ځوانې افغانې ښځې ريښتنئ حالت چې د ژوند ناخوالو تن پلورلو ته څنګه او ولې اړه ايستلې وه، تر اوسه هېڅ چا نه وه پنځولې او کله چې د يوه کتاب محتوا د يوه انسان د ژوند د پېښو پر بنسټ انځور شوې وي نو د لوستونکو لېوالتيا او تنده لا نوره هم ورته ډيره وي.  ښاغلي بزګر په خاص هنر او مهارت، په ډيره عامه خو ښکلې روانه ژبه خپل د سترګو ليدلى په داسې تورو کې ژباړلى دى چې د لوستلو پر مهال د هر لوستونکي په ذهن کې کټ مټ همهغه حالت انځوريږي او همدارنګه د لوستونکو د تفاهم او درک حس دومره راپاروي چې هېڅ کوم څوک به د خپلو اوښکو د بهېدو مخنېوئ ونه کړاى شي. ما د کتاب د لوستلو پر مهال د خپلو اوښکو مخه ونه نیولای شوه دا خو لا پریږده چې په چغو چغو مې ورسره وژړل.

دا ځانګړې ريښتنې کيسه د سوال او ځواب په ډول ليکل شوې ده، خو داسې هم نه ده چې اوس زما له دې خبرې وانګېرۍ چې؛ د مرکې غوندې به وي. که د دې کتاب کيسه له بله اړخه وڅېړم نو په پوره ډاډ او هيله مندۍ سره ويلى شم چې د هر لوستونکي د ذوق له پاره به يو غوره اثر وي.  د دې کتاب لوستلو ما ته ډير هغه رازونه او رمزونه راروښانه کړل چې راته ګونګ وه او زه يې له مودو راهيسې د پوهېدو په لټه کې وم.

زړه مې غواړې چې ډير څه د دې ښکلي او نوي اثر په اړه وليکم خو بسنه ځکه کوم چې ښايي سهواً د کيسې نه کوم څه را نقل کړم او دا به ښه نه وي.

پرېږدم چې د نورو لوستونکو تلوسه لا ډيره شي… د دې کتاب د اخيستلو او لاسته راوړلو وړانديز ځکه نورو لوستونکو ته کوم چې د لېکوال د هڅو او زيار حق به پدې ډول ورپر ځاې کړى شي.

په درنښت

 آسيه محرابي

د مى ديارلسمه کال 2019 کلن جرمني

یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې کتاب چاپ شو

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%8a%d9%8a%d9%81-%da%a9%db%90-%d8%a2%d8%b3%db%8c%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d8%a8/feed/ 0
د اپریل ۲۳مه، ولې د کتاب نړیواله ورځ ټاکل شوې ده!؟ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%a7%d9%be%d8%b1%db%8c%d9%84-%db%b2%db%b3%d9%85%d9%87%d8%8c-%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%bc%d8%a7%da%a9/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%a7%d9%be%d8%b1%db%8c%d9%84-%db%b2%db%b3%d9%85%d9%87%d8%8c-%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%bc%d8%a7%da%a9/#respond Fri, 26 Apr 2019 11:38:53 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=3531 نصیر احمد مصلح د کتاب نړیواله ورځ هر کال د اپریل په ۲۳مه نېټه لمانځل کېږي، چې د ملگرو ملتونو د یونسکو سازمان لخوا نومول شوې ده. په ۱۹۹۵ز کال کې یونسکو د پاریس په عمومي کنفرانس کې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او حرفوي ډلو څخه پکې کابو د ۱۰۰ پوهنتونونو استازو […]]]>

نصیر احمد مصلح

د کتاب نړیواله ورځ هر کال د اپریل په ۲۳مه نېټه لمانځل کېږي، چې د ملگرو ملتونو د یونسکو سازمان لخوا نومول شوې ده. په ۱۹۹۵ز کال کې یونسکو د پاریس په عمومي کنفرانس کې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او حرفوي ډلو څخه پکې کابو د ۱۰۰ پوهنتونونو استازو گډون کړی وه پرېکړه وکړه چې د کتاب نړیواله ورځ او د نشر حق په یاده ورځ ولمانځل شي. یاده ورځ (د اپریل ۲۳مه) د انگلستان لوی عالم او لیکوال (ویلیام شکسپیر) د وفات ورځې سره سمون لري. یونسکو یاده ورځ ددې لپاره وټاکله چې په ټوله نړۍ کې د کتاب او کتاب لوستنې مینه وال ډېر شي او د مطالعې فرهنگ رشد وکړي. په ځینې هېوادونو لکه برېټانیا او ایرلنډ کې د کتاب نړیواله ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي، خو د نړۍ اکثریت هېوادونه د اپریل ۲۳مه نېټه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسب لمانځي. د یونسکو سازمان د مدیرانو په وینا، یونسکو سازمان ځکه د اپریل میاشت ۲۳مه نېټه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت وټاکله چې په یاده ورځ د نړۍ په هېڅ هېواد کې مذهبي جشن، د مکتب او پوهنتونو د ازموینو ورځې او بل هېڅ کوم مراسم نه ترسره کېږي. د یونسکو سازمان، چې ډېری وخت د کلتور او فرهنگ په برخو کې فعالیت او خدمتونه ترسره کوې، ددې ورځې له ټاکلو څخه یې هم اصلي موخه دا وه چې د نړۍ په گوډ گوډ کې خلک د مختلفو ژبو او لیکوالانو د کتابونو په لوستلو سره د یوه او بل له کلتور، فرهنگ او ژبې څخه باخبره شي. چې په همدې موخه په برېټانیا کې په دې ورځ هر څوک کولی شي چې په یوه پونډ هر ډول کتاب ترلاسه کړې.

هر کال یونسکو د نړۍ له هېوادونو څخه یو ښار د (کتاب ښار) په نامه ټاکي، چې سږ کال (۲۰۱۹ز کال) لپاره شارجه د متحده عربي اماراتو ښار د کتاب ښار په توگه ټاکل شوی.

په ۲۰۱۸ز کال کې یونسکو په نړۍ کې د کتاب لوستنې په هکله یو راپور خپور کړ، په دې راپور کې وویل چې د نړۍ ۴۸٪ خلکو په ۲۰۱۸ز کال کې له ۱۰ څخه ډېر کتابونه لوستي دي. د راپور په یوه برخه کې د برېښنائي کتابونو او مطالعې څخه هم یادونه شوې او ویل شوي چې د نړۍ ۳۷۸ میلیونه وگړي e-readers یا برېښنائي زده کړې کوي. همدا راز په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ژوند کې د کتاب لوستل هر فرد ته ضرور او گټور دي، او هغه کسان چې فکر کوي، کتاب لوستل اړین ندې، د نړۍ ۱٪ جمعیت تشکېلوي.

په یاد راپور کې ویل شوي چې د کتاب لوستل ۸۰٪ د انسان معنوي ژوند پیاوړی او غني کوي، ۷۰٪ د اضطراب د کموالي سبب کېږي، او ۵۰٪ په مسلک کې د پرمختگ باعث کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې خلک له ټولو زیات له ادبیاتو، رومانونو، مدیریت، ټولنیزو علومو او تاریخ سره لېوالتیا او مینه لري. چې په دې برخه کې ښځې تر ټولو ډېر له ناول او رومانونو او الهام بښونکي کتابونو سره مینه لري او سړي له ټولنیزو علومو او تاریخ سره تر ټولو زیات مینه او لېوالتیا ښودلی.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%a7%d9%be%d8%b1%db%8c%d9%84-%db%b2%db%b3%d9%85%d9%87%d8%8c-%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%bc%d8%a7%da%a9/feed/ 0
یوه افغانه ښاپېرۍ په کییف کې کتاب چاپ شو http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%da%86%d8%a7%d9%be-%d8%b4%d9%88/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%da%86%d8%a7%d9%be-%d8%b4%d9%88/#respond Mon, 15 Apr 2019 18:13:52 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=3325 یوه افغانه ښاپیرۍ کییف کې د هغه ریښتینې پېښې کیسه ده چې تازه د کتاب په بڼه په خورا لوړ اروپایي معیار چاپ شوې مینه وال کولی شي دا کتاب چې د یوې افغانې پر ژوند چې تن پلورنې ته اړ شوې، راڅرخي. کتاب د یوې مرکې په بڼه لیکل شوی، خورا په زړه پورې، […]]]>

یوه افغانه ښاپیرۍ کییف کې د هغه ریښتینې پېښې کیسه ده چې تازه د کتاب په بڼه په خورا لوړ اروپایي معیار چاپ شوې مینه وال کولی شي دا کتاب چې د یوې افغانې پر ژوند چې تن پلورنې ته اړ شوې، راڅرخي. کتاب د یوې مرکې په بڼه لیکل شوی، خورا په زړه پورې، دردونکی او د افغانانو د ژوند ډیر تیاره اړخونو ته پکې ګوته نیول شوې ده. د کیسې او پېښې د لا ښه پوهېدو او کتاب د پیژندو له پاره یې (د کتاب په اړه څو خبرې!) تر عنوان لاندې لولو:

   دا چې د ټولنیزو رسنیو پدی پراخه او ارزانه مارکیټ کې د درواغو، پروپاګنډ او تومتونو بازار ښه ګرم دی، نو د دی کلیوال متل بیه څو چنده لوړه شوې چې وایي: (ترڅو چې رښتیا راځي، درواغو به کلي وران کړي وي). د څلورو لسیزو  دغو روا او ناروا جګړو، یو په بل پسې بهرنیو یرغلونو او بی سارې هجرتونو، زموږ د ولس په ټولنیزو، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو باندی یو تور او ډیر بد رنګه څادر غوړولی، چې ډیر کله درواغ رښتیا بریښي او رښتیا اوتې بوتې.

بی وسي، یوازېتوب او له وطنه لری والې، هغه مثلث دی که یو انسان هرڅومره غښتلی، نازولی او منلی هم وي په ژوند، ذهن او تګلارې کې یی حتما اغیز او بدلون رامنځ ته کوي. هغه څه چې ما پدې وړوکي کتاب کې لیکلي، هغه زما تخلیق او نوښت ندی. بلکې د یوې داسې بی کسې او مسافرې میرمنې رښتینې کیسه ده چې د ژوند ناخوالو د خپل جسم، خپلې ښکلا او خپل هویت خرڅولو ته اړ کړې ده. دا کرښې د یوې افغانې میرمنې د  درد او بی لاریتوب یو تت انځور دی. دا د یوې داسی ښځې د ژوند تابلو ده چې د رسم او کرښو لپاره یی هغې خپل باڼه، اننګې او خپلې اوښکې کارولې دي. دا د یوې داسې پېښې لنډ داستان دی چې زموږ په ولسي ژوند کې د هغې سزا، سنګسار او د ځان وژنې په سټیج دریدل دي.

د اوکراین پلازمینې کییف ته څو کاري سفرونو په لړ کې د یو ماښام په ترږمیو کې د یو نابلده ښار په یوې نابلدې کوڅې کې له یوې ترهیدلې، مجبورې او ناکرارې مسافرې سره مخ شوم. هغه د جنت حوره نه وه خو د کوه قاف ښاپېرۍ دی تری لوګې شي. په یو رستورانت کې مې د کافي او چای د بنډار په بهانه له هغې سره د زړه خواله وکړه، هغه لاړه خو خاپونه یی تر شا پریښودل. نو تاسو او د هغې د ګونګ سرنوشت کټ مټ داستان، که غواړۍ ټوله کیسه ولولۍ د کتاب لاس ته راوړلو ته مو رابولو. دا د لیکوال د کتاب په بڼه لومړنی اثر دی. که کومه پوښتنه لرۍ د بریښنالیک د لیارې یې کولی شئ د لیکوال سره شریک کړۍ:  dawatmedia@yahoo.com د لیکوال د موبایل تلیفون شمیره: 90856195-47+

د کتاب د لاس ته راوړلو لارې:

کتاب د دعوت رسنیز مرکز څخه د مناسبې بیې ۱۶۰ نارویژي کرون (۱۷ یورو، ۲۰ ډالر) یا د هغې معادل  (د پوست د لیارې ۲۲۰ نارویژی کرون (۲۵ یورو یا ۲۸ ډالر).

د دعوت میډیا ادرس:

Dawat Media v/ M. Tariq Bazger

Voldgt. 37A

 2000 Lillestrøm, Norway

که کتاب د پوست د لیارې غواړي

باید خپله پوستي پته مو سمه او واضحه وي

د بانک د لیارې د دعوت میډیا بانکې شمیره:

د ناروې له پاره: AC# 05302294668

د ویپس شمیره: Vipps: 557320 Dawat Media

د ناروې څخه بهر د بانک د لیارې :

BIC (SWIFT-adresse): DNBANOKKXXX
A/C for international payments:

 NO15 0530 2294 668

د ویسټرن یونین د لیارې د لیکوال په نوم: 

Mohammed Tariq Bazger

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز، لیلیستروم، ناروې

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%9a%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%87-%da%a9%db%8c%db%8c%d9%81-%da%a9%db%90-%da%a9%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%da%86%d8%a7%d9%be-%d8%b4%d9%88/feed/ 0
د دروېش په لاس کې نوې ادبي پانګه /بارکوال میاخېل http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%af%d8%b1%d9%88%db%90%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3-%da%a9%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a8%d9%8a-%d9%be%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a8%d8%a7%d8%b1%da%a9%d9%88%d8%a7/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%af%d8%b1%d9%88%db%90%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3-%da%a9%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a8%d9%8a-%d9%be%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a8%d8%a7%d8%b1%da%a9%d9%88%d8%a7/#respond Mon, 04 Mar 2019 01:17:41 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=2555 کندهار پوهنتون د استاد دروېش دراني د شعرونو ټولې مجموعې پر یوه ځای چاپ کړې، چې یوه پکې نوې ټولګه (په څراغ پسې څراغ) هم شامله ده او یو یې نوی نثري کتاب (کره کتنه او د هغې زغمل) چاپ شوی دی. په نوې شعري ټولګه کې یې غزلې نه شته او ټول د دروېش […]]]>

کندهار پوهنتون د استاد دروېش دراني د شعرونو ټولې مجموعې پر یوه ځای چاپ کړې، چې یوه پکې نوې ټولګه (په څراغ پسې څراغ) هم شامله ده او یو یې نوی نثري کتاب (کره کتنه او د هغې زغمل) چاپ شوی دی. په نوې شعري ټولګه کې یې غزلې نه شته او ټول د دروېش صاحب خپل او ځینې ژباړل شوي نظمونه دي او په نثري کتاب کې یې وخت په وخت پر شاعرۍ لیکلې مقالې شاملې دي.
دوې ورځې مخکې مې له دروېش صاحب سره خبرې وشوې، د خپلو نویو کتابونو مبارکي مې ورکړه، د خپلو نویو کتابونو په اړه یې ډېرې خبرې راته وکړې. موږ اکثر له لویو لیکوالو، شاعرانو، سیاستوالو او د ټولنې له نورو عظیمو خلکو تمه لرو، چې خپل ژوندلیک ولیکي، خو دروېش صاحب په دې اړه ډېره دلچسپه خبره راته وکړه:
“د نثر د نوي کتاب په اخر کې مې د (پینځم دروېش) تر سرلیک لاندې د پوهنتون تر وخته د خپلې طالبعلمۍ د زمانې سوانح لیکلې ده او له هغه را وروسته مې ټولې خبرې په شاعري کې کړې دي، ځکه مې د نور ژوند په اړه د لیکلو ضرورت محسوس نه کړ”.
تر دې نوي کتاب مخکې دروېش صاحب په نثر کې دوه کتابونه لیکلي او دواړو پر داسې ځانګړو موضوعاتو دي چې په پښتو کې کم لیکل ورباندې شوي دي، دا دواړه کتابونه په پښتو ادب کې د ده د اوږدې مودې د علمي زیار مهمه اضافه ده او وروستی کتاب یې اکثر د شاعرۍ په اړه مقالې دي، چې د شعر لوستنې، شعري کره کتنې، له ژوند سره د شعر د تړاو، توارد او سرقې او د ازاد شعر په اړه مقالې پکې شاملې دي، زه هیله من یم چې دا کتاب به په پښتو شعر څېړنه او کره کتنه کې یوه مهمه اضافه وي او زموږ د ادب مینه والو خصوصاً ځوانو شاعرانو ته به ډېرې نوې خبرې ولري.
(په څراغ پسې څراغ) کې یواځې نظمونه دي او نظمونه هم د دروېش صاحب د پخوانیو نظمونو په نسبت لنډ نظمونه دي. استاد دروېش چې پښتو غزل ته کوم نوی رنګ ورکړ، نظم یې هم خپل ځانګړی رنګ، خوند او آهنګ لري او په زړه پورې لا دا چې له ازاد نظم پرته یې د پابندو نظمونو په هر ډول قالب کې وخت په وخت داسې نظمونه ولیکل چې زموږ په نظمیه شاعري کې یې کم مثالونه موندل کېدای شي. ما ترې وپوښتل چې دروېش صاحب ولې دې په دې ټولګه کې غزلې نه دي شاملې کړي، وایي: “بس غزلې چې مې څومره لیکلې دي هغه بس دي، په زوره یې نه لیکم او څه چې مې ویل هغه مې په پخوانیو غزلو کې ویلي دي، نور څه نه سم ورباندې اضافه کولای”.
استاد دروېش دراني د خپل وطن په خونړیو حالاتو کې د یوه حساس انسان په توګه قلم ور پورته کړ او د احساس پر یوه “اغزنه لار” یې سفر پیل کړ، د خپل جنګځپلي ولس “زخمي لاسونه” یې د الفاظو په مرهم ټکور کړل، دې خبرې اندېښمن کړ چې پر خاوره را الوتې زهرجنه “هوا او څراغونه” به یې څنګه د امن تر سباوونه مزل وکړي، د همدې لپاره یې د تخیل د زرګر په هنرمندو ګوتو ټول “ستوري په لمن کي” واچول او پر خپله تیارو چیچلې خاوره یې وشیندل، دې زیار یې رنګ راووړ او د خلکو د کرختو ذوقونو “په کاڼي کې هنداره” یې را شنه کړه، هغوی ورته په ناهیلۍ وویل چې د ژوند سمسورې ونې یې و رژېدې، خو ده یې په زړونو او ذهنونو کې د هیلو نوي زړي وکرل او ورته ویې ویل چې “دا بوټي به لونګ شي”، تر څو چې دغه بوټي لونګ کېدل او د هغوی خوږمن احساسات یې خوږبویه کول، ده په ډېره لوړه شاعرانه ژبه ورته وویل چې زړه مه خورئ دا بدمرغه ورځ او “په ناورین پسې ناورین” به تېر شي او بیا د هیلو او خوبونو دې مالیار “کر د ګلو” پسې ورته وکړ او ټپي ټپي احساسات یې په ور معطر کړل، بیا نو تر څو چې یې پر ولس د تاریخ دا توره شپه تېرېدله، ده د خپل تخیل او د شعور په تیلۍ “په څراغ پسې څراغ” ورته بلاوه او تر سباوونه یې دا عظیمه او سپېڅلې وضیفه په خپل دې بیت تر سره کوله:
دا يو لګيا يو، يو څراغ تر بل څراغه پورې بل رسوو
موږ تر سهاره د رڼا د خورولو دا عمل رسوو

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%af-%d8%af%d8%b1%d9%88%db%90%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3-%da%a9%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a8%d9%8a-%d9%be%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a8%d8%a7%d8%b1%da%a9%d9%88%d8%a7/feed/ 0
غزال عنایت خپلې پښتو سندرې زیاتوی http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%ba%d8%b2%d8%a7%d9%84-%d8%b9%d9%86%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84%db%90-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d9%86%d8%af%d8%b1%db%90-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%aa%d9%88%db%8c/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%ba%d8%b2%d8%a7%d9%84-%d8%b9%d9%86%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84%db%90-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d9%86%d8%af%d8%b1%db%90-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%aa%d9%88%db%8c/#respond Mon, 21 Jan 2019 12:31:29 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=564 د افغانستان مشهوره ښځینه هنرمنده غزال عنایت، چې په وروستیو کې یې یو شمېر پښتو سندرو ګڼ مینه وال موندلی، د خپلو پښتو سندرو د زیاتولو خبره کوی. هغې په یوه تازه مرکه کې ویلی، چې په دې برخه کې یې ځینې کارونه تر لاس لاندې دی. لغمانۍ او کندهارۍ غزال غزال عنایت نه غواړی […]]]>

د افغانستان مشهوره ښځینه هنرمنده غزال عنایت، چې په وروستیو کې یې یو شمېر پښتو سندرو ګڼ مینه وال موندلی، د خپلو پښتو سندرو د زیاتولو خبره کوی.

هغې په یوه تازه مرکه کې ویلی، چې په دې برخه کې یې ځینې کارونه تر لاس لاندې دی.

لغمانۍ او کندهارۍ غزال
غزال عنایت نه غواړی په مشخصه توګه د خپل قومی هویت یا اصلی ژبې په اړه څه ووایی، خو وایی پلار یې د لغمان او مور یې د کندهار ولایت ده.
هغه وایی: همدا چې افغانه یم، د شناخت لپاره مې کافی او د ویاړ خبره ده.

پټ هنری فعالیتونه
غزال عنایت وایی له ۲۰۰۸ کال څخه یې موسیقۍ ته مخه کړې، خو د کورنۍ او خاصتاً د پلار د مخالفت له کبله یې دا فعالیتونه په ښکاره ډول نه دی پیل کړی.

د دې په وینا لومړنۍ سندره یې له نذیر خارا سره په ګډه وویله، خو خپل مخ یې پکې ونه ښود.

غزال وایی: وروسته مې سل زړونه یو او مور ته وویل چې دغه سندرغاړې غزال عنایت زه یمه!

ښکاره فعالیتونه
د غزال عنایت په وینا په ۲۰۱۱ کې یې خپل پلار او کورنۍ قانع کړل، چې د دې هنری فعالیتونه وزغمی.

غزال وایی دغه وخت په کاناډا کې له کورنۍ سره وه ( هغه اوس هم هملته ژوند کوی).

د دې په وینا ترهغې وروسته یې ټوله کورنۍ، په خاصه توګه مور یې ورسره د موسیقۍ په برخه کې مرسته کوی او د فعالیتونو بریالیتوب ته یې هڅوی.

مه کوئ مانه تپوسونه
په وروستیو کې د غزال عنایت په غږ دا سندره زیاته مشهوره شوې او خاصتاً د پښتنو مینه والو د پام وړ ګرځیدلې:
مه کوئ مانه تپوسونه
نه کوم یاری، نه په یارۍ پوهیږم مینه

د غزال په خبره د شکیلا د غږ خوږوالی او جذابیت د دې سندرې ویلو ته مجبوره کړه، چې تر ویلو وروسته یې له ترلاسه کړو غبرګونونو سخته خوشاله ده.

د پښتو سندرو دوام
غزال عنایت، چې پر یادې سندرې سربېره په پښتو ژبه یو شمېر نورې سندرې هم لری، وایی په نورو ژبو د سندرو زیاتولو ترڅنګ به خپلو پښتو سندرو ته هم دوام ورکړی.

هغه په مشخصه توګه په دې اړه د کومو سندرو یادونه نه کوی، خو وایی په پښتو هم د سندرو ویلو سخته لېواله ده.

غزال عنایت پر پښتو سربېره په دری، هندی او اردو ژبو هم سندرې ویلی.

د خوښې سندرغاړی
غزال عنایت وایی: نجیم نوابی، فرهاد دریا، احمد ظاهر، نغمه، منګل، استاد خیال محمد، استاد شاه ولی، مېرمن قمرګل، لتاجی، نازیه اقبال او فرزانه ناز یې د خوښې سندرغاړی دی.

لا واده شوې نه ده
د غزال عنایت د عمر په اړه دقیق معلومات نشته. په ډېر ګومان د زیاتو ښځینه سندرغاړو او مشهورو څېرو په شان خپله نه غواړی په دې اړه څه ووایی.
خو هغه غالباً لا واده نه لری، ځکه په مرکو کې وایی چې په کاناډا کې له پلاراو کورنۍ سره یې ژوند کوی.

هغه وایی دا سندره یې د شکیلا ناز په غږ اوریدلې او خوښه شوې یې ده.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%af-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d9%86%da%93%db%8d/%d8%ba%d8%b2%d8%a7%d9%84-%d8%b9%d9%86%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84%db%90-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d9%86%d8%af%d8%b1%db%90-%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%aa%d9%88%db%8c/feed/ 0