روغتیا – afghansabawoon http://www.afghansabawoon.com Thu, 10 Sep 2020 21:03:44 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.5.1 امیندواري او روغتیا http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%a7%d9%85%db%8c%d9%86%d8%af%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%a7%d9%85%db%8c%d9%86%d8%af%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/#respond Fri, 11 Sep 2020 01:57:37 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8468 د امیندوارۍ په وخت کي بشپړ خوراکي رژیم او د ژوند کولو ځانګړې طریقه د مېرمني په روغتیا کي او له زېږون څخه وروسته د ماشوم په روغتیا کي بشپړه مرسته کوي. خوراکي توکي د امیندوارې مېرمني لپاره او یا د هغه مېرمنې لپاره چې غواړي حمل واخلي ډېر اړین دي، چې د امیدوارۍ په وخت […]]]>

د امیندوارۍ په وخت کي بشپړ خوراکي رژیم او د ژوند کولو ځانګړې طریقه د مېرمني په روغتیا کي او له زېږون څخه وروسته د ماشوم په روغتیا کي بشپړه مرسته کوي.

خوراکي توکي د امیندوارې مېرمني لپاره او یا د هغه مېرمنې لپاره چې غواړي حمل واخلي ډېر اړین دي، چې د امیدوارۍ په وخت کي د جنین د ودې لامل کېږي. د دې لپاره ځانګړو خوراکي توکو ته اړتیا نسته، بلکې مېرمن باید هره ورځ ډول ډول خوراکي توکي وخورئ چې د خپل ځان او ماشوم لپاره د اړتیا وړ مغذي (تقویتي) مواد ترلاسه کړي. د امیدوارۍ په دوره کې مېرمن باید له لاندې خوراکي توکو څخه استفاده وکړئ؛

مېوې او سابه:

په مېوو او سابه کې ویټامین، مینرالونه او فایبر (تارونه) شته، چې د هضم په پروسه کې مرسته کوي او د قبضیت مخنیوی کوي. امیدواره مېرمن باید هره ورځ لږ تر لږه د خپل خوراکي رژیم پنځه برخې تازه او پرې مینځل سوي مېوې او سابه وخوري.

ورېجي، کچالو، مکروني او غله جات ډېر کاربوهایدریت، ویټامین او فایبر لري چې د انرژۍ د لاسته راوړلو مهمه منبع ده.

غوښې، کب، هګۍ، لوبیا او پلۍ زیات مقدار پروتین لري. دا خوراکي توکي د مغذي موادو مهمه منبع ده. هره ورځ په متوسط ډول باید وخوړل سي. غوړ او خواږه توکي باید په کم مقدار وکارول سي لکه؛ چاکلېټ، بیسکیټ، کیک، کلچه او داسي نور. د خوږو توکو زیات خوراک د غاښو د بهرنۍ برخې (enamel) د تخریب او وزن د زیاتېدو لامل کېږي. د شحمي توکو زیات خوراک د وزن او د وینې د کلسترول د زیاتېدو سبب کېږي په پایله کې یې د زړه ناروغۍ رامنځته کېږي.

حیواني محصولات لکه شیدې او مستې زیات مقدار کلسیم او داسي نور مغذي مواد لري تر څو ماشوم ګټه ور څخه واخلي. له پنیر څخه باید په کمه اندازه استفاده وسي.

یو شمېر خوراکي توکي باید د امیدوارۍ په وخت کې و نه خوړل سي ځکه چې ماشوم او یا د مېرمنې روغتیا ته زیان رسوي.

پنیر، باید کم وخوړل سي ځکه چې په پنیر کې د listeria په نوم بکتریا شته، چې د جنین د ناروغۍ سبب کیږي، په پایله کې د ماشوم د خودبخوده زېږون (miscarriage) او له زېږون څخه مخکې د ماشوم د مړینې (stillbirth) سبب کېږي.امیدواره مېرمن باید هغه خوراکي توکي زیات و نه خوري چې زیات مقدار ویټامین A لري لکه؛ ینه یا ځیګر. زیات مقدار ویټامین A ماشوم ته زیان رسوي.

د امیدوارې مېرمنې وزن د نورمال حالت په پرتله تر 10_12.5 kg پوري زیاتېږي. د مور وزن د ماشوم د ودې له کبله زیاتېږي. وزن باید تر حد زیات نه سي ځکه د مور د وینې د فشار د جګېدو سبب کېږي.

لاندي ویټامین او مینرالونه د امیدواري مېرمني لپاره ډېر اړین دي. له دې ډلي څخه لومړی فولیک اسید دی، چي د neural tube (هغه جنیني جوړښت دی، چي دماغ او شوکي نخاع ورڅخه جوړېږي) د نیمګړتیاوو مخنیوی کوي. د امیدوارۍ تر دوولسمي اونۍ پوري مېرمن باید هره ورځ 400 مایکروګرام فولیک اسید ټابلیټ واخلي. همدارنګه مېرمن باید د هغه خوراکي توکو څخه استفاده وکړي چې فولیک اسید ولري، لکه زرغونې پاڼي لرونکي سابه، ورېجي او داسي نور.

ویټامین D؛ د مور او ماشوم د هډوکو لپاره اړین دی، همدارنګه د کلسیم او فاسفیټ د تنظیم دنده په غاړه لري. دا دوه مادې د هډوکو او غاښو د ودې او روغتیا لپاره هم مهمې دي. د ویټامین D کمښت په ماشومانو کې د هډوکو د نرمېدو (rickets) سبب کېږي. امیدواره مېرمن هره ورځ 10 مایکروګرام ویټامین D ته اړتیا لري. د ویټامین D مهمه منبع د لمر وړانګې او د کب غوښه ده.

وسپنه؛ د وسپني د کمښت له کبله په امیدوارې مېرمنې کې دماغي ستوماني او کمخوني رامنځته کېږي. سره کړې غوښه، زرغونې پاڼې لرونکي سابه او وچه مېوه د وسپني مهم منابع دي.

ویټامین C؛ د وسپنې د جذب لپاره اړین دی. رومي بانجڼ، ګوبی، شین مرچ، لیمو، نارنج، کېوي او کچالو د ویټامین C مهمې سرچینې دي.

یادوونه: امیدواره مېرمن هغه خوراکي توکي باید هیڅکله و نه کاروي چې ویټامین A لري، ځکه ماشوم ته زیان رسوي. دا چي ویټامین A په شحمو کي منحل دی، په ځیګر کې د زیاتې اندازې شحمو د راټولېدو سبب کېږي په پایله کې د مور د ځیګر ناروغۍ رامنځته کېږي او د ماشوم د زړه، سږو، جمجمې او سترګو د سو‌ء شکل سبب ګرځي.

هغه مواد چې کافین (caffeine) ولري د امیدوارۍ په وخت کې باید په زیات مقدار و نه کارول سي (په ورځ کې تر 200mg باید زیات و نه کارول سي) ځکه ماشوم ته روغتیایي زیان لري. زیات مقدار کافین د miscarriage سبب کېږي. کافین په طبیعي ډول په قهوه، چای او چاکلیټ کي شته.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%a7%d9%85%db%8c%d9%86%d8%af%d9%88%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/feed/ 0
د ویني نري کیدل د کرونا ناروغانو د ژوندي پاته کیدو چانس لوړوي http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d9%88%db%8c%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%a9%db%8c%d8%af%d9%84-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af%d9%8a/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d9%88%db%8c%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%a9%db%8c%d8%af%d9%84-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af%d9%8a/#respond Tue, 01 Sep 2020 01:26:25 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8426 اکثره هغه کسان چي په کرونا اخته او روغتونو ته انتقالیږي، د ویني رګونه یې بند یا ترمبوزه لري. د یوې امریکايي څیړني پراساس د ویني نری والی تر ټولو دمخه د هغو مریضانو د مرګ خطر راکموي، چي مصنوعي تنفس اخیستلو ته مجبوره وي. د کرونا نوی ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله […]]]>

اکثره هغه کسان چي په کرونا اخته او روغتونو ته انتقالیږي، د ویني رګونه یې بند یا ترمبوزه لري. د یوې امریکايي څیړني پراساس د ویني نری والی تر ټولو دمخه د هغو مریضانو د مرګ خطر راکموي، چي مصنوعي تنفس اخیستلو ته مجبوره وي.

د کرونا نوی ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله کوي، بلکي د ویني په لخته کیدلو کي هم تغیرات راولي. دغه ویروس کیدلای سي خصوصاً په کرونا اخته سختو مریضانو وینه ګاټه کړي. دا د هغوی د مرګ خطر ډیر لوړوي.

دا ځکه چي په کرونا اخته مریضانو وینه نسبت نورو عاجلو مریضانو ته ژر ګاټه کیږي. شک کیږي چي د هغه علت به داوي، چي کرونا ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله کوي، بلکي پر لویو شریانو باندي هم حمله کوي، کوم چي زړه ته وینه رسوي.

د ویني لخته کیدل هغه وخت رامنځته کیږي، کله چي یو سړی ډیر چاغ وي، د ویني فشار او یا د شکری مریضي ولري. د ویني د لخته کیدو یا ترومبوزه سره د مغزي سکتې خطر د ډيریدو، پښتورګي کار پریښیدو او پوست رنګ د تغیریدو امکانات لوړیږي.

خو بې له کرونا ویروس مریضانو څخه د ویني د لخته کیدلو سره نور مریضان هم په عاجل سرویس کي لاس او ګریوان وي. په مریضانو کي د ویني د لخته کیدو بله علامه د هغوی په بدن کي د اکسیجن کمیدل دي. او په هره اندازه چي یو مریض ډیر وخت مصنوعي تنفس واخلي، په هغه اندازه یې وینه نوره هم ګاټه کیږي.

خو د دې له پاره چي د مریضانو وینه ګاټه نه سي، هغوی ته د ویني د نری کیدو دواوي ورکول کيږي.

نوې امریکايي څیړنه څه وايي؟

د کرونا پر هغو مریضانو باندي، چي مصنوعي تنفس اخلي، د ویني د نری کیدو دواوي مثبت تأثیر کوي او د مرګ خطر یې په ښکاره ډول سره راکمیږي. ددې څخه امریکايي ډاکټرانو په نیویارک کي تر یوې څیړني وروسته په یوه ساینسي مجله کي رپوټ ورکړی دی، په کومه کي چي تقریبأ ۴۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

د دغه رپوټ پر اساس د ویني د نری کیدو دواوو تر تطبیقیدو وروسته د کرونا مریضانو د مرګ خطر نیمايي ته راکم سوی دی. او که مخکي له مخکي د ویني د نری کیدو دواوي تطبیق سي، دا حتی د مصنوعي تنفس اخیستلو ضرورت هم ۳۰ فیصده له منځه وړي.

المان غږ پښتو

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d9%88%db%8c%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%b1%d9%8a-%da%a9%db%8c%d8%af%d9%84-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af%d9%8a/feed/ 0
قبضیت http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%82%d8%a8%d8%b6%db%8c%d8%aa/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%82%d8%a8%d8%b6%db%8c%d8%aa/#respond Mon, 31 Aug 2020 20:24:42 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8423   د غټو کولمو په مرسته د غایطه موادو (feces) ورو حرکت عبارت له قبضیت څخه دی. قبضیت (constipation) د غټو کولمو یوه اساسي ستونز ده. (د دې ناروغۍ اساسي علتونه؛ د مایعاتو زیات جذب او یا د مایعاتو لږ اخستل). که چېري د وړو کولمو په مرسته تر حد زیات مایعات د ویني دوران ته […]]]>

  د غټو کولمو په مرسته د غایطه موادو (feces) ورو حرکت عبارت له قبضیت څخه دی. قبضیت (constipation) د غټو کولمو یوه اساسي ستونز ده. (د دې ناروغۍ اساسي علتونه؛ د مایعاتو زیات جذب او یا د مایعاتو لږ اخستل). که چېري د وړو کولمو په مرسته تر حد زیات مایعات د ویني دوران ته جذب سي یا شخص تر اړتیا لږ مایعات واخلي، په پایله کي غایطه مواد وچ او کلک کېږي او د غټو کولمو په دریمه برخه (descending colon) کي راټولېږي، چي نوموړي حالت ته قبضیت وایي.

همدارنګه د کولمو هره پتالوژي (ناروغي)، چي  په کولمو کي د موادو حرکت له منځه وړي د قبضیت سبب ګرځي لکه، تومور ، adhesion (د کولمو په دېوال پوري د یوې مادې نښلېدل، چي د کولمو د قطر د تنګېدو یا زخم لامل ګرځي).

له یو کلنۍ څخه کم ماشوم (infant) ډېر لږ د قبضیت په ناروغۍ باندي اخته کېږي. کلینیکي تجربو ښوولې ده، کله چي د غایطه موادو عکسه (defecation reflex) را و پارول سي او شخص د غایطه موادو کړنه تر سره نه کړي، او یا شخص د کولمو د نورماله طبیعي دندي د تر سره کېدو لپاره د قبضیت ضد موادو څخه استفاده کوي نو په تدریجي ډول د وخت په تېرېدو سره د غایطه موادو عکسه کمزورې کېږي په پایله کي د کولمو حرکات کمېږي، غایطه مواد په غټو کولمو کي راټولېږي او قبضیت منځته راځي.

قبضیت د غټو کولمو د (sigmoid colon) د یوې وړې برخي د غیر ارادي حرکاتو (spasm) له امله هم رامنځته کېږي. په نورمال ډول د غټو کولمو حرکات کمزوري دي، ځکه نو د غټو کولمو د یوې وړې برخي ډېر لږ spasm د شدید قبضیت لامل کېږي.کله چي قبضیت څو ورځي دوام وکړي نو زیات غایطه مواد د (sigmoid colon) د سپزم لرونکي برخي څخه پورته را جمع کېږي، د دې له کبله د غټو کولمو افرازات تر نورمال حد زیاتېږي په پایله کي تقریبا د یوې ورځی لپاره نس ناستی (diarrhea) منځته راځي. تر دې وروسته نوموړی سایکل (دوره) دویم ځل پیلېږي یاني بیرته قبضیت را پیدا کېږي. هر ځل نس ناستی او قبضیت د مخکني سایکل سره توپیر کوي.

د موضوع اړوند د ځنیو اصطلاحاتو تشریح:

تومور: د نسجونو غیرنورمال وده عبارت له تومور څخه ده. تومور دوه ډوله دی؛ benign tumor (هغه تومور چي متاستاز نکوي او ممکن د کنترول وړ وي). Malignant tumor (هغه تومور چي متاستاز کوي او د کنترول وړ نه وي).

متاستاز (metastasis): له لومړۍ ساحې څخه بلي ساحې ته انتقال)

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%82%d8%a8%d8%b6%db%8c%d8%aa/feed/ 0
د ژور خپګان د یوې ناروغې بېلګه http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%8c%d9%88%db%90-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%a8%db%90%d9%84%da%ab%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%8c%d9%88%db%90-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%a8%db%90%d9%84%da%ab%d9%87/#respond Fri, 07 Aug 2020 02:33:12 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8087 دا ټوله کیسه د کوم ځانګړی کس نه ده خو بیا هم تر ډېره کچه رښتیا ته نږدې ده. یوه ۲۴ کلنه مېرمن د خپل مېړه سره د رواني او عقلي ډاکتر لېدو ته ځي. سړی د ښځې په استازیتوب خبرې پېلوي چې مېرمن مې دری یا څلور میاشتې کېږي چې خپه- خپه کېږي اوکله […]]]>

دا ټوله کیسه د کوم ځانګړی کس نه ده خو بیا هم تر ډېره کچه رښتیا ته نږدې ده.

یوه ۲۴ کلنه مېرمن د خپل مېړه سره د رواني او عقلي ډاکتر لېدو ته ځي. سړی د ښځې په استازیتوب خبرې پېلوي چې مېرمن مې دری یا څلور میاشتې کېږي چې خپه- خپه کېږي اوکله یې زړه خوشې په خوشې نری شي او تل په نه خبره په غوسه کېږي. هره خبره بده پرې لګېږي او چې کله خلک ټوکې کوي د هغوی خبرې او ټوکې هېڅ خوند نه ورکوي. ټول مهال ستړې وي او هېڅ د کور کارونو ته یې زړه نه کېږي او کوښښ کوي چې ټول وخت خپله کوټه کې ګوښې کښېني.

کولاي شي ډېر په سختۍ سره ایله د خپل ماشوم لږ څه پالنه وکړي. نور دا چې ۳ کالونه مو د واده تېرېږي او ۳ میاشتې کېږي چې یو ماشوم مو پیدا شوی. پخوا ښه وه او نورې کومې ناروغۍ نه لري.

مېړه یې وایي مور مې فکر کوي چې کوم چا تاویز پرې کړی، ځکه خو ټنبله شوې ده او هم لېونۍ لېونۍ کېږي. دی وایي شکر دی کومې ځانګړې ستونزې نه لرو او شکر پیسې دومره شته چې ګزاره ښه په روانه وي…

مېړه یې همداسې لګیا وي «والا ډاکتر صاحب ته کوم چا راته ښودلی یې، نو موږ ځکه راغلو چې ښه دوا راته ولیکې چې دا ښه شي، خیر که دوا قیمته وي، موږ به یې حتا اصیله هم را پیدا کړو.»

ډاکترانو به د دې پورتنۍ ناروغۍ د درملنې بڼه او سپارښتنې یو له بل څخه ډیر توپیړ وکړي. تجارتي ډاکتران به بسم الله کړي او یوه اوږده د درملو نسخه به ولیکي او دغه ښاغلي ته به ووایي چې دا دوا دې خوري، ان شاالله چې ښه به شي.

ځینو ډاکترانو ته کېدلای شي دا دومره سخته ناروغي ښکاره نه شي او یوازې پر ځینو عامو نصیحتونو بسنه وکړي لکه ځینې چې وایي، پروا نه کوي کله- کله همداسې وي، خدای مهربان دی جوړه به شي.

ځینې لا کېدلای شي دا هم ووایي چې هغه ستړې ده نو له دې امله یې ځان په ناروغۍ اچولی، چې د کور له کارونو ځان خلاص کړي.

دا سمه او ښه خبره ده چې ډاکتر باید له کلتور او له دودونو سره سمې ارزونې او سپارښتنې وکړي خو دا په دې مانا نه ده چې ډاکتر دې د ټولنې هغه کړنې چې د انسان روغتیا اغېزمنولای شي او ګټورې نه وي هغو ته بې غبرګون پاتې شي او ورته د خیر پر غونډۍ کښېني.

هر کس او هر ناروغ حق لري چې سمه هراړخیزه ارزونه یې وشي او بیا ورته اټکلي تشخیص وړاندې شي او هم ورته غوره درمل او ځانګړې او پر ځای سپارښتنې څرګندې او وښودل شي. له ناروغ سره چلند کې باید د ډاکترۍ او انسانيت ټول بنسټیز اصول په پام کې ونیول شي.

که چېرې د دې مېرمنې د ناروغۍ بشپړه او هراړخیزه ارزونه وشي، نو ځینې لاندېني اضافه او اړین معلومات به ترلاسه شي چې هغه بیا تشخیص او هم درملنه اسانه او دقیقه کوي. د دې لپاره چې د ناروغ په ستونزو سم پوه شو نو باید چې دا ناروغه هم ګوښې او هم بیا له مېړه سره یوځای وپوښتل شي.

-دا مېرمن اوس مهال د خپل مېړه، خپلې لور او د مېړه د کورنۍ له ۱۶ غړو سره په یو درې کوټیز کور کې اوسېږي. د کور ژوند یې تنګ او تروش دی او دې ته خپل ځان وینځه او دا کور لکه زندان ښکاري.

-دا ښځه دری کلونه مخکې په بدو کې ورکړل شوې او واده شوې ده. په دغو کلونو کې تر اوسه هېڅکله دباندې نه ده وتلې او حتا خپل پلار او مور یې نه دي لیدلي او یوازې په تیلیفون ورسره غږېږي.

-مېړه یې تر دې څلور کاله ځوان دی او د خپلې کورنۍ کشر او ډېر نازولی دی.دا او مېړه یې لا تر اوسه یو د بل په خبرو نه پوهېږي. مېړه یې یوازې د خپلې مور خبرې مني او غواړي چې دا هم بې له قیده او شرطه د هغې ټولې خبرې ومني.

-د دې مېرمنې دوه کاله ماشومان نه پیدا کېدل، نو ډېره ځورېدله او خواښې تل مدام ګواښله چې هرو مرو بنه به په راولي. درې میاشتې مخکې یې لور پیدا شوه خو ټول ورته خپه دي، چې ولې زوی نه دی او د کورنۍ غړي هېڅ مرسته ورسره نه کوي.

-کله چې خپلې مور ته خپلې ستونزې وایي نو مور یې ورته غوږ نه نیسي او ورته داسې وایي «ته لېونۍ یې، مېړه لرې، کور لرې، کالي لرې او ډوډی لرې، نور نو خوشې په خوشې غمونه کوې هم ځان او هم موږ شرموې.»

-دا مېرمن وایي: «فکر کوم چې ښه به وي مړه شم، خو د خپلې لور په خاطر باید دا هر څه وزغمم.»

دا وایې ډاکتر صاحب داسې درمل راکړه چې ارامه ویده شم او بیا را پانڅېږم. دا نه غواړي مېړه یې د دې ټولو خبرو او د دې له شکایتونو خبر شي، ځکه فکر کوي ژوند به ورته لا دوزخ کړي.

که څه هم د دې مېرمنې په هکله نور اړین معلومات لرم، خو نه غواړم چې کیسه ډېره اوږده شي او یوازې پر دا لیکل شویو ستونزو بسنه کوم، خو غواړم یادونه یې وکړم چې د ناروغ د ژوند د لاندېنیو برخو باید هرومرو معلومات تر لاسه شي.

-د اوسنیو ستونزو په هکله لږ څه نور معلومات، د ښه کېدلو او خرابېدلو لاملونه، مېړه سره د اړیکې څرنګوالی،

-کوچنیتوب او وده یې، ښوونځی او لوړې زده کړې، د سواد کچه،

-د فزیکي ناروغیو شتون

او داسې نور…

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%8c%d9%88%db%90-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%a8%db%90%d9%84%da%ab%d9%87/feed/ 0
میرګي (Epilepsy) http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%db%8c%d8%b1%da%ab%d9%8a-epilepsy/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%db%8c%d8%b1%da%ab%d9%8a-epilepsy/#respond Tue, 21 Jul 2020 03:33:09 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8181 میرګي دماغي بې نظمي ده، چي له کبله یې د شخص هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، یا ناڅاپي تکراري حملې (convulsive seizures) ورباندي راځي او یا همزمانه له دواړو ستونزو سره مخ کېږي. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي، چي د cerebral cortex  د عصبي حجرو (neurons) دنده همزمانه او په غیرنورمال ډول زیاته سي. […]]]>

میرګي دماغي بې نظمي ده، چي له کبله یې د شخص هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، یا ناڅاپي تکراري حملې (convulsive seizures) ورباندي راځي او یا همزمانه له دواړو ستونزو سره مخ کېږي. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي، چي د cerebral cortex  د عصبي حجرو (neurons) دنده همزمانه او په غیرنورمال ډول زیاته سي. هغه شخص چي د میرګي ناروغي لري، Epileptic ورته وایي. د میرګي ناروغ د seizure (ناڅاپي تکراري حملې) څخه وروسته بیرته نورمال حالت ته راګرځي، کله چي د عصبي حجرو دنده زیاته او غیرنورمال سي، ناروغ د دویم ځل seizure سره مخ کېږي.

د میرګي ډولونه (Types of Epilepsy)

  1. عمومي میرګی (Generalized epilepsy)

په دې ډول میرګي کي د دماغ د ټولو برخو عصبي حجرې تحریکېږي او دنده یې زیاتېږي، په پایله کي seizure منځته راځي. دا ناروغي درې برخي لري:

  • GRAND MAL (epileptic aura)

په دې ډول میرګي کي په ناڅاپي ډول هوښیاري (ځانخبري) له منځه ځي، ناروغ د وېري احساس کوي او وروسته convulsion ورته پیدا کېږي. په دې ناروغۍ کي حمله تر هغه وخته دوام کوي تر څو چي عصبي حجرې له خپل فعالیت څخه ستړي کېږي.  Convulsion په دوو مرحلو کي منځته راځي. (1) Tonic stage: (په دې مرحله کي د seizure په پیل کي لمړی عضلې spasm (د عضلو غیر ارادي حرکت) کوي، مخ او لاسونه کږېږي، پښې هوارېږي.  که چېري ناروغ ته EEG وکړو،برقي څپې په یوه ثانیه کي د 15_30 ځله د کاغذ پر مخ په تکراري ډول رسمېږي). (2) Clonic stage: (په دې مرحله کي ناروغ د مخ، لاسونو او پښو نامنظم شدید حرکات اجرا کوي او ژبه چیچي. په دې مرحله کي برقي څپې آرامي خو ډېري جګي وي). برقي څپې د حملې څخه وروسته هم د یوڅه وخت لپاره رسمېږي. د دوو seizures تر منځ د میرګي په ټولو ډولونو کي د دلتا (delta) څپې رسمېږي. د grand mal epilepsy د تشدید کېدو فکتورونه دادي؛ Hyperventilation (تر نورمال اندازې زیاته هوا سږو ته داخلېدل او ورڅخه وتل. په نورمال تنفس کي 6000mL/min هوا سږو ته داخل او وزي)، Strong emotion (زیات احساساتي کېدل)، لوړه تبه چي نه کنټرولېږی، زیات غالمغال، سپینه رڼا او ځیني درمل.

  • PETIT MAL EPILEPSY

په دې ډول میرګي کي ناروغ ډېر لږ وخت (له 3_30 ثانیو) پوري بېهوښه کېږي او convulsion په ناروغ کي نه رامنځته کېږي. د مخ عضلې تقلص کوي (لنډېږي)، ناروغ ژر ژر سترګي رپوي(سترګک وهي). دا ناروغي د ماشومتوب له وروستیو کلونو څخه راپیدا کېږي، تر دېرش کلنۍ پوري په بشپړ ډول را څرګندېږي او په څو میاشتو کي یو یا څو ځله تکرارېږي. که چېري ناروغ ته د حملې پر وخت EEG وکړو، ورو او پراخي څپې لیدل کېږي. له هري څپې څخه وروسته یو باریک او جګ خط رسمېږي. د دې میرګي اصلي سبب مالوم ندی، په لاندي حالتو کي رامنځته کېږي، لکه؛ د سر زیانمېدل، دماغي تومورونه، دماغي انتانات او سټروک (د دماغ یوې برخي ته د ویني د اروا د کمښت له کبله د عصبي حجرو مړینه).

  • PSYCHOMOTOR EPILEPSY

په دې دول میرګي کي ناروغ ډېراحساساتي کېږي لکه، ډېر غوصه کېدل، زیات وېرېدل. ناروغ د یو څه وخت لپاره دماغي خستګي (amnesia) لري. ځیني ناروغان د حملې څخه مخکي په ډېر شدت سره مخ ګروي. ډېری وخت ناروغ کار کوي خو درک کولی یې نسي. دا ډول میرګی د هایپوتلاموس د تومور او د دماغ د temporal lobe د بې نظمۍ له کبله رامنځته کېږي.

  1. موضعي میرګی (Localized or Focal epilepsy)

کله چي د دماغ په یوه برخه کي تورمور، آبسه یا د رګونو تخریب رامنځته سي، د نوموړي برخي د عصبي حجرو فعالیت زیاتېږي. د عصبي حجرو د زیات فعالیت له کبله عضلې تقلص کوي، په پایله کي focal epilepsy رامنځته کېږي. تقلصات له خولې څخه پیلېږي او تر پښو پوري دوام کوي. دا ډول میرګی د Jacksonian epilepsy په نوم هم یادېږي.

د ځینو اصطلاحاتو او مخففاتو تشریح:

Convulsion: د عضلو لنډېدل (تقلص)، چي له کبله یې د بدن داسي لرزه رامنځته کېږي، چي په اراده او کنټرول کي نه وي.

Convulsive seizure: د convulsion له کبله ناڅاپي تکراري حمله.

Electroencephalogram (EEG): د کاغذ پر مخ د دماغ د برقي فعالیتونو رسمول.

Spasm: د عضلو غیر ارادي تقلص

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%db%8c%d8%b1%da%ab%d9%8a-epilepsy/feed/ 0
د کورونا وايروس د بحراني حالت درملنه http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d8%b1%d9%88%d8%b3-%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ad%d8%a7%d9%84%d8%aa-%d8%af%d8%b1%d9%85%d9%84%d9%86%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d8%b1%d9%88%d8%b3-%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ad%d8%a7%d9%84%d8%aa-%d8%af%d8%b1%d9%85%d9%84%d9%86%d9%87/#respond Sat, 27 Jun 2020 02:04:15 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7916 په مخکنيو ليکنو کې هڅه وشوه، چې خپلو هېوادوالو ته د کورونا وايروس په اړه هغه اړين معلومات واړندې شي، چې د ټولیز پوهاوي او د کورونا دمخنيوي لپاره اړين ول، مګر له بده مرغه په دې ورځو کې د کورونا ناروغي خپرېدنه د افغانستان په پلازمينه کابل او د افغانستان په لويو ښارونو لکه […]]]>

په مخکنيو ليکنو کې هڅه وشوه، چې خپلو هېوادوالو ته د کورونا وايروس په اړه هغه اړين معلومات واړندې شي، چې د ټولیز پوهاوي او د کورونا دمخنيوي لپاره اړين ول، مګر له بده مرغه په دې ورځو کې د کورونا ناروغي خپرېدنه د افغانستان په پلازمينه کابل او د افغانستان په لويو ښارونو لکه هرات، مزار، ننګرهار او کندهار کې په زغرده روانه ده او نن سبا د کورونا وهليو شمېر تر ۳۰۰۰۰ تنو رسېدلی دی، نو اړينه مې وګڼله چې د کورونا د پرمختللي يعنې بحراني حالت د درملنې نړېوالې تجربې ستاسو سره هم شرېکې کړم.

تاسو ته جوته ده، چې د نوي کورونا وايروس رسمي نومونه «SARS-CoV-2» ده او ناروغي او کلينيکې بڼې يا نښو ته يې «COVID-19» نوم کارول کېږي، چې د چين په وهان ښار کې د فبروري مياشتې شاوخوا د دغه وايروس پېښې ثبت شوي دي او په ډېره لږه موده کې ټولې نړۍ کې دغه وايروسي ناروغي خوره شوه، چې اوسمهال تر ۹ ميليونه زيات خلک په دغه ناروغۍ اخته دي او تر ۵ لکه ډېر ترې مړه شوي دي.

د کورونا په اړه بېلابېلې انګېرنې او څېړنې تر سره شوي دي او د پېښو په سپړلو او تعبير کې هم ډول ډول معلومات خپرېږي، چې يو شمېر ليکنو کې د شکر، فشار، زړه او همدا ډول په سرطاني ناروغيو کې په کورونا د اخته کسانو شمېر د نورو خلکو په پرتله تر ۱۰ سلنه لوړ ښودل شوی دی. نن سبا د وينې د ګروپ په اړوند هم د کورونا بحراني حالت ته په يو شمېر ليکنو کې نغوته شوې ده.

د ايټالیا او فرانسې څېړونکو په خپلو څېړنو کې دې ته نغوته کړې ده، چې د ويني په مشخص ګروپ کې د کورونا بحراني حالت زياتره رامنځ ته کېږي. په دې اړوند په ايټاليا کې ۸۳۵ تنه او په هسپانيا کې ۷۷۵ ناروغان څېړل شوي دي. په دغو څېړنو ښودل شوې ده، چې د وينې د «A» په ګروپ کې د ۵۸ سلنه ناروغانو وضعيت بحراني حالت ته رسېدلی دی، چې د مړينې کچه هم په دغه ناروغانو کې لوړه ده. د وينې د «B» ګروپ لرونکي بيا د ناروغي په بهير کې متوسط يا د ناروغي منځنی حالت لري. مګر د وينې د «0» ګروپ لرونکي بيا د کورونا ناروغي يوه ملايمه يا سطحي بڼه  تېروي او لږه سلنه يې بحراني حالت ته رسېږي.

مخکې له دغو وروستيو څېړنو څخه هم دا جوته شوې ده، چې د وينې د «0» ګروپ خلکو کې د ملاريا ناروغي هم کمه ليدل کېږي او د «A» ګروپ لرونکي خلک د نورو په پرتله د طاعون وباَ په مقابل کې مقاومت لري. د وينې په «AB» ګروپ کې بيا د زړښت په موده کې د يادفراموشي يا «Alzheimer» نښې نښانې د نورو خلکو په تناسب ډېرې تر سترګو کېږي.

د وينې ګروپ
A+ B+ AB+ 0+
۳۷ ٪ ۹٪ ۴٪ ۳۵٪
A- B- AB- 0-
۶٪ ۲٪ ۱٪ ۶٪
A B AB 0
۴۳٪ ۱۱٪ ۵٪ ۴۱٪
ټول ۱۰۰٪

په ټوليزه توګه د انسانانو سلنه د وينې د ګروپ په اړوند په بېلابېلو ملکونو کې يو شان نه ده. په عمومي توګه داسې ښودل کېږي، چې په انسانانو کې د وينې د «A» ګروپ خلک د نورو په پرتله زيات دي او بيا ورپسې د «0» ګروپ لرونکي خلک دې، چې تر ۴۱  سلنه پورې دي. په کورونا وايروس ټول انسانان آخته کېدلی شي، مګر په ۸۱ سلنه کې دغه ناروغي د يو عادي زکام يا رېزش په بڼه پر ناروغ تېرېږي، خو په ۱۰ سلنه کې کېدلی شی د کورونا ناروغي يو بحراني حالت ته ورسېږي. په بحراني ناروغانو کې د وينې د  «A» ګروپ خلک زيات دي، چې تر ۵۸ ٪ د کورونا په بحراني حالت آخته کېدلی شي او د نورو ګروپونو په پرتله يې شمېره دوه چنده ده.

دغه ليکنه به له هغو ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل سره چې په «ICU» کې کار کوي، مرسته وکړي، چې له کوويد ۱۹ ناروغانو سره څه ډول چلند وکړي. بايد په ګوته شي، چې په افغانستان کې په فعلي شرايطو کې د کورونا وايروس په ډراماتيک بڼه مخ پر خپرېدو دی. په نړېواله کچه د کورونا وايروس د «ICU» درملنه د ايټاليا او چين د څېړنو او تحقيقاتو پر بنسټ تر سره کېږي[1]. روغتيايي پرسونل ته سپارښتنه کېږي، چې د کورنا په ناروغي کې بايد د «a multidisciplinary Team» پر بنسټ د ناروغانو درملنه تر سره کړي. په دغه ټيم کې بايد اينتېنسیويست، پولمونولوژيست، کارديولوژيست، انفیکسيونيست، مجرب نرسان او د حفظ الصحه ډله موجود وي او درملنه د دغه ټولو او د نورو برخو له ډاکټرانو سره په همغږي کې تر سره شي.

د کورونا ناروغي د هوا له لارې سږمو او له سږمو ستوني او بيا سږيو ته سرايت کوي، نو د کورونا وايروسي ناروغي مخنيونه يا وقايه بايد د حفظ الصحې له لومړنيو اقداماتو لکه نظافت، د لاسونو پرېول، د ماسک آغوستل او له نورو سره د مخامخ صحبت او نېږدې کېدلو څخه د ځان ساتل دي. روغتيايي پرسونل د ناروغانو د مراقبت او درملنې په ترڅ کې بايد په ځانګړو کاليو يا جامو سمبال وي، مسلکې زده کړې ولرې او په خپله حفظ الصحه کې بايد پاملرنه وکړي.

په ګڼشمېر لیکنو کې دې ته نغوته شوې ده، چې د کورونا ناروغي په ۸۱ سلنه ناروغانو کې په خفيفه بڼه د یو عادي زکام په شکل تېرېږي، مګر يو شمېر ناروغانو کې د سږيو التهاب رامنځ ته کوي، چې د سږيو په انساجو کې د پړسوب په ترڅ کې د اکسيجن تبادله په وينه کې تضغيفېږي او يا بېخي نه تر سره کېږي او زياتره خلک د سږيو له پړسوبه مري، چې د ناروغ ماغزو، زړه، سږيو، ګوردو، ينې او د بدن نورو انساجو ته پوره آکسيجن نه رسېږي، نو هيپوکسي يې د مړينې سبب ګرځي.

د کورنا تشخيص:

د کورونا وايروس « SARS-CoV‑2 » د تشخيص لپاره له ستونې سواب يا د ستوني د موښلو نښه اخيستل کېږي او یا هم د ستونې د غرغرې اوبه څېړل کېږي، چې د ځانګړې ميتود په بڼه تر لاسه کېږي، يعنې د «Polymerase chain reaction (PCR)» په توګه تر سره کېږي. د دغو ميتودونو د لومړنۍ منفي نتيجې په ترڅ کې بايد د دويم ځل لپاره دغه د تشخيص توګه تکرار شي. هغه ناروغان چې د کورونا د وايروسي ناروغي په وروستيو پړاونو کې يعنې د پنوموني «Pneumonia»  يا سينه وبغل او یا د سږېو د «ARDS»  په ترڅ کې وي، نو د ستونې سواب يا د «PCR» د توګې څېړنې کېدی شي منفي نتيجه ولري، يعنې وايروس پکې نه شي تثبيتېدلی، ځکه په دې پړاو کې وایروس له ستوني ښکته د سږيو په نسجونو کې ځای پر ځای شوی وي، نو په دې حالت کې د بلغم او یا هم د برونشونو لَواژ «مينځنه» کېدی شي د وايروس د تشخيص په برخه کې مرسته وکړي. د بورنشونو سېکرېت يا نينېدنه يا ترشحات د برونشوسکوپ په مرسته تر لاسه کېدلی شي. بايد ياده شي، چې د سږيو د التهابيت په ترڅ کې د آکسيجن تبادله په سږيو کې ډېره ضعيفه وي، ځکه ناروغان په شدېدې نفستنګي آخته وي.

د ناروغي نښې نښانې:

څنګه چې په ډېرو ليکنو کې دې ته نغوته شوې ده، چې د کورونا وايروسي ناروغي زياتره د رېزش يا ساايستنې د سيستم د التهابيت په بڼه راڅرګندېږي، چې غوره نښې يې تبه او ټوخېدا ده. د کورونا ناروغي په بهیر کې تر ۸۱ سلنه خلک سطحي ناروغېږي، ۱۴ سلنه ناروغان بيا متوسط يا تسبتأ سخت ناروغېږي، خو ۱۰ سلنه ناروغان بيا بحراني حالت لري، چې تر ۳ سلنه ناروغان کېدلی شي له دغه وايروسي ناروغي مړه شي [2]. په «ICU/MCU» کې هغه ناروغان چې د ساايستنې له نيمګړتيا يعنې نفستنګي سره مخ شي او پرلپسې ساايستنه  يې د (>30/min)  او يا تر دې هم سريع وي او ناروغ د آکسيجن په عدم کفايې يا «Hypoxaemia» آخته شوی وي نو دغه ناروغ بايد تر جدي مراقبت لاندې ونيول شي او درملنه يې په جدي توګه تر سره شي. دغه ناروغان زياتره د سېنې يا ټټر د ايکسرې يا «Computertomography» په انځورونو کې د سږيو التهاب نښې نښانې لري[3] . په دغه پړوا کې د کورونا ناروغي کېدلی شي د «ARDS» پړاو ته واوړي او نور باکتريايي مل ميکروبونه «Coinfection» هم د سږيو التهابيت نور هم پياوړی کړي او سېپتيک شوک «Septic shock» رامنځ ته کړي. د کورنا په ترڅ کې کېدلی شي د زړه د ضربان نا معينه حرکت «Arrhythmia»، د زړه عدم کفايه يا التهابيت «Myocarditis» او همدا ډول د بډوډو يا ګوردو عدم کفايه «kidney failure» رامنځ ته شي. د ناروغي له پيله او بيا د «ICU» تر پړاوه پورې د ناروغ رسېدل کېدلی شي تر ۱۰ ورځو وغځېږي [4].

لابراتواري معاينات:

په لابراتواري څېړنو کې تر ۸۰ سلنه ليمفوپيني «Lymphopenia» او تر ۳۰ سلنه کېدلی شي ليکوپيني «Leucopenia» ولري. زياتره ناروغان د پروکلسيتونين «Procalcitonin» نورماله کچه لري، خو د دغه پارامتر يعنې «Procalcitonin» لوړه کچه يوې باکتريايي غبرګې ناروغي او يا سوپر اينفېکشن ته نغوته کوي. د «CRP» کچه زیاتره وخت لوړه وي، خو د «CRP» ډېره لوړه کچه هم د ناروغي له بحراني حالت سره سمون لري او له کورونا د تلفېدو ګواښ ورسره ډېر لوړ دی [5]. ترومبوسيتوپني «Thrombocytopenia» په ۴۰ سلنه کورونا ناروغانو کې تر سترګو کېږي. د «LDH» او یا د «D-Dimer» کچه په ۴۰ سلنه ناروغانو کې لوړه ده. نننيو علمي څېړنو او همدا ډول کلينيکي تجروبو ښودلې، چې د «LDH» د کچې غير عادي  لوړېدنه له «>400 IU/ml» زياته د کورونا ناروغي يو بحراني حالت ته ښودنه کوي، چې د ناروغ د مړېنې مخاطره ورسره غبرګه ده. په يو شمېر ناروغانو کې د تروپونين «Troponine» کچه هم لوړه وي، خو په علمي څېړنو کې د ناروغي له بهير او يا بحراني حالت سره يې اړېکې نه دي تثبيت شوې.

انځوريز تشخيص:

د سينې په ايکسرې تصويرونو کې د هغو ناروغانو چې د سابندي سره مخ شوي وي او د «ICU» تر مراقبت او درملنې لاندې وي، نو په سږيو کې يې دوطرفه يا بيلاترال «Bilateral» التهابيت ليدل کېږي. په «CT» کې بيا د ناروغي په پيل کې په دواړو سږيو کې د سږيو تر پردې لاندې د سپينو وريځو يا د کنګلشويو شيشو په بڼه التهابونه يا اينفيلتراتونه «Infiltrats» ليدل کېږي [6] او یا هم د سږېو د انساجو د پړسوب او کلکېدو «Consolidation» نښې ښيي [7]. ګڼشمېر پوهان د دې سپارښتنه کوي، چې له کورونا څخه د پرسونل د ژغورنې لپاره د «ICU» تر مراقبت او تدواي لاندې ناروغانو د «CT» څېړنه صرف په هغه حالت کې تر سره شي، چې د تدواي په دريځ کې يې اړتيا وي [8]. د «CT» پر ځای د سونوګرافي يا معاينې تلويزيوني سپارښتنه کېږي، چې د ناورغ له بستر سره نيږدې تر سره شي، يعنې ناروغ له يو ځايه بل ځایه ته انتقال نشي، چې د نورو خلکو او پرسونل د مصابېدو مخنيوی وشي.

د حفظ الصحې مقررات:

د کورونا ناروغان بايد په يوه کوټه کې يواځې بستر شي، چې هره کوټه خپل بېل دهلېز يا کاشکن ولري. د يوې پاندېمي او يا اپيديمي په ترڅ کې کېدلی شي ناروغان د کوهورت ايزولېشن «Cohortisolation» پر بنسټ قرنطين شي او طبي پرسونل په ځانګړيو جامو سمبال وي. د دغو ناروغانو مراقبت او تداوي بايد صرف هغه پرسونل تر سره کړي، چې د «COVID-19» لپاره روزل شوي وي.  دغه روغتيايي پرسونل د نورو غير کورونايي ناروغانو په مراقبت او درملنه کې بايد برخه وانخلي. د کورونا ناروغانو د مراقبت او تدواي لپاره بايد د پرسونال تعداد تر بريده کم وي او پايوازان د ناروغ د ليدلو لپاره د ملاقات اجازه نه لري.

روغتيايي پرسونل صرف د ضرورت په وخت کې ناروغ ته ورتلی شي.  د ناروغ سره د مخامخېدو او يا د مراقبت په ترڅ کې بايد د حفظ الصحې ټول مقررات په پام کې ونيول شي، يعنې لاسونه بايد تعقيم او يا پرېمينځل شي، ځانګړې جامې، ماسکونه، عينکې او دسکشونه بايد سم واغوستل شي، چې د یکبار مصرف دسکشونه او د «FFP2» يا «FFP3» ماسکونه  او يا هم د ضرورت پر اساس د ريسپېراتوار ماسک «Respirator»  سپارښتنه کېږي. د برونشوسکوپي يا هم د بورنشونو د لَواژ په ترڅ کې، کله چې د ناروغ د سږيو او برونشونو له افرازاتو سره طبي پرسونل مخامخ کېږي، نو دغه پورته یاد شوي ځانګړي ماسکونه بايد واغوستل شي او د حفظ الصحې ټول مقررات په پام کې ولري.

 ډېره غوره ګڼل کېږي، چې طبي پرسونل دغه دفاعي جامې او نور توکي لکه ماسک، چشمې يا عينکې، دسکشونه سم استعمال کړي. ماسکونه بايد سم کېښودل شي، چې پوزې او خولې شاوخوا سم بند کړي، چې تر ماسک د وايروس د ننوتلو مخنيوی وشي. لاسونه بايد څو ځله په الکوهلو پرېولی او يا يې په صابون پاک پرېمينځي، ځکه نو روغتيايي پرسونل د پورته يادشويو ټکيو په برخه کې بايد سم روزل شوي وي. د حفظ الصحې په برخه کې بايد د پرسونل د ساتنې، ضد عفوني او دیساينفکشن پروسيجر، د ناروغ قرنطين، د کوټې پاکول او د فاضله موادو او د ناروغ د جامو د سم تعقيم يا له منځه وړل بايد د روزل شوي پرسونل او د حفظ الصحې له مقرراتو سره سم تر سره شي [9].  د حفظ الصحې ټول مقررات بايد د هر روغتون او هرې سيمې لپاره د عامې روغتيا د وزارت د حفظ الصحې د ټيم لخوا تعين، کنټرول او تر سره شي.

د کورونا درمليزه تداوي:

د کورونا لپاره تر ننه د کومې مشخصې وايروس ضد تداوي يا انتي ويرال تراپي احصايوي څېړنه نه شته ده. په ګڼشمېر ليکنو کې د يو شمېر درملو، چې د کورونا لپاره کارول شوي يادونه شوې ده، چې د يو شمېر په اړه يې معلومات هم خپاره شوي دي، لکه «Hydroxychloroquin, Lopinavir/Ritonavir, Camostat, Remdesivir»، خو زیاتره د یو ناروغ او یا څو تنو په اړه معلومات ورکړل شوي دي، چې د ناروغي د بحراني حالت د پياوړي کېدو د مخنيوي لپاره له دغو درملو استفاده شوې ده، چې د درملنې د «Compassionate-Use» له پروګرام سره سر لګوي [10]. د  لېورپول په پوهنتون کې د «COVID-19 » په اړوند د تجربوي درملنې يوه څېړنه د درملو د اينتراکشن يا د درملونو پر يو اوبل اغېز کولو په اړه خپره شوې ده [11].

يو شمېر پوهان سپارښتنه کوي، چې د «ARDS» په درملنه کې بايد د سترويد درملو له معمولي استفادې ډډه وشي، يعنې د هر ناروغ په درملنه کې بايد و نه کارول شي، ځکه د سترويد درملو د استفادې په ترڅ کې د وايروس د لمنځه وړلو پروسه يا د بدن ايمون سيستم کاوړې کېږي او د فنګسي ناروغيو ګواښ ورسره مل دی [12]. د «SARS» او د «Influenza» په اړه څېړنو ښودلې ده، چې د سترويد درملو کارونه په دغو ناروغانو کې منفي اغېز درلودلی دی. مګر د سېپتيک شوک په درملنه کې د «Hydrokortison» د کمې کچې استفاده د لنډې مودې لپاره (تر يو ساعت)، ګټوره برېښي [13].

د آکسفورد د پوهنتون څېړونکو او پوهانو د «Recovery-Study» تر نامه لاندې، چې تر ۱۱۵۰۰ د کورونا ناروغان يې تر څېړنې لاندې نيولي وو، خپره کړې ده او د درملنې بېلابېل ميتودونه او اړخونه پکې څېړل شوي دي. د څېړنې يوه برخه يې، چې تر ۲۱۰۰ کورونايي ناروغان پکې شامل ول د «Dexamethason» په نامه يو درمل د ۶ ملي ګرام په اندازه د تابليت  يا د تزريق د آمپولونو په بڼه ورکول کېدل. څېړنې دا جوته کړې، چې د «Dexamethason 1 dd 6 mg» د تابليت یا هم د ۶ ملي ګرامه امپول د وريد له لارې د تزريق په ترڅ کې د کورونا ناروغانو د مړينې کچه د ۲۸ ورځو په بهير کې په هغو ناروغانو کې، چې ماشيني مصنوعي تنفس يې اخيستلو تر ۶۰ سلنه، په هغه ناروغانو کې چې پرته له مصنوعي تنفسه يوازې آکسيجن د ماسک په مرسته اخيستلو تر ۷۵ سلنه او په هغه ناروغانو کې چې ناروغي يې نسبي مشکله وه، خو د مصنوعي تنفس او يا هم اضافي  آکسيجن ته اړ نه ول، نو تر ۸۷ سلنه د دغه درملنې په ترڅ کې روغ شوي دي. د دغه څېړنې نتيجه ښيي، چې د ورځې «Dexamethason 1 dd 6 mg» د کورونا  ناروغي په درملنه کې ګټور اغېز لري او د کورونا په تداوي کې يې سپارښتنه کېږي.

د کورونا وايروس د واکسين جوړولو بهير په ګڼشمېر ملکونو کې ګړندی روان دی، چې چين، جرمني، امريکا او انګلستان په دې برخه کې خپل مقدماتي معلومات له رسنيو سره شريک کړي دي. د انګلستان د «Imperial College of London» د جون په درېيمه اونۍ کې د کورونا يا «Covid-19» د واکسين کلنيکي څېړنه پېلوي. د دغه څېړنيز ټيم مشر «Professor Robin Shattock» نغوته کوي، چې په يو شمېر حيواناتو کې ثابته شوې، چې دغه واکسين د کورونا ضد انتي باډي جوړوي، يعنې ايموني غبرګون ښيي، نو په انسانانو کې هم د کورنا ضد ايمونيتي رامنځ ته کولی شي.

د دغه نوي کورونا ضد واکسين لپاره د دغه وايروس د «RNA» د ځنځير يوه برخه چې جنيتيکي ځانکړتيا لري کارول کېږي. دغه جنيتيکي مواد د غوړين څاڅکي په بڼه تابليت کېږي. څنګه چې ياده شوه، زياتره واکسينونه د کورونا وايروس د «RNA» يا جنيتيکي موادو يوه برخه لري. دغه واکسينونه د انسان په عضلاتو کې تزريقېږي، چې د وايروس يو شمېر پروتينونه جوړ کړي، چې د انسان په بدن کې ايموني غبرګون رامنځ ته کړي، چې بدن له دغه وايروسي ناروغي وژغوري.

په دغه څېړنه کې به تر ۳۰۰ تنه برخه اخلي. په انګلستان کې د دغه څېړنې لپاره ۴۵ ميليونه ډالره ځانګړي شوي دي. په نړۍ کې تر ۱۰۰ زيات د کورونا وايروس يا «Covid-19-Vaccine» لپاره د ګڼشمېر واکسينونو لړۍ پيل شوې ده، چې د يو شمېر کمپنيو لکه «AstraZeneca, Pfizer, BioNtech, Johnson & Johnson, Merck, Moderna, Sanofi und CanSino Biologics» واکسينونه په انسانانو هم آزمويل شوي دي.

د نفستنګي یا د سږيو د عدمې کفايې په ترڅ کې بايد څه وشي:

د سېپتيک شوک او يا هم د پنوموني يا د انساجو د پړسوب، چې د «Oxygenation» پروسه په انساجو کې کاوړي کوي، په ترڅ کې د ډېر سيروم له استفادې بايډ ډډه وشي. د سيروم د حجم د ډېرېدو په ترڅ کې د انساجو د «Oxygenation» نيمګړتيا رامنځ ته کېږي، ځکه نو د سيروم له تزريق سره بايد احتياط وشي. د نفستنګي او یا هم د پنوموني او سېپتيک شوک په ترڅ کې د درملنې موخه د بدن انساجو ته  د کافي اکسيجن رسېدل يا  «Oxygenation» پروسه ده، چې د «SpO2 ≥90 %» سپارښتنه کېږي [14]. د تداوي په بهير کې باید دې ته پام وشي، چې د لوړ فشار آکسيجن   ورکول «High-flow-Oxygentherapy» او همدا ډول د آکسيجن ماسک له کارولو سره د آیروزوليشن (Aerosolization) ګواښ موجود دی، ځکه نو دغو ناروغانو ته اکسيجن ورکولو لپاره باید ځانکړي ماسکونو يعنې «NIV-Mascs» ماسکونو او یا هم د «High-flow-Brille» وکارول شي [15] او همدا ډول د پرسونل لپاره هم بايد د «FFP2-Mascs»، چې سم اچول شوي وي، استفاده شی. تجربو ښودلې ده، چې د اکسيجن د استفادې لپاره ناروغانو ته کېدلی شي د رېسپېراتور (NIV Mascs) له لارې آکسيجن ورکړل شي، چې د کورونا د وايروس د خپرېدو مخنيوی وشي او طبي پرسونل په دغه ناروغي مصاب نه شي.

په عمومي توګه د «COVID-19» په اړوند د سطحي نفستنګي په ترڅ کې بايد د «HFNC/NIV» په توګه د آکسيجن ورکولو څخه بايد ډډه وشي. هغه ناروغان چې د نفستنګي په ترڅ کې له بحراني حالت سره مخامخ کېږي او د هيپوکسيمي کچه يې لوړه وي يعنې «Hypoxaemia = PaO2/FIO2 ≤200 mm Hg» وي، نو د اکسيجن ورکول بايد د تنفسي ماشين  او «Intubation» په مرسته ناروغ ته ورکړل شي. هغه ناروغان چې نفستنګي لري بايد په روغتون کې تداوي شي. آکسيجن بايد د ماسک په توګه ورکړل شي. که د ناروغ نفستنګي پياوړې شي، نو په روغتون کې بايد د «Intubation» امکانات وي، چې ناروغ ته د ماشين په مرسته اکسيجن ورکړل شي. بايد ياده شي، چې د عاجل اينتوبېشن په ترڅ کې د حفظ الصحې ټول نورمونه بايد په پام کې ونيول شي، چې د کورونا د خپرېدو مخنيوی شي.

 د ماشين په مرسته د اکسيجن درملنه:

د نفستنګي په ترڅ کې د اکسيجن په مرسته تداوي ډېره اړينه ده. د ماشيني تنفس لپاره بايد ځينې ټکي ياد شي، چې په اړه يې معلومات اړين دي. د اينتوبېشن پروسه، برونشوسکوپي، د برونشونو پاکول، د لاسونو په مرسته نفس ورکول او د تراخې يا وچې مرۍ سوروي کول يعنې د «Tracheotomy» تر سره کول. دغه پورته يادې شوې پروسې بايد د ايروزولېشن د ګواښونو په پام کې نيولو سره په خاصو حالتونو کې، چې د ماشيني تنفس پرته د ناروغ تداوي نه شي کېدلی، تر سره شي. دغه ټول بايد د پرسونل د ژغورنې له مقرراتو سره سم تر سره شی، يعنې د خاصو ماسکونو «FFP2/FFP3»، ځانکړیو دفاعي عينکو، دفاعي جامو له اغوستلو سره تر سره شي. د ماشيني تنفس په ترڅ کې بايد هغه سيستمونه وکارول شي، چې د ناروغ سا د بستر يا کوټې چاپېر  ته نه بلکې په سيستم کې پاتې شي، يعنې د تنفسي له تړي سيستم څخه بايد استفاده وشي.

د ناروغ اينتوبېشن بايد د يو مسلکي ډاکټر چې د اينتوبېشن په برخه کې ښه تجربه ولري تر سره شي. که ممکن وي بايد د «Rapid Sequence Induction (RSI)» پرته د تنفسي د منځني يا بهرني سيستم څخه استفاده وشي، چې د آيروزولېشن مخنیوی وشي يا يې کچه را ټيټه شي [16].  د ناروغ سره بايد واټن په پام کې ونیسی، چې د څېړنې او يا اينتوبېشن په ترڅ کې د ويډیولارينګوسکوپ «Videolaryngoscop» د کارولو سپارښت کېږي. د عاجل اينتوبېشن په ترڅ کې د ستيتوسکوپ په مرسته د سږيو له کنټرولولو بايد له امکاناتو سره سم ډډه وشي. د ريانيمېشن يا د زړه مصنوعي مساج په ترڅ کې بايد د حفط الصحې ټول موارد په پام کې ونيول شي، چې په کورونا د پرسونل د اخته کېدلو ګواښ کم شي او د ناروغي د خپرېدلو مخنيوی وشي. د اينتوبېشن پروسه بايد ګړندۍ تر سره شي او د اينتوبېشن او مراقبت په ترڅ کې د طبي پرسونل تعداد بايد تر برېده کم وي.

ماشيني تنفس:

هغه کويد ۱۹ يا کورونا ناروغان چې د «ARDS» سره مخ شي، نو د تنفس حجم يې بايد «VT ≤6 ml/kg Standard-KG» او د سا اخيستلو یا د تنفس ورستنی یا اخري فشار يې بايد د «end-expiratory airway pressure ≤30 cm H2O» په بريد کې وي. د «PEEP» اعيارول بايد د «ARDS-Network-Tabelle (FIO2-PEEP-Tabelle)» د شيما په مرسته تر سره شي. د یو بحراني «ARDS» په ترڅ کې بايد د «PEEP» کچه په مناسب ډول لوړه وي، چې د «High-PEEP-Tabelle» په مرسته اعيارېږي [17].

ماشيني تنفس او مرستندي اقدامات:

د «ARDS» او د «PaO2/FIO2 <150 mm Hg» په ترڅ کې بايد ناروغ پرلپسې پړمخې واچول شي، چې د ناروغ د پړمخې اچولو موده بايد له ۱۶ ساعتونو کمه نه وي. په يو شمېر ناروغانو کې د «Hypoxaemia» په بحراني حالت کې د «NO2»، د عضلاتو د نرمښ يا رېلکسانس درمل «Muskelrelaxierung» او د تنفس د آسانتيا تخنيکي مانور کارول کېږي. د يو شمېر ناروغانو د بحراني «ARDS» او د اکسيجن د نيمګړتيا «Hypoxaemia» د «PaO2-FIO2-Quotient <80-60 mm Hg» په ترڅ کې د «venovenouse» د «ECMO» له سیستم څخه کار اخیستل کېږي، چې په سږيو کې د آکسيجن تبادله ممکنه شي. مخکې له «ECMO» لګولو څخه بايد د درمليزې تداوي ټول امکانات وڅېړل شي او ټول اړين درملونه بايد لومړی وکارول شي او بيا د «ECMO» د لګولو پروسيجر پيل شي، مګر په دې برخه کې د ناروغ او يا يې د وکيل او يا يې د کورنۍ موافقه اړينه ده.

اخذځایونه

     Literature

  1. Xie J, Tong Z, Guan X, Du B, Qiu H, Slutsky AS (2020) Critical care crisis and some recommendations during the COVID-19 epidemic in China. Intensive Care Med. https://doi.org/10.1007/s00134-020-05979-7
  2. Wu Z, McGoogan JM (2020) Characteristics of and important lessons from the coronavirus disease 2019 (COVID-19) outbreak in China: summary of a report of 72314 cases from the Chinese center for disease control and prevention. JAMA. https://doi.org/10.1001/jama.2020.2648
  3. Chung M, Bernheim A, Mei X, Zhang N, Huang M, Zeng X et al (2020) CT imaging features of 2019 novel coronavirus (2019-ncoV). Radiology. https://doi.org/10.1148/radiol.2020200230
  4. Yang X, Yu Y, Xu J, Shu H, Xia J, Liu H et al (2020) Clinical course and outcomes of critically ill patients with SARS-CoV‑2 pneumonia in Wuhan, China: a single-centered, retrospective, observational study. Lancet Respir Med. https://doi.org/10.1016/S2213-2600(20)30079-5
  5. Guan WJ, Ni ZY, Hu Y, Liang WH, Ou CQ, He JX et al (2020) Clinical characteristics of coronavirus disease 2019 in China. N Engl J Med. https://doi.org/10.1056/NEJMoa2002032
  6. Wu J, Wu X, Zeng W, Guo D, Fang Z, Chen L et al (2020) Chest CT findings in patients with corona virus disease 2019 and its relationship with clinical features. Invest Radiol. https://doi.org/10.1097/RLI.0000000000000670
  7. Huang C, Wang Y, Li X, Ren L, Zhao J, Hu Y et al (2020) Clinical features of patients infected with 2019 novel coronavirus in Wuhan, China. Lancet. https://doi.org/10.1016/S0140-6736(20)30183-5
  8. Liao X, Wang B, Kang Y (2020) Novel coronavirus infection during the 2019–2020 epidemic: preparing intensive care units-the experience in Sichuan Province, China. Intensive Care Med 46(2):357–360
  9. RKI (2020) Empfehlungen des Robert Koch-Institutes zu Hygienemaßnahmen im Rahmen der Behandlung von Patienten mit einer Infektion durch SARS-CoV‑2. https://www.rki.de/DE/Content/InfAZ/N/Neuartiges_Coronavirus/Hygiene.html. Zugegriffen: 9. März 2020
  10. Arabi YM, Murthy S, Webb S (2020) COVID-19: a novel coronavirus and a novel challenge for critical care. Intensive Care Med. https://doi.org/10.1007/s00134-020-05955-1
  11. University of Liverpool (2020) Covid-19 drug interactions. http://www.covid19-druginteractions.org/. Zugegriffen: 9. März 2020
  12. Bouadma L, Lescure FX, Lucet JC, Yazdanpanah Y, Timsit JF (2020) Severe SARS-CoV‑2 infections: practical considerations and management strategy for intensivists. Intensive Care Med. https://doi.org/10.1007/s00134-020-05967-x
  13. AWMF (2020) S3-Leitlinie Sepsis – Prävention, Diagnose, Therapie und Nachsorge. https://www.awmf.org. Zugegriffen: 31. Dez. 2018
  14. WHO (2020) Clinical management of severe acute respiratory infection when novel coronavirus (2019-nCoV) infection is suspected Interim guidance. https://www.who.int/docs/default-source/coronaviruse/clinical-management-of-novel-cov.pdf. Zugegriffen: 9. März 2020
  15. Hui DS, Chow BK, Lo T, Tsang OTY, Ko FW, Ng SS et al (2019) Exhaled air dispersion during high-flow nasal cannula therapy versus CPAP via different masks. Eur Respir J. https://doi.org/10.1183/13993003.02339-2018
  16. Cheung JC, Ho LT, Cheng JV, Cham EYK, Lam KN (2020) Staff safety during emergency airway management for COVID-19 in Hong Kong. Lancet Respir Med. https://doi.org/10.1016/S2213-2600(20)30084-9
  17. AWMF (2017) S3-Leitlinie Invasive Beatmung und Einsatz extrakorporaler Verfahren bei akuter respiratorischer Insuffizienz. https://www.awmf.org. Zugegriffen: 4. Dez. 2017
  18. Fu Y, Cheng Y, Wu Y. Understanding SARS-CoV-2-mediated inflammatory responses: from mechanisms to potential therapeutic tools. Virol Sin. p. 12250.
  19. Cinatl JJ, Michaelis M, Morgenstern B, et al. High-dose hydrocortisone reduces expression of the pro-inflammatory chemokines CXCL8 and CXCL10 in SARS coronavirus-infected intestinal cells. Int J Mol Med. 2005;15(2):323–327.
  20. Russell B, Moss C, George G, Santaolalla A, Cope A, Papa S, Van Hemelrijck M. Associations between immune-suppressive and stimulating drugs and novel Covid-19 – a systematic review of current evidence. 2020;14:1022. doi: 10.3332/ecancer.2020.1022.
]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d8%b1%d9%88%d8%b3-%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ad%d8%a7%d9%84%d8%aa-%d8%af%d8%b1%d9%85%d9%84%d9%86%d9%87/feed/ 0
ملا درد، عوامل او مخنيوی http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%af%d8%b1%d8%af%d8%8c-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%d9%8a%d9%88%db%8c-2/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%af%d8%b1%d8%af%d8%8c-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%d9%8a%d9%88%db%8c-2/#respond Mon, 22 Jun 2020 05:39:18 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7478 د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي. ډولونه يې: […]]]>

د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي.

ډولونه يې:

د ملا درد دوه ډوله دی، يو هغه دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اصطلاح حاد درد ورته وايې. دویم هغه دی چې دومداره وي او تر ۳ مياشتو  يا زيات وخت دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته مزمن درد وايې.

عوامل يې:

  • د ملا برخه کې ضربه او زخم
  • د عضلاتو سپزم يا شخي
  • د ملا د هډوکو کسر يا ماتېدل
  • د ډيسک تخريبېدل، د هرې فقرې يا مهرې ښکته او پورته غضروفي ډيسک شتون لري چې د دغه ډيسک زخمي کېدلو يا پړسېدلو په نتيجه کې په عصب فشار وارديږي او د ملا درد سبب کيږي
  • له توان پورته درانده کارونه کول
  • د ګردو تيږې
  • پر څوکۍ د ناستې کارونو د اجرا پر مهال قات يا کاږه کېناستل
  • حاملګي

اعراض او علایم:

د ملا درد لویه نښه د ملا په بېلابېلو برخو کې درد وي چې ځينې وختونه د ملا لاندې برخې او خاصرې لګن طرف ته انتشار کوي. د ملا ډيری دردونه څو ورځې وروسته په خپله جوړيږي خو کچيرې لاندې علايم ورسره وي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وشي

  • وزن له لاسه ورکول
  • تبه
  • د ملا پړسوب
  • د ملا درد چې ښکته برخې او پښو طرف ته انتشار وکړي
  • د ادرارو کولو پر مهال درد
  • د خاصرې لګن، مقعد او تناسلي الې شاوخوا بې حسي رامنځته کېدل

کورنۍ درملنه

تړمې اوبه يا ګرم موام په يو لوښي کې اچول او د ملا پورې تړل، استراحت کول، په تړمو اوبو حمام کول

طبي درملنه

ډيری وختونه د ملا درد په استراحت سره ارامیږي خو ځينې وخت دوامداره شي چې بيا طبي يا کورنۍ درملنې ته اړتيا پيدا کوي. لومړی خو هڅه بايد وشي چې د ملا درد اصلي عامل پيدا او بيا د عامل له منځه وړلو درمل ورکړل شي.

د ملا درد کمولو لپاره د درد ضد درمل کارول لکه آیبوپروفين وغيره

د عضلاتو شخۍ له منځه وړلو لپاره د سپزم ضد درمل لکه هايوسين

کچيري دغو درملو نتيجه ورنکړه نو بيا Cortisone injections یا Botox پيچکاري ترسره کول

نوټ: دغه درمل د ډاکټر له نسخي پرته کارول جواز نلري او که په خپل سر واخيستل شي نو د ګټې پر ځای زيان رسوي.

د ملا درد مخنيوی:

  • سپورت کول چې د ملا درد لپاره ښه سپورت د ملا او خيټې حرکات ترسره کول او همداراز د زنګونو او پښو درد مخنيوي لپاره قدم وهل او پلی تګ ګټور دي.
  • هغه خواړه خوړل چې ويټامین ډي او کلسیم ولري لکه هګۍ، پنير، شيدې، مستې، ماهي غوښه او سبزيجات خوړل
  • د کار کولو پر مهال په څوکۍ سيده کېناستل
  • سګرټ پرېښودل
  • وزن کمول
]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%af%d8%b1%d8%af%d8%8c-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%d9%8a%d9%88%db%8c-2/feed/ 0
خپګان، ژور خپګان http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86%d8%8c-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86%d8%8c-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86/#respond Tue, 09 Jun 2020 21:55:52 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7703 خپګان يا ژور خپګان (depression) څه شی دی؟ خپګان يوه ډېره عامه ناروغي ده، چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۵۰ ميليونه خلک په دې رنځ اخته دي . د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال تر اته لکو پورې کسان په ځانوژنه لاس پوري کوي. په انګلستان کې دوه پر […]]]>

خپګان يا ژور خپګان (depression) څه شی دی؟

خپګان يوه ډېره عامه ناروغي ده، چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۵۰ ميليونه خلک په دې رنځ اخته دي .

د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال تر اته لکو پورې کسان په ځانوژنه لاس پوري کوي. په انګلستان کې دوه پر درېيمه برخه خلک د خپل ژوندانه په ترڅ کې له دې ناروغۍ سره لاس او ګريوان وي.

د افغانستان د روغتيا وزارت په يوه وروستي خبر کې د رواني ناروغیو کچه په هيواد کې ډيره لوړه ښودل شوې چې له هغې جملې څخه خپګان هم يوه پراخه ناروغي ده.

خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی، خو که ډير دوامدار شي نو بيا ناروغي ګڼل کيږي. کله چې انسان د ژوند د کړاوونو او ستونزو سره مخامخ وي، نو ډېری مهال کېدلای شي، چې دا څيزونه د خپګان لامل شي.

په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته او هسې کله کله زړه تنګۍ دا د نورمال خپګان بېلګې دي.

که خپګان لږ تر لږه تر دووه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.

له خپګان سره ډيری مهال ځينې نورې ستونزې هم غاړه راځي لکه زښته اندېښنه کول، لږ او يا ډير خوب کول، ډېره ستړيا او په کارونو کې بې زغمه کېدل.

د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره مخامخېدلای شي.

خپګان په هغه کسانو کې چې مور يا پلار يې په دې رنځ اخته وي ډير دی. ځينې څيزونه او حالات د خپګان د را منځ ته کيدلو چانس ډېروي، لکه له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل، د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، کورنۍ ستونزې لکه طلاق او يا هم داسې نورې ستونزې.

په ځينو خلکو کې خپګان کېدلای شي چې په ناڅاپي ډول بې له هېڅ لامله را منځ ته شي.دا هم څرګنده ده چې ښځې د نارينه وو په پرتله په خپګان ډيرې اخته کيږي.

ځينې نور لاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ د پېښېدلو چانس لوړه وي، لکه فزيکي (ځاني) ناروغۍ کومې چې دوامداره درملنه غواړي، لکه د شکرې ناروغي، د سرطان او د زړه ناروغۍ. همداسی د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه لرل، په مخدره توکو روږدي کېدل، د چاپېريال ککړتيا او ورسره اړوندې ستونزې او همداسې نور.

که خدای غوښتل په بله ليکنه کې به د خپګان نښې او نښانې بیان کړم

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86%d8%8c-%da%98%d9%88%d8%b1-%d8%ae%d9%be%da%ab%d8%a7%d9%86/feed/ 0
کورونا که وچکۍ -محرقه http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%da%a9%d9%87-%d9%88%da%86%da%a9%db%8d-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d9%82%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%da%a9%d9%87-%d9%88%da%86%da%a9%db%8d-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d9%82%d9%87/#respond Tue, 09 Jun 2020 01:54:11 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7668 نن سبا ولې په افغانستان کښې محرقه زیاته شوې؟ ځینې ډاکټران او عام خلک ولې هک پک دي چې اوس کومه محرقه او کومه د کرونا ناروغي ده؟ د دغه حالت ناوړه پایلې څه دي؟ محرقه او د کرونا ویروس ناروغي دواړه د تبې ناروغۍ دي او یو بل ته ورته نښې نښانې لري، خو […]]]>

نن سبا ولې په افغانستان کښې محرقه زیاته شوې؟ ځینې ډاکټران او عام خلک ولې هک پک دي چې اوس کومه محرقه او کومه د کرونا ناروغي ده؟ د دغه حالت ناوړه پایلې څه دي؟

محرقه او د کرونا ویروس ناروغي دواړه د تبې ناروغۍ دي او یو بل ته ورته نښې نښانې لري، خو په محرقه کښې د ګېډې درد او اسهالات یا قبضیت عام وي او په کرونا کښې تنفسي ستونزې لکه پرله پسې ټوخۍ او لنډه لنډه ساه اخیستل څرګندې نښې وي. هو، دا نښې ښايي په ځینو خلکو کښې ډېرې ملایمې او یا هم هیڅ نه لیدل کېږي چې د کلینکي لوحې پر بنسټ د ناروغي په پېژندلو کښې ستونزه رامنځته کوي. پداسې حالت کښې ډاکټران د تشخیص لپاره په لابراتواري ازموینو او نورو وسایلو تکیه کوي. خو …

په افغانستان کې د کورونا ټسټونو ته کمه لاسرسي، د دې نوې ناروغۍ سره د ځينو ډاکټرانو کمه تجربه او هم د دې ناروغۍ په وړاندې د خلکو په منځ کښې سټېګما یا بدنامي د دې لامل شوي چې دکرونا اوسنۍ ګډه وبا د محرقې په نامه وپېژندل شي.

د دې حالت یو بل لامل هم دا دی چې په افغانستان کښې د محرقې د تشخیص لپاره عامه لابراتواري ازموینه چې ارزانه او ګړندۍ نتیجه ورکوي د ټایفوډاټ ټسټ دی. دغه ازموینه په وينه کښې د ناروغي د عامل يا انټي جن په ځای د محرقې د عامل (د سلمونيلا بکټريا) په وړاندې د وجود دفاعي غبرګون يا انټي باډي (IgM او IgG) مالوموي. ستونزه دا ده چې د دې ازموينې ځیرکتیا یا حساسیت خورا کم دی او ډېر وخت هغه ناروغان چې اصلا سلمونیلا نلري، نتیجه یې په دروغو د ريښتیا ښودل کېږي. له همدې امله د روغتیا نړیواله اداره او نورې معتبرې ادارې د محرقې د تشخیص لپاره د دغه ازموینې د ترسره کولو پلوي نه کوي. په اوس وخت کښې چې په ښارونو کښې پاکو اوبو او خواړو ته لاسرسۍ او د خلکو عام پوهاوۍ د پخوا پرتله خورا ښه شویدی، د محرقې پېښي د مخکښې نه ډېرې ټیټې دي. بیا هم که یو ډاکټر په ناروغي د محرقې شک پیدا کوي، د تشخیص سیی چاره یې د وینې او یا هم غایطه موادو کلچر دی چې باید ترسره شي.

د کورونا ناروغي د محرقې په نامه پېژندل ددې لامل ګرځي چې ناروغ د اړتیا پرته د مکروب ضد قوي درملونه وکاروي. دغه ډول د مکروب ضد د درملونو عام کارول ددې لامل ګرځي چې د بکتریاوو په وړاندې دغه درملونه لوړ مقاومت را پیدا کړي چې په افغانستان کښې دا چاره لا د مخکښې نه د روغتیا په وړاندې ستره ننګونه ده. خو په لنډ وخت کښې لدې هم لویه ستونزه دا ده چې ناروغ ته د کرونا په ځای د محرقې د خپرېدو د مخنيوي سپارښتنې کېږي. ناروغ ښايي د ناپاکه لاسونو، ناپاکه اوبو، خوړو او لوښو سره پوره پام وکړي مګر د تنفسي لارې د کرونا ویروس د ناروغي د خپرېدو نه ناخبره، ممکن د کور نور غړي او شاواخوا خلک په دې ناروغۍ اخته کړي.

په ټوله کښې که ډاکټر د کرونا ټسټ ته د نه لاسرسي په صورت کښې له ناروغ نه ددې وېره لري چې ورته ووايي په تبه یې د کرونا شک لري، کم له کمه دې په اوس وخت کښې د تبې (او ټوخي) هر ناروغ ته د سملاسي ګوښې کیدو او د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي ټولې سپارښتنې وکړي. دا چې که د محرقې، ملاریا او یا کومې بلې تبې شک هم ورباندې کوي، په ورته وخت کښې دې د دغه ناروغیو سيي ازموینې ترسره کړي.

د کرونا ویروس ناروغي اوس په افغانستان کښې خپره ده. دغه ناروغي نه مرګوني ده نه بدمرغه. نه یې ناروغي او نه یې هم مرګ کوم شرم دی. د ناروغي سیر په ډېرو کښې ډېر ملایم دی، خو څه چې مهم دي د حقیقت منل او د ناروغي د لیا ډېرې خپرېدا د مخنیوي لپاره د روغتیا د سپارښتنو عملي کول دي.

-خپل لاسونه له صابون سره مینځئ

-له خلکو نه د دوه متره واټن مراعات کړئ

-په عامه ځایونو کښې د ماسک نه کار واخلئ

که تبه او نورې نښې ولرئ د کور او کارځای له نورو خلکو نه په کور کښې ځان ګوښې کړئ.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%da%a9%d9%87-%d9%88%da%86%da%a9%db%8d-%d9%85%d8%ad%d8%b1%d9%82%d9%87/feed/ 0
د روغتیا معنا http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7-%d9%85%d8%b9%d9%86%d8%a7/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7-%d9%85%d8%b9%d9%86%d8%a7/#respond Sat, 06 Jun 2020 03:13:49 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7623 روغتیا یو داسی حالت ته وایي چې انسان په کې دبشپړ فزیکي(باندیني ځان او داخلي غړو )،بشپړ رواني روغوالي او جوړوالي او هم ټولنیز قرار او هوساینې برخمن وي. ډیره اړینه خبره دا ده چې یواځې د ناروغې نه شتون روغتیا نه ګڼل کیږي. بله دا چې د انسان فزیکي او رواني روغتیا د یو […]]]>

روغتیا یو داسی حالت ته وایي چې انسان په کې دبشپړ فزیکي(باندیني ځان او داخلي غړو )،بشپړ رواني روغوالي او جوړوالي او هم ټولنیز قرار او هوساینې برخمن وي. ډیره اړینه خبره دا ده چې یواځې د ناروغې نه شتون روغتیا نه ګڼل کیږي. بله دا چې د انسان فزیکي او رواني روغتیا د یو بل سره او بیا دواړه د ټولنیز قرار او هوساینې سره سیخه اړیکه لري او تل یو بل اغیزمنوي.

په خواشینۍ سره ډیرې وګړي د رواني ناروغتیا او ټولنیز قرار او هوساینې په هکله بې خبره دي او فکر کوي چې روغتیا  د جوړ ځان په معنی او یا د ناروغې نه شتون وي.

د روغ انسان لپاره دا دری واړه څیزونه اړین دي خو په ځانګړی ډول پرته د روغ رواني حالت هیڅکله انسان د پوره روغتیا څښتن نه ګڼل کیږي.

عقلي او رواني ناروغي څه ته وایي؟

زموږ ټول کړه وړه او سلوک، فکرونه او احساسات د مغزو د کنترول او اغيز لاندې دي او په ټوله کې دا ټول څيزونه زموږ د روان (راوني حالت یا د ذهن) څرګندوي کوي او ورسره سيخه او پرلپسې اړيکه لري.

دا فزيکي ناروغتيا نه ده مانا دا چې د مغزو په فزيکي جوړښت يا بڼه کې کوم بدلون نه تر سترګو کيږي خو بیا هم مغزه اغیزمن شوي وي او په پورتنيو دری واړو څیزونو خپل منفي اغيز لري او په دې برخو کې د ځينو ستونزو لامل کيږي چې ورته رواني ناروغتيا ویل کیږي.

د رواني ناروغتیا د تشخیص لپاره کومې ځانګړې معاینې یا ارزونې لکه د وینې معاینه یا داسې نورې نشته او تر ډیره کچه د انسان د خپل ځان په هکله خپل فکر پورې او هم د تیرو تجربو یا اخیستنو پورې او هم د نږدې خپلوانو یا ملګرو زموږ په هکله په پورتنیو درې واړو اړخونو کې د هغوی د فکر او څرګندونو پورې تړلی وي.

روغ او جوړ رواني حالت د نورمال فکر، احساس او کړنو لامل وي او دا بیا په خپل وار په ژوند کې له ستونزو سره د مقاومت، انساني اړیکو د پاللو او د سمو تصمیمونو په نيولو کې څرګند رول لري. روغ انسان او بیا روغ انسانان مانا روغه ټولنه.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7/%d8%af-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7-%d9%85%d8%b9%d9%86%d8%a7/feed/ 0