سینما، فلم،هنر – afghansabawoon http://www.afghansabawoon.com Thu, 21 May 2020 19:19:25 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.4.1 وهلي؛ که انوشکا چمتو شي په خپل ژوند فلم جوړوم http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%88%d9%87%d9%84%d9%8a%d8%9b-%da%a9%d9%87-%d8%a7%d9%86%d9%88%d8%b4%da%a9%d8%a7-%da%86%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b4%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%88%d9%87%d9%84%d9%8a%d8%9b-%da%a9%d9%87-%d8%a7%d9%86%d9%88%d8%b4%da%a9%d8%a7-%da%86%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b4%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85/#respond Sat, 23 May 2020 01:11:56 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7467 د هندوستان د کرېکټ وتلي ستوري او لوبډلمشر ویلي چې که مېرمن یې چمتو شي، په خپل ژوند به ورسره فلم جوړ کړي. د کرېکټ په ډګر کې د منډو جوړولو ماشین او د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي وایي چې مېرمن یې ورسره کار وکړي، نوموړی به ورسره په خپل ژوند […]]]>

د هندوستان د کرېکټ وتلي ستوري او لوبډلمشر ویلي چې که مېرمن یې چمتو شي، په خپل ژوند به ورسره فلم جوړ کړي.

د کرېکټ په ډګر کې د منډو جوړولو ماشین او د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي وایي چې مېرمن یې ورسره کار وکړي، نوموړی به ورسره په خپل ژوند باندې فلم جوړ کړي.

نوموړي چې په انسټاګرام باندې له خپلو مینوالو سره خبرې کوې، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که انوشکا چمتو شي، نوموړی به ورسره په خپل ژوند باندې فلم جوړ کړي. دغه وتلی ستوری چې د هندوستان له پولو هخوا د نړۍ په هر کونج کې سرسخت مینوال لري، وړم کال یې له انوشکا شرما سره واده وکړ.

انوشکا شرما د بالیووډ سینما وتلې اداکاره ده چې سږ کال یې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د خپل ژوند ۳۱ پسرلی ونمانځه.

ویرات کولي په خپلو خبرو کې ویلي چې د خپل ژوند په هکله جوړېدونکي فلم کې به ګډون وکړي. له دې داسې ښکاري چې د ده پر ژوند باندې د فلم جوړول وار له مخې په پلان کې دي. تر کوهلي مخکې د هندوستان د تجربه کار لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر مهیندر سېنګ ډوني په ژوند باندې هم فلم جوړ شوی ؤ چې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې په دغه ویډیویي او آنلاین بحث کې ل ویرات کوهلي سره د هند د فوټبال لوبډلې کپتان سنیل چیتري او د هغه مېرمن سونم بتا چاریه هم برخه وال وو. د دغې بحث په ترڅ کې سونم بتا چاریه له ویرات کوهلي وپوښتل چې که ستاسې په ژوند فلم جوړېږي، چمتو یئ چې خپله په کې کار وکړئ؟

ویرات کوهلي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که مېرمن انوشکا یې ورسره د مینې ول ادا کړي، په پوره لېوالتیا به په دغه فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړي او د خوشالۍ احساس به ولري.

انوشکا او کوهلي په دې وروستیو کې د سینما او سپورت له ډګره دوه هغه وتلي ستوري بلل کېږي چې د هند ډېری مینوال یې اغېزمنه او ښه جوړه بولي. انوشکا په ګڼ شمېر فلمونو کې د یو اغېزمن کرکټر په توګه را څرګنده شوې ده.

د هند وستلي کرېکټ ستوري په خپلو څرګندونو کې همداراز ویلي چې که زه د خپل ژوند په هکله جوړېدونږي فلم کې خپل رول ادا کړم، ښایي دومره اغېزمن نه وي ځکه په خبره یې نوموړی یو مسلکي کرېکټر دی، نه یو سینمایي ستوری.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%88%d9%87%d9%84%d9%8a%d8%9b-%da%a9%d9%87-%d8%a7%d9%86%d9%88%d8%b4%da%a9%d8%a7-%da%86%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b4%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85/feed/ 0
د بالیوډ نامتو ستوری عرفان خان د ۵۳ کلنو په عمر مړ شو http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/#respond Wed, 29 Apr 2020 18:03:00 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7224 د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو د عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه. ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري. له هغه وروسته عرفان خان […]]]>

د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو د عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري.

له هغه وروسته عرفان خان خپله درملنه وکړه او په خپل وروستي فلم (Angrizi Medium) یې کار پیل. هغه فلم چې خپرېدل یې په هند کې د کروناویروس د خورېدو له امله ځنډېلي دي.

عرفان خان لږ تر لږه په ۸۰ فلمونو او تلویزیوني ډرامو کې لوبېدلی دی. هغه د بالیوډ تر څنګ په غربي سینماوو کې هم ښه فلمونو کط کار کړی دی.

د اوسکار جایزې ګټونکی (Life of Pie) د عرفان خان تر ټولو نامتو فلم بلل کیږي.

دغه فلم کې د عرفان خان ښه ځلېدل چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې جوړ شوی په شرق او غرب کې د دغه اداکار مینه وال ډېر کړل.

خان په ۱۹۶۶ کال کې د هند په جیپور کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږیدلې و. د هغه پلار ټېرونه خرڅول.

له هغه وروسته چې عرفان خان ونه کړای شول د کرکټ یو تکړه لوبغاړی شي نو سینما ته یې مخه کړه.

خان د ډرامې ښوونځی پیل کړ او په خپل هنري ژوند کې یې کوښښ وکړ چې په لویو سینمايي نقشونو کې ادارکاري وکړي.

pashtovoa.com

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%da%89-%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%aa%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d8%b9%d8%b1%d9%81%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%af-%db%b5%db%b3-%da%a9%d9%84%d9%86%d9%88/feed/ 0
«تنها جي» فلم را روان دی http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%aa%d9%86%d9%87%d8%a7-%d8%ac%d9%8a-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%b1%d8%a7-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%d8%af%db%8c/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%aa%d9%86%d9%87%d8%a7-%d8%ac%d9%8a-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%b1%d8%a7-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%d8%af%db%8c/#respond Wed, 25 Dec 2019 05:29:35 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6184 د بالیووډ ستوري اجی دیوګن نوی فلم «تنها جي» د را روان ۲۰۲۰ کال د جنوري په لسمه نېټه بازار ته راوځي. د دغه فلم ځانګړنه دا ده چې دا به د اجی‌دیوګن د یو کم سلو فلمونو نوملړ سلو ته ورسوي. د فلم ډایريکټر ایم رات دی او د اجی د مېرمنې کاجل تر […]]]>

د بالیووډ ستوري اجی دیوګن نوی فلم «تنها جي» د را روان ۲۰۲۰ کال د جنوري په لسمه نېټه بازار ته راوځي.
د دغه فلم ځانګړنه دا ده چې دا به د اجی‌دیوګن د یو کم سلو فلمونو نوملړ سلو ته ورسوي.
د فلم ډایريکټر ایم رات دی او د اجی د مېرمنې کاجل تر څنګ سیف علي خان هم پکې کار کړی دی.
اجی‌دیوګن وايي چې تنهاجي فلم یې د هغه بې‌نومه جنګیالي په اړه دی چې هيڅ ستایل شوی نه دی او دا کیسه د هغه په مفکوره پیلېږي.
دی زیاتوي، د فلم کیسه پر عادي خلکو هم اغېز کوي، تنهاجي پکې یو ملي اتل ښوول شوی، په تاریخي کتابونو کې د هغه په اړه یوازې پاڼې ډکې شوي، موږ غواړو د هغه د اتلولي مالومات تر ډېرو نورو ورسوو.
د تنهاجي فلم دویم ټرېلر هم خپور شو، په دغه ټرېلر کې اجی‌دیوګن او سیف علي خان یو له بل سره جګړه کوي او کاجل د خپل خاوند اجی‌دیوګن په ننګه را څرګندېږي.
که یوې خوا ته اجی‌دیوګن د فلم مرکزي اتل دی، بلې خوا ته بیا سیف علي خان ته منفي رول ورکړل شوی چې د پادماوتي فلم د سلطان علاوالدین غلجي رول ته ورته دی.
د یادولو وړ ده چې په دغه فلم کې اجی‌دیوګن د مرهټي جنګیالي تانجي مالوسوري په رول کې د اتل په حيث، سیف‌ علي‌خان د اودي بهان سینګ په رول کې د مخالف جنګیالي او کاجل د سویترابي مالوسوري په رول کې د اجی‌دیوګن د مېرمنې په توګه کار کړی دی.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%aa%d9%86%d9%87%d8%a7-%d8%ac%d9%8a-%d9%81%d9%84%d9%85-%d8%b1%d8%a7-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%d8%af%db%8c/feed/ 0
د سارا علي‌خان یو کال ووت http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d8%a7%d8%b1%d8%a7-%d8%b9%d9%84%d9%8a%e2%80%8c%d8%ae%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d9%88%d9%88%d8%aa/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d8%a7%d8%b1%d8%a7-%d8%b9%d9%84%d9%8a%e2%80%8c%d8%ae%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d9%88%d9%88%d8%aa/#respond Tue, 17 Dec 2019 10:52:43 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6119 د بالیووډ نوې ستورې سارا‌ علي‌خان، په بالیووډ کې د یو کال پوره کېدل ونمانځل. هغه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د کېدرناټ په نوم فلم کې راڅرګنده شوه او دا دی اوس په دغه ډګر کې د یو کال پوره کېدو خوشحالي هم ونمانځله. سارا د خپل انسټاګرام له لارې له هغو کسانو […]]]>

د بالیووډ نوې ستورې سارا‌ علي‌خان، په بالیووډ کې د یو کال پوره کېدل ونمانځل.
هغه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د کېدرناټ په نوم فلم کې راڅرګنده شوه او دا دی اوس په دغه ډګر کې د یو کال پوره کېدو خوشحالي هم ونمانځله.
سارا د خپل انسټاګرام له لارې له هغو کسانو مننه کړې چې په دغه فلم کې یې ورسره مرسته کړې وه.
په کیدرناټ فلم کې سارا علي‌خان د یوې پېغلې رول لوبولی او همدارنګه سوشت سینګ راجپوت د منصور علي خان په رول کې راڅرګند شوی دی.
د یادولو ده چې کېدرنات فلم د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه جوړ شوی دی.
سیف علي خان د سارا علي خان پلار هم د هغې فلم خوښ کړی او د نورو بریاوو هیله یې ورته کړې ده.
که څه هم کېدرنات فلم په هندي سېنماګانو سم و نه ځلېد، خو سارا خپل همت له لاسه ور نه کړ او په دغه ډګر کې خپل کار ته دوام ورکړ.
هماغه وه چې یوه ورځ له رنویر سنګهـ سره په سېمبا فلم کې راښکاره شوه او دغه فلم خورا نامتو هم شو. دې یوازې پر دې بري قناعت و نه کړ او ورپسې يې په دوو نورو فلمونو کې پرله‌پسې کار وکړ چې له برکته یې خلکو ته خپله پیاوړتیا ثابته کړه.
سارا د فلمونو تر څنګ سندرې وايي او تکړه نڅاګره هم ده.
د یادولو وړ ده چې سارا علي‌خان به په راتلونکي فلم کې له امتیازعلي‌خان سره په «لو اج کل» کې راڅرګنده شي او اوس مهال له ډيويډ دهوان سره د «۹۰ هېټ» فلم په جوړولو کار کوي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b3%d8%a7%d8%b1%d8%a7-%d8%b9%d9%84%d9%8a%e2%80%8c%d8%ae%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88-%da%a9%d8%a7%d9%84-%d9%88%d9%88%d8%aa/feed/ 0
د پانې پت فلم مې ولیده http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%db%90-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%85%db%90-%d9%88%d9%84%db%8c%d8%af%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%db%90-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%85%db%90-%d9%88%d9%84%db%8c%d8%af%d9%87/#respond Tue, 10 Dec 2019 09:09:09 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6035 جعفر هاند په فلم کې له مرهټانو سره د احمد شاه دراني په مشرۍ د پاني پت درېیمه تاریخي‌جګړه په هنري او داستاني بڼه تصویر شوې ده. تر تاریخي فلم ښه ده چې هنري فلم یې وبولو. کله چې مرهټان هڅه کوي‌چې خپله واکمني پراخه کړي او د هند نور ایالتونه او سیمې هم ونیسي، […]]]>

جعفر هاند

په فلم کې له مرهټانو سره د احمد شاه دراني په مشرۍ د پاني پت درېیمه تاریخي‌جګړه په هنري او داستاني بڼه تصویر شوې ده. تر تاریخي فلم ښه ده چې هنري فلم یې وبولو. کله چې مرهټان هڅه کوي‌چې خپله واکمني پراخه کړي او د هند نور ایالتونه او سیمې هم ونیسي، د (روهیلکنډ) نجیب الدوله خبریږي چې مرهټان پر دوی هم یرغل کوي، دی کندهار ته ځي او له احمدشاه دراني څخه مرسته غواړي.

نجیب الدوله د احمدشاه دراني د هڅونې لپاره درې خبرې کوي: ۱-که مرهټیان دې مات کړل، ټول هند به ستا تر واک لاندې شي او تر بنګال پورې به پاچاهي کوي؛۲- لوټ او تالان به وکړي او موږ به د مرهټیانو له شره وژغوري. په دغه منځ کې یې یو مشاور ورته وايي: (زموږ خزانې هم تشې شوي دي.) خو زموږ په تاریخي کتابونو کې هند ته د احمدشاه دراني د ورتګ یوازینی علت له مسلمانانو سره مرسته او په اسیا کې د نورو پخوانیو امپراتوریو په څېر د مرهټانو د واکمنۍ د پراخېدو مخنیوی و. په فلم د احمدشاه دراني له لوري د لوټ تالان او ځمکې د نیولو خبره (زموږ له تاریخي روایت) سره اړخ نه لګوي. کله چې د نجیب الدوله استازي د کندهار په دربار کې وي، هلته د دربار نژدې کسان د کوهي نور الماس د نیولو په خاطر پر احمد شاه ابدالي برید کوي، احمد شاه ابدالي په ډېرې بې رحمۍ بریدګر وژني.

دا د احمدشاهي دربار کې بي باوري او ګډوډي ښي. دا هم (زموږ تاریخ) کې یا نشته او یا ما لږ تر لږه نه دي لوستي. په عمومي ډول احمدشاه دراني په فلم کې یو احساساتي، سخت زړی، غوصه ناک او تر یوې اندازې دیکتاتور بلل شوی چې هر څه په خپله خوښه کوي او په نه خبره سړی له تیغه تېروي چې دا هم (زموږ له تاریخي) روایت سره اړخ نه لګوي. د احمدشاه ابدالي په لښکر کې د افغانانو د نورو قومونو موجودیت هېڅ یا کم تمثیل شوی دی.

د پاني پت درېیم جنګ په ۱۷۶۱م کې شوی دی. په فلم کې تر جنګ یوه ورځ‌مخکې د احمد شاه دراني زوی تیمور راځي او ورته وايي‌چې کندهار کې (سرفراز) بغاوت کړی او د واک ترلاسه کولو هڅه کوي. احمدشاه دراني سخت خپه شي، په غوصه شي په کونډو شي او افغانستان چیغه کړي، دا هم هغه مهال په فلم افغانانو او پښتنو کې د واکمنۍ د ترلاسه کولو یوه بله نمونه تمثیل شوې ده.

دلته احمدشاه دراني وايي‌چې (هند پر افغانستان نه دو کوم، غواړم له مرهټیانو سره سوله وکړم او بېرته کندهار ته ولاړ شم.) د مرهټیانو د لښکر له قومندان سداشویرا باهو ( ارجون سنګ) سره خبرې کوي او د سولې شرط ورته ږدي: (ډیلي ماته راکړئ، زه جنګ نکوم او بېرته افغانستان ته ځم). خو د مرهټانو د لښکر قومندان ورته وايي: ( هېڅ هم نه درکوم او تاسو باید تر اټک وراخوا واوړئ، له کوم ځای څخه چې راغلي یاست). خلص سوله ونشي او جنګ وشي، فلم کې داسې ښودل کیږي چې مرهټان د هند لپاره او افغانان د ځمکې نیولو او لوټ تالان لپاره جګړه کوي چې دا هم (زموږ له تاریخي) روایت سره سر نه لګوي. هغه مهال د افغانستان او هند جغرافیه داسې نه وه، په فلم کې په ۱۷۶۱م کال کې افغانستان او هند سرحد (اټک) ښودل شوی. موږ په تاریخ کې لوستي چې له مرهټانو سره د افغانانو لښکر چې په سیند اوړي د۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ‌عسکر یې مړه کیږي، خو دا هېڅ هم فلم کې نشته.

مرهټان هڅه کوي چې د هند نور کوچني سلطنتونه او نور قومونه هم له ځان سره یو ځای کړي چې د افغانانو له لښکر سره وجنګیږي، خو د جګړې په میدان کې (سیکان) ورڅخه ولاړ شي او (غداري)‌وکړي. په فلم کې داسې ښودل شوې چې احمد شاه دراني مرهټان نه دي مات کړي بلکې د هند نورو اقلیتونو (غداري) د مرهټیانو د ماتې لامل شو.
د تاریخي روایت له مخې د احمدشاه دراني لښکر ۸۰زره و او د مرهټیانو تر ۵۰۰زره زیات وو، فلم کې هم ښودل کیږي چې مرهټیان تر افغان لښکر خورا زیات دي.

مرهټیان ډېر با تمدن او افغانان ورستي پاتې ښودل کیږي. احمدشاه دراني چې هند ته راځي پر انار داسې حمله کوي،‌لکه عمر کې یې چې لیدلي او خوړلي‌نه وي،‌مبالغه شوې ده. په فلم کې افغان جنګیالي پر ښځو هم برید کوي، چې دا هم (زموږ له تاریخ)‌سره اړخ نه لګوي. احمدشاه بابا چې دا جنګ ګټي، د مرهټو دربار ته لیګ استوي او د هغوی د جنګیالیو ستاینه کوي او وايي‌چې بیا به هند ته نه ورګرځي، دا هم زموږ په تاریخ کې نشته.

د دې فلم یو ښه والی دا شو چې زما په ګډون ډېر افغانان یې اړ کړل چې د خپل تاریخ دغې برخې ته بیا رجوع وکړي. په فلم کې زموږ افغان لوبغاړی ببرک اکبري هم شته، خو په ټول فلم کې درې ډیالوک ورکړل شوي چې بیا په جګړې کې وژل کیږي.

د پدماوت د تاریخي فلم په څېر چې د غلزیو د سلطنت په اړه جوړ شوی، دا فلم له هنري پلوه هم هومره ښه نه دی. سنجي دت احمدشاه دراني رول هم ښه نه دی ادا کړی او ماته په ټول فلم کې ډېر جعلي معلوم شو. خو په فلم کې مې د مرهټیانو د لښکر د مشر (ارجون سنګ)‌رول خوښ شو. په ټول فلم کې د یو سلطنت د مشرې سګینه بیګم خبره مې ډېره خوښه شوه: (جګړه د نارینو سرګرمي ده، دوی له یو بل سره جنګ کوي خو سزا یې ماشومان او ښځې ګوري چې یتیمان او ګونډې کیږي.)
زه دغه فلم ته له ۱۰ څخه ۴ نومرې ورکوم.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d9%be%d8%a7%d9%86%db%90-%d9%be%d8%aa-%d9%81%d9%84%d9%85-%d9%85%db%90-%d9%88%d9%84%db%8c%d8%af%d9%87/feed/ 0
باليووډ يو ستوری له لاسه ورکړ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a8%d8%a7%d9%84%d9%8a%d9%88%d9%88%da%89-%d9%8a%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d9%84%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%a9%da%93/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a8%d8%a7%d9%84%d9%8a%d9%88%d9%88%da%89-%d9%8a%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d9%84%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%a9%da%93/#respond Wed, 04 Dec 2019 03:19:14 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6015 د بالیووډ یو ټایواني نژاده ستوري «ګوډفري ګاوو» په شوټينګ کې د مېلمه په حيث ګډون کړی و چې د مسابقې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د «چیز مي» په نوم د دې شوټينګ پروډیوسر وايي چې ګوډفري د خپل ټیم د بریا لپاره منډې وهلې چې ناڅاپه وغورځېد، هلته طبي ټیم […]]]>

د بالیووډ یو ټایواني نژاده ستوري «ګوډفري ګاوو» په شوټينګ کې د مېلمه په حيث ګډون کړی و چې د مسابقې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د «چیز مي» په نوم د دې شوټينګ پروډیوسر وايي چې ګوډفري د خپل ټیم د بریا لپاره منډې وهلې چې ناڅاپه وغورځېد، هلته طبي ټیم په بېړه روغتون ته ورساوه، خو د زړه درېدو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
ګوډ فري ۳۵ کلن و او په ۱۹۹۵ کال په ټایوان کې زېږېدلی و، هغه د بالیووډ په ایکشني فلمونو کې کار کاوه او په «دي مورټل انسټرومنټس، سټي آف بونز» فلمونو کې بېخي نوم‌وتی شو.
هغه تر دې وړاندې د موډلي تر څنګ په چینايي ډرامو کې هم کار کاوه چې په «ري ممبرېنګ لي کوان» ډرامه کې یې د کار کولو له امله په چین کې خورا مینه‌وال پیدا کړل او دغه ډرامه هم زیاته وليدل شوه.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%a8%d8%a7%d9%84%d9%8a%d9%88%d9%88%da%89-%d9%8a%d9%88-%d8%b3%d8%aa%d9%88%d8%b1%db%8c-%d9%84%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b3%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%a9%da%93/feed/ 0
شینا ګل حسن د خپل هنر او واده په هکله څه وایي؟ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b4%db%8c%d9%86%d8%a7-%da%ab%d9%84-%d8%ad%d8%b3%d9%86-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d9%be%d9%87-%d9%87%da%a9%d9%84%d9%87-%da%85%d9%87-%d9%88/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b4%db%8c%d9%86%d8%a7-%da%ab%d9%84-%d8%ad%d8%b3%d9%86-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d9%be%d9%87-%d9%87%da%a9%d9%84%d9%87-%da%85%d9%87-%d9%88/#respond Tue, 19 Nov 2019 01:37:37 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5862 یوازې شنې سترګې،لوړ قدقامت،سور سپین مخ،طلايي زلفو اؤ خاموش طبیعت دشینا ګل پېژنګلو نه ده بلکې دهغې دغږ خوږلت هغه په ډيره لږه موده کې په ټولو پښتنو کې ځلولې ده اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړې ده. شینا ګل دتیرو اوو کالو راهسې نه یوازې په سندریزو البمونو کې په […]]]>

یوازې شنې سترګې،لوړ قدقامت،سور سپین مخ،طلايي زلفو اؤ خاموش طبیعت دشینا ګل پېژنګلو نه ده بلکې دهغې دغږ خوږلت هغه په ډيره لږه موده کې په ټولو پښتنو کې ځلولې ده اؤ دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه یې پیدا کړې ده.

شینا ګل دتیرو اوو کالو راهسې نه یوازې په سندریزو البمونو کې په شلګونو سندرې وویلې بلکې اوس خو په زیاتره پښتو فلمونو کې هم دهغې په غږ سندرې اوریدل کیږي.

په دې کې شک نشته چې شینا ګل له الله ډیر ښائست ورکړی اؤ چې کله په سټیج سندرې ته ودریږي نو پخپلو نازونو اداګانو د زلمو زړونه په درزا راولي .

خو دسندرې په فن پوهه خلک د شینا ګل ښائست یوازې دهغې دشهرت وجه نه ګڼي بلکې وایي دشینا ګل غږ کې دا توان شته چې دخپلو مینه والو پام ځانته راوګرځوي.

شینا ګل ډیره ساده پیغله ده ، دخبرو مړنۍ نه ده ، خو بلا تکلفه اؤ دتصنوع نه پاک محفلونه خوند ورکوي.

د خوند خبره داده چې شینا ګل په دې خبره هم پوهه ده چې دپښتنو سندرغاړو هیڅ مسقبل نشته خو بیا هم وایي چې سندره یې ژوند دی ، په سندره مئینه ده ځکه سندرو ته راوتلې ده.

هغې دپیښور سره نزدې په نوښار سیمه کې خپلې سترګې په یوه فني کورنۍ کې پرانستي دي.

پلار یې سلطنت د هارمونیم یا باجې یو تکړه استاد دی اؤ مشر رور یې جانان پخپله هم یو تکړه سندرغاړی دی چې تیره موده کې یې دټولې خیبر پښتونخوا په کچه د ښه هنرمند ایوارډ د صوبایي حکومت نه ګټلی ؤ

۲۲ کلنې شینا ګل اووه کاله وړاندې په سندرې ویلو شروع کړې ده ، د سندرې لمړی تربیت یې پخپل کور کې دخپل پلار استاد سلطنت نه اخستی اؤ له هغې وروسته د نوښار سیمې سره دتعلق لرونکو تکړه موسیقارانو غفار اؤ سجاد حسین شاګرده شوه.

وایي ډیره زده کړه یې د غفار استاد نه کړې ده.

رسمي زده کړې یې یوازې تر پینځم ټولګي کړي دي خو وایي اوس پخپل کور لیک لوست کوي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې شینا ګل وویل زه لا وړه وم چې سندرې به مې اوریدلې اؤ خوښیدلې ، بیا چې مې په مزه مزه سندرې پیل کړې نو د سندرو دغه شوق رانه تعلیم هم نیمګړی پاتې کړو.

شینا ګل وایي په سندرو دومره مئینه ده چې خلک هغې سره د واده ارمان کوي ، رشتې ورپسې لیږي اؤ هغه دا ګڼي چې سندرو سره یې واده کړی دی اؤ تل به یوازې سندرې پالي.

هغې ته په ګڼو پښتو اؤ اردو فلمونو کې د کار کولو وړاندیزونه شوي خو شینا ګل وایي چې فلمونو کې کار کول نه غواړي یوازې سندرې ورته وایي.

تر دې وخته د هغې په غږ ډیرې سندرې مشهورې شوي دي خو دا سندره یې خلکو ډیره خوښه کړې ده چې هسې یو خبره ده ، مینه زوروره ده.

شینا ګل وایي پخه اؤ سنجیده شاعري یې ډیره خوښیږي، خاصکر د رحمان بابا اؤ سائل صیب شعرونه په شوق سره وایي .

شینا ګل وایي د شعرونو انتخاب ورله پلار کوي خو یوازې دخپل پلار په انتخاب هم کلام نه وایي بلکې پخپله هم د کلام سنجیدګۍ ته ډیر پام کوي.

د شینا ګل په وینا” ماته ښه معلومه ده چې پښتنو سره د فن قدر نشته ،ځکه چې د زرڅانګې پشان لویه هنرمنده په تمبو کې ژوند کوي خو بس ،‌سندرې زما شوق دی اؤ زه یې د صلې پرواه نه کووم خو ویم یې “

غزل یې ډیر خوښیږي اؤ په شوق یې وایي خو دغزل ترڅنګ په ټپو ویلو کې هم ډیره تکړه ده اؤ‌ وایي ټپه یې ځکه ډیره خوښیږي چې د پښتو خپل صنف دی اؤ په دوؤ مختصرو مصرو کې ډیره غټه خبره یا مطلب ځایې شوی وی.

شینا ګل وایي عشق اؤ محبت ته لا نه خو وزګاره شوې ده اؤ نه یې په زړه کې داسې څه خبره شته چې کوم زلمی خوښ کړي ، واده ورسره وکړي اؤ په کور کښیني ، بلکې هغه وایي چې سندرې به وایي اؤ چې کله حالاتو اجازت ورکړو نو بیا به د مور پلار په خوښه واده کوي .

د شینا ګل استاد اؤ تکړه موسیقار ښاغلی غفار حسین وایي هغه تر دې مهاله د موسیقۍ نړۍ کې ډیر شاګردان روزلي خو د شینا ګل غږ کې دا توان ویني چې هغه په راتلونکي کې د یوې لویې هنرمندې په توګه مخې ته راشي ،

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي غفار وویل شینا ګل له یوازې خدایې ښائست نه دی ورکړی ، بلکې پوهه اؤ سُر یې هم ورکړی دی ، اؤ څه چې وایي نو د سینې په زور یې وایي چې د خلکو په زړونو لګي

voadeewanews.com

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%b4%db%8c%d9%86%d8%a7-%da%ab%d9%84-%d8%ad%d8%b3%d9%86-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%87%d9%86%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d9%be%d9%87-%d9%87%da%a9%d9%84%d9%87-%da%85%d9%87-%d9%88/feed/ 0
د شارخ خان پر ځان دومره خيال نه راته http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b4%d8%a7%d8%b1%d8%ae-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%88%d9%85%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%87-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b4%d8%a7%d8%b1%d8%ae-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%88%d9%85%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%87-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%87/#respond Sun, 10 Nov 2019 03:48:26 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5775 د بالیووډ سېنما نوموتی فلمي ستوری شارخ خان چې د دې د پاچا لقب یې هم ګټلی دی وايي، په پیل کې یې دومره تمه نه‌ وه چې په فلمي ژوند کې به دومره نوم وباسي، ځکه په وینا یې په لومړي سر کې ډېر بدرنګ ښکارېده او په همدې خاطر یې اداکاري ته زړه‌ […]]]>

د بالیووډ سېنما نوموتی فلمي ستوری شارخ خان چې د دې د پاچا لقب یې هم ګټلی دی وايي، په پیل کې یې دومره تمه نه‌ وه چې په فلمي ژوند کې به دومره نوم وباسي، ځکه په وینا یې په لومړي سر کې ډېر بدرنګ ښکارېده او په همدې خاطر یې اداکاري ته زړه‌ نه ښه کاوه.
شارخ خان له هندي رسنیو سره د خبرو پر مهال د خپل فلمي ژوند په اړه ویلي، کله چې یې په دې سېنما کې د «راجو بن ګیا جېنټلمین» په نوم فلم له ریلیز کېدو وروسته خپل ځان پر سکرین وليد؛ نو ورته داسې احساس وشو چې بدرنګ دی.
هغه همدا راز د خپل ځان په اړه زیاته کړې چې په دې فلم کې ورته خپل وېښته سم نه‌ دي ښکاره شوي، نوره باید اداکاري و نه ‌کړي او په خبره یې د نانا پاټېکر، امریتا سنګه‍ او جوهي چاوله په څېر سترو هنرمندانو سره نه‌شې کولای کار وکړي.
شارخ خان چې اوس یې په ګرده نړۍ کې د بالیووډ سېنما څاروونکي پېژني وايي، په دې سېنما کې د پاتې کېدو مرسته ورسره وتلې اداکارې جوهي چاوله کړې ده او زیاته کړې یې ده که هغه وخت یې اداکاري پرې ایښي وای؛ نو اوس به د بالیووډ پاچا نه وه.
شارخ خان وړاندې زیاته کړې، بالیووډ ته له راتګ وړاندې یې اړیکه له یوې منځنۍ کچې والا کورنۍ سره وه چې پلار یې هم تر مخکې مړ شوی او په خبره یې هيڅکله یې داسې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د فلمونو ستوری ترې جوړېږي، په نړیواله کچه به ورسره دومره خلک مینه کوي او زیاتوي اوس هم داسې فکر نه کوي چې دومره وتلی ستوری دی، خو په وینا یې اوس‌ مهال له خپل مسلک سره له زړه مینه لري.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%b4%d8%a7%d8%b1%d8%ae-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%b1-%da%81%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%88%d9%85%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%87-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%87/feed/ 0
پر انسټګرام د بالیووډ مشهورې څېرې http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%bc%da%ab%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%d9%88%da%89-%d9%85%d8%b4%d9%87%d9%88%d8%b1%db%90-%da%85%db%90%d8%b1%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%bc%da%ab%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%d9%88%da%89-%d9%85%d8%b4%d9%87%d9%88%d8%b1%db%90-%da%85%db%90%d8%b1%db%90/#respond Tue, 15 Oct 2019 13:41:59 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5182 تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه مالومات درکوو. په هندي سېنما کې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر تر څنګ د دې سېنما مشهورو ستوریو […]]]>

تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه مالومات درکوو.
په هندي سېنما کې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر تر څنګ د دې سېنما مشهورو ستوریو په انسټګرام کې هم ډېر فعالیت پیل کړی دی.
دوی له سهار له راپورته کېدو، سهارنۍ خوړلو او د شپې مېلو پورې، د هغوی له ښایسته جامو نیولې تر سیلفي او نورو کارونو په اړه د خپلو مینه‌والو د مینې ماتولو لپاره پوسټونه کوي.
خو اوس راځو دې ته چې په دې ټولنیز رسنۍ کومه ستورې ډېره مینه‌وال لري؟
پر انسټګرام تر ټولو ډېر مینه‌وال د بالیووډ وتلې ستورې دپیکا پډوکون ده. هغه د ۲۰٫۴ میلیونه مینه‌والو په درلودلو سره تر ټولو مخکې ده. هغه پر دې ټولنیزې شبکې د خپلو انځورونو تر څنګ د خپلو فلمونو، د چکر ځایونو او د خپل ورځني ژوند په اړه مطالب خپروي.
له پډوکون وروسته پریانکا چوپړا ده چې د ۲۰٫۲ ميلیونه مینه‌والو په درلودلو سره په دویم ځای کې قرار لري. هغه پر خپل انسټګرام د مینه‌والو تندې خړوبولو لپاره خپل سيلفي او له ملګرو سره خپل انځورونه خپروي. د دې تر څنګ د خپلو فلمونو د ودې لپاره هم کمپاین کوي.
ورپسې د بالیووډ وتلې ځوانه اداکاره عالیه بهټ ده چې پر انسټګرام ۱۹ ميلیونه مینه‌وال لري. هغه د خپل ورځني ژوند تر څنګ د خپلې اهلي پیشو انځورونه هم پر خپل انسټګرام خپروي.
شرادا کپور د ۱۸٫۵ ميلیونه مینه‌والو په درلودلو سره څلورم او جاکوېلاین فرننداز د ۱۵٫۵ ميلیونه مینه‌والو پر درلودلو سره پنځم مقام خپل کړی دی.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%bc%da%ab%d8%b1%d8%a7%d9%85-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%d9%84%db%8c%d9%88%d9%88%da%89-%d9%85%d8%b4%d9%87%d9%88%d8%b1%db%90-%da%85%db%90%d8%b1%db%90/feed/ 0
د اسلام لپاره د فلمونو پرېښودونکې اداکارې وروستی فلم خپور شو http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1%db%90%da%9a%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a7%da%a9/ http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1%db%90%da%9a%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a7%da%a9/#respond Sun, 13 Oct 2019 16:13:23 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=5497 د هندي کشمير اوسېدونکې او د هندي سينما اداکارې زايرې وسيم د روان کال د جولای په مياشت کې د فلمونو پرېښودو اعلان وکړ او ټول خلک يې حېرانه کړل. زايرې وسيم د عامر خان د (دنګل) فلم نه سينما ته راغلې او په هندي سينما کې يې لوی نوم پېدا کړی و، هغې يوازې […]]]>

د هندي کشمير اوسېدونکې او د هندي سينما اداکارې زايرې وسيم د روان کال د جولای په مياشت کې د فلمونو پرېښودو اعلان وکړ او ټول خلک يې حېرانه کړل.

زايرې وسيم د عامر خان د (دنګل) فلم نه سينما ته راغلې او په هندي سينما کې يې لوی نوم پېدا کړی و، هغې يوازې په ۲ فلمونو کې کار کړی و او اوس يې دريم او وروستی فلم (سکای از پنک) هم نندارې ته وړاندې شو.

زايرې وسيم د اسلام لپاره د فلمونو او اداکارۍ پرېښودو اعلان کړی و او ويلي يې و چې په فلمونو کې د کار کولو له امله يې ايمان ته خطر پېښېږي. هغې ويلي و، چې فکر کوي د دې کارونو لپاره نه ده پېدا شوې.

د زايرې وسيم (دنګل) او (سيکريټ سپر سټار) دواړه فلمونه ډېر بريالي و او په ډېر کم عمر کې يې زيات شهرت ترلاسه کړ، خو د فلمي نړۍ پرېښودو اعلان يې مينه وال حېرانه کړل. د هغه له دغه اعلان وروسته د هغې منېجر وويل، چې د زايرې وسيم اکاونټ هېک شوی او داسې هېڅ خبره نشته، خو زايرې وسيم بيا وويل، چې نه، د هغې هېڅ اکاونټ نه دی هېک شوی او د هغې پرېکړه وروستۍ ده.

نوموړې دا نه و ويلي چې کله به له فلمي نړۍ نه لاړه شي، خو د دغه اعلان وروسته يې په کوم فلم کې د کار کولو هوکړه نه وه کړې او ويل کېدل چې د خپل وروستي فلم تر خپرېدو وروسته به له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړي.  

کله چې زايرې وسيم د فلمي نړۍ پرېښودو اعلان وکړ، هغه مهال نوموړې د (سکای از پنک) فلم په ثبت کې لګيا وه، چې همدغه يې وروستی فلم هم و.

اوس ويل کېږي چې زايره وسيم به تر دې فلم وروسته په نورو فلمونو او سريالونو کې راښکاره نه شي، ځکه هغه د خپل وروستي فلم په تبليغاتي پروګرامونو کې هم نه ده ليدل شوې.

د زايرې وسيم په دغه وروستي فلم کې له هغې سره نامتو اداکارو پريانکا چوپړه او فرحان اختر کار کړی دی او دواړو د زايرې د مور و پلار رول لوبولی دی.

په (سکای از پنک) فلم کې زايرې وسيم د يوې کم عمره نجلۍ رول لوبولی دی، چې په يوه ناروغۍ اخته وي او په خپل کم عمر کې خپل ژوندليک ليکي، چې له هغه وروسته ډېر شهرت ترلاسه کوي، خو ناروغۍ يې ژوند اخلي.

د دغه فلم لارښود يا ډايريکټر سونالي بوس دی، چې دا فلم د اکتوبر په ۱۰مه نېټه نندارې ته وړاندې شوی دی او خلکو پکې د زايرې وسيم اداکاري ډېره خوښه کړې ده.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d8%b3%db%8c%d9%86%d9%85%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d9%81%d9%84%d9%85/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%81%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1%db%90%da%9a%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%a7%da%a9/feed/ 0