ټولنیز علوم – afghansabawoon http://www.afghansabawoon.com Sat, 19 Sep 2020 19:37:06 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.5.1 انسان او مینیملزم http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%85%db%8c%d9%86%db%8c%d9%85%d9%84%d8%b2%d9%85/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%85%db%8c%d9%86%db%8c%d9%85%d9%84%d8%b2%d9%85/#respond Sat, 19 Sep 2020 19:37:06 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8524 د انسان له پېدایښت سره سم، هغه ته په زړه او ذهن کې د هیلو سمندر خوشی شویدی. دا سمندر تر هغې په څپانده ډول بهېږي، تر څو چې انسان له ژوند سره خپلهاړیکه نه وي پرې کړې. له ادمه تر دې دمه د هیلو په لوی سمندر کې انسان لاهو دی.آدم ع د یوې هیلې پر سر له جنته تر ځمکې پورې راورسېدلو، د هغه دا هیله وه، چېپه جنت کې هغه ځانګړې میوه، چې رب یې ترې منع کړی هم و، یو ځل وڅکي یا یېپه اړه پوه شي. د انسان د هیلو لړۍ عجیبه ځانګړتیا دا لري، چې یوه پوره شي،سمدستي بله پیدا شي او بیا چې هغه پوره شي، ورپسې بله رامنځته شي. افلاطون بهویل، چې د انسان د چلند جریان له دریو سرچینو څخه رامنځته شوی دی:  ۱. هیله   ۲. احساس  ۳. پوهه. همدارنګه نوموتي فیلسوف سپینوزا ویلي وو، چې هیلې د یوه انسان د هستۍ وسیله ده.خو کله چې هیلې له حده زیاتېږي او یا یې بې ضرورته حالت منځ ته راځي، بیا دانسان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز پرېباسي. هغه هیلې چې زموږ د ژوندبنسټ جوړوي، په پوره کولو او ورته په رسېدلو کې یې موږ سل سلنه مسؤلیت لرو. دبېلګې په ډول، یو انسان د نوې ځوانۍ په دور کې دا هیله لري، چې له ښوونځي فارغشي. کله چې له ښوونځي فارغ شي، بیا یې ستره هیله دا وي، چې د خپلې خوښې سرهسم پوهنځي ته بریالی شي او ورڅخه په ښه درجه کې فارغ شي، کله چې دا هیله همپوره شي، بیا یې د دې هیلو لړۍ دې حد ته ورسېږي، چې کله به له هېواده بهر په یوهنوموتي پوهنتون کې ماسټري کوي او دا لړۍ همداسې پسې غځېږي. موږ د دا ډول اودې ته ورته نورو هیلو د پوره کولو مسؤلیت لرو او باید چې کار ورته وکړو. بل هغهډول هیلې دي، چې پوره کول او ورته رسېدل یې اصلا هېڅ کومه ګټه نه لري، بلکېیوازې د انساني غریزو بېلابېلې تابلوګانې نندارې ته وړاندې کول وي او بس. موږ همدلته د مینیملزم بحث ته داخلېږو او دا روښانه کوو، چې د یادې اصطلاح اصليمفهوم څه دی؟ وروسته به یاد اصطلاح ته له پورته ذکر شوي بحث سره اړیکه همورکړو. پښتانه متل کوي، چې (( له خپلې کمپلې سره پښې غځوه!)) دا خبره که پهغور سره وشنل شي، نو دا به روښانه شي، چې د نړۍ ځینې مشهور سوداګر اونوموتي اشخاص په همدې لاره تللي دي او کله یې چې پرمختګ کړی دی، بیا یې همخپله دا لاره نه ده پرېښې. د نړۍ د بېلابېلو توکو ستر شرکتونه او فابریکې د نن دور دانسان ذهن د خپلو سوداګریزو اعلاناتو او تبلیغاتو له لارې دې ته چمتو کوي، چېتوکي یې وپیري او د مینیملزم پر لاره یې مزل ته پرېنږدي. مینیملزم په لنډ ډول داسېتعریفولی شو: هغه کس چې د مینیملزم پر لاره ځي، په ژوند کې د بېلابېلو توکوکارؤنه تر هغه حده پورې کوي، چې ستونزه یې ورحلولی شي او په دې لاره کې لهبېځایه اسراف څخه ډډه کوي، په دې مانا چې د بې مفهومه هیلو هوس یې په داسې کارنشي مجبورولی چې هغه تواني او له اسرافه سرچینه واخلي. دا خبره په یوه بېلګه کېروښانه کوو: یو ځوان په ۸۰۰۰ افغانۍ سمارټ فون رانیسي، دا سمارټ فون د دېځوان، هغه ستونزې ټولې حلولی شي، د کومو په خاطر چې سمارټ فون لرل اړینوي. نو که اوس دا ځوان خپل د ۸۰۰۰ افغانیو سمارټ فون له لږې مودې کارؤنېڅخه وروسته لرې کړي او د بل ډول سمارټ فون په تړاو اعلانات واوري او هغه لهدې څخه په لوړه بیه وپیري، همدې ته د مینیملزم څخه انحراف وايي. دلته اړینه وه،چې ځوان د مینیملزم په لاره تګ کړې وی او له خپلې کمپلې سره یې پښې غځولېوې، ځکه د ۸۰۰۰ افغانیو بیه لروونکي سمارټ فون سره یې ستونزې حلولی شوې،خو د بېځایه هیلې کر یې په زړه کې وشو او ځان یې بېځایه توان ته ورکړ. هغههېوادونه چې د ټیکنالوژۍ او ورته نورو مسائلو خپرېدل پکې په چټکۍ سره صورتونیسي، زیاتره وګړي یې له مینیملزم څخه په بشپړ انحراف باندې روږدي وي. د موټرد کارؤنې اصلي موخه دا ده، چې خلک پکې له یوه ځایه بل ځای ته سفر وکړي، داموخه په یوه ارزان بیه موټر سره هم ترلاسه کیدلی شي او په یوه ګران بیه موټر باندېهم، خو هوښیار خلک په داسې مورد کې له لومړي اپشن څخه کار اخلي او د مینیملزمطرفداري غوره کوي. بله خوا د بېځایه هیلو لروونکي خلک بیا په دوهم اپشن فوکسکوي او دا کار ترې په ژوند کې نورې اصلي هیلې په اوبو لاهو کوي. په پاې کې بایددا یاده کړو، چې انسان د ژوند بېلابېل اړخونه لري، هوښیار او د ژوند په رمز باندېپوه خلک د خپل ژوند ټولو اړخونو ته پام کوي او د ژوند بېلابېلې هیلې د لومړیتوبلرلو پر بنسټ کټګوري کوي او هماغومره ارزښت ورته ورکوي. د اوس دور انسانته پکار ده، چې د هیلو په څپانده سمندر کې د مینیملسټي فکر سره لامبو ووهي او دسمندر بلې غاړې ته هسکه غړۍ پورې وځي.]]>

د انسان له پېدایښت سره سم، هغه ته په زړه او ذهن کې د هیلو سمندر خوشی شویدی. دا سمندر تر هغې په څپانده ډول بهېږي، تر څو چې انسان له ژوند سره خپلهاړیکه نه وي پرې کړې. له ادمه تر دې دمه د هیلو په لوی سمندر کې انسان لاهو دی.آدم ع د یوې هیلې پر سر له جنته تر ځمکې پورې راورسېدلو، د هغه دا هیله وه، چېپه جنت کې هغه ځانګړې میوه، چې رب یې ترې منع کړی هم و، یو ځل وڅکي یا یېپه اړه پوه شي. د انسان د هیلو لړۍ عجیبه ځانګړتیا دا لري، چې یوه پوره شي،سمدستي بله پیدا شي او بیا چې هغه پوره شي، ورپسې بله رامنځته شي. افلاطون بهویل، چې د انسان د چلند جریان له دریو سرچینو څخه رامنځته شوی دی:

 ۱. هیله

  ۲. احساس

 ۳. پوهه.

همدارنګه نوموتي فیلسوف سپینوزا ویلي وو، چې هیلې د یوه انسان د هستۍ وسیله ده.خو کله چې هیلې له حده زیاتېږي او یا یې بې ضرورته حالت منځ ته راځي، بیا دانسان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز پرېباسي. هغه هیلې چې زموږ د ژوندبنسټ جوړوي، په پوره کولو او ورته په رسېدلو کې یې موږ سل سلنه مسؤلیت لرو. دبېلګې په ډول، یو انسان د نوې ځوانۍ په دور کې دا هیله لري، چې له ښوونځي فارغشي. کله چې له ښوونځي فارغ شي، بیا یې ستره هیله دا وي، چې د خپلې خوښې سرهسم پوهنځي ته بریالی شي او ورڅخه په ښه درجه کې فارغ شي، کله چې دا هیله همپوره شي، بیا یې د دې هیلو لړۍ دې حد ته ورسېږي، چې کله به له هېواده بهر په یوهنوموتي پوهنتون کې ماسټري کوي او دا لړۍ همداسې پسې غځېږي. موږ د دا ډول اودې ته ورته نورو هیلو د پوره کولو مسؤلیت لرو او باید چې کار ورته وکړو. بل هغهډول هیلې دي، چې پوره کول او ورته رسېدل یې اصلا هېڅ کومه ګټه نه لري، بلکېیوازې د انساني غریزو بېلابېلې تابلوګانې نندارې ته وړاندې کول وي او بس.

موږ همدلته د مینیملزم بحث ته داخلېږو او دا روښانه کوو، چې د یادې اصطلاح اصليمفهوم څه دی؟ وروسته به یاد اصطلاح ته له پورته ذکر شوي بحث سره اړیکه همورکړو. پښتانه متل کوي، چې (( له خپلې کمپلې سره پښې غځوه!)) دا خبره که پهغور سره وشنل شي، نو دا به روښانه شي، چې د نړۍ ځینې مشهور سوداګر اونوموتي اشخاص په همدې لاره تللي دي او کله یې چې پرمختګ کړی دی، بیا یې همخپله دا لاره نه ده پرېښې. د نړۍ د بېلابېلو توکو ستر شرکتونه او فابریکې د نن دور دانسان ذهن د خپلو سوداګریزو اعلاناتو او تبلیغاتو له لارې دې ته چمتو کوي، چېتوکي یې وپیري او د مینیملزم پر لاره یې مزل ته پرېنږدي. مینیملزم په لنډ ډول داسېتعریفولی شو: هغه کس چې د مینیملزم پر لاره ځي، په ژوند کې د بېلابېلو توکوکارؤنه تر هغه حده پورې کوي، چې ستونزه یې ورحلولی شي او په دې لاره کې لهبېځایه اسراف څخه ډډه کوي، په دې مانا چې د بې مفهومه هیلو هوس یې په داسې کارنشي مجبورولی چې هغه تواني او له اسرافه سرچینه واخلي. دا خبره په یوه بېلګه کېروښانه کوو: یو ځوان په ۸۰۰۰ افغانۍ سمارټ فون رانیسي، دا سمارټ فون د دېځوان، هغه ستونزې ټولې حلولی شي، د کومو په خاطر چې سمارټ فون لرل اړینوي. نو که اوس دا ځوان خپل د ۸۰۰۰ افغانیو سمارټ فون له لږې مودې کارؤنېڅخه وروسته لرې کړي او د بل ډول سمارټ فون په تړاو اعلانات واوري او هغه لهدې څخه په لوړه بیه وپیري، همدې ته د مینیملزم څخه انحراف وايي. دلته اړینه وه،چې ځوان د مینیملزم په لاره تګ کړې وی او له خپلې کمپلې سره یې پښې غځولېوې، ځکه د ۸۰۰۰ افغانیو بیه لروونکي سمارټ فون سره یې ستونزې حلولی شوې،خو د بېځایه هیلې کر یې په زړه کې وشو او ځان یې بېځایه توان ته ورکړ. هغههېوادونه چې د ټیکنالوژۍ او ورته نورو مسائلو خپرېدل پکې په چټکۍ سره صورتونیسي، زیاتره وګړي یې له مینیملزم څخه په بشپړ انحراف باندې روږدي وي. د موټرد کارؤنې اصلي موخه دا ده، چې خلک پکې له یوه ځایه بل ځای ته سفر وکړي، داموخه په یوه ارزان بیه موټر سره هم ترلاسه کیدلی شي او په یوه ګران بیه موټر باندېهم، خو هوښیار خلک په داسې مورد کې له لومړي اپشن څخه کار اخلي او د مینیملزمطرفداري غوره کوي. بله خوا د بېځایه هیلو لروونکي خلک بیا په دوهم اپشن فوکسکوي او دا کار ترې په ژوند کې نورې اصلي هیلې په اوبو لاهو کوي. په پاې کې بایددا یاده کړو، چې انسان د ژوند بېلابېل اړخونه لري، هوښیار او د ژوند په رمز باندېپوه خلک د خپل ژوند ټولو اړخونو ته پام کوي او د ژوند بېلابېلې هیلې د لومړیتوبلرلو پر بنسټ کټګوري کوي او هماغومره ارزښت ورته ورکوي. د اوس دور انسانته پکار ده، چې د هیلو په څپانده سمندر کې د مینیملسټي فکر سره لامبو ووهي او دسمندر بلې غاړې ته هسکه غړۍ پورې وځي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%85%db%8c%d9%86%db%8c%d9%85%d9%84%d8%b2%d9%85/feed/ 0
واده د نوي ژوند پیل او که پای؟ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d8%af-%d9%86%d9%88%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%be%db%8c%d9%84-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%87-%d9%be%d8%a7%db%8c%d8%9f/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d8%af-%d9%86%d9%88%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%be%db%8c%d9%84-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%87-%d9%be%d8%a7%db%8c%d8%9f/#respond Mon, 14 Sep 2020 09:08:42 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8499 حلیمه وردګ (د ښځو د حقونو فعاله، خبریاله او لیکواله)      د نورو ورځو په څېر د انګریزي ژبې له کورس نه په خپل وخت ووتم، د دفتر خواته پلې روانه شوم، چای مې نه و څښلی، غوښتل مې د خوړو لپاره څه راسره واخلم او دفتر کې د کار له پیل وړاندې چای وڅښم، په […]]]>

حلیمه وردګ

(د ښځو د حقونو فعاله، خبریاله او لیکواله)

     د نورو ورځو په څېر د انګریزي ژبې له کورس نه په خپل وخت ووتم، د دفتر خواته پلې روانه شوم، چای مې نه و څښلی، غوښتل مې د خوړو لپاره څه راسره واخلم او دفتر کې د کار له پیل وړاندې چای وڅښم، په ښار کې د صحت په نوم برګرخونې ته ور ننوتم، د څنګ خونې ته لاړم، نورې نجونې هم وې، د برګر مې ورته وویل او څنګ ته په یوه څوکۍ کېناستم، څنګ ته مې یوه سینګار کړې ځوانه نجلۍ ناسته وه او په وارخطايي خپل برګر خوړه. هر څوک به چې تازه را ننوتل نو دې به یې هر کلی کاوه، دویمه او درېیمه پوښتنه به یې همدا وه چې څه دنده لرې؟ واده دې کړی که مجرده یې؟

   دا پوښتنې به یې جالبې وې، خو ما ته بیخي جالبې ښکاره شوې، ځکه له دوو نورو ښځو وروسته یې له ما نه هم وپوښتل، څنګ ته یې ورنږدې شوم او په ډېر مهارت مې همدا پوښتنې خپله له دې نه وکړې.

 اوس ته راته ووایه چې واده دې کړی او دنده لرې که څنګه؟

   سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې، له ساړه اسویلي سره یې ځواب راکړ

   هو، خو کاش چې هېڅ مې نه وای کړی.

 -ولې؟

-په خپله ټولنه کې له کار او دندې تر سره کولو سره ډېره علاقه لرم، ډېره په سختۍ وتوانېدم چې ښوونکې شم، څلور کاله مې دنده اجرا کړه، په وروستیو کې مې یو چا ریباري وکړه، خو کورنۍ مې له واده وړاندې شرط پرې کېښود چې لور به مو دندې او کار ته پرېږدئ. دوی هم ومنله او خاوند مې راضي وو چې ټول شرطونه مو منم.

  واده وشو، یوه – یوه نیمه اوونۍ وروسته مې خاوند راته وویل چې که زما عزت ساتې او خوشحالي مې درته ارزښت لري، نو دنده دې پرېږده.

   حیرانه شوم، له خاوند سره مې ډېر بحث وکړ، خو خیر دی بیا یې هم مکتب ته د تګ اجازه راکړه، خوشحاله شوم، سهار چې ښوونځي ته وتلم نو خسر مې مخې ته وردېده او په جدي ډول یې راته وویل

  • که زما او زما د کورنۍ عزت ساتې نو دنده منده دې پرېږده، قراره کور کېنه، که لاړې بیا بېرته زما د کور په دروازه را د ننه نه شې.

نجلۍ غلې شوه او ما ترې وپوښتل

  • اوس دې تصمیم څه دی؟

سلګیو یې په ستوني کې خبرې بندې کړې، برګر یې پر مېز کېښود او ځواب یې راکړ

-د پلار کره مې ځم، هېڅ نه پوهېږم، یو خوا مې هیلې او بله خوا د پلار نوم راته د غره په څېر ولاړ دي. چادري یې واخیسته، همداسې بې مخه ښې ووته، برګر یې هم نیم خوړلی پر مېز پاتې شو.

    د نجلۍ پر ناهیلۍ مې ډېره خوا بده شوه، پر ذهن مې د پوښتنو باران پیل شو، ولې زموږ ځوانان نه شي کولی چې په خپلو کې د اعتماد فضا جوړه کړي؟ موږ ولې پر خپله ټولنه دومره بې باوره یوو؟ موږ ولې له خپل ژوند څخه خوند نه شو اخیستلی او د تېرولو پر ځای را باندې تېرېږي؟  دوی ولې خپلې هیلې د احمد او محمود لپاره قرباني کوي؟ زموږ مشران او د ښځو د حقونو فعالان ولې ازادي او پرمختګ یوازې د نورو د ښځو لپاره غواړي؟ دوی ولې په مشروع هیلو کې د خپلو خویندو او مېرمنو تر څنګ نه درېږي؟ ولې د هغوی په شخصیت جوړونه کې هېڅ ونډه اخیستنې ته چمتو نه دي؟

  دوی ولې د یوې نجلۍ، د یوه پلار، د یوې مور هیلو او زحمت ته درناوی نه کوی؟ زموږ پر ژوند به تر څو د فرمایشونو او نمایشونو څادر خپور وي؟ که وضعیت همداسې وي نو د ښځو د نیمګړو هیلو سره به څنګه راتلونکي نسل ته یوه بشپړه او له هیلو ډکه نړۍ په میراث پرېږدو؟

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%87-%d8%af-%d9%86%d9%88%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%be%db%8c%d9%84-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%87-%d9%be%d8%a7%db%8c%d8%9f/feed/ 0
څرنګه انسان باید ژوند وکړي؟ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d8%b1%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%da%a9%da%93%d9%8a%d8%9f/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d8%b1%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%da%a9%da%93%d9%8a%d8%9f/#respond Sat, 12 Sep 2020 01:11:25 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8474 انسان ته خدای《ج》 فضیلت ورکړی او هغه یې اشرف المخلوقات بللی دی یعني پرټولو مخلوقاتو غوره دی. ټول کائنات یې د انسان لپاره پیداکړي او هغه یې د انسان په واک کې ایښي دي يعني د انسان لپاره يې مسخر کړي, خو انسان يې بیا د عبادت لپاره پيدا کړی دی. سعدي شيرازي《رح》وايي: ابر و […]]]>
انسان ته خدای《ج》 فضیلت ورکړی او هغه یې اشرف المخلوقات بللی دی یعني پرټولو مخلوقاتو
غوره دی.
ټول کائنات یې د انسان لپاره پیداکړي او هغه یې د انسان په واک کې ایښي دي يعني د انسان لپاره يې مسخر کړي, خو انسان يې بیا د عبادت لپاره پيدا کړی دی.
سعدي شيرازي《رح》وايي:
ابر و باد و مه و خورشید و فلک در کارند
تا تو نانی به کف اری و به غفلت نخوری
همه از بحر تو سرگشته و فرمانبردار
شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری
د سعدي صاحب د وينا په تائيد سره رښتيا هم, چې ټول کائنات شپه او ورځ په منظم شکل سره لګيا دي تر څو انسان ته د ژوند کولو لار هواره کړي. اوس نو دا په انسان پورې اړه لري هغه لار چې کائناتو د ده لپاره هواره کړې ده د هغې څخه په ګتې اخيستنې سره څرنګه ژوند وکړي:
لومړی: انسان باید په ژوند کې ټاکلي هدف ولري, لکه څرنګه چې خدای《ج》 ټول مخلوقات د یو ټاکلي
هدف لپاره خلق کړي دي.
دویم: انسان باید په ژوند کې د وخت څخه پوره ګټه واخلي هر کله چې ورته د زدکولو موقع په لاس
ورغله يو څه دي زده کړي خپل وخت دي بې ځایه نه تېر وي, ځکه چې تېر سوی وخت بیا نه راګرځي.
لکه څنګه چې حضرت محمد 《ص》 فرمایلي دي:
[د زانګو څخه تر ګوره علم زده کړئ!.]
درېم: انسان باید په ژوند کې صبر او تحمل ولري, ځکه چې ژوند له ډېرو کړاونو او ستونزو ډک وي.
انسان باید خپل هدف ته د رسیدو لپاره د دي ټولو ستونزو او کړاونو سره مبارزه وکړي او د دي ټولو پر وړاندې
د غره په شان ودرېږي. کوم چا څومره ښه ویلي دي: چې د بادونو مقصد یوازې د
پاڼو رژول نه وي, بلکې د رېښو ازمایل دي, چې څومره ټینګې دې.
څلورم : انسان باید په ژوند کې قناعت ولري بې ځایه خواهشات او بې ځایه غوښتنې انسان په ژوند
کې ناکامه کولای شي. کوم څه چې په لاس کې لرو باید په هغه خوښ واوسو هغه وایي کنه: چې یا
خو خپل د هیلو په اندازه زیار وباسئ او یا خو هم خپل د زیار په اندازه هیلې وکړئ.
پنځم : انسان باید په ژوند کې ناهیلی نه شي, که څه هم د ژوند سیلابونه یې ټولې هیلې له ځانه سره
یوسي خوبیا هم باید هیله مند و اوسي, لکه څنګه چې ویل شوي دي: که ژوند دومره اسانه وای, نو
پیل به یې په ژړا نه ؤ.
شپږم: انسان باید د خپل ژوند څخه رازي وي دا سمه خبره ده چې هر څوک په ژوند کې ځانته
غمجنه کیسه لري, خو دا په دي معنا نه ده چې نور ژوند ونه کړو.
مشهورلیکوال شکسپیر وایي: کله چې مې بوټونه نه درلودل ژړل مې, خو هغه وخت مې ژړا
بس کړه چې ومې لیدل ځېني کسان پښې نه لري.
اوهم: د نورو لپاره ژوند کول دا ژوند یوازې د ځان لپاره نه وي باید د نورو لپاره هم ژوند وکړو,
ځکه چې انسان یو ټولنیز موجود دی او پرته له ټولنې ژوند نه شي کولای او په ټولنیز ژوند کې دا
لازمه ده, چې انسانان د خپلو ټولنیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره د یو بل سره مرسته وکړي. ځېني وختونه خو باید
داسې ژوند وکړو که مو زړه خندا ته نه کېده, خو بیا هم باید د نورو لپاره و خاندو, ځېني و ختونه خو
باید د ونې په شان واوسو تر څو نور کسان زموږ تر سیوري لاندې ارامه خوب وکړي او ځېني وختونه خو
باید دومره مهربانه شو, چې د ماشومانو سره د ماشومانو په ژبه, د مرغانو سره د مرغانو په ژبه او
حالاتو سره د حالاتو په ژبه خبرې وکړو.
همدې ته ژوند وایي که چیرته پورته لارښوونې په ژوند کې عملي کړو، عمل پرې وکړو او د
خپل ژوند سرمشق یې وګرځو, نو بېشکه چې یو ښکلی ژوند به ولرو.
]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%da%85%d8%b1%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%d9%88%da%a9%da%93%d9%8a%d8%9f/feed/ 0
د شتون شوپنهاوري تراژیډي http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%b4%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b4%d9%88%d9%be%d9%86%d9%87%d8%a7%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%da%98%db%8c%da%89%d9%8a/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%b4%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b4%d9%88%d9%be%d9%86%d9%87%d8%a7%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%da%98%db%8c%da%89%d9%8a/#respond Thu, 10 Sep 2020 21:58:10 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8476 شوپنهاور په بدبینۍ کې نوم لري، دا تندخویه فیلسوف وایي: “له دې نه خو چې اصلاً نه وای، ښه به و.”* خو ولې؟ شوپنهاور ژوند د یو چا یا شي د نشتون او شتون په صورت کې د زړه مړیدلو د احساساتو تر منځ ټال باله. هغه څه چې لرو، یو وخت مو یې د […]]]>

شوپنهاور په بدبینۍ کې نوم لري، دا تندخویه فیلسوف وایي: “له دې نه خو چې اصلاً نه وای، ښه به و.”*
خو ولې؟

شوپنهاور ژوند د یو چا یا شي د نشتون او شتون په صورت کې د زړه مړیدلو د احساساتو تر منځ ټال باله.

هغه څه چې لرو، یو وخت مو یې د لرلو آرمان او دعا کوله، خو اوس چې زیات وخت کیږي راسره دی/ دي ترې ستړي او زړه توري شوي یو.

له ماشومتوبه همداسې یو، مکتب ته مو په زور لیږي، له مکتبه ستړي یو، ځینې چې بیا د مکتب ته د تللو استطاعت او وس نلري بیا په ژوند کې د هغه خلاء او تشه حس کوي.

وظیفه او دنده یو وخت خوند له لاسه ورکوي او بیا مو تقاعد ته سترګې وي له تقاعد وروسته یونواخته بیکاري بیا د ستړیا او خستګۍ احساس را کې رازرغوني. همدې د ځینو محرومیتونو او نشتوالي د احساس او د زړه موړتوب او ستړیا احساسات په نوساناتو کې انسان د مرګ تر لحظې سرګردانه وي او د سکون او آرام مرجع نشي موندلی.

شوپنهاور ځکه وایي:

“که ژوند یو درس وي، نو ما ددې درس له زده کولو دا ډیره غوره بلله چې په مطلقه نیستي کې پاتې شم تر څو هیڅ ډول دا ډول درس او پند ته ضرورت ونلرم”

دا خبره یې د لومړۍ خبرې دوهمه بڼه یا په اصطلاح بل ورژن ده.

شوپنهاور له بله پلوه د ژوند دوه مخي ته پام شوی و او له همدې امله یې له ژونده توره تیښته وه.

ویل یې چې د پیزا په ترکیب کې د خوګ یا د غوا غوښه زمونږ لپاره د لذت او کیف سرچینه ده، خو لاندې ځیر شه او وګوره چې یو حیوان بندي ساتل کیږي، بیا حلالیږي، تیکه تیکه کیږي او بیا پیزا ترې تیاروي.

نو همدا ده چې ده ویل داسې خوګ او غوا ته هم له ژوند نه دا ډیره بهتره وه چې هیڅ اصلاً موجود نه وای.

دا وضعیت یوازې په حیواناتو نه ده حاکم، بلکې په انساني نړۍ کې یې حالت له بدتر او شدیدتر دی.

څوک ځواب راکوي چې د جنګ جهاني کې میلیونونه انسانان ولې ژوندي وسوځیدل او ووژل شول.

هیټلر یې مثال در واخلی، د هیټلر اشتها نړۍ باندي د جرمني نسل حاکمول او د ځینو دده په اصطلاح د کچه نسلونو له منځه وړل و، هیټلر د همدې اشتها په تقاضا یوه لویه د انساني غوښو او هډوکو او وینو نه یوه پیزا جوړه کړه. که څه هم دده په خپل نظر ده غوښتل چې جهان دې په یوه بهترین ځای بدل شي خو بیا هم لاندې خیر شه او هغه میلیونونه انسانان وګوره چې د وینو د تویدلو صحنه یې نن د دوهمې نړیوالې جګړې په نوم یادیږي. دده په یوه ناره به میلیونه هم له سره تیریدل او هم به یې نور له سرونو محرومول.

تقریباً سل کاله وشول، آیا معلومه شوه چې هغه میلیونونه کسان د څه شي قرباني شول.

نو که هغه میلیونونه انسانان اوس د یوې دقیقې لپاره راجیګ شي او شوپنهاور یې مخې ته لکه امام ودریږي نو آیا ټول به د شوپنهاور خبره تکرار نکړي؟

“له دې نه خو اصلاً چې پیدا نه وي ښه به وو”

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%b4%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%b4%d9%88%d9%be%d9%86%d9%87%d8%a7%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%da%98%db%8c%da%89%d9%8a/feed/ 0
سپورت رواني ناروغۍ له منځه وړي http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8d-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%86%da%81%d9%87-%d9%88%da%93%d9%8a/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8d-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%86%da%81%d9%87-%d9%88%da%93%d9%8a/#respond Thu, 03 Sep 2020 01:14:37 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8440 رواني او عصبي ناروغۍ په نړۍ کې ورځ تر بلې ډېرېږي، څه موده مخکې د ګالوپ څړنيز بنسټ په یوه سروې  کې چې په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې يې ترسره کړې وه؛ اعلان وکړ چې ۸۵ سلنه افغانان، چې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه شمېره ده، له خپل ژونده کړېږي. په دې سروې کې […]]]>

رواني او عصبي ناروغۍ په نړۍ کې ورځ تر بلې ډېرېږي، څه موده مخکې د ګالوپ څړنيز بنسټ په یوه سروې  کې چې په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې يې ترسره کړې وه؛ اعلان وکړ چې ۸۵ سلنه افغانان، چې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه شمېره ده، له خپل ژونده کړېږي. په دې سروې کې راغلي چې ژوند ته د افغانونو هيله تر ټولو تېټه ده او د ۲۰۱۶ کال په پرتله د افغانانو د خوښۍ کچه ۵۲ سلنه را تيټه شوې ده.

همد راز په پر له پسې ۲ کلونو او  ۲۰۱۸م کال کې هېڅ افغان خپل راتلونکی ژوند چې پکې پرمختګ وي، په مثبت ډول نه دی ګڼلی. په ورته وخت کې د هغو افغانانو شمېر چې ځان يې بېوزله ګڼلی او يا له بېوزلۍ کړېږي، ۸۵ سلنې ته رسېږي. د ګالوپ د راپور پر بنسټ افغانستان په ۲۰۱۳، ۱۴ او  ۱۷ زېږدېز کلونو کې د افغانانو لپاره له کړاونو ‌ډک هېواد و.  همدارنګه د ځوانانو ځانوژنې په بېساري ډول زياتې شوي. د يوې بلې څېړنې له مخې څه کم ۱۰ سلنه افغانان غواړي چې ځانوژنه وکړي. په بهرنيو هېوادونو کې ځان وژنه له ډېرې پخوا مودې دود وه. خو له بده مرغه په افغانستان کې په وروستيو کلونو کې د ډېرېدو په حال کې ده. رواني او عصبي ناروغۍ ګڼ لاملونه لري لکه: فقر، بېکاري، جګړې، بهرنيو هېوادونو ته ګډوالي، د سالم چاپېريال نه شتون، د نېشه یې توکو کرکيله، توليد، ګټنه او داسې نور…

مخکې مو د سپورت په ارزښت ډېرې خبرې کړې چې نه يوازې انسان په جسمي لحاظ روغ رمټ ساتي بلکې رواني او عصبي ګټې هم لري. که چېرته خلک سپورت ته مخه کړي تر يوې کچې يې پورته او نورې صحي ستونزې کمېږي؛ ځکه سپورت په مغز مستقيم اثر لري او په مغز کې د تمرکز برخه پياوړې کوي. کله چې مغز او د تمرکز اړونده برخه پیاوړې شي؛ انسان ته د هر راز ستونزو په وړاندې مثبته او ځواکمنه انرژي ورکوي.  دغه راز سپورت په مغز کې په طبيعي ډول د اندروفين هورمون جوړوي، چې ياد هورمون ‌‌ذهن او بدن ته تسکين ورکوي. همدارنګه انسان ته خوښي وربږي؛ خوشحاله او مثبت فکره انسانان هېڅکله ځان وژنه نه کوي او ستونزو ته د تسليمدو پر ځای حللاره لټوي. سپورت د انسان باور پر ځان زياتوي او هغه کسان چې لوړ باور پر ځان ( اعتماد په نفس) لري، له روحي او رواني پلوه تل ارامه وي او ستونزې په اسانۍ ورباندې غلبه نه شي کولای. دغه راز سپورت حوصله او انرژي لوړوي. کوم کسان چې منظم تمرين کوي، تل خوشحاله او مثبت فکر لري د ستړيا، وېرې، خپګان، ځان وژنې احساس ورسره نه وي او نظر له نورو وګړو ژوند ته ډېره هيله لري. سپورت وکړئ چې روغ پاتې شئ.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8d-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%86%da%81%d9%87-%d9%88%da%93%d9%8a/feed/ 0
د بحث یوولس اصول http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%ab-%db%8c%d9%88%d9%88%d9%84%d8%b3-%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%84/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%ab-%db%8c%d9%88%d9%88%d9%84%d8%b3-%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%84/#respond Mon, 24 Aug 2020 01:37:47 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8377 بحث په لغت کې له ځمکې څخه د ګرانبیه او ارزښتمنو ملغلرو را ویستو ته ویل کېږي. د مکالمې او خبرو اترو لپاره هم د بحث کلمه په همدې معنا کارېږي چې د خبرو دواړه ښکېل لوري په یوه موضوع او مسئله کې د حقیقت ګرانبیه او باارزښته ملغلرې ته لار ومومي. بحث چې ډېر […]]]>

بحث په لغت کې له ځمکې څخه د ګرانبیه او ارزښتمنو ملغلرو را ویستو ته ویل کېږي. د مکالمې او خبرو اترو لپاره هم د بحث کلمه په همدې معنا کارېږي چې د خبرو دواړه ښکېل لوري په یوه موضوع او مسئله کې د حقیقت ګرانبیه او باارزښته ملغلرې ته لار ومومي. بحث چې ډېر کله له اختلاف سره مترادف هم کارېږي، په یوه ټولنه کې د علمي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، اخلاقي او مذهبي بدلون او اوښتون لامل کېږي. بحث او اختلاف د یوې ټولنې خوځوونکی ځواک دی، په دې معنا چې په ټولنه کې د بحث او اختلاف نشتون د ټولنې له جمود او کنګلتیا سره هم معنا دی. خو هر ډول بحث هم په ټولنه کې دا بدلون نه شي رامنځته کولای، بلکې یوازې هغه ډول یې دا رسالت ترسره کولای شي چې له خپلو اصولو، ادابو او چوکاټونو سره سم ترسره شي. په همدې موخه په دې ځای کې د بحث یوولس اصول وړاندې شوي، تر څو دا پروسه د ژوند په هره برخه کې په بریالي ډول سرته ورسېږي:

۱) بحث له هر چاسره کېدلای او په هره موضوع کې يې کولای شو. هغه که زموږ مور او پلار، ماشومان، ښوونکي، قومي او سیمه ییز مشران، آمران، پاچاهان، مذهبي عالمان او امامان وي، او یا هغه موضوع ساینسي، علمي، فلسفي، تصوفي، اخلاقي، ټولنیزه، اقتصادي، سیاسي، مذهبي یا شخصي اوسي. یو مسلمان د اسلام د دایرې دننه یوازې د الله او د هغه له رسول سره اختلاف نه شي کولای؛ بل له هر مقام او شخصیت سره اختلاف کولای او خبره يې په علمي او عقلي نقد ننګولای شي.

۲) په بحث کې به د مقابل لوري د نیت، هدف او محرک پرېکړه او تعین نه کېږي. دا کارونه د الله تعالی په ذات پورې اړوند دي، ځکه هماغه د خپلو بندګانو پر نیتونو، موخو، محرکاتو او شخصي اهدافو ښه خبر دی؛ نو له هېڅ انسان سره نه ښايي چې الهي کارونو ته اوږه ورکړي او خپل ځان د الله په وړاندې مسؤل وګرځوي.

۳) په بحث کې به د مقابل لوري خبرې ته کتل کېږي او پکار ده چې د څوک-وايي پر ځای د څه-وايي قاعده مراعت شي. په دې اساس، د هغه شخصیت به په هېڅ صورت کې د بحث موضوع نه ګرځي او د مقابل لوري د شخصیت شالید، د هغه تېر او اوسني عقاید، نظریات، لیدلوري او مذهبي فکر به د بحث هدف نه ګرځي؛ په دې چې دا ټول د یو چا په شخصیت پورې تړلي دي او بحث د دواړو ښکېل لورو د شخصیت په نسبت خارجي حیثیت لري.

۴) د مقابل لوري علمي او فني اتارټي (صلاحیت) به منل کېږي. که هغه ووايي چې زه د دې یا پلانکۍ موضوع په تړاو معلومات او پوهه لرم، نو دا خبره به يې د تایید وړ ګرځي. دا پرېکړه به په بشپړ ډول په مقابل لوري پورې اړه لري چې تر بحث لاندې موضوع په تړاو يې د پوهې کچه څومره ده او پر دې موضوع بحث کولای شي او که نه. که چېرته نوموړی دا خبره وکړي چې زه په دې موضوع کې معلومات لرم، نو د هغه دا خبره به نه ننګول کېږي او نه به ور څخه په اړونده موضوع/علمي څانګه کې د سند او یا سرټیفیکېټ غوښتنه کېږي. خو که چېرته پخپله دې ته غاړه کېږدي چې په یاده موضوع کې معلومات او پوهه نه لري، یا ځان ته د بحث کولو اتارټي نه ورکوي او یا اصلاً بحث کول نه غواړي، نو بیا به يې لاره خوشي کېږي او په زور او ټینګار به بحث کولو ته نه اړ ویستل کېږي.

۵) په بحث کې به په هېڅ ډول دا هڅه نه کېږي چې پر مقابل لوري خپله خبره ومنل شي، بلکې هر لوری به خپله خبره په علمي او عقلي استدلال بیانوي او له هغه وروسته به بشپړ واک او وخت مقابل لوري ته ورکوي چې هغه له دې نظر او رايې سره اختلاف کوي او که يې په پوره اخلاص مني. د یوه لوري د نه منلو په صورت کې مقابل لوري ته دا ویل چې ګنې قناعت نه کوې یا تا څوک نه شي قانع کولای، له علمي نړۍ سره د نابلدتیا ښودنه کوي؛ په دې اساس، لومړی لوری د دې خبرې هېڅ حق نه لري. قناعت کول یا نه کول او د خبرې منل یا نه منل، په بشپړ ډول د دوهم لوري په واک کې دی.

۶) د بحث موخه او مقصد به یوازې دا وي چې دواړه لوري تر بحث لاندې موضوع کې حقیقت ته ورسېږي او علمي او عقل ته ډېر نږدې نظر او لیدلوری د دواړو مخې ته راشي. دواړه لوري به خپله ټوله هڅه او تمرکز په همدې ټکي کوي، هېڅکله به بحث د ماتې او بریا موضوع نه ګرځوي.

۷) که یو لوری په یوه ناسته او یا راتلونکو ناستو کې خپل یو نظر او یا یوه خبره بدله کړي، بدلول وغواړي او یا له خپل تېر لیدلوري څخه واوړي، نو مقابل لوری باید د هغه همدې نوي او اوسني نظر ته ارزښت ورکړي او تمرکز به پر دې نوي ټکي کوي. مقابل لوری هېڅ حق نه لري چې د نظر د بدلولو لپاره لومړی لوری ملامت کاندي او یا بیا بیا دا خبره ورته وکړي چې دمخه دې نظر او لیدلوری له دې سره مختلف او متفاوت وو.

۸) که په بحث کې یو لوری د خپل نظر او یا د خپل نظر د اثبات لپاره، دلایلو راټولولو ته وخت او مهلت وغواړي، نو نوموړي ته به دا فرصت ورکول کېږي او هېڅکله به دا ټینګار ور باندې نه کېږي چې بحث په یوه ناسته کې پای ته ورسول شي؛ پر اصولو او ادابو بنا بحث یوه علمي پروسه ده چې خپل جریان لري او اوږدمهاله ده.

۹) که یو لوری له مقابل لوري څخه د یوه نظر د اثبات لپاره سند او یا د کتاب حواله وغواړي، نو مقابل لوری باید خپل سند او یا کتاب وړاندې کړي. خو که چېرته دلیل عقلي وو، نو بیا به يې مقابل لوری هم په عقلي دلیل ځواب ورکوي او په هېڅ ډول دا حق نه لري چې د عقلي دلیل لپاره سند یا کتاب وغواړي.

۱۰) مثال د ممثل (هغه څه چې په اړه یې مثال ورکول کېږي) د وضاحت لپاره وي. دغه راز، یوه تاریخي پېښه په څو ډوله تعبیر او تفسیر کېدلای شي. له همدې کبله، دا دواړه د یوې خبرې دلیل نه شي ګرځول کېدای. پر تاریخ استدلال، یو ډېر کمزوری استدلای دی. او مثال اصلاً دلیل نه دی. په دې اساس، یو لوری هم د یوه مثال یا تاریخي پېښې پر بنسټ، استدلال نه شي کولای. البته، د خبرې د ښه څرګنداوي او وضاحت لپاره مثالونه او تاریخي پېښې بحث ته راوړل کېدای شي.

۱۱) که چېرته په بحث کې یوه یا دواړو لورو له پورتنیو اصولو څخه سرغړونه وکړه او یا یې د بل په سپکاوي، ښکنځلو، نیت و هدف په تعینولو او یا شخصیت ته په زیان رسولو لاس پورې کړ، نو بحث ته به له ځنډ پرته د پای ټکی ایښودل کېږي.

﴿إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا… [الآیة]

ژباړه: ما په خوب کې یوولس ستوري ولیدل…(یوسف: ۴) ﴾

دا یوولس اصول دي، چې د یوه شخص د فکر او مطالعې مېوه ده. ښکاره ده که د ډېرو اشخاصو فکر او مطالعه پر دې موضوع را یو ځای او وکارول شي، نو دا یوولس اصول هغه ځای ته رسېدلای شي چې د بحث لپاره یو نړیوال معیار وګرځي. په همدې هیله، له هر لوستونکي هیله لرم چې خپل نظر، لیدلوری، انتقاد او وړاندیز راڅخه ونه سپموي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%d8%a8%d8%ad%d8%ab-%db%8c%d9%88%d9%88%d9%84%d8%b3-%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%84/feed/ 0
!د ژوند ۵۰ جملې http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b5%db%b0-%d8%ac%d9%85%d9%84%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b5%db%b0-%d8%ac%d9%85%d9%84%db%90/#respond Sun, 23 Aug 2020 10:02:10 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8352 د مننې لپاره لومړی تمرین وکړئ بیا مننه ( ځکه مننه وړ لغات دی، خو دهغه ادا کول خورا ګران دی)د خپل ژوند په ټولو برخو کې داسې فکر وکړئ لکه همدا مو چې ورستی فکر وي( ځکه غښتلي فکر مو ستونزې هواروي)سهار وخته پاڅېدل مو ګڼې ستونزې هوارولی شي. ورځنۍ چارې مو لکه د […]]]>

د مننې لپاره لومړی تمرین وکړئ بیا مننه ( ځکه مننه وړ لغات دی، خو دهغه ادا کول خورا ګران دی)
د خپل ژوند په ټولو برخو کې داسې فکر وکړئ لکه همدا مو چې ورستی فکر وي( ځکه غښتلي فکر مو ستونزې هواروي)
سهار وخته پاڅېدل مو ګڼې ستونزې هوارولی شي.

ورځنۍ چارې مو لکه د کامرې د فلش په څېر په اتومات ډول پرېږدئ. ( کله چې اړتیا ورته لیدل کېږي پخپله رڼا درته کوي)
هره ورځ د یوه ښه (خپل د خوښې) کتاب که فصل نه لولئ څو پاڼې یې ولولئ.

تر ټولو مهمه برخه ځانته وخت ورکړئ، ځان وپالئ، ځکه هغوئ چې ځان پالي د نورو پاللو ته ځان ښه رسوي.
هغه شېبې مو دقیقې مصرف کړئ چې یواځې یاست ( درېیم کس نه وي درسره)

د ورځنیو چارو له لیست څخه مو لومړی هغو ته ورسېږئ چې سختې وي ځکه په پیل کې انرژي د سختو کارونو لپاره ډېره وي.
موخې وټاکئ، البته هغه موخې چې ترسره کول یې درته ډېر ګران نه وي ( غټې موخې مو له وړو اهدافو زړه تورې کوي، برعکس حالت هم همداسې ده. تعادل ساتل پر تاسو دی).

له ناکامۍ څخه مه وېرېږئ ( که هسې وېره خوره شي نو ترمخ دي ډېر ژوند پاتې)
د شپې تر ۱۰ بجو مخکې پستر ته لاړ شئ ( دا مرسته کوي چې سهار وخته پاڅېږئ، پرته له کوم کسالته)

خواړه مهمه برخه ده، د غوره او پاکو خوړو سره ځان عادت کړئ.
هڅه وکړئ له اوړو او بورې څخه لري واوسئ ( د دې دو کارونه مو هم وزن زیاتوي هم د نارغیو بهانه جوړېږي)

فعال اوسئ، هغوئ چې تل په تحرک کې دي ذهني وده یې تر نورو یو په دوه وي.
نوښت وکړئ، (نوښتګران زړښت سره ډېر ناوخته مخ کېږي)
کله چې خبره د راتلونکو کسانو ستاسو په ژوند کې وي نو کیفیت پر کمیت غوره وبولئ.

که غواړئ چې درته احترام وشي، ډیسپلین ولرئ او کړې ژمنې مو پر وخت ترسره کړئ.
له خوبه پاڅېدلو نه وروسته، دورځني کار په پای او د ستړیا په وخت کې ازاد حرکات له یاده مه باسئ ( تمرین مو د غړو روابط یو له بل سره مظبوطوي)

ورځنۍ چارې مو له مخه درته پلان کړئ ( ګټه ګورۍ وټاکئ، کومې په کوم وخت کې تر سره کړم او د ورځې په پای کې یو راپور له ځانه وغواړئ)
هغه ډوډۍ چې د ټلوېزیون ترمخ خورئ، دومره به خوند ونه کړي یوځل یې د پخلنځي پر مېز امتحان کړئ.

په بستر کې مو خپل پوست (جلد) ته ښه پام کولی شئ ( درسره کریم، واسلین یا هم درمل په بستر کې په مخ او لاسونو ومښئ، ځکه له ۸ تر ۹ ساعتونو خوب وروسته به درملو خپله اغېزه کړې وي)
دسترخوان مو له ترکارۍ پرته مه غوړئ ( هغه که یو پیاز، مرچک او یا هم ملۍ وي)

هغه مووضوعات چې ډېر درته ارزښت لري د ورځې یوه برخه مو ورکړئ او ژور فکر پرې وکړئ.
ډېرې اوبه او کم ګاز لرونکې څښاک وڅکئ.
د لمرضد ګریم سهارنۍ دنده وګرځوئ.
احساسات مو اداره کړئ ( هغوئ چې احساسات کابو کوي، ډېر کم پاتې راځي)

هغه څه چې تاسو احساسوئ او خوند ترې اخلئ وې کړئ، له دې مه وېرېږئ چې نور به څه وايي.

هره ورځ یو څه نوي زده کړئ هغه که یو توری هم وي پروا نه کوي.
تر ټولو غوره شېبه به مو دا وي چې ناڅاپه ټلفون را واخلئ خپل پخواني ملګري ته زنګ ووهئ،خاطرې ووایاست وخاندئ.
ښه اورېدونکی واوسئ، هغوئ چې ښه اورې ښه ځواب ورکوي.
مشوره له هغوئ واخلئ چې مخکې مو هم ترېنه اخیستې او ښه اغېزه یې ستا پر ژوند کړې.

د مجلې لوستل له یاده مه باسئ، ډېر څه به نوي زده کړئ.
هغوئ چې په وینه درګډ دي د ځان یې وګڼئ هغوئ چې خپلوي له اړخه درسره نږدې دي وخت ورکړئ.

دریځ مو هره شېبه مه بدلوئ، بیا د نور تر پام کاواکه ښکارېږئ.
په اونۍ کې ۳ ځلې ځان له هغه چاپېریاله لري کړئ چې په کې هوسا یاست. ( ځان وننګوئ کېدایشي ستاسو وړتیا تر دې ډېره وي)
په زړه پورې به وي چې یو داسې څه وکړئ چې تر اوسه مو هیڅ نه وي کړي( لېونۍ کړنې مو ژوند له تکراري صحنو راباسي)

له خپلو ناکامیو یې زده کړئ، خو ناکامي مو هر وخت په مخ مه دروهئ ځکه دا کړنه مو خپل ځانته خپل شخصیت ماتوي.
اندېښنه مه کوئ، پوهېږئ چې دا کار کېدونکی دی نو وار له مخې اندېښنه د څه لپاره؟

د خوب خونه، دکالو المارۍ او د بوټونو المارۍ مو هره ورځ منظموئ( دا به دومره وخت ونه غواړي خو که خبره اونۍ ته رسېږي بیا به مو ستړي کړي.

هغه ستونزې چې پر تاسو راتلونکې دي، که ستاسو د شخصي حریم برخه وي منظم پلان ورته جوړ کړئ که مو له وسه تېره وي نو بیا یې مه ښورئ.

ناڅاپي پلان هغه خوښي درکوي چې هیڅ به مو نه وي حس کړې( د سفر پلان، دمېلمستیا، ملګرو سره د ناستې…)
په ځان ډاډه اوسئ، هغوئ چې د ځان ډاډ ورسره وي ۹۰٪ یې بریالي دي.
د پیسو ساتلو هنر زده کړئ.

په زغرده نه ووایاست هغو چارو ته چې نه مو خوښېږي.
په زغرده هو ووایاست هغو چارو ته چې زړه مو غواړي.
اړتیا به یې نه لیدل کېږي چې هره ورځ د هوټل خواړه وخوړل شي ( کور کې وخورئ صحي خواړه به مو خوړلي وي او پیسې به مو هم ذخیره شوي وي)

هغه چارې چې تا تر سره کړي نو مسؤلیت یې هم واخله.
غذر مه کوئ، ځکه د څه لپاره چې ته عذر کوې کیداشي ارزښت یې دومره نه وي.

له سره او تازه یې پیل کړئ، ځکه د اونۍ هره ورځ شنبې نه وي.
ژوند پر ځان مه سختوئ، پرېږدئ چې لېږ ستونزې مو نور هم درسره یوسي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%98%d9%88%d9%86%d8%af-%db%b5%db%b0-%d8%ac%d9%85%d9%84%db%90/feed/ 0
نفاق وطنونه تباه کوي او اتفاق هېوادونه جوړوي http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d9%86%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%88%d8%b7%d9%86%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%aa%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d9%86%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%88%d8%b7%d9%86%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%aa%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87/#respond Sat, 22 Aug 2020 10:01:48 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8350 یوه ولسي کیسه چې د اتفاق د اهمیت په حقله یې اکثر د هر کور مشران خپلو کشرانو ته کوي چې د یو باچا پینځه۵ زامن وو،یوه ورځ باچا پینځه واړه زامن خپله کوټه ته را و غوښتل بیا یې هر یو زوی ته یو وچ کلک لرګی ورکړو چې دغه لرګی مات کړه، زوی […]]]>

یوه ولسي کیسه چې د اتفاق د اهمیت په حقله یې اکثر د هر کور مشران خپلو کشرانو ته کوي چې د یو باچا پینځه۵ زامن وو،یوه ورځ باچا پینځه واړه زامن خپله کوټه ته را و غوښتل بیا یې هر یو زوی ته یو وچ کلک لرګی ورکړو چې دغه لرګی مات کړه، زوی به د لږ غوندې زور سره هغه لرګی مات کړو

چې کله هر یو کس یو یو لرګی مات کړو بیا باچا پینځه پینځه لرګي ورکړل چې دغه مات کړئ! د باچا زامنو بشپړ وس پرې و کړ خو لرګي یې مات نه کړل

اخېر کښې باچا زامنو ته و وئیل چې دغه پینځه لرګي ستاسو لپاره دغه سبق دی چې که تاسو د نفاق ښکار یئ! بیا به یو یو داسې مات شئ لکه یو لرګی، خو که تاسو پینځه واړه په اتفاق او اتحاد یئ! بیا څوک هم نه شي کولی چې تاسو مات کړي
د پښتون افغان وطن په تاریخ که مونږ نظر واچوو چې کله هم ولسونو اتفاق او اتحاد کړی دی د نړۍ لویو لویو قوتونو ته یې ماته ورکړې ده

میرویس خان نیکه چې ولسونه راغونډ کړي او د اتفاق په مزي یې تړلي دي بیا یې د وخت لوی قوت ته شکست ورکړو او ګورګینیان یې د خپل وطن نه په زور شړلي دي

د افغانستان بنسټ ګر ستر بابا احمدشاه ابدالي چې کله په ولسي اتفاق بریالی شو بیا یې لوی امبراتور مغل ته نه دا چې ماته ورکړه بلکې تر ډیلي پورې یې خپله افغانۍ امپراتوري قایمه کړه

تر ستر بابا احمدشاه ابدالي نه وړاندې د افغانانو یو ځانګړی هېواد نه وو
دا چې نن د افغانستان په نوم د نړۍ په نقشه کښې یو هېواد شتون لري دا د هغه اتفاق او اتحاد لاسته راوړنه ده چه افغانانو کړی وه او احمدشاه ابدالي بابا یې خپل مشر و ټاکلو

د احمدشاه ابدالي بابا او د هغه د زوی تیمورشاه د مرګ نه پس د افغانانو د بخت ستوری یو ځل بیا د نفاق په وریځو کښې پټ شو

د شاه زمان،شاه محمود، شاه شجاع او داسې په لسګونه د نفاق حوالې شتون لري چې افغانستان یې د بې ساري زوال سره مخ کړو، افغانانو د اتفاق خوږه د نفاق په ترخو بدل کړل

د کندمک او ډېورنډ په څېر منحوس تړونونه او لاسلیکونه هم دغه د نفاق د تورې بلا وجه وه
فرنګي سامراج هغه کانې په پښتون افغان وطن وکړې چې تک تور تاریخ لري

د غازي امان الله خان د واکمنۍ په مهال یو ځل بیا افغانانو ته د اتفاق او اتحاد اړتیا پېښه شوه

ولسونه منظم شول،خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته شول افغانانو په یو لاس او یوه خلۀ د خپلواکۍ د بیرته اخستلو ناره پورته کړه

دغه ناره، دغه مزاحمت دومره قوي،دومره څټک وه چې د انګرېز په څېر د نړۍ ستر او لوی قوت یې په دې مجبوره کړو چې بیرته یې خپلواکي واخستله

نن افغانان د یو سل او یو ۱۰۱ د خپلواکۍ ورځ لمانځي
د افغانانو په معلوم تاریخ کښې ډېرې لویې پېښې داسې شتون لري چې کله کله د سړي روح پرې خوشحاله شي او بیا کله کله روح و سېزي او احساس و رېبي

نن هم باید افغانان تاریخي تېروتنې تکرار نه کړي
دا هېواد ،دغه قومونه او دغه ځورېدلي انسانان باید نور د جنګ، نفرت، تشدد،او د نفاق په چړو غوڅ غوڅ نه شي
د دغه هېواد وګړي باید نور د ژوند خوږه و خوري

په دغه غمزپلي،جنګزپلي او سوزېدلي وطن کښې تلپاتې سوله ته اړتیا ده
سوله به دغه هېواد ته ژوند راوړي
سوله به دغه وطن ته د رنګونو پسرلي راولي
دغه وران ویجاړ وطن به په خپل منځي اتفاق او اتحاد سره جوړیږي
باید د دغه هېواد دعوېداران د سولې لپاره شریک کار وکړي

د ملي روغې جوړې لپاره دې هر څوک زړه سپین او نیت صفا کړي
د روانو بین الافغاني مذاکراتو نه زمونږ دا هیله ده،دا تمه ده چې دواړه ډلې به د هر څه له مخه د هېواد د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي

د هېواد د دفاعي،اقتصادي،سیاسي مضبوطیا لپاره به یو او بل و زغمي.
هغه وایي: چې یو جګ نه شي بل ټیټ نه شي بیا وخت نه تېریږي:
په بین الافغاني مذاکراتو کښې باید دواړه ډلې د خپلې خپلې انا قرباني ته ملا و تړي او د افغانستان د روښانه مستقبل سوچ دې وکړي
هغه د یو چا شعر دی

دا د سرو او سپینو ډک وطن ابادول غواړي”
دا سمسور وطن دې به اسرا د اغیار مه پرېږده!”

درنو افغانانو! که غواړئ! چې په وطن کښې سوله وي
که غواړئ! چې افغانستان د نړۍ سیال وي
که غواړئ! چې مونږ هم د نورو انسانانو په څېر ارام ژوند وکړو
بیا د خدای خاطر وکړئ! یو لاس، یو موټی،یو قدم او یو اواز شئ!
د نفاق،جنګ،ذهني او جسماني تشدد و توره بلا ته په ورورولۍ او اتفاق سره ماته(شکست) ورکړئ! او د ستر خوشحال خټک دغه ارمان سوونه کاله پس پوره کړئ! چې.

اتفاق په پښتنو کښې پیدا نه شو’
ګني ما به د مغل کرېوان پاره کۀ”

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d9%86%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%88%d8%b7%d9%86%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%aa%d9%81%d8%a7%d9%82-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87/feed/ 0
په خپلو کې ودونه او د ارثي ناروغیو عوامل http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88-%da%a9%db%90-%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b1%d8%ab%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8c%d9%88-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88-%da%a9%db%90-%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b1%d8%ab%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8c%d9%88-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84/#respond Sat, 15 Aug 2020 19:56:01 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8299 په نړۍ کې لس فیصده ودونو نږدې خپلوانو سره لکه د ماما ، تره، عمه او خاله اولادونه کیږي. په ځینو هېوادونو کې داسې ودونه غیر قانوني دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا کار بد نه ګڼل کیږي. او په قرآن کې هم دداسې ودونو په هکله تفسیر نشته. حال دا چې د […]]]>
په نړۍ کې لس فیصده ودونو نږدې خپلوانو سره لکه د ماما ، تره، عمه او خاله اولادونه کیږي. په ځینو هېوادونو کې داسې ودونه غیر قانوني دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا کار بد نه ګڼل کیږي. او په قرآن کې هم دداسې ودونو په هکله تفسیر نشته. حال دا چې د حضرت عمر رض او نورو روایاتو او احادیثو کې راغلي دي چې خپلو کې ودونه مه کوئ.
د روغتیا نړیوال سازمان تل هڅه کوي چې دداسې ودونو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي، او د راتلونکي نسل د معیوبیت او ناروغیو په هکله خلکو ته په خپلوانو کې د نه واده کولو مشوره ورکړي. مثلاً که شل ماشومان دداسې ودونو نتیجه وي نو یوولس ماشومان معیوب او یا د بېلابېلو ناروغیو سره نړۍ ته راځي. دغه ناروغي عبارت ده د ړندیدو، د وینې غیر نورمال کیدل یا انومالي، د پښتورګو، زړه، سږو او ځیګر ناروغۍ او مغلق عصبي اختلال او معیوبیت، عقامت یعنی د بچیو نه پیدا کیدو او نور مرضونه کیدلی شي.
ساینس د دې په هکله څه وایي؟
د داسې ناروغیو علت ارثي مالواتو تغیر پذیره یا بدلون خوښونکي جین یا څه دی؟
درې رقمه بدلون خوښونکی جین موجود دی. یو چې ناڅاپي تغیرات پکې راځي یا میتویش کوي. دوهم چې متحرک جین یعنې هغه چې ارثي مالومات د یوې ګروه خلکو نه بلې ګروه خلکو ته انتقالیږي. دریم د نسل بقا لپاره وي چې په دریم ‌‌‌‌‌‌ډول جین کې هم میتویشن امکان لري کوم چې د عقامت یا شن‌‌‌‌‌‌ډیدو سبب ګرځیدلی شي، چې دا په اکثر عربو هېوادونو کې لوړه کچه لري.
که یو ماشوم یو ددغه بدلون خوښونکو جین په ارث یوسي نو د ناروغیو سبب نکیږې. خو که یو ماشوم د دواړو مور او پلار دغه بدلون خوښونکی په ارث ولري نو د ماشوم مرګ او ددغسې جینیتکي یا ارثي ناروغیو سبب ګرځي. په بیګانه خلکو کې دا  جین یو په سلو کې وي. همداسې په خپلو کې ودونه دا چانس زیاتوي. دا جین په خپلوانو کې ودونه او په وینې شریکو خلکو کې دا جین شته، ځکه ددوی ډی ان ای یا ارثي مالومات سره شریک دي. یانې دا ډی ان ای په نسلونو کې شریک دی. نو که غواړی راتلونکي نسلونه مو سالم اوسي دا د وراثت علم اوساینس ثابته کړې ده چې په خپلو کې ودونه داسې عوامل د نسل بقا کې درلودلی شي.
همدارنګه په سوره نسا کې چې ایت راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ. حال دا چې زیات تفسیر ندی ورکړل شوی خو په احادیثو کې دا راغلې ده. نو دا هر څه زمونږ د دین حکمتونه راڅرګندوي چې د شلمې پیړۍ داسې لاس ته راوړنې ته اشاره شوې ده. ډی ان ای د امینو اسیدو څخه جوړه شوې ده چې د ارثي مالوماتو یوه زېرمه ده او په ۱۸۶۹ کال کې د سویس څېړونکي فریدریش میشنر لخوا وپیژندل شو. خو د ده څخه مخکې د وراثت علم بنسټ ګر ګریګوري مندل په  ۱۸۶۶ د ارثي خواصو انتقال د مټرو په بوټو کې لسو کلو لپاره مطالعه کړل.
په کال ۱۸۸۱ کال کې الماني بایو کیمست په ډی ان ای کې هغه مالیکول وپیژندل کوم چې د ډي ان ای د ساختمان ‌‌‌‌‌‌ډبری دی. په کال ۱۸۸۲کال کې په لمړي ځل ساینس پوه والترفبیمینګ کروموزوم وپیژندل او په ۱۹۰۰ کال کې د بېلابېلو کروموزمونو ‌‌‌‌‌‌ډولونه وپیژندل. او په کال ۱۹۰۲ کې بلاخره د ګریګوري مندل تیوري رسمیت وموند او د ساینس پوهانو لخوا یې هرکلی وشو.
په کال ۱۹۵۱ کال کې روزلیند فرانکلین د ډی ان ای کیمیاوي ساختمان وموند چې وروسته د مرګ نه یې ورته د دې کار کریډیټ ورکړ. په ۱۹۶۲کال کې واتسن اوګریګ د ډي ان ای مالیکولي ساختمان لپاره د نوبل جایزه تر لاسه کړه.
د وراثت علم تقریباً یو نیم سل کلن دی، او د ډي ان ای د پیژندلو څخه اته پنځوس کلونه تیریږي. په همدې لن‌‌‌‌‌‌ډه دوره کې ډي ان ریکومبیننت تکنالوجي او جین تکنالوجي چې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناروغیو د تشخیص ، تداوۍ او مخنیوي ، او یا هم د جین تیراپي یا واکسین جوړولو لپاره کار کوي، وڅیړل شوې او لا هم پرمختګ کوي. دا چې په قرآن کې داسې مطلب ته ځانګړې اشاره شوې ده نو دا ویلی شو چې د ساینس او علم د پرمختګ سره دا ذکر هم بې حکمته ندی. زمونږ وطن کې اکثراً نجونې د انتخاب حق نلری نو کوم څوک چې دا موضوع لولي او یا یې په کورنیو کې دا لاملونو له کبله ناروغه ماشومان زیږیدلي دي، د هغوی نه هیله ده چې دا پوهاوی په خپلو کورنیو او کلیو کې عام وګرځوي تر څو د راتلونکي د نسل بقا لپاره یو عمده پوهاوی خلکو کې رامینځته شي.
]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d9%be%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88-%da%a9%db%90-%d9%88%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d8%b1%d8%ab%d9%8a-%d9%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%8c%d9%88-%d8%b9%d9%88%d8%a7%d9%85%d9%84/feed/ 0
د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي! http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%d9%87-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%da%85%d9%86%da%ab-%d8%a8%d8%af-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d9%87%d9%85-%d8%b4%d9%86%d9%87-%da%a9%db%8c%da%96%d9%8a/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%d9%87-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%da%85%d9%86%da%ab-%d8%a8%d8%af-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d9%87%d9%85-%d8%b4%d9%86%d9%87-%da%a9%db%8c%da%96%d9%8a/#respond Fri, 14 Aug 2020 14:45:26 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8288 انګلستان – آګست – ۲۰۲۰ په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم وکرم. د یادولو […]]]>

انګلستان – آګست – ۲۰۲۰

په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم وکرم.

د یادولو وړ ده، چې دغه ۱۵ کاله مې د کور په حوېلۍ کې هیڅ شی نه وو کرلي. نو پدې خاطر مې دغه ټول شیان وکرل، چې حوېلي یو څه شنه پرې ښکاره شي.

په لومړي وخت کې مې خېشاوې (بد بوټو) ته په مناسب وخت کې لازمه توجه ونکړه.

یوه ورځ مې غوښتل چي دغه بد (بې ګټې) بوټي، له ښو (ګټورو بوټو) څخه لېرې کړم. ګورم چې دغه بد بوټي تر اصلي ښو بوټو څو وارې لوی او قوي شوي وو. کله مې چې تصمیم ونیوه، چې دغه بد بوټي له ښو بوټو څخه لېرې کړم، نو ددغه بدو بوټو لېرې کولو، ښو بوټو ته هم ډېر زیان ورساوه، او هغه وو، چې د بدو بوټو په لېرې کولو کې مې ډېر ښه ګټور بوټي هم له لاسه ورکړل.

دغه صحني زما طبعیت ډېر خراب کړ، او بیا مې له خپل ځان سره وویل، چې ما باید په مناسب وخت کې دغه بد بوټي، له ښو بوټو څخه بېل کړي وای. یو به یې د ښو بوټو حق نه و خوړلی، او بل به یې د لېرې کولو په وخت کې، دغه ښه بوټي له بېخه نه اېستل.

دغه د سترګو لیدلي حال، ماته دغه لاندې فکرونه پیدا کړل.

۱ – په هره ټولنه کې ښه او بد خلک شته دي. که له لومړۍ ورځې څخه له ډېر احتیاط څخه کار وانخستل شي، او دغه بد خلک ددغو ښو خلکو په څنګ کي ډېر نیږدې پرېښودل شي، نو ډېر امکان لري، چې بیا ددغه بدو خلکو لېرې کول، دومره آسانه کار نه وي. که یو څوک وغواړي، چې دغه بد خلک بیا لېرې کړي، نو بیا به دغه بد خلک تر خپل توان پورې کوښښ کوي، چې ښو خلکو ته هم، حتمي ډېر زیان ورسوي.

د مثال په توګه، په یوه کورنۍ کې چې کوم اولاد، خدای مکړه بې لارې شي، او پلار او مور یې په مناسب وخت کې، د هغې په قاطع ډول مخنیوی ونکړي. نو کله چې بیا هغه لوی شي، او هم خپلو بدو کارونو ته ادامه ورکړي، نو ډېر امکان لري، چې هغه د کورنۍ نور غړي هم له ځانه سره ډېر خراب کړي. بیا به د مور او پلار، لاس ټکول، هېڅ په درد ونه خوري.

۲ – په سیاسي ګوندونو کي هم، که دغه ټکي ته، په مناسب وخت کې کلکه توجه ونشي، نو بیا ډېر امکان لري، چې دغه بد خلک په هغه سیاسي ګوند کې، ډېره تباهي منځ ته راوړي. نو د یوه سیاسي ګوند، د رهبرۍ دپاره لازمه ده، چې په مناسب وخت کې ددغه شانته خلکو مخه ونیسي، او پرې نږدي، چې دغه بد خلک، د ښو خلکو تر څنګ ځای ونیسي. کنه، کېدای شي، ښه خلک ددغه بدو خلکو په منځ کې باالکل بې ودې شي، او دغه ښه خلک به د خرابو خلکو، په منځ کې، له نورو خلکو څخه پټ وساتل شي، او بېروني خلک به هغه لیدلی نه شي، ترڅو خپل شکایت ورته وړاندې کړي. نو د ښو مشرانو دپاره لازمه ده، چې د خپلو نیږدې مامورینو، کړونو ته ډېر متوجې وي. داسې نه وي، چې هغه له خپل ځانه خبر نه، او دده ارتباط، له خپلو وفادارو غړو سره پرې شوی وي.

۳ – د یوه ملک ښه ولسمشر هم، باید د خپلو نیږدې ملګرو په هکله ډېر متوجه وي. که چېرې بد خلک، د یوه ولسمشر په اطراف کې ځای ونیسي، نو هغه به هم ډېر ژر د خپل ملک له ښو خلکو څخه، په خاص مهارت، ددغه بدو خلکو په ذریعه یوازې وساتل شي، او بیا به د ولس، او ولسمشر، ترمنځ نه پخلا کېدونکی واټن منځ ته راشي.

نو د یوه ښه ولسمشر، دپاره لازمه ده، چې بد خلک، پر خپل ځان راټول نکړي.

همدارنګه، په یوه کلي کې هم، که چېرې د بدو خلکو مخه په مناسب وخت کې ونه نیول شي، نو کېدای شي، د هغه کلي ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

نو په هرځای، او په هر کار کې، باید ښه خلک لاس په کار شي، او د بدو خلکو، په ګډه کلکه مخنیوی وکړي. کنه، تر ټولو لومړی به یې همدوی ته زیات تاوان رسیږي.

د یادولو وړ ده، چې دغه خبره باید ټولو ته د لمر په شان واضح شي، چې ښه او بد به د اسلام په رڼا کې تعین کیږي، او بس.

د پام وړ ټکي!

هېره د نه وي، چې په لومړي وخت کې ښه بوټي، او بد بوټي، یوشانته ښکاري، او عادي خلک، د هغو ترمنځ سم فرق نشي کولای. که چېرې له خاصو مهارتونو څخه کار وانخستل شي، نو امکان لري، چې بد بوټي، د ښو بوټو ترڅنګ پاته شي، او هغه د ښې ودې څخه بې برحې کړي، چې دا به د ډېر خفګان وړ حالت وي.

که ښه په غور سره وکتل شي، په افغانستان کې همدغه شانته کار وشو. بدو خلکو، په ډېرو حساسو ځایونو کې په خاص مهارت سره، ځایونه ونیول، او بیا یې، خپل شوم هدفونه یو پر بل پسې عملي کړل، او وطن یې له دغه اوسني ناوړه بد حالت سره مخامخ کړ.

الله(ج) د، ددغه وطن په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین

په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، په افغانستان کې سوچه اسلامی نظام قایم کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.

تر بلې لیکنې تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87/%d8%af-%da%9a%d9%87-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%da%85%d9%86%da%ab-%d8%a8%d8%af-%d8%a8%d9%88%d9%bc%d9%8a-%d9%87%d9%85-%d8%b4%d9%86%d9%87-%da%a9%db%8c%da%96%d9%8a/feed/ 0