چاپیریال – afghansabawoon http://www.afghansabawoon.com Mon, 13 Jul 2020 21:27:56 +0000 en hourly 1 https://wordpress.org/?v=5.5.1 !د وحشي ژويو ارزښت، انقراض او مخنیوی یې http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d8%af-%d9%88%d8%ad%d8%b4%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%8a%d9%88-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa%d8%8c-%d8%a7%d9%86%d9%82%d8%b1%d8%a7%d8%b6-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c-%db%8c%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d8%af-%d9%88%d8%ad%d8%b4%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%8a%d9%88-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa%d8%8c-%d8%a7%d9%86%d9%82%d8%b1%d8%a7%d8%b6-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c-%db%8c%db%90/#respond Mon, 13 Jul 2020 21:27:10 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8133 د حیواناتو او نباتاتو هغه ډله چې په ځنګلونو، څړځایونو، دښتو، فصلونو او غیر کرل شويو ځمکو کې د طبیعي چاپيریال او اقلیم په شتون سره د انسانانو د پالنې پرته خپل ژوند پر مخ بیايي د وخشي ژوند په نوم ياديږي. وخشي حیوانات د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره د انسانانو په […]]]>

د حیواناتو او نباتاتو هغه ډله چې په ځنګلونو، څړځایونو، دښتو، فصلونو او غیر کرل شويو ځمکو کې د طبیعي چاپيریال او اقلیم په شتون سره د انسانانو د پالنې پرته خپل ژوند پر مخ بیايي د وخشي ژوند په نوم ياديږي.

وخشي حیوانات د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره د انسانانو په څېر هوسا چاپیریال، مناسب اقلیم، غذا، اوبو، پټن ځایونو او نورو اړینو توکو ته اړتیا لري، ترڅو د ژوند کولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي، یاد حیوانات په طبعیت کې د خورا زياتو، اقتصادي، ټولنيزو، چاپیریالي، تجارتي، تفریحي، بیولوژیکي، زینتي، ایکولوجیکي او  علمي ارزښتونو درلودونکي دي.

د وخشي ژويو د محصولاتو په خرڅلاو سره ډیر عاید ترلاسه کیږي، هغه سیمې چې وخشي ژوي لري، په نړيواله سطحه يې شهرت ترلاسه کړی او خلک ورته د چکر او ساعت تیري په موخه ورځي، د نسل ډیرونې او طب کې د نویو تجربو د ازمایښت لپاره غوره وسیله بلل کیږي، د چاپیریال په ښکلا کې د ځانګړي ارزښت درلودونکي دي، د ایکو سیستم ستره برخه تشکیلوي، د وخشي ژویو بڼونه د ټولنيزو اړیکو د غښتلتیا سبب کيږي، د غذايي ځنځیر مهمه برخه تشکلیوي، د ځنګلونو او څړځايو په پراختیا کې ځانکړی رول لوبوي، په طبعیت کې د نورو مضرو ژوندیو موجوداتو له ډيریدو څخه مخنیوی کوي، د وخشي ژويو شتون د هېواد په د ملي اقتصاد په لوړوالي کې رغنده رول لوبوي او د چاپیریال ساتنې لپاره شتون حتمي ګڼل کیږي.

وخشي ژوي د طبیعي پیښو او په طبعیت کې د انساني لاسوهنو په پایله کې د تهدید له ګواښ سره مخ دي، همدا لامل دی چې له خپلو پټن ځایونو څخه تېښتې ته اړ کیږي، چې په نشتون سره یې بیا چاپیریال له ډول ډول ننګونو سره مخ کیږي، له عواملو څخه يې په لاندې ډول یادونه کوو:

د ځنګلونو په قطع کیدو سره د وخشي ژویو پټن ځایونو له منځه ځي، د سیلابونو په راوتلو سره د غذايي موادو سرچینې کمیږي، د اوسیدو ځایونه يې زیانمن کیږي، خاوره تخریبیږي او ځاني زیانونه ورته اړوي، زلزلې، وچکالۍ، تیز بادونه، د اقلیم بدلون، مرضونه، افاتونه، اور لګیدنه، بارانونه، جنګونه او نور طبیعي عوامل د وخشي ژويو د نسلونو د کمښت او تیښتې سبب شوي، په ځنګلونو او څړځایونو کې د غذايي مواد کمښت او په شاړو ځمکو یې بدلیدل بله هغه ستره ستونزه ده چې وخشي ژوي فرار کیدو ته اړ کوي.

انسانان هم تر ډیره پورې د وخشي ژويو په له منځه تللو کې لاس لري، اوسني چټک صنعتي فعالیتونه، د ریل پټلیو جوړیدل، د هوايي میدانونو جوړیدل، ځنګلي ساحې د استوګنې په ساحو بدلیدل، د ځنګلونو او څړځایونو له منځه وړل، ښاري پراختیا، د نفوس زیاتیدل، د وخشي ژویو غیر قانوني ښکار کول، جګړې، د وخشي حیواناتو ډارول هغه څه دي چې له مخې يې د وخشي ژويو ژوند تریخ شوی.

په افغانستان کې د پورتنیو عواملو باوجود د  وخشي ژويو د ساتنې، نسلګيرۍ، د هغوی لپاره د غذا برابرونې، د دوی د ښکار کولو د مخنیوي، د نویو نسلونو د روزنې او  اداره کونې فعالیتونه په نشت حساب دي، همدا لامل دی چې د هېواد لرغوني وخشي ژويو ګاونډیو هېوادونو ته تیښته کړې، دا به ډیره ستونزمنه وي، چې هلته تللي وخشي ژوي بیرته د هېواد ځنګلونو ته راشي، دا ځکه چې دوی د وخشي ژويو د ساتنې لپاره ځانګړې پروژې تر کار لاندې لري.

 د وخشي ژويو د انقراض د مخنیوي، ساتنې او ژغورنې لپاره لازمه ده چې په هېواد کې قطع شوي ځنګلونه بیا ورغول شي، څړځایونو ته پراختیا ورکړل شي، شاړې ځمکې په ځنګلونو وپوښل شي، په ځنګلي او کرنيزو ځمکو کې د صنعتي، ښاري، رهایشي او نورو فعاليتونو له ترسره کیدو څخه مخنیوی وشي، ځنګلونه له قطع کیدو څخه وژغورل شي، د وخشي ژويو ښکار کول بند شي، د ځنګلونو او وخشي ژويو د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین پلي شي، د وخشي ژويو د نسلګيرۍ، د نويو نسلونو د ډيروالي او د لرغونو نسلونو د ساتنې پروګرامونه  په هېواد کې عملي شي، همدارنګه د وخشي ژويو لپاره داسې د اوسیدو چاپیریال برابر شي چې د دوی ژوند تر د ولاړو تهدیدونو څخه خوندي وي.

]]> http://www.afghansabawoon.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d8%af-%d9%88%d8%ad%d8%b4%d9%8a-%da%98%d9%88%d9%8a%d9%88-%d8%a7%d8%b1%d8%b2%da%9a%d8%aa%d8%8c-%d8%a7%d9%86%d9%82%d8%b1%d8%a7%d8%b6-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%ae%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c-%db%8c%db%90/feed/ 0 اوبه http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%88%d8%a8%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%88%d8%a8%d9%87/#respond Wed, 08 Jul 2020 02:48:01 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=8075 اوبه یوه بې خونده، بې بویه او بې شکله ماده ده چې یو خاص معیاري درجه حرارت او فشار لري. اوبه H2O یوه عامه کلمه ده چې د اکسیجن او هایډروجن دوه مرکبه مایع شکل لپاره استعمالیږې. اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره ډیر اهمیت لري یعنې […]]]>

اوبه یوه بې خونده، بې بویه او بې شکله ماده ده چې یو خاص معیاري درجه حرارت او فشار لري.

اوبه H2O یوه عامه کلمه ده چې د اکسیجن او هایډروجن دوه مرکبه مایع شکل لپاره استعمالیږې.

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره ډیر اهمیت لري یعنې دا چې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی.

نو ویلې شو چې اوبه د چاپیریال یو اساسې عنصر دی او په طبیعت کې يې په دریوو شکلونو کې لیدلو شو، چې عبارت دي له جامد، غاز، مایع.

د ځمکې کره ٪۷۰ اوبو نیولې چې له دې څخه ٪۹۷ اوبه یې مالګینې یا تروشې دي چې موږ ترې په مستقیمه توګه ګټه نه شو اخيستلى او يوازې ٪۳ اوبه یې خوږې دي چې د ځمکې لاندینۍ برخه او د ځمکې په سطحه کې موجودې دي چې موږ ترېنه په مستقیمه توګه د ډول ډول مقاصدو لپاره ګټه اخلو.

اوبه یوه حیاتي ماده ده چې ټول ژوندې موجودات ورته اړتیا لري او د چاپیریال په پاک ساتلو کې ډیر مهم رول لري، یعنې چیرته چې اوبه وي هلته شنې ساحې، ونې او پاکه فضا جوړه وي او چاپیریالي ستونزې کمې او انساني او حیواني ناروغي په هیڅ حساب وي.

د اوبو ککرټیا:

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د اوبو ککرټیا داسې تعریفوي: د هر ډول مادې شتوالې لکه غازونه، مغلق ذرات، کیمیاوي او بیالوژیکې مواد په اوبو کې چې د ټولو ژوندیو موجوداتو سلامتیا ته مضر او یا خطرناک وي د اوبو ککرټیا بلل کیږې.

اوبه یوه خالصه، بې رنګه، بې بویه، او بې خونده ماده ده چې د دغو پارامټرونو په تغیر کې د اوبو ککرټیا رامنځته کیږې.

د ککړو اوبو له امله په غريبو هيوادونو کې هر کال ۲۵ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ور کوي چې ۳/۵ یې ماشومان دي.

د نړۍ د ماشومانو ٪۵۰ ناروغۍ له ککړو اوبو څخه سرچينه اخلي او د نړۍ ډیر فقیر یا وروسته پاتې هیوادونه له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د اوبو د ککرټیا منابع:

۱: د یوې معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا.

۲: د یوې نا معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا.

د یوې معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا:

په دې حالت کې ککړوونکې په مستقیم ډول اوبو ته داخلیږي او د دغې منبع تشخیص او کنټرول په آسانې سره تر سره کیداى شي.

د یوې نا معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا:

په دې حالت کې ککړوونکې په غیر منظم شکل سره په یوه ازاد او پراخ چاپیریال کې خپریږي.

دغه ککرټیا د ژوند د چاپیریال لپاره ډیره مضره ده او د دغې ککرټیا مخنیوى او تشخیص ستونزمن دی نسبت هغې ککرټیا ته چې له یوې مشخصې منبع نه خپریږې.

د افغانستان د اوبو حالت:

افغانستان یو غرنى هیواد دی چې په وچه کې راګیر او د وچ او کم اورښت اقلیم درلودونکى دی. د هیواد د اوبو شتون د ژمي په واورو او اورښتونو پورې تړلى دي.

د هیواد اکثره اوبه خوږې او ډیره کمه اندازه اوبه یې تروشې یا تروې دي. افغانستان د سیندونو پریمانه سرچینې لري خو بد بختانه تر دې وخته پورې موږ ورنه په فني توګه استفاده نه ده کړې او ډیره اندازه اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي.

د ککړو اوبو ستونزه هم ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او ډیر شمیر هیوادوال مو چې په ښارونو کې هستوګن دي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله زموږ ډیر شمیر هیوادوال له ګڼو ناروغیو څخه کړیږي.

په تاسف سره باید ووایم چې زموږ هیواد یو له هغو هیوادونو څخه دى چې په نږدې راتلونکي کې به سخت د اوبو له کمښت سره مخ شي.

زموږ د هیواد د اوبو د کمښت او ککړتیا ستونزه په لویو ښارونو کې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده چې اساسي علت يې د کانالیزیسيون نشتون دى چې په ډیره زیاته اندازه زموږ طبیعي سرچینې له ډول ډول ککرټیاوو سره مخ کېږي.

د افغانستان د اوبو د ککرټیا لاملونه:

اوبه چې څومره زموږ په ژوند کې ارزښت لري، په همدې اندازه د اوبو ککرټیا د لاملونو پیژندل هم ډیر اړين دي ترڅو موږ اوبه له ککړېدو څخه وساتو.

همدا اوس زموږ د هیواد د سطحې او د ځمکې د لاندې برخې اوبه له ککړټیا سره مخ دي او زموږ هیوادوال ورنه په پریمانه توګه له همدې نا پاکه اوبو نه ګټه اخلي.

د دغو ناپاکو اوبو اساسي لاملونه دا دي:

۱: د صنعتې فابریکو لخوا په ازاد چاپیریال او د اوبو طبیعي سرچینو ته خپلې مصرف شوې اوبه په مستقیمه توګه پریږدې.

۲: کورونه، حمامونه، او نورې تجارتي ودانۍ خپل مصرف شوي مواد د طبیعې اوبو ویالو ته پریږدې.

۳: په کابل او نورو لویو ښارونو کې د فاضلاتو کانالیزسیون نشتون.

۴: د باراني اوسیلابي اوبو له امله.

۵: د دولتي چارواکو د بې توجوهۍ له امله.

۶: د طبیعي او ناپاکو اوبو د منظمو ویالو نشتون.

حل لارې:

۱: صنعتې فابریکې باید د ښار په نږدو کې پرې نښودل شي.

۲: د فابریکو مصرف شوې او چټلې اوبه باید د نورو پاکو اوبو لکه نهرونو، سیندونو، او نورو طبیعي سرچینو سره مستقیمه اړیکه ونه لري.

۳: د فابریکو په داخل کې د ناپاکه اوبو لپاره باید منظم سيسټم جوړ شي.

۴: د فابریکو خاوندان په دې مکلف دي چې د فابریکو د چټلو اوبو څخه د طبیعت نورې اوبه پاکې وساتي.

۵: هغه کورونه، هټۍ، هوټلونه، حمامونه چې د طبیعې اوبو د سرچینو او سیندونو غاړو ته نږدې پرتې دي باید خپل کثافات او چټلې اوبه د طبیعي اوبو سرچینو او یا سیندونو ته ونه غورځوي.

۶: دولتي ادراې خصوصاً د چاپیریال ساتنې ملي اداره او د اوبو د چارو د تنظیم اداره بايد د طبیعې اوبو سرچینو ته جدي پاملرنه وکړي او د کورونواو هوټلونو فاضله مواد باید زراعتي سکتور ته انتقال کړي او د نباتاتو د ودې او تقويې لپاره ورنه کټه واخلي ترڅو د هیواد زراعتي سکتور مو هم پیاوړى شي.

۷: دیني عالمان دې د جمعې په ورځو کې په خپلو خطبو او بیانونو کې د چاپیریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د ارزښت او اهمیت په هکله خپلو مقتدیانو ته د مقدس دین له لحاظه پوره وضاحت او تشریح ورکړي تر څو په ټولنه کې عامه پوهاوي ډېر شي ترڅو په راتلونکې وخت کې ښه او پاک چاپیریال ولروa

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%88%d8%a8%d9%87/feed/ 0
د چاپیریال ساتنې پر وړاندې زموږ مسؤلیت http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%b2%d9%85%d9%88%da%96-%d9%85%d8%b3%d8%a4%d9%84%db%8c%d8%aa/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%b2%d9%85%d9%88%da%96-%d9%85%d8%b3%d8%a4%d9%84%db%8c%d8%aa/#respond Sat, 27 Jun 2020 01:33:23 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7913 د ژوند کولو محیط یا هر هغه څه چې موږ یې احاطه کړي یوو له چاپیریال څخهعبارت دی. چاپیریال د انسانانو د خلق کیدو سره سم رامنځته شوی دی، چې له مختلفوبدلونونو اومرحلو څخه تیر شوی دی. د چاپیریال د بدلون یو ستر عامل انسان دی، چېپرې مستقیمې او یا غیر مستقیمې اغېزې لري. انسانان […]]]>

د ژوند کولو محیط یا هر هغه څه چې موږ یې احاطه کړي یوو له چاپیریال څخهعبارت دی. چاپیریال د انسانانو د خلق کیدو سره سم رامنځته شوی دی، چې له مختلفوبدلونونو اومرحلو څخه تیر شوی دی. د چاپیریال د بدلون یو ستر عامل انسان دی، چېپرې مستقیمې او یا غیر مستقیمې اغېزې لري. انسانان څه ډول چې د چاپیریال لهازادې هوا، بې شمېره او پراخو منابعو، خاورې، اوبو او نورو مواردو څخه ګټه اخلي.د ساتنې په تړاو یې هم باید بې تفاوته پاتې نشي، بلکې تر خپله وسه یې پر وړاندې دساتنې او پاکوالي هڅې وکړي. د ټکنالوجۍ او تولید په برخه کې د چاپیریال نهزیانمنونکو وسایلو او خامو توکو کارول، په مناسبه او عادلانه توګه د اړینو نه نويکیدونکو منابعو استعمال او نورو خلکو ته د چاپیریال ساتنې په مورد عامه پوهاوی هغهلارې چارې دي چې هر انسان یې د چاپیریال پر وړاندې لري. په دې لیکنه کې دچاپیریال ساتنې اړوند ذکر شویو نقطو ته تشریح ورکړل شوي ده.

د یوویشتمې پیړۍ یو له لویو ګواښونو څخه چې ټولې نړۍ ته متوجه دی د چاپیریالککړتیا ده. ددغې ککړتیا علت د مضرو او خرابو غازاتو تولید او د چټلیو او محیط ته دزیان رسونکو کیمیاوي او ټکنالوجیکي موادو استعمال ګڼل کیږي. فابریکو،ترانسپورټي وسایلو او تولیدي کارخانو د ضرر رسوونکو خامو موادو د استعمالپواسطه چاپیریال ته تر بل هر څه زیات زیان رسولی دی. په دې سره د اوزون طبقېته چې د ځمکې څخه د لمر مضرې وړانګې دفع کوي حیرانوونکی زیان رسیدلی، چېد ځمکې ژوندیو موجوداتو لپارت یو لوی خطر بلل کیږي. د فابریکو، کارخانو اونورو تولیدونکو سرچینو پواسطه د چاپیریال سره دوستانه خامو موادو او نورو ګټوروبدیلو لارو استعمال چاپیریال او انسانان له دغو خطرونو او ستونزو ژغورلی شي.مالکان یې باید د تجارت او اقتصادي ګټې ترڅنګ د چاپیریال ساتنې، خپل ځان او نوروژوندیو موجوداتو د ښه ژوند کولو فکر هم له ځان سره ولري. دا د هر فرد مسؤلیتدی تر څو د چاپیریال په ساتنه کې چې په هره کچه وي د خپل توان تر حده کار ترسرهکړي. همداشان، د انرژۍ د بیا نوي کیدونکو سرچینو څخه استفاده که له یوې خوا دچاپیریال له پاک ساتلو سره مرسته کوي له بلې خوا د انرژۍ د منابعو په ساتنه کې همزیاته مرسته کولی شي. نوي کیدونکي سرچینې صافه او پیاوړي انرژي تولیدوي، چېمؤثریت او ګټه یې له بلې هرې سرچینې زیاته ده.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې بله مهمه موضوع، د نه نوي کیدونکو سرچینو مناسب اوعادلانه استعمال دی. که نوي کیدونکو سرچینو شتون نه درلود او یا هم د نه نويکیدونکو سرچینو پرته کار ناشونی وو، نو باید په انصاف سره او داسې استعمال شي،چې د موجوده او راتلونکو نسلونو حق ونه خوړل شي. د ژوند په چاپیریال کې موجودهاو راتلونکی نسل حق لري، چې باید د هیڅ یو حق ضایع نه شي. کله چې د چاپیریالهر مورد استعمالوو باید یوازې د ځان نه بلکې د نورو انسانانو پر اړوند هم فکر اوسوچ ولرو، تر څو مو ژوند د تعادل او انصاف له مخې پر مخ وړی وي، نه دا چې دیو بل پر حق تیرۍ وکړو او بې عدالتي رامنځته شي.

همدا ډول، د چاپیریال پر وړاندې د هر چا مسؤلیت دا هم دی چې نورو خلکو ته دچاپیریال ساتلو پوهاوی او لارښونه ورکړي. دا مسؤلیت نه یوازې دولت او د چاپیریالساتنې مسؤلینو ته راجع کیږې، بلکې هر انسان باید نورو ته تر خپل وس او پوهې دچاپیریال ساتنې اړوند معلومات او پوهه ورکړي. هر څوک باید د چاپیریال  ساتنې پرارزښت، څرنګوالي، پاک ساتلو او نورو موضوعاتو یو بل ته معلومات ورکړي. کلهچې د ټولنې هر وګړۍ د چاپیریال ساتنې حس په ځان کې وروزي او په ساتنه کې یېبرخه واخلي، نو د چاپیریال اړوند ستونزې به په زیاته کچه راکمې او له منځه ولاړېشي. له دې سره په څنګ کې دولت او مسؤلې ادارې باید د مختلفو لارو خلکو ته دچاپیریال ساتنې اړوند عامه پوهاوی ورکړي او د ستونزو رامنځته کیدو یې خبر کړي.

په نتیجه کې ویلی شو، چې هر څوک چې په چاپیریال کې ژوند کوي د ساتنې پروړاندې یې یو شمیر مسؤلیتونه هم لري. د کارخانو، فابریکو، نقلیه وسایطو او نوروتولیدي شرکتونو پواسطه د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د مؤثرو او اغیزمنوسرچینو او خامو توکو په کار اچول، ترڅو ګټوره انرژي تولید شي. د انرژۍ دسرچینو په استعمال کې د موجوده او راتلونکو نسلونو په نظر کې نیول. کله چې دانرژی نه نوي کیدونکې منابع کاروو باید په دې کې د راتلونکي نسل حق تلف او ضایعنه شي. د چاپیریال ساتنې په مورد د نورو خلکو پوهاوی او لارښوونه کول هم د هرانسان مسؤلیت او دنده ده. هیله ده، د ټولنې او هیوادونو ټول وګړي د چاپیریال ساتنې پراړوند خپل مسؤلیتونه ادآ او یو صاف او پاک چاپیریال رامنځته شي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%b2%d9%85%d9%88%da%96-%d9%85%d8%b3%d8%a4%d9%84%db%8c%d8%aa/feed/ 0
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81/#respond Sat, 06 Jun 2020 16:20:40 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7649 د چاپیریال يا (Environment) کلمه د فرانسوۍ ژبې له (Environ) کلمې څخه اخيستل شوې ده چې زموږ په شاوخوا چاپیریال کې د موجوده شیانو مانا لري. د شاوخوا چاپیریال هغه احاطه ده چې له هوا، اوبو، فلورا (ټولو نباتاتو)، فونا (ټولو ژویو) او خاوري څخه جوړه ده. ټول هغه شیان چې زمونږ شاوخوا تر سترګو […]]]>

د چاپیریال يا (Environment) کلمه د فرانسوۍ ژبې له (Environ) کلمې څخه اخيستل شوې ده چې زموږ په شاوخوا چاپیریال کې د موجوده شیانو مانا لري.

د شاوخوا چاپیریال هغه احاطه ده چې له هوا، اوبو، فلورا (ټولو نباتاتو)، فونا (ټولو ژویو) او خاوري څخه جوړه ده.

ټول هغه شیان چې زمونږ شاوخوا تر سترګو کېږي که ژوندي موجودات دي او که غیر ژوندي لکه اوبه، هوا، لمر، ونې او خاوره ټول چاپیریال بلل کیږې.

د چاپیریال ژوندیو موجوداتو ته بیالوژیکي چاپیریال او غیر ژوندیو موجوداتو ته فزیکي چاپیریال ویل کیږې.

د بیالوژیکې چاپیریال او فزیکي چاپیریال ټولو برخو ترمنځ د متقابلو اړیکو سیستم ته ایکوسیسټم (Ecosystem) وایي.

د چاپېريال ککړتيا!

هره ورځ انسانان په ټنونو ککړونکي (pollutants) شاوخوا چاپیریال ته خپروي چې په پایله کې دغه سیسټم تر ډیره حده پورې اغیزمن شوى.

همدا اوس زموږ اوبه، هوا او خاوره د ککړتیا له ګواښ سره مخامخ دي او د ځنګلونو سوځیدل، د شنو ساحو له منځه تلل، صنعتي فعالیتونه، ټرانسپورټ، فاضله مواد، هوایي صنعت، او دې ته ورته نور عوامل زمونږ د چاپیریال د ویجاړولو لامل کیږي.

چاپیریال ساتونکي او پوهان د نن ورځې د نویو ستونزو په لیدلو سره لکه د اوزون په طبقه کې د سوریو پیداکیدل، په انسانانو کې د یو شمیر  نویو ناروغیو را منځته کیدل او همدارنګه د قطبي یخونو په ویلي کیدو سره دې نتیجې ته رسیدلي دي که چیرته له چاپیریال سره مناسب او سالم چلند ونشي نو په راتلوونکي وخت کې به د انسانانو لپاره ژوند ستونزمن او نا ممکن شي.

د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ!

د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ (World Environment Day) چی د عیسوي (زیزدیز کال) د جون په پنځمه په نړیواله کچه لمانځل کیږې؛ دا ورځ د ۱۹۷۲ز کال د جون د مياشتې له پنځمې څخه را پدیخوا هر کال لمانځل کیږې. دغه ورځ د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام پر مټ لمانځل کیږي او ددې ورځې د لمانځلو څخه اساسې هدف انسانانو ته په نړیواله کچه د چاپیریال ساتنې په هکله عامه پوهاوى ور کول دي. 

د لومړۍ ځل لپاره چې د چاپیریال د ورځې په مناسبت کوم کنفرانس دایر شوی وه شعار یې (بشري چاپیریال) وه او سږ کال د دغې ورځې په مناسبت  (د طبیعت لپاره وخت) Time For Nature شعار غوره شوی دی.

او د همدغه شعار تر عنوان لاندې به په ډیرو هیوادونو کې د ټولنیزې فاصله په مراعت کولو سره او د ټولنیزو رسنیو له لارې به د چاپیریال نړیواله ورځ لمانځل کیږې او اساسې هدف به یې د چاپیریال ساتنې په وړاندې د خلکو پوهاوى ډېرول او د چاپیریال له ویجاړولو څخه مخنیوى کول دي. 

کورونا ویروس د تیر ۲۰۱۹ کال د چین وهان ښار څخه را شروع شوې او تر دې دمه یې په نړیواله کچه ډیر اقتصادي او بشري زیانونه اړولي دي چې د یاد ویروس له امله په ډیرو هیوادونو کې د قرنطین حالت اعلان او صنعتي فعالیتونه بند شول تر څو له دغه نړیوالۍ وبا څخه په امان کې پاتې شي. 

خوشبختاته د قرنطین په نتیجه کې په طبیعت کې ډیر مثبت بدلون را منځته شو او د چاپیریال ژوندیو موجوداتو د خوښۍ او ترقۍ احساس وکړو.

خو اوس ورځ تر بلې هیوادونه د قرنطین له حالت څخه ووځي او بیرته عادي حالت ته را ګرځي.

نو ټولو هیوادونو ته بلخصوص صنعتې او پرمختللې هیوادونو ته پکار ده چې په خپلو کړنو کې چاپیریالي اصول او قوانین په سمه توګه مراعت کړي تر څو په راتلونکو وختونو کې له چاپیریالي ستونزو او آفتونو نه په امان کې ووسیږې.

چاپیریال زمونږ لپاره يو الهې امانت او یو تلپاتې میراث دی نو مونږ باید له دې تلپاتې میراث څخه په سمه توګه ساتنه وکړو او دغه الهي امانت راتلوونکې نسل ته سالم پریږدو.

ځکه ټول ژوندي موجودات خپلې ټولي اړتیاوې له طبیعت څخه لاسته راوړي. هوا، اوبه، ځمکه او ټولې طبیعې زیرمې الهي شتنمي ده چې الله تعالې مونږ ته په وړیا توګه د استفادې وړ ګرځولي دي نو راځئ چې په ګډه سره له دغې الهي شتمنۍ څخه په سمه توګه استفاده وکړو یو خو به مو له دغې الهي شتمنۍ څخه په سمه توګه ګټه اخيستې وي او بل به له چاپیریالي ستونزو او افتنونه څخه په راتلوونکې په امان یو.

لیکوال: ښاغلی ضیاالرحمن الکوزی د چاپیریال ساتنې د ماسټرې محصل دی.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81/feed/ 0
په افغانستان کې د چاپیریال ننګونې او حل لارې http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84/#respond Sat, 06 Jun 2020 09:42:09 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7638   د چاپېریال د نړیوالې ورځې په پار په افغانستان کې د چاپیریال ننګونې او حل لارې   د اقلیم بدلون او د طبیعي افاتو خطرونه   افغانستان له طبیعي پېښو لکه وچکالیو او سیلاوونو سره مخ هېواد دی. سیلاوونه مو نېږدې هر کال د خلکو په ژوند او معیشت او په ملي اقتصاد زیاته […]]]>
 

د چاپېریال د نړیوالې ورځې په پار

په افغانستان کې د چاپیریال ننګونې او حل لارې

 

د اقلیم بدلون او د طبیعي افاتو خطرونه

 

افغانستان له طبیعي پېښو لکه وچکالیو او سیلاوونو سره مخ هېواد دی. سیلاوونه مو نېږدې هر کال د خلکو په ژوند او معیشت او په ملي اقتصاد زیاته بده اغیزه کوي. ملک مو د اقلیم د بدلون په وړاندې زیات زیان منونکی دی او په نړۍ کې د خطرونو په درجه بندۍ کې اتم ځای لري او داسې فکر کېږي چې دا زیان مننه به د تکرار او د شدیدو اقلیمي پېښو له پلوه لا نوره هم زیاتېږي. هغه سکتورونه چې د اقلیم د بدلون په وړاندې زیات زیان منونکی دي عبارت دي له: (۱) کرنه، (۲) انرژي، (۳) د ترانسپورت سکتور په څرګنده توګه د سړکونو زیربناوې، او (۴) د اوبه خور سیستمونه مو د سیلاوونو له کبله.

 

 د ځنګلونو او نباتي فرش له منځه تلل

د ځنګلونو له منځه تلل په ملک یوه مهمه ستونزه ده، چې مهم لاملونه یې: د سون لپاره د ځنګلونو پرېکول، د چارتراشو قاچاق، د ځنګلونو اور، او د ځمکو د مناسبې او پایداره کارونې لپاره د پلانونو نه شتون یې مهم لاملونه دي. د افغانستان د خاورې ۴۵٪ سلنه له څړ ځایونو جوړه ده، خو د بې رویې څړ او نه مدیریت له کبله څړ ځایونه مو تخریب او نباتي فرش یې له منځه ځي چې له دې ډلې طبي بوټي چې زموږ د صادراتی اقلامو په سر کې راځي، هم له منځه ځي. د ځنګلونو او څړ ځایونو دا تخریب زیاتې بدې اغیزې لري چې ځینې یې دادی: د ځمکو فرسایش او تخریب – د نباتي فرش له منځه تلل، د خاورې ګل ګل او غذايي مواد له منځه تلل چې لمدبل (رطوبت ) نه شي ساتلی، د خاورې جوړښت تخریب او د اوبو جذب نه شي کولی، چې دا کار د ستر تخریبي قوت سیلاوونه رامنځته کوی، د اوبو نه جذبېدل یا ډېر لږ جذبېدل د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت لامل کېږي، او سیلاوونه زیات رسوبات له خان سره راوړي، چې د هېواد کانالونه، ویالې، د سیندونو او سیلاوونو بستر او د ابو ذخیرې ډکوي او راتلونکي سیلاوونه کرنیزې ځمکې، سړکونه او کورونه خرابوي، د نباتي فرش کمښت د مالدارانو اقتصاد، معیشت او د مملکت ملي اقتصاد ته زیات زیانونه اړوي.

 

د اوبو د زیرمو نا مناسبه مدیریت، د اوبو ککړوالی او محیطي حفظ الصحه

 

افغانستان په نسبي توګه زیاتې اوبه لري، که څه هم د وخت او ځای له مخې نامناسبې ویشل شوې دي. د افغانستان له پنځو دریايي حوضو څخه له څلورو څخه یې نورو ملکونو ته هم اوبه ځي او دا له نورو سره د کار کولو او همکارۍ اړتیا لري. که څه هم اوبه لرو خو افغانستان له یو شمېر ننګونو سره مخ دی تر څو د کورني لګښت، کرنې، صنعت او چاپېریال ساتنې لپاره لکه د چاپیریال ساتنې لپاره په سیندونو کې یوه اندازه اوبه پرېښودل تر څو په هغو کې ژوندي موجودات له منځه ولاړ نه شي. د اوبو ککړوالی په ځینو سیمو کې یوه ستره ستونزه کېدونکې ده، په ځانګړې توګه د کرنې له راګرزېدونکو اوبو (چې رسوبات او کیمیاوي سرې او حشره وژونکي کیمیاوي مواد لري)، صنعتي فعالیتونه ( چې نا تصفیه شوې ککړې اوبه لری او د درنو فلزاتو او هایدرو کاربنونو، او نورو لرونکې وي)، د بدرفت او کورني ضایعاتو مواد ( چې زیات یې بې له تصفیې و سیندونو، کانالونو او ویالو ته وربهیږي). معدنکاري هم د ځمکې او خاورې زیات تخریب کوي او زیات رسوبات ورنه په ځینو ځایونو کې رامنځته کېږي.

 

د ژوند د تنوع او د ایکوسیستم د خدمتونو له لاسه ورکول

افغانستان د وحشي حیواناتو زیاته تنوع لري، که څه هم د جنګونو، ښکار، او د هغوی د ژوند ځای د تخریب له کبله زیات وجشي حیوانات تر زیات فشار لاندې راغلل او له کمښت سره مخ شول. د افغانستان ځینې سیمې منل شوې چې وتلی ایکالوژيکي سیستم لري، یا د منظرې په لحاظ زیات ارزښت لري او باید ورسره زیات احتیاط وشي کله چې انکشافي پروګرامونه او پروژې هلته پلي کېږي. په ځینو ځایونو کې د ایکوسیستم خدمتونه تر تهدید لاندې دي، لکه د بند امیر سیمه، د قاجار دره، د پامیر لوړې، د نورستان، کنړ، پکتیا او خوست ځنګلونه، د بادغیس او سمنګان د پسته ځنګلونه چې وروستي یې د چاپیریال ساتنې تر څنګ زیات اقتصادي ارزښت او اهمیت هم لري، او اوس د له منځه تلو له تهدیدونو سره مخ دي.

 

د هوا ککړوالی ( په کور او بهر کې د هوا ککړوالی)

 

په کور د ننه د هوا ککړوالی د لرګیو، بې کیفیته تیلو، د ډبرو د سکرو او ان د ځینو بې وزلو کسانو لخوا رابرو د سوځول لیدل شوي او د زیاتو روغتیايي ناروغیو لامل شوي دي، په ځانګړې توګه په ماشومانو او ښځو کې. له کوره بهر ککړه هوا چې له ښاري ترانسپورت، جنریتورونو، د ګردونو، معدنکارۍ او صنعت له کبله چې ( ګرد، سلفر دای اکساید، سرب، ارسنیک، او نور غازي مضر مواد خارجوي). په ښارونو په ځانګړې توګه په کابل ښار کې دا ستونزه په ژمي کې زیاتېږي.

 

د ځمکو تخریب

د ځمکو تخریب، چې د کرنیزو ځمکو د خاورو له منځه تلل د خاورو د فرسایش له کبله په کې شامل دي او ورنه د ځمکې صحرا کېدل پیدا کېږي او یوه ستره ستونزه ده. د ځمکو نا سمه کارونه د ځمکې د تخریب او فرسایش لامل کېږي، د له ونو او بوټو د ځمکې خالي کول، بې پلانه او بې رویې څړ، د سون لپاره د بوټو له بیخه راایستل، په دوامداره توګه په میلان لرونکو سیمو او کمزوره ځمکو کې په غیر فني توګه د للمیو کرل، داسې چې قلبه د کانتور له کرښې سره موازې نه بلکه ورسره په ټکر کې وي، تر فشار لاندې ایکوسیستم سره جلا کوی او د زمانې په تېرېدول سره یې له منځه وړي او په صحرا او بېدیا بدلېږي، په ناسمو ځایونو کې کرنه، ښکارکول، د چارتراشو تر لاسه کول او قاچاق کول او د نورو موخو لپاره د لرګیو غوڅول یې ستر لاملونه دي. د ځنګلونو سون یوه ستره ستونزه ده. د هېواد په ځنګلي سیمو کې کله کله دا ستونزه رامنځته کېږي او زیات ځنګلونه له منځه وړي.

 

د کیمیاوي موادو اغیزه

د کمیاوي موادو او درنو فلزاتو خوشي کول چې له صنعتي فابریکو او معدنکاریو، کرنې په ځانګرې توګه په ستره او صنعتي کچه زموږ د چاپیریال، اوبو، خاورې، هوا او ځمکې د ککړوالي لاملونه له ځان سره لري. که څه هم زموږ په ملک کې د صنعت د کمې ودې له کبله دا شومه ښکارنده هومره زیاته نه ده، خو ورځ تر بلې د صنعت او معدنکاري د زیاتوالی او د قوانینو او مقرراتو د کمزوري پلي کولو له کبله یو رابرسېره کېدونکی خطر ګڼل کېږي. په کرنه کې کارېدونکي د حشرو ضد دواوې، کیمیاوي سرې چې په بې رویه توګه زموږ په ملک کې کارول کېږي په یوه باالقوه چاپیریالي او روغتیايي خطر بدليږي. د کمیاوي موادو پاته شوني زموږ په کرنیزو توکو لکه مېوو کې که زیات شي نو بیا به افغاني توکي لکه میوې په بهر کې څوک خپل ملک ته پرېنږدي او د ملک دا صادراتي قلم به مو له لاسه ووزي، زموږ سیندونه، ویالې او ان تر ځمکې لاندې اوبه به هم ککړې کړي، په هغو کې به کبان او نورو ژوندي واړه موجودات ووژنی، د اوبو کیفیت به مو زیات خراب شي او زیاتې اقتصادي او روغتیايي ضربې به راکړي.

 

د چاپېریال او بېوزلۍ (فقر) تر منځ کلیدي اړیکې

 

د افغانستان په څېر د یوه مخ پروده هېواد لپاره، بېوزلي او چاپېریال سره نېږدي تړلی دي: غریب خلک ممکنه د نورو بدیلونو د نه شتون له کبله، د چاپېریال د تخریب لامل شي. له بلې خوا، یو تخریب شوی چاپیریال ممکن فقر زیات کړي، د مثال په توګه طبیعي زېرمو (منابعو) او د ایکواسیستم خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله زیات امکان شته چې بېوزله خلک لا زیات نور بېوزله شي او د ډېرو نورو له فقره د وتو مخه ډب کړي.

 

د هغو خلکو لپاره چې په غربت کې ژوند کوي چاپېریال زیات اهمیت لری، او بېوزله د خپلې زیان مننې او په طبیعي زیرمو د زیات تړاو او د کمو توانمندیو له کبله چې نه شي کولی له بیروني ټکانونو لکه سیلاونو، وچکالیو او نورو سره  ځان برابر (عیار) کړي، نو د چاپېریال د تخریب او اقلیم د بدلون له کبله زیات په خطر کې دي. تاسو تصور وکړئ، د کابل په یوه له زیات بیره باره، ګردونو او دودونو ډکه جاده کې ناست بېوزله ماشوم چې ټوله ورځ یا د خلکو بوټان رنګوي، یا یو څه پلوري او یا هم ګدايي کوي، زیات به تر خطر لاندې وي که د هغه مالداره کس زوی چې په لوکس ایرکندیشن لرونکی موټر کې شوونځۍ ته ځي او په کور کې هم هر راز پاک چاپېریال، اوبو او خوړو ته لاسرسی لري. ښکاره ده چې بېوزله کسان زیات تر خطر لاندې دي. نو دا روښانه ده چې د فقر کمولو او ورکولو لپاره په چاپیریال ساتنه او ښه مدیریت یې پانګونه ښې لاسته راوړنې لري. خو دا هغه څه دي چې هر څوک یې نه شي درک او تحلیلولی. د دې لپاره  چې – د چاپیریال د ښه والی او پاکوالي دوام خوندي کړو – نو د تلپاتې پراختیا زیاتو موخو (هدفونو) یا (SDGs)ته باید د غوره علمی پروګرامونو په مټ ځان ورسېږو. د اقلیم بدلون کېدی شي زموږ د ملک د بېوزلۍ په کمولو او د اقتصادی ودې دواړو ارمانونو ته تاوان پېښ کړي او همدارنګه به مو په چاپېریال هم بده اغیزه وکړي. دا داسې ننګونې دي چې ورو راځي، زموږ بېوزله او نا لوستي خلک یې نه شي درک کولی او کادرونه، سیاسیون اوچارواکي مو په نورو غمونو کې ورک دي او دې ته د کمو خلکو فکر دی.

 

بېوزله (غریب) څوک دی؟

که څه هم په افغانستان کې زیاتې پیسې کارته پورته شوې، یو شمېر خلک مو زیات شتمن شول، خو تر اوسه د هېواد د نفوسو تر نیمايي زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې په بېوزلۍ کې ژوند کوی، په دې کې د ښار د اوسېدونکو او کلیوالو بزګرانو، سړیو او ښخو، بېوزلو او شتمنو ترمنځ توپیر زیات دی. بېوزله کورنۍ په ناانډول ډول په کرنه کې موندل کېږي او زیات د اقلیم د بدلون له ټکانونو او موسمي عوایدو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. فقر د جنسیټ قوی اړخ لري، هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي زیات امکان شته چې فقیر به وي، په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې.  زیان منونکي خلک زاړه، معلول، د اوږدو ناروغیو لرونکي، یتیمان او بې سرپرسته ماشونان، یا هغه ماشومان چې یوازې مور او یا پلار لري. زیان مننه د ټولنې او کورنۍ په توانمندیو پورې تړاو لري چې له بهرنیو ټکانونو او خطرونو سره مقابله وکړي. تر ټولو زیات عام خطرونه د اقلیمي بدلونو او یا طبیعی ناورینونو ( په ځانګړي توګه له وچکالیو او سیلاونو) او د کښتونو له منځه تلو، د قیمتونو د لوړوالي او یا له ناروغیو رامنځته کېږي.

 

څه باید وکړل شي او څنګه باید وکړل شي؟

د دې لپاره یوازې زاړه سکتوري فرمولونه کارنه ورکوي داسې چې هر وزارت او سکتور د یوازې په ځنګلونو، څړځایونو، د اوبو په تنظیم، د وحشي حیواناتو په خوندیتوب، د ساتل شوو سیمو چې د ژوند د تنوع او اکالوژي له پلوه اهمیت لري، د مالدارۍ، کرنې، اوبه خور، د خلکو د معیشت ښه کولو او نوور سکتورونو کې کار وکړي.

 

سمه او ننۍ په علمی او عملي تجربو ولاړه پوهه داده چې باید په هر اړخیزه توګه او په ګډه ټول اوړونده سکتورونه او ادارې د منظمو پلانونو له مخې کار وکړي. یوازېنۍ لاره داده چې د هېواد چاپېریال ساتنې، د طبیعي زیرمو لکه څنګلونو او څړځایونو، د ژوند تنوع، ایکالوژیکي سیستمونو او د هغوی خدماتو ته زیاته پاملرنه وشي، د منظمو او علمی پروګرامونو له مخې ورباندې پانګونه وشي، او نن سبا د هر اړخیزه واټېر شېد او لنډسکېپ د مدیریت په طریقو یې مدیریت وشي. په دې روښونو کې د اړوندو دولتي او نا دولتی ادارو، اکادیمیکي نهادونو لکه پوهنتونو، مدني ټولنو، ګټه اخیستونکو ټولنو او د هغوی انکشافي شوراګانو، خصوصي سکتور، نړیوالو موسسو، رسنیو او نورو په ګډه کار اړین دی.

 

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d9%86%d9%86%da%ab%d9%88%d9%86%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84/feed/ 0
اقليمي بدلون او ذهني فشار http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%82%d9%84%d9%8a%d9%85%d9%8a-%d8%a8%d8%af%d9%84%d9%88%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b0%d9%87%d9%86%d9%8a-%d9%81%d8%b4%d8%a7%d8%b1/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%82%d9%84%d9%8a%d9%85%d9%8a-%d8%a8%d8%af%d9%84%d9%88%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b0%d9%87%d9%86%d9%8a-%d9%81%d8%b4%d8%a7%d8%b1/#respond Mon, 18 May 2020 10:39:43 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6566 دا اوس مې يو راپور لوسته چې په کې يې د يو څو ځوانانو او پېغلو کيسې ليکلي او منځپانګه یې دا ده چې د اقليمي بدلون له امله تر ذهني فشار لاندې دي. په دغو کسانو کې له شپږ کلنې ماشومې نيولې تر شل کلنو ځوانان او پېغلې شته دي. د هغوى له ډلې […]]]>

دا اوس مې يو راپور لوسته چې په کې يې د يو څو ځوانانو او پېغلو کيسې ليکلي او منځپانګه یې دا ده چې د اقليمي بدلون له امله تر ذهني فشار لاندې دي. په دغو کسانو کې له شپږ کلنې ماشومې نيولې تر شل کلنو ځوانان او پېغلې شته دي.

د هغوى له ډلې يې اسټرالیایي کلوور هوګن چې اوس انګلستان ته کډواله شوې هم شته، چې تر سخت ذهني فشار لاندې ده، خو اوس يې يوه ټولنه جوړه کړې او په ځوانانو کې کار کوي او پیغام یې دادی: ((د اقليمي بدلون خلاف ستاسې يوه وړه کړنه هم حساب وړ ده، تاسې کار وکړئ!))

کينيایي اقليمي فعاله ايليز يبيټ بيا وايي: ((ځوانان وېره لري چې موږ به له زړښته مړه نشو، مګر اقليمي بدلون به مو خامخا ووژني.))

د انګلستان د چاپېريال ادارې د يوې نوې څېړنې پر اساس، هغه خلک چې د چاپېريال سترې پېښې لکه سېلابونه، اورونه، ډېره ګرمي يا هم طوفانونه ګوري يا يې شاهدان دي، پنځوس سلنه له ذهني فشار سره مخ دي.

له دې ذهني فشار څخه څنګه ځانونه خلاص کړو؟!

دا چې وړاندې مو ولوستل چې د اقلیمي بدلون لومړی اغېز پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو دی، نو دوی له ذهني ستونزو سره مخ کوي. تر دې عنوان لاندې ځینې هغه مسوولیتونه تشریح کېږي چې والدین یې باید د خپلو اولادونو د هوسا راتلونکې لپاره وکړي.

ـ دا چې هر انسان اقليمي او چاپېريالي متخصص نه دى او ضرور هم نه ده، نو کله چې مو اولاد درنه پوښتنه وکړه او پرې پوه نشوئ، نو ورته ووایئ: واه! څومره ښکلې پوښتنه! صبر زه يې درته په انټرنېټ وګورم، له فلاني به یې پوښتنه وکړم، سبا به یې ځواب درکړم.

– کله چې اولادونه د اقليمي بدلون او چاپېريال ته د متوجه ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي، نو داسې ورته مه وایئ چې هیڅ خبره نشته او هر څه سم دي، بلکې ورته ووایئ، ستا اندېښنې پر ځای دي، خو له دې ستونزې د خلاصون لپاره دغه او دغه لارې هم شته او تمرکز باید په مثبتو لارو چارو وشي.

– تل د يو شي په اړه منفي خبر انسان ناهیلی کوي او اقلیمي بدلون خو بیا حیاتي موضوع ده. په همدې دلیل هڅه وکړئ چې خپلو اولادونو ته د موضوع منفي اړخ کم او مثبت یې زیات تشریح کړئ او دغه څه دې باید مخکې له مخکې په ذهن کې وي.

ـ خپل ماشومان پرېږدئ چې د اقليمي بدلون په اړه مطالعه وکړي. د اقلیمي بدلون خلاف لاریونونو او غونډو کې برخه واخلي، له دوی سره مرسته وکړئ چې د دې موضوع په اړه د سټیج پر سر خبرې وکړي، په کمپاینونو کې برخه واخلي او د اقلیمي بدلون خلاف مؤسساتو سره یو ځای شي.

ـ د اقليمي بدلون خلاف برياوې مو له اولادونو سره په ګډه ونمانځنئ، ان که چېرې ډېره کوچنۍ بریا هم وي.

موږ ته څه کول په کار دي؟

زما ښه په ياد دي چې موږ په ښوونځي کې د چاپېريال ککړتياوې لوستې وې، خو چې کله له دولسم ټولګي فارغ شوم، نو دا مې نه وو زده چې چاپېريال کوم ډول خطر سره مخ دى؟ اقليمي بدلون څه ته وايي؟ نړۍ داسې يو خطر سره هم مخ ده؟ تر دې چې پوهنتون مې پيل کړو او سر مې خلاص شو او ښایي لوی دلیل یې دا وي چې په همدې برخه کې مې زده کړې کړې دي. خو د چاپېریال ساتنې او چاپېریال ته د ورپېښو ګواښونو په اړه په ابتدایي مسایلو باید هر ماشوم پوه وي، ځکه دا د هر فرد له ژوند سره تړلې موضوع ده.

دا چې ستونزه زموږ په ښوونځيو، ښوونکو، نصاب یا بل چا کې وه، دا پرېږدو متخصصینو ته، خو اوس راځم دې ته چې ورځ تر بلې چاپېریال ته د ورپېښو ګواښونو لمن په پراخېدو ده، نو موږ باید څه وکړو؟

دا چې له خپلو اولادونو وخت په وخت پوښتنه وکړئ چې چاپېریال څه ته وایي؟ اقلیمي بدلون څه ته وایي؟ د چاپېریال ککړتیا یعنې څه؟

همداراز دې ته ورته هغه نورې پوښتنې ورڅخه وکړئ چې چاپېریال او چاپېریال ساتنې ته متوجه دي او ورسره د مبارزې لپاره باید ورسره څه وشي؟

که یې زده وو نور یې هم وهڅوئ او که یې زده نه وو، ورته معلومات ورکړئ او بیا هم تکراروم، چې اړینه نه ده هر څوک باید د چاپېریال ساتنې متخصص وي، بلکې هغه لومړني معلومات خو باید ولري چې زموږ د چاپېریال تضمین کوي او بالاخره زموږ ژوند ژغوري.

اولادونه مو لکه زموږ ړانده او کاڼه مه لویوئ. چاپېریال ساتنه نن سبا ډېره ګرمه او حیاتي موضوع ده، ځکه د ډېرو نورو موضوعاتو په څېر چاپېریال له خپلو اوسېدونکو سره طبقاتي چلند نه کوي، بلکې خان، غریب، ماشومان او لویان ټول ګواښي، نو له جدي خطرونو یوازې هغوی ځان ژغورلی شي چې په دې مسایلو خبر وي. مه پرېږدئ چې ماشومان مو د نورې نړۍ له ماشومانو کم يا هم په کم احساس را لوى شي، داسې يې وروزئ چې ځان د دې ځمکې مالک احساس کړي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%a7%d9%82%d9%84%d9%8a%d9%85%d9%8a-%d8%a8%d8%af%d9%84%d9%88%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b0%d9%87%d9%86%d9%8a-%d9%81%d8%b4%d8%a7%d8%b1/feed/ 0
په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه! http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%b5%d9%86%d8%b9%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%a7/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%b5%d9%86%d8%b9%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%a7/#respond Wed, 29 Apr 2020 13:59:40 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7216 په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه! د “چاپیریال” د مفهوم  منځپانګې په اړه :   په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او تېره بیا د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه خورا زیات رپوټونه د ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شول ، چې ورسره جوخت دلته او هلته د […]]]>

په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه!

د “چاپیریال” د مفهوم  منځپانګې په اړه :

 

په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او تېره بیا د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه خورا زیات رپوټونه د ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شول ، چې ورسره جوخت دلته او هلته د دغه ککړتیا د مخنوي لپاره د اړوندو مسئولینو له خوا د ځینو ځانګړو تدابیرو نیولو لپاره ناستې او غونډې  تر سره  شوې  . خو کومې د پام وړ پایلې له ځانه سره نه درلودلې . خو له هغه ورځې راهیسې ، چې د کرونا ویروس ( کووید ــ ۱۹) سره د مبارزې پخاطر په ګرځېدو راګرځېدو  بندېز لګول شوی  د ځینو سرچینو د راپور له مخې د ککړتیا کچه راټیټه شوې  .  پدې پلمه مې وغوښتل د چاپیریال ساتنې په اړه یو لنډ مطلب د روسي ژبې څخه  وژباړم او تاسو درندو لوستوونکو سره یې شریک کړم .

ژباړه :

د اصلي اړخونو د تحلیل وروسته ، موږ کولی شو د “چاپیریال” د مفهوم منځپانګې په پام کې ونیسو . په عمومي ډول، چاپیریال د فزیکي، کیمیاوي، بیولوژیکي، انرژۍ او نورو برخو یوه ټولګه  ده ، کوم چې د یو بل سره اړیکې نیسي ، د ژوندي موجوداتو د ژوندانه شرایط او معیشت جوړوي . هغه علم ، چې قوانین ، قانونمندي (نظم)او پرنسیپونه یې د ژوندي موجوداتو د خپلمنځي کړنو او دهغوی د چاپیریال سره اړېکې مطالعه کوي د ٬٬ ایکولوجي ٬٬ نوم یې تر لاسه کړی دی . د ایکولوجي اصطلاح د دوو یوناني وېیو څخه  ” oikos ”  کور  او ” logos ”  علم  څخه  منځ ته راغلی دی  . د بشرد څو ګونو فعالیتونو او د چاپیریال سره د هغه د پرله پسې (دائمي ) زیاتیدونکو متقابلو اړېکو ارزښت  ددې سبب شو ، چې مدرنه (عصري )  ایکولوژي په یو زیات شمېر علمي څانګو او مضامینو باندې ووېشل  شي :  لکه : د انسان چاپیریال او اقتصادي چاپیریال .

د عصري  تمدن ځواک په چټکۍ سره وده کوي ،  علم او تخنیک  د هغوی پرمختګ لپاره نوي افقونه خلاصوي . د علم او تخنیک پرمختګ عملآ نه کنټرولیدونکی شو. اوس ټولنه په دوامداره توګه دې ته اړ ایستل کیږي ، چې د نویو را راټوکېدونکوفرصتونو(شونتیاوو) سره اړخ ولګوي اوهغوی د خپلو اړتیاوو سره  متناسب کړي . دا ډول حالت د نړیوال ناورین د خطر څخه ډک دی  . اوس هغه وخت رارسېدلی دی ،  چې د بایوسفیر( بیالوژي ) په تکامل کې د انسان د فعاله  ذهن اغېز اړین او لازمي ګڼل کیږي  .

د تولید پوتنشل  په چاپیریال باندې  خورا زیاته  اغیزه کوي ، ځکه چې د اقتصادي ودې په پایله کې ناخالص محصولات  کوم ، چې د کثافاتو په واسطه د چاپیریان دککړتیا لامل ګرځي ، ډېریږي  او په پایله کې په مستقیمه توګه د چاپیریال د وضعیت خرابیدو ته لاره هواروي . د ککړتیادکچې له مخې ، په چاپیریال باندې  د کانونو کېندل، کیمیاوي ، پترو شیمي او د کاغد جوړولو ، او همدارنګه د ترانسپورت تصدۍ لوی اغېز پرېباسي .

باید یادونه هم وشي ،  چې د ناخالص محصول ډیروالی نه یوازې د پنځیزو(طبیعي)سرچینود ککړتیا لامل کیږي ، بلکې د دوئ کمېدلو ته هم لاره هواروي . دا د دې حقیقت له امله ، چې ډیری تصدۍ  پنځیزې  سرچینې پرته لدې چې بیرته راوګرځي کاروي  . د مثال په توګه ، په داسې تکنالوژیکي  پروسو کې لکه د سمنټوپه  تولید ، کیمیایي موادو  او داسې نور ، اوبه بېرته  د اوبوځاینو  ته نه راستنیږي ، مګر په بشپړ ډول د تولید په پروسه کې مصرف کیږي  .

د طبیعي چاپیریال ککړتیا ـــ دا په ورکړل شوي  سیسټم کې د زیان رسوونکو موادو( غلظت ) زیاتوالی دی ، چې د  رامنځته شوو نورمونو څخه ډیر وي  ، په تېره  بیا په دې کې د داسې عناصرو را ښکارېدل  ، چې د طبیعت ځانګړتیا نه لري .

 هر عنصر کولی شي د ککړتیا په توګه عمل وکړي او اکوسیستم  له انډول حالت څخه لېرې کړي .

د چاپیریال ککړتیا د لاندې ځانګړنو( معیارونو) له مخې  ډلبندي  کېدی شي :

– د اصل له مخې   :   طبیعي او مصنوعي؛

– د سرچینو له مخې   :   صنعتي ، کورني ، ترانسپورتي ، زراعتي؛

– د خطر  درجې له مخې  :  خورا خطرناک ، خطرناک ، په منځنۍ درجه  او لږه درجه خطرناک؛

– د طبیعي چاپیریال د اجزاوو له مخې   :  ځمکه ، د اوبو سرچینې  ، د ځمکې لاندې  ، ژویو او نباتاتو نړۍ  ،دفضا اتموسفیر ؛

– د عمل د کچې له مخې  :  ځايي  ، ځايي ځمکني  ، سیمه اییز ،  ولایتي ؛

– د عمل د نوعیت له مخې   :  کیمیاوي  ، فزیکي ، فزیکي ــ کیمیاوي ، بیولوژیکي؛

– د عمل د فریکونسۍ له مخې   :  جلا ( مجرد) ، دائمي  ، لنډمهاله؛

– د مقاومت درجې له مخې  :  خورا  قوي ، متوسط قوي  ​​  ، لږ  قوي  او کمزوري   ؛

– د ککړو موادو د  غلظت له مخې   :  د نورم مطابق ( مجاز)  ، د نورم څخه  لوړ  ، له حده  ډیر او چاپیریال ته زیان رسوونکي ککړتیا .

د پنځیزو سرچینو د ککړتیا یو  ترټولو مهمو علتونو څخه  له حده زیات د هغوئ ( سرچینو)  لګښت دی .  نو ځکه  د چاپیریال د ککړتیا د کچې د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د سپمولو اوخوندیتابه لپاره  باید د نوو ټیکنالوژیو څخه پراخه ګټه پورته شي  .  تولید ته د ورپیژندل شوو ټیکنالوژیکي پروسو تر ټولوغوره وریانتونو دپیداکولو او د چاپیریال له نظره د صنعتي کومپلکس د ارزولو د میتودونو کارول اړین دي .

د ښاري صنعتي کمپلکس دچاپریال ارزونه  د لاندې شاخصونو په کارولو سره تر سره کیږي :

ـــ د طبیعي شرایطو راحته کول   او په چاپیریال باندې د بشریت اغېزه ؛

ـــ د ځمکې د پاسه  او  لاندې اوبو دککړتیا کچه؛

ـــ د هوا د ککړتیا کچه؛

 ــــ د شور او زوږ  ( صوتي )  ککړتیا کچه؛

 ـــ د کثافاتو د ذخیره کولو او جلا کولو تنظیم  ،

 ـــ د نفوسو د  روغتیا شاخصونه .

دچاپیریال ارزونه د سرچینو دکارونې سره نږدې تړاو لري .

K.K. Raman د صنعتي کمپلیکس د ایکولوژیک حالت د شاخصونو د ارزولو وړاندیز کوي ، دوئ  دا په درې بلاکونو نښلوي   .

لومړی  ـــ   د منفي اغیزو بلاک ، چې  پکې  دا لاندې  شاخصونه شامل دي  :

ـــ  د هوا ،  اوبو ، خاورې او جامدوککړتیا،  شور (غالمغال )، لړزش ،

ــ  اډیفیک شرایطو کې بدلون (د هایدرولوژیک رژیم په ګډون  )،

ـــ د برېښنایي  مقناطیسي او راډیو اکټیو وړانګو لوړه کچه .

 

دوهم  ــ   تاوان یا خساره ورکوونکی بلوک  :

ـــ د سیمې زرغونول  (شین کول )؛

 ـــ  د اوبو ځایونه (فضا )؛

ــــ د ساتېرۍ وړتیا یا پوتنشل .

دریم  –   د اختیاري (غوراوي ) واحد بلوک  :

ـــ د ښاري سیمو پلانول ؛

 ـــ  مایکروکلیمټ ؛

ـــ د ودانیو پرمختګ  کې ( ښه والی ).

د ښاري صنعتي کمپلیکس د چاپیریال د وضعیت  په  یوه  بله  ارزونه کې دا لاندې برخې شاملې دي :

ـــ د طبیعي اجزاوو  (فضا ، اوبو اوځمکنیزو  سرچینو ) د ککړتیا کچه .

ـــ د ملي اقتصاد د فعالیت په پروسو کې د رامینځته شوو زیان رسوونکو موادو ټولګه ؛

ـــ چاپیریال ته د بیرون شوو زیان رسوونکو ګازونو دکمي او کېفي (تر کیب )جوړښت .

ـــ د زیان رسوونکو بیرون  غورځونکو موادو په اړه  د شرکتونو له خوا په خپل وخت او دقیق راپور  .

ــ د پاکوونکو تجهیزاتو ، د دوړو ، غبار او ګازو د چاڼ دستګاوو د په کاراچولو، بیارغونو او عصري  کولوپه اړه  د پلان د پلی کولو پایلې  .

ــ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پانګونې  وده؛

– د طبیعي چاپیریال عناصر چې باید بربنډ شي –  هغه د طبیعي عناصرو تر مینځ اړیکه او یو بل سره تړاو،

ــ  د طبیعي عناصرو  طبیعي پراختیا ته  لېوالتیا؛

د طبیعي عناصرو دکیفیت  او د هغې د ډلبندۍ په تغیر باندې د انسان انتروپژیک تاثیرات ؛

– بحراني  ، جنجالي حالت  (د طبیعي اجزاو د ویجاړتیا یا تخریب درجه)؛

– پیچلی انتروپژیک وزن  (بار)،

– پدې سیمه کې د پنځیزو عناصرود اوسني حالت بشپړ  تحلیل؛

–  د چاپیریال ککړتیا له امله رامینځته شوی زیان .

د چاپیریال کیفیت ، په طبیعي چاپیریال کې د زیان لرونکو اجزاو حقیقي غلظت د هغوی  د مجازاعظمي حد سره  د  پرتله  کولو په مرسته مالومیږي .

 د چاپیریال حالت په  دې لاندې  فورمول سره مالومیږي  :

n = Ci / PdKi

دلته  n ـ ـ  یو کویفیسنټ (ضریب ) دی ،  چې  د (i)  عنصر اصلي غلظت د اعظمي حد څخه  څو ځلې پورته یا لاندې وي ، ښیې ،

دلته  Сi ـ ـ  د ( i ) زیان رسوونکي عنصر اصلي غلظت ،   

PdKi ـ ـ    (i )  د اجزا یا عنصر مجازاعظمي حد  .

د پورته ذکر شوو چاپیریالي شاخصونود ارزونو میتودونه  سره خورا زیات توپیر لري  او په اصل کې دوی تاسو ته اجازه درکوي ، چې په ټولیزه توګه د صنعتي کمپلیکس په اړه یو معقول لید او کارول شوې  ټیکنالوژیو د چاپیریال ساتنې (خوندیتوب) درجه ترلاسه کړئ   .په هرصورت ، د دوی دنیمګړتیا یو مهم شاخص هم ، د ځینومصرف شوو طبیعي سرچینود مقدار او د ورته سرچینود بیرته راستنیدونکي مقدار ترمنځ د تناسب نشتوالی دی . تر یوې اندازې پورې ، دا د اوبو په سرچینو پلی کیږي .

 باید یادونه وشي چې د صنعتي کومپلکس  پراخیدونکي وده باید  د تولید زرغونیدو سره تر سره شي .

د تولید شین کول (  زرغونول ) :

– د صنعتي کمپلکس د تشبثاتو لخوا د داسې  محصولاتو تولید ، چې طبیعي چاپیریال ته لږ زیان رسوي .

– د تولید تکنالوژۍ زرغونول  ، د بې  ضایعاتو  او ټیټو فضله تکنالوژیو پراختیا؛

– د تولید تخنکی ، اتوماتیک  ،د  اندازه کولو  او کنټرول  وسایلو او همداشان  د چاڼ او درملنې تاسیسات او نورو سیسټمونو ایکولوژیک کول ؛

– د داسې وریانتونو پراختیا ، چې په مرسته یې د صنعتي کثافاتو( ضایعاتو) څخه نوي ګټور محصولات ترلاسه شي .

]]> http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d9%be%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%d8%af-%d8%b5%d9%86%d8%b9%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3%d9%be%d9%88%d8%b1%d8%aa-%d8%a7/feed/ 0 د کابل ککړه هوا، لاملونه او حل لارې http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%da%a9%da%93%d9%87-%d9%87%d9%88%d8%a7%d8%8c-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%da%a9%da%93%d9%87-%d9%87%d9%88%d8%a7%d8%8c-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90/#respond Sun, 26 Apr 2020 03:58:09 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6607 د هوا ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي چې ګازونه (کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې  ورګډ شي. دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیو او حتی د مرګ لامل کیږي. […]]]>

د هوا ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي چې ګازونه (کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې  ورګډ شي. دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیو او حتی د مرګ لامل کیږي. د هوا ککړتیا د انسانانو سربیره نورو ژوندي موجوداتو ته هم زیان اړوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا شمیر هر کال په لوړیدو دی، سره له دې چې کابل صنعتي ښار نه دي اوس مهال د نړۍ د ککړو ښآرونو په سر کې راځي چې هوا یې تر بل هر وخت د انسانانو، څارویو او نباتاتو لپآره مرګونې شوې ده. د ګازونو او کیمیاوي ذراتو  ډیرښت په د غه ښار کې ژوند ته لوی ګواښ رامنځ ته کړی دی. په وروستیو لسیزو کې هغه کابل چې یو وخت د خپلې ښې آب او هوا له امله د سیمې په کچه یو بینظیره پلازمینه وه. خو اوس د دولت او ولس د ناپامې له امله کابل د نړۍ د ککړو ښارونو په کتار کی درولی او تر بل هر وخت اوس کابل د هوا د ډیرې بدې ککړتیا رنځ وړي، د کابل ښار دغه بده ورځ کوم تصادف نه وو او نه هم نه اټکل کیدونکې پیښه وه بلکي کلونو وړاندي د چاپیریال ساتني نړیوالو اداروه دا خبرداری ورکاوه چې که د کابل د هوا غم ونه خوړل شي دا ښار به د ناپاکه چاپیریال له وجې د اوسیدو وړ ونه اووسي، خو د دولت نه پاملرنې او د کابل د اوسیدونکو بد اقتصادي وضعیت دا هر څه شونې کړي چې دغه حالت وزغمو، په کابل کې د چاپیریال ساتنې او نورو همکارو ادارو چارواکو او مسولینو هم هغه وخت د هوا ککړتیا ته پام شي چې هر کله یی ککړه او ګردجنه هوا یې په مخونو سریښ شي، سترګې یې وروسوزوي، او لاسونه یي ورناولي کړي.

د کابل د ککړې عوامل څه دي؟

په جنګ ځپلو هیوادونو او ښارونو کې د هوا د ککړتیا لوی لامل په چټکه توګه ښاري ژوند ته د راګرځیدو هوس او تلوس ده؛ چې نا پلان شوې ښاري پراختیا رامنځ ته کوي او دې ټکو ته پام نه کیږي چې د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي فابریکو جوړول، زراعتي سیمي او شنې ساحې په پآم کې نه نیول، د نفوسو چټکه وده په پام کې نه نیول، چې په راتلونکو نږدې کلونو کې څومره چاپیریال ککړولی شي؛ چې ښه مثال یی د کابل هوایی میدان په څو کیلومترۍ کې د سرک نو او پکتیا کوټ سیمه ده چې د کابل اکثر صنعتي فابریکې پکې آبادې دي د دغې سیمي تر څنګ یی د کابل د هوا په ککړیدو کې ستر رول لوبولی دی.

دویم قدم کې  د کابل ښار د هوا د ککړوالي لوي لامل  ښاري ټرانسپورټ دی. په ښاري ټرانسپورټ کې  په موټرو کې د ټیټ کیفیته تیلو څخه ګټه اخیستنه، د زړو موټرو زیاتوالی او د ترافیکي مدیرت نه شتون دی، دریم لوی لامل د کابل د ککړي هوا د سون لپاره د لرګیو او ډبرو سکارو کارول دي، په کابل کې  ښارګوټي او د ودونو هوټلونو کې تصفیخانې نه دي نصب شوي او داسي توکې د سون لپاره کاروي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، څلورم لامل د په کابل ښار کې د شنو ساحو کمښت او نشتون دی او د دې برسیره د وګړو ناغیړي هم ده چې د خپلو کورونو خځلې په خلاصو ساحو کې اچوي. په کابل کې د نفوسو د شمیر زیاتوالی هم د هوا د ککړیدو عمده لامل شوی دی چې په ډیره کمه سیمه کې ډیر زیات وګړي هستوګن دي، د نفوس تراکم د دې باعث ګرځیدلی چې د کابل غرونه غونډۍ او شنې ساحې په رهایشي سیمو بدلې شي. بل دا چې د کابل له ښاره غرونه را چاپیر دي او دغه شاوخوا غرونه د دی عامل ګرځیدلي  ترڅو ګرد او دود پری نږدی چی د کابل له ښاره ووځي.

د کابل ښار هوا د ککړیدو مخنیوي

د افغانستان په څیر جنګ ځپلی او جګړه کې ښکیل هیواد پلازمینه کې د پورته یادو شويو لاملونه  مخنیوی اسان کار هم نه دی ځکه دلته ښه حکومتولي، نتیجه وره پالیسي او اړینه تکنالوژي نشته، اقتصادي مافیه برلاسې ده، د زړو موټرو د ترمیم منظم سیستمونه نشته، له بلې خوا دا زاړ موټرونه د بیوزلو هیوادولو لپاره د روزۍ پیداکولو وسیله ده. او د  له منځه وړلو په بدل کې یی د تاوان ورکولو وس په موجوده دولت کې نشته.

خو که اراده او له شته امکاناتو څخه سالمه استفاده او تخصص شتون ولري د امکان تربریده یی مخه نیول کیدای شي.

تر ټولو لومړی یوه ستراتیژک پلان ته اړتیا ده، چې په دې کې د ځمکو څخه د تل پاتې ګټې اخیستنې  پلان مهم توکی دی؛ تر څو په راتلونکو کلونو کې هغه ساحې چې تر خطر لاندې وي په نښه او خوندي کړاي شي. د مثال په توګه په هغه ساحو کې باید ساختمانونه جوړ نه شي چې د ښار د اوسیدونکو د اوبو زیرمې تر خطر لاندې راولي. بل  دا چې د ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې د ښاري ټرانسپورټ په واسط د رامنځ ته شوي ککړتیا د اصلاح لپاره موټرونه په تکنالوژۍ سمبال او د هغو د تیلو په کیفیت تمرکز وشي او ښاري ترافیک کنټرول شي.

د برېښنا او ګاز کمیت او کیفیت ته پام وشي او بیه یې راښکته شي،  تر څو خلک مجبور نه شي چې د کورونو د ګرمولو لپآره په بخاریو کې د ډبروسنکاره او نور ککړونکي توکي وکاروي.

په څاګانوکې د فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره قوانین او مقررات  جوړ او پلي شي. د اوسیدو ساحو کې نږدي صنعتي کار خونې وتړل شي . خام سړکونه او کوڅې پخې او د څنګ ویالې یې جوړې او د باران اوبه مدیرت شي په ښار کې فاضله مواد سم راټول، انتقال او پروسس شي.

اوسنی کابل ښار باید  پراخه کړی شي. ټولې شنې ساحې بیا ورغول شي په کوڅو، د سرکونو غاړو، ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کې نیالګې ولګول شي.

دغه پورته موارد هغه وخت شوني کولی شو چې دولت اراده  ولري او د ولس همکاري جلب کړي.

]]> http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%da%a9%da%93%d9%87-%d9%87%d9%88%d8%a7%d8%8c-%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%84-%d9%84%d8%a7%d8%b1%db%90/feed/ 0 د ځمکې نړیواله ورځ موږ ته څه رایادوي؟ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%81%d9%85%da%a9%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%85%d9%88%da%96-%d8%aa%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%b1%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%8a%d8%9f/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%81%d9%85%da%a9%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%85%d9%88%da%96-%d8%aa%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%b1%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%8a%d8%9f/#respond Wed, 22 Apr 2020 15:54:41 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=7145 لیکوال د چاپیریال ساتنې د ماسټرې محصل دی ځمکه د کائناتو د څښتن یو سپیڅلې امانت دی چې په کائناتو کې یې هم ورته داسې ځای کې موقعیت ورکړی چې نه له لمره ډېره لرې او نه ډېره نږدې ده او د دې ځانګړې ارزښت ورکولو په ‌خاطر الله «ج» پر ځمکه قسم یاد کړی […]]]>

لیکوال د چاپیریال ساتنې د ماسټرې محصل دی

ځمکه د کائناتو د څښتن یو سپیڅلې امانت دی چې په کائناتو کې یې هم ورته داسې ځای کې موقعیت ورکړی چې نه له لمره ډېره لرې او نه ډېره نږدې ده او د دې ځانګړې ارزښت ورکولو په ‌خاطر الله «ج» پر ځمکه قسم یاد کړی او فرمایلې یې دي: «وَالاٌرضِ وَمَا طَحَاهَ.»

که نورو سیارو ته وګورو په کائناتو کې ځمکه یوازېنۍ سیاره ده چې د ژوند کولو زمینه په‌کې برابره ده او د ژوندیو موجوداتو ژوند په‌کې په منظم ډول روان دی، خو که د دې سیارې سمې ساتنې ته پاملرنه‌ و نه‌شي لرې نه‌ده چې یو ستر بشري ناورین رامنځ‌‌ته شي.

دا چې ځمکه زموږ په ژوند کې دومره ارزښت لري له ۱۹۷۰ میلادي کال وروسته د کالیزې پر پاڼې یو ورځ «د اپریل ۲۲مه یا د غویي دویمه» د ځمکې نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه، د دې نظریې مخکښ ګایلورد نلسن و او د دې ورځې له نومولو اصلې موخه د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی دی چې انسانان څه ډول د ځمکې په ارزښت پوه شي او له طبیعې سرچینو سمه ګټه پورته کړي او تر ټولو مهمه دا چې دې برخې ته یې توجه لا ډېره شي.

په دې نړیواله ورځ مېلیونونه وګړي راوځي او د چاپېریال ساتنې د اهمیت په هکله په غونډو او تعلیمي پروګرامونو کې ګډون کوي او یا هم د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په ګروپونو کې برخه اخلي، څو د ۲۶۰ کلن صنعتې پرمختک د منفې اغېزو پر وړاندې د مخنیوي لپاره خلکو ته مالومات ورکړي.

همداراز، د ځمکې نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون هر کال په ټوله نړۍ کې له یو ځانګري پیغام سره نمانځل کېږې چې د ۲۰۲۰ کال پیغام یې د اقلیمې بدلون «Climate Change» د مخنیوې په هکله دی.

اقلیمي بدلون هغه تغیراتو ته ویل کېږي چې د هوا حالات د نسبتاً اوږده وخت ثبت شوي ارقام په اوسط کې ولېدل شي. د بېلګې په توګه؛ که چېرې د وروستۍ لسیزې د بارانونو، تودوخې، واورو او نورو اقلیمي پارامټرونو، منځنۍ کچه او مهالنی وېش د دوه یا درېو مخکنۍ لسیزو سره توپير وکړي، اقلیمي بدلون ګڼل کېږي. دغه ستونزه اوس په نړۍ کې نوې نه‌ده، خو زموږ په هېواد کې تر اوسه د اقلیم بدلون په مانا ډېرې وګړي نه پوهېږې، ځکه دلته په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه ډېره ټیټه ده او دغه نړیواله ستونزه زموږ په کې هېواد هم د نورو پرمختللیو هېوادونو له لورې د ګل خانه‌یي ګازونو د تولید له امله رامنځ‌ته شوې چې په جنوبي اسیا کې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو له ځپل شویو هیوادونو څخه ګڼل کېږي.

د څېړنو پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې به د اقلیمي بدلون اغېزي ډېرې وي. په افریقا کې به نږدې ۲۰۰ مېلیونه کسان د اوبو د کموالي له بحران سره مخامخ شي او همدا راز په بېلابېلو هېوادونو کې به ویجاوړنکي سېلابونه د ډېر شمېر وګړیو ژوند واخلي او د مرکزي اسیا په کرنیزو محصولاتو کې به ۳۰ سلنه کموالی رامنځ‌ته شي.

نو د ځمکې نړیواله ورځ یو زرین فرصت دی چې زمو په هېواد کې په دې ورځ د چاپیریال ساتنې پر اهمیت او ارزښت ټینګار وشي او د بېلابېلو انځوریزو، غږیزو، چاپي او ټولنیزو رسنیو له لارې هېوادوالو ته د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ شي، څو د دې پدیدې په برخه کې ټولنیزه بیداري رامنځ‌ته شي چې په راتلونکې کې د چاپیریالي ستونزو په هکله ګډ کار وکړي.

که چېرې زموږ چاپېریال ککړ وي، مانا دا چې زموږ هوا او اوبه به هم ککړې وي او دا ستونزه په کمه موده کې د ګڼو انسانانو او ژویو د مستقیمې او غیر  مستقیمې د مړینې لامل ګرځي. همداراز په اقتصادي لحاظ یې هم ډېرې ستونزې پیداکړې دي چې د تېرو څو کلونو پر مهال زموږ په هېواد کې هم ډېري چاپیریالي ستونزې لکه اوږده وچکالي، د هوا ککړتیا  او د اوبو ککړتیا د اقلیمي تغیراتو په پایله کې را‌منځ‌ته شوي او زموږ ګړېدلي او زورېدلي ولس ته یې خورا زیات زیانونه رسولي دي.

د چاپېریال هره ستونزه په هېواد د داسې پټ او خفیه جنګ په څېر ده چې د ټوپکو له شپېلیو په‌کې مرمۍ نه راوځي، خو د ډېرو انسانانو او ژویو ژوند په بې‌رحمانه ډول اخلي.

پر ځمکه د یوه باشعوره ژوندي موجود په توګه؛ د چاپېریال ساتنه زموږ د ټولو دنده ده؛ نو راځئ د ځمکې نړیوالې ورځ په مناسبت یو-یو نیالګی وکرو او یا هم د خپل کور چاپېریال پاک وساتو او مثبت بدلون رامنځ‌ته کړو چې دا مثبت بدلون به نن زموږ ژوند ښه او ښایسته کړي او تر ټولو مهمه دا چې دا چاره به د راتلونکیو نسلونو ژوند هم له ګواښونو او ننګونو وژغوري، خو که نن موږ د ځمکې په ساتنه کې بې‌غوري کوو، په اصل کې موږ له راتلونکي نسل سره جفا کوو او خپل فردي مسوولیت نه‌ ادا کوو.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%d8%af-%da%81%d9%85%da%a9%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d9%85%d9%88%da%96-%d8%aa%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%b1%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%8a%d8%9f/feed/ 0
کرونا او چاپېريال ساتنه http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%86%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%d9%87/ http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%86%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%d9%87/#respond Wed, 01 Apr 2020 03:57:49 +0000 http://www.afghansabawoon.com/?p=6943 ډېر وخت مخکې مې يو فلم ليده، يو څو تنه خانان را يو ځاى شوي يو وايروس جوړوي. خپله نور لاړ شي د غرونو په منځ کې په یو ډېر يو پټ ځاى کې مېشته شي، دا خلک ټول خانان وي او د ډېرو يې دليل دا وي، چې که موږ د نړۍ نفوس د دې […]]]>

ډېر وخت مخکې مې يو فلم ليده، يو څو تنه خانان را يو ځاى شوي يو وايروس جوړوي. خپله نور لاړ شي د غرونو په منځ کې په یو ډېر يو پټ ځاى کې مېشته شي، دا خلک ټول خانان وي او د ډېرو يې دليل دا وي، چې که موږ د نړۍ نفوس د دې وايروس په واسطه کنټرول نه کړو، نو اقليمي بدلون به موږ ټول ووژني! بيا نو کله چې دوى د وايروس د خپرولو تکل وکړي، د فلم هيرو (چې د دوى د هلیکوپټرو په يوه څنډه کې پټ راغلى وي) راښکاره شي او نړۍ بچ کړي.

هغه خو هسې يو فلم و، خو دا چې کرونا چا جوړ کړى؟ اقتصادي جګړه پرې مخته وړي؟ د نړۍ د نفوس کنټرولولو لپاره يې جوړ کړى؟ او که کرونا خپله رامنځته شوې؟ اساسي پوښتنې دي، چې ځواب غواړي.

دا يې نه څېړو، را ځو دې ته چې کرونا د ځمکې په چاپېريال او برعکس د چاپېريال په ککړتيا څه اغيزې لري؟

د کرونا پر ناروغانو د هوا ککړتيا اغېز:

د هوا ککړتيا که څه هم د کرونا له امله په کمېدو ده، خو د کرونا په ناروغانو هم اغېز لري. هغه داسې چې ډاکتران وايي، هغه خلک چې ککړه هوا تنفس کوي د کرونا په څېر ناروغيو سره يې بدن ډېر مقاومت نه شي کولى او تر ټولو اړينه يې دا چې کرونا هم د انسان په تنفسي سیستم حمله کوي او د هوا ککړتيا او د سګرېټو او نورو تمباکو څښل هم. په همدې اساس، هغوى چې وار دمخه يې تنفسي سیستم د هوا د ککړتيا له امله کمزورى شوى وي ډېر مقاومت نه شي کولى.

په ۲۰۰۳ کال کې د SARS وايروس له امله هغه ناروغان چې د هوا ککړتيا سره مخ وو (چې د دوى ډېرى يې ښار مېشتي خلک وو، ځکه د هوا ککړتيا ډېره په ښارونو او صنعتي ځايونو کې وي) د هغو کسانو په پرتله چې د هوا له ډېرې ککړتیا سره مخ نه وو، د دوی د مرګ سلنه ۸۴ په سلو کې لوړه وه.

د هوا د ککړتيا او په اقليمي بدلونکې د کرونا رول:

د کرونا له امله په چين کې د کاربن مونو اکسايډ غازات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه راکم شوي دي. په دې هېواد کې په تېرو دوو اونیو کې د انرژۍ په مصرف کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. همداراز له فابريکو څخه په وتونکو غازاتو کې له ۱۵ تر ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی. کاربن ډاى اکسایډ هم په کافي کچه کم شوی دی.

په چين او ايټاليا کې د نايټروجن اکسايډ غاز کې هم پام وړ کموالى راغلى دى، چې دغه غاز له یوې خوا ککړونکی او له بلې خوا د هوا ګرموونکی دی.

په نيويارک کې په موټر چلولو کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی. همداراز په کاربن ډاى اکسايډ غازاتو کې هم له ۵ تر ۱۰ سلنې کموالی راغلی دی.

خو لنډه يې دا چې نړۍ به د دې وايروس تر ختمېدو پورې د اقليمي بدلون خلاف خورا زيات توپير وويني، خو اړينه دا ده چې د ياد وايروس له ختمېدو وروسته نړۍ له اقليمي بدلون سره څنګه معامله کوي؟

د دې دلیل دا دی چې په ۲۰۰۸ کال کې له نړيوال مالي بحران وروسته په نړۍ کې د کاربن ډاى اکسايډ غازاتو کچه په هوا کې ۵ سلنه کمه شوه، خو کله چې نړۍ له هغه بحران څخه ووته، نو ټول څه بېرته پخواني حالت ته وګرځېدل. هیچا هم د اقلیمي بدلون رامنځته شوی حالت ونه ساته او نه یې د ساتلو لپاره کوم عملي میکانېزم رامنځته کړ.

آیا کرونا کولای شي د اوږدمهال لپاره ځمکه باثباته وساتي؟

موږ چې پورته کومې احصايې ذکر کړې، موږ ته دا راښیيچې کرونا او ورته ساري ناروغۍ طبيعت د لنډ مهال لپاره خپل پخواني حالت ته وړلى شي، يا لږ تر لږه موږ ته دا هيلې را ژوندۍ کوي چې ځمکه خپل پخواني حالت ته تللى شي، خو که دا کار بيا موږ د ساينس او په ځانګړې توګه د چاپېريال ساتنې ساينس په رڼا کې وکړو.

ددې ساينس پلي کول بيا د دولتونو کار دى، چې څنګه د انرژۍ مصرف همداسې کم پاتې شي؟ څنګه د فاسيل فيول نه ګټه اخيستنه کمه او د رينيوبل انرژۍ یا نوې کېدونکې انرژۍ څخه ګټه واخيستل شي؟ څنګه ترانسپورټ له شخصي څخه په عامه واوړي؟ څنګه فابريکې خپل فعاليت انوايرمنټ-فرينډلي کړي؟ څنګه د ناپاکو پر ځاى د پاکو تېلو کارونه وشي؟

له کرونا څخه رامنځته شوى اقتصادي بحران او چاپېريال ساتنې ته يې زیانونه:

د دې وېره شته چې د کرونا له ختمېدو وروسته به دولتونه له اقتصادي بحران څخه د وتو لپاره د چاپېريال ساتنې ساينس او د هغوى قوانين ټول تر پښو لاندې کړي، لکه د چين حکومت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وويل: کله چې فابريکې په کار راشي، نو موږ به پرې هغه قوانين چې کوم کې د چاپېريال ساتنې د قوانينو د عملي کولو ذکر شوى و لرې کړو ترڅو توليد ډېر شي او د اقتصادي بحران مخنيوى وشي.

همداراز هغه کمپنۍ چې د خپل کار په وخت د کاربن لږ توليد ته ژمنې وې لکه نيسټلې او مايکروسافټ، ښایي د بودجې د کمبود له امله له خپلو خبرو پر شا شي، دوى ته به يوه ښه بهانه په لاس ورشي او دولتونه به هم ډېر زور پرې رانه شي وړلى.

تر ټولو اړينه يې دا؛ هغه بودجې چې دولتونو د چاپېريال ساتنې لپاره اختصاص کړې وې، ښایي له اقتصادي بحران څخه د وتو لپاره هغه د چاپېريال په ګټه ونه کارول شي.

له کرونا سره تړلي مثبت ټکي:

دا خو معلومه خبره ده چې په نړۍ کې هر څه مثبت او منفي اړخونه لري، همداسې کرونا هم ده.

د کرونا تر ټولو غټ مثبت ټکى دا دى، چې موږ ته يې دا هيلې را ژوندۍ کړې چې ځمکه خپل پخواني حالت ته تللى شي، يا لږ تر لږه د اقليمي بدلون خلاف مبارزه امکان لري، که څه هم دا د لنډ مهال لپاره ده، خو موږ يې بيا اوږدمهالې کولى هم شو.

د سټينفورډ پوهنتون يو ساینسپوه وايي: د کرونا له امله د هوا ککړتيا کې د کموالي په اساس نږدې ۷۷۰۰۰ تنه تر اوسه ژغورل شوي، چې د دې وايروس له امله یې د پخوا په پرتله د مړینې په کچه کې لس چنده کموالی راغلی دی.

دا چې د کرونا له منځه تلو پورې به اقليمي بدلون، د هوا ککړتيا او له دوى سره تړلي ځاني او مالي تاوانونه څومره راکم شي دا به هماغه وخت معلومه شي، خو دغه لومړنۍ احصايې چې موږ وليدې دا ثابتوي چې کرونا به له تاوان سره خوا کې د نړۍ طبيعت ته سترې ګټې هم له ځان سره ولري.

خو چاپېريال ساتونکي دا نه غواړي:

کرونا که څه هم طبيعت ته ګټه واړوله او لا هم لګيا ده، خو دا کار د زرهاوو انسانانو په مړينې تمامېږي.

خو زموږ ساينس (چاپېريال ساتنه) د همدې لپاره جوړ شوی، چې ځمکه او چاپېريال وساتو، نو په چاپېريال کې څوک دي؟ ښکاره خبره ده چې همدا انسانان دي. هغه چې موږ په خپل ساينس کې د حيواناتو، نباتاتو او طبيعت د ساتنې خبره کوو هغه هم د همدې لپاره چې انسان ارامه ژوند ولري او شاوخوا چاپېريال يې ورته سم جوړ وي.

نو موږ دا قطعاً نه غواړو چې د انسانانو د مرګ په قېمت دې نړۍ خپل پخواني طبيعي حالت ته لاړه شي، بلکې موږ دا وايو چې زموږ ساينس څه وايي، هغه بايد ټوله نړۍ کې عملي شي.

]]>
http://www.afghansabawoon.com/%da%86%d8%a7%d9%be%db%8c%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/%da%a9%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%da%86%d8%a7%d9%be%db%90%d8%b1%d9%8a%d8%a7%d9%84-%d8%b3%d8%a7%d8%aa%d9%86%d9%87/feed/ 0