The news is by your side.
Browsing Tag

اکبر بری

هلته دلته

راته ویلې یې جنت کي  ښائسته حوري اوغلمان دي  د صهبا شراب بې توله  ډک خمونه یې پریمان دي هلته هر لاس کي جامونه  غیږ کي حوري یا غلمان دي  بس مزې دي او چړچې دي  بس عشقونه دي نشې دي  …

کاشکې

د ساحل غاړه د اوړی شپه وای د هسک په تنډه سپوږمۍ پوره وای زما لاس کې جام او ته راسره وای زه هم نشه وای ته هم نشه وای

اختر

د اخترښائسته ورځ ده زړو کي شوق وهي موجونه د سرور په خندا خلاصي غونډي خولې لکه ګلونه ****** و کوڅو ته راوتلي له کورو هلکان جوني رنګارنګ جامې یی تن کي په خندا دي نازنیني ****** د چا…

ځانمرګي  ته

چي و تاته د جنت حوري دی ښایي * په ځانمرګي واسکټ  تا جنت ته بیایي دی په خپله ولي پټ دی په یو غار کي دی په خپله  ولي بیا هم دلته پایي     *ښیي

د زمریو ځاله

هغه ملک چي ؤ د شنو زمریو ځاله هیڅ طاقت یی برګ کتلای نه شوه خوا له نن د  څو وطن پلورونکو په  لا س کښیووت هسي خوار شو چي هیڅ مه پوښته له حاله

له خپله لاسه

تا کتله ما کتله ټولو ولید چي یو غل پر منبر وخوت او امام شو ستر مسلم لوی مجاهد دخدای دلاري هریو ښه صفت پر ده باندي تمام شو            ××× موږ او تاسي په اخلاص ورغلو خواته دی مو مخ ته کړ…

د زړه جاله

  په پاخه عمردي۰ میني د ماشوم چاري راوکړی   نجلۍ خدازده چي دا څه کړی خدای قسم چي ډیر یی ښه کړی   ستا د سترګو سمندر کي ما د زړه جاله لاهو کړه   ستا په خوښه زه هرڅه کړم ستایی خوښه چي هرڅه…

ګلې

لکه چي زړه د تاندي پیغلي په لومړۍ مچکه داسي مي زړه په تاو درزیږي ستا لیدو ته ګلې لکه د بلاربو وریځو لورته جل وهلې دښته په دومره تنده دي لار څارمه راتلو ته ګلې لکه چي شونډي د مفلس شرابي…

وران کور

د یو وران کور مخ ته ناست یو زوړ بوډا ؤ غم ځپلی درد لړلی په ژړا ؤ ماوې څه پیښه ده پلاره ولي ژاړې ده وې واووښته دا ملک په څه بلا ؤ

د زړښت څپیړه

     دغه ستا ځواني به هم ترپایه نه وي      ژوند به تا هم یوه ورځ زړه بوډۍ کړي     دا ماشوم چي دي اوس غیږکي دی په مینه      دا ماشوم به دي د خپل ماشوم انۍ کړي                        …