له خپل سره تېرېدل دي
له هېواده ځارېدل دي
له ملته قربانېدل دي
خدمت ته یې تیارېدل دي
خوځېدل دی که لوېدل دي
پاڅېدل دي پرمختګ دی
تر منزله رسېدل دي
له خپل خدایه ویرېدل دي
خواهشاتو رژېدل…
ښځه لور، ښځه خور، ښځه مور ده
مينه او محبت يى پر مونږ پور ده
ښځه معلمه، ښځه نرسه او ښځه ډاکټره
دا غلطه ده (چى په کور ده يا په ګور ده)
ښځه کور ودانى او ملګرى د ژوندون ده
ښځه ابادى او ښادى…
دیموکراتیکه جرګه مار دي پښتانه
میلمه پاله ډوډۍ مار دي پښتانه
په دوستۍ کې له خپل سره ځنې تیر دی
دښمنۍ کې جګړه مار دی پښتانه
ازادی او خپلواکي د دوی ژوندون دی
غلامۍ ځنې بېزار دي پښتانه
که…
زه مین یم راسره مې محبوبا ده
زما مینه زما لویه مشغولا ده
زما مینه، زما وینه، زما ژوند دی
په دې ژوند کې زما ژوند دی او بقا ده
دا زما خواږه ملګري د پیژند ده
هم د نن ده هم پرون وه هم سبا…