The news is by your side.

برښنايي کالي جوړ شول

0

د هر موسم په راتګ خلک اړ دي چې خپلې جامې بدلې کړي. په ژمي کې ګرمې جامې واغوندي او په ګرمي کې نازکه.
خو د امریکا په مېرې لېنډ کې د پوهنتون ساینس‌پوهانو داسې برښنايي کالي جوړ کړي چې د برق په وسېله ګرمېږي او سړېږي.
ماهرینو اوس د حرارت درجې اړوند داسې کالي جوړ کړي چې د موسم په مطابق خپله درجه برابروي او په مرسته يې بدن هم د هوا حرارت اړوند ګرم یا سړوي. 
د مېرلېنډ پوهنتون ساینس‌پوهان وايي، په ګرمي کې دا کالي نرمېږي او په سړه هوا کې ډبلېږي چې په دې سره بدن هم ګرم او هم سوړ ساتي.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.