د سورة الکوثر عددي معجزو زه حیران کړم، ما وې چې له تاسو سره یې هم شریک کړم.
الکوثر د قرانکریم تر ټولو کوچنی سورت دی،چې په دې سورت کې د کلمو شمېر ۱۰ دی.
که څه هم قرآن کریم پخپله یوه معجزه ده، خو..
– د سورة الکوثر لومړی آیت لس حروف لري.
– دوېیم آیت یې هم لس حروف لري.
او درېیم آیت یې هم لس حروف لري.
– هغه حرف چې په دې ټول سورت کې په مکرر ډول ذکر شوی، د “الف” حرف دی؛ چې لس ځله راغلی.
– د هغه حروفو شمیر چې په دې سورت کې یوازې یو ځل راغلي، ۱۰ حروف یا توري دي.
– د دې سورت ټول (۳ واړه) آيتونه په “ر” (راء) سره پای ته رسېږي، چې په حروفِ هجا کې لسم حروف دی.
– د قرآن کریم هغه سورتونه چې په “ر” سره پای ته رسېږي، شمېر یې ۱۰ دی، چې سورت الکوثر یې وروستی سورت دی.
* په سورت الکوثر کې د لسمې شمیرې حقیقت دا دی، چې دا د “ذی الحجې” د میاشتې لسمه ورځ ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
“فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ”
ترجمه:
“نو تۀ د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه.”
ـ دا په حقیقت کې د قربانۍ ورځ ده
د الله جل جلاله د شان دا هر څه… د قرانکریم په تر ټولو کوچني سورت (الکوثر) کې راغلي دي، چې ټول یوه کرښه دی.
د لویو سورتونو په اړه به یې تاسي څه فکر کوئ!!!
نو ځکه الله جل جلاله فرمايي:
“که چیرته تاسي په هغه (قرآن) څه کې شک لرئ، چې ما په خپل بنده نازل کړی دی، نو یوازې یو سورت د هغه په څیر راوړئ.”
الله تعالی دې زموږ او تاسي ټولو د حوضِ کوثر برکتي اوبه نصیب کړي، چې له هغې وروسته هېڅ تنده احساس نه کړو.
آمین