The news is by your side.

غزل

عبدالباري جهاني

0

هینداره ماته که چي ځان نه وینم تا ووینم
چي د مجنون په تلاښ ووزمه لیلا ووینم

د زندانونو تعبیرونه له چا وپوښتمه
یوسف په خوب کي لټومه زلیخا ووینم

زه لکه پل خلک مي هره ورځ په لار کی ویني
پخپله ورک یمه چي چیري به دي بیا ووینم

بخیل تندي ته مي زارۍ په اوښکو ولیکلې
چي د بڼو پر څوکه ژوند کي دي پخلا ووینم

نن محتسب له خپل کتابه بندیز ولګاوه
اوس به دي څنګه پر ګودر باندي په غلا ووینم

ډیري به واورو له منبره ستا د حورو کیسې
زاهده پرې مي ږده ځواني ده چي دنیا ووینم

حیا مي ژبه ګونګۍ کړې ده څه نه وایمه
شیخه په خلکو به دې زر ځله ریا ووینم

دردونه ژبه نه لري چي خلک وژړوم
د زړه په تل کي مي زخمونه اوس په چا ووینم

جهاني زما په قسمت نه وو دا ساعت لیکلی
چي د رقیب له سترګو لیري دي تنها ووینم.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د اپرېل شپږویشتمه، ویرجینیا

(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.