The news is by your side.

د ادبیاتو استادان

یونس تنویر

0 146

په پښتو ادبیاتو کې د شعر څېړنیزه برخه بیخي په نشت حساب ده. یوه وجه دا ده، چې لا اوس هم زموږ ځینې شاعران د ښه شعر او د خراب شعر په توپیر نه پوهیږي. دوی فکر کوي، چې موږ څه وایو، نو ډېر سم یې وایو.

مګر په سیمه کې کره کتونکو په ادبیاتو او ادبي مسایلو کې زیاتې څېړنې کړې دي. او هورې د تخلیق کچه په ډيره لوړه پرایه ده، ځکه د هغوی زیات شمېر څېړونکي پوهیږي، چې شعر څه دی او د ښه شعر د لیکلو تخنیک څه دی؟

په فارسي ژبه کې د شعر په اړه زیات بحثونه شوي دي. او هلته د تخلیق ډېر لوی پنځکر تېر شوي دي. دا ژبه یې په څېړنیز لحاظ دومره غني کړې ده، چې د سیمې په کچه څوک ورسره سیالي نه شي کولای.

عجمو د شعر په اړه خورا زیاته مطالعه کړې ده. او د شرقي ژبې د ادب سرچینه عربي ادبیات او د غنا سلسله یې فارسي ادب ګڼل شوی دی. فارسیبانو د شعر په اړه دومره ژوره مطالعه کړې ده، چې د تصوف غوندې مسایل یې بیخي په اختلافاتو ویشلي او ډيرۍ فکري او طریقه یي مکتبونه یې رامنځته کړي او د ژبپوهنې نوک نوک یې تشریح کړی دي.

په شرقي ادبیاتو کې ډیر غټ تحول فارسیبانو رامنځته کړی دی، مګر که د پښتو ادب د تخلیق درایت که وکتل شي، نو په پښتونو کې هم د ادب د تخلیق ډير ستر منارونه جوړ شوي دي.

په پښتو ادبیاتو کې ډير شاعران شته، چې زیاته لویه شاعري یې کړې او ځینې یې اوس کوي. موږ د تخلیق دغه برخه د فارسي ادب سره پوره د سیالی جوګه کولای شو؛ مګر چې څومره په دې برخه کې باید تحقیقي شوی وای، په بښنې سره، چې نه دی شوی. زموږ پوهنتوني سیستم او د علومو اکاډمۍ د تحقیق برخې بیخي کمزورې او په شته امکاناتو کې یې د تحقیق برخه پیکه او نادرسته ساتلې ده.

زموږ په علمي مرکزونو کې د تحقیق پر ځای تالیف شوی او بیا کمزوری تالیف، د یو او بل نه په تفسیر کې تالیف، د یوه او بله په روایت کې تالیف او د تحقیقي درایت درلودونکي تالیف نه دی شوی. زموږ د اکثرو پوهاندانانو او د پوهنتون د استادانو او د اکاډمۍ غړو په همدې نادرستو تالیفونو ترفیع ګانې اخیستې دي.

که چېرې په پښتو ادب کې اوسنی بهیر د همداسې نافهمۍ ښکار وي او په دې برخه کې مسولین ځانونه ګرم نه ګڼي، نو دا یقیني ده، چې زموږ د ادب زده کړیال نسل به تر ډير په میخانیک ولاړ وي او هیڅ به د تحقیق او تخلیق لوړ شکلونه رامنځته نه شي کړای.

دا د ادب حق دی، ګه ادب نه شی پاللی نو ژبه مو له منځه ځي او که ژبه له منځه لاړه، نو د یوه ملت د ساندو اخیري سلګۍ دي. دلته نور جهالت د هیڅ پښتون لپاره د زغم نه دی.

دې برخې ته د اوسني حکومت توجو اړینه ده، ځکه نور باید پوهنتوني او د علمي مراکزو تحقیقي بهیر د معاصر تحقیق او کره کتنې په اصول ولاړ وي. او حکومت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت دې برخې ته باید زیات متوجې وي.

د پوهنتوني سیتم د مضامینو مفردات او کړنلارې د نوي تحقیق او معاصرې کره کتنې په مټ باید رامنځته شي او که څوک یې نه شي کولای، نو اړتیا نه شته، چې د ژبې مکملې برخې دې پرې پیکه کړو.

یانې کوم نړیوال ادبیات چې د لیسانس په درېيم او څلورم ټولګي کې تدرسیږي، هغه په ماسټرۍ کې هم تدریسیږي او بیا داسې چې ټول یو متن او یوه موضوع وي. کیسه داده، چې نړیوال ادب یوازې د ټرای جګړه نه ده، چې په ټولو ترفیع ګانو کې دې کټې مټې را وژباړل شي.

د ژبپوهنې په اړه چې کومې رسالې لیکل شوې او په زرګونو لیکل شوې یوازې هم هغه یو متن دی، چې یا له عربي او انګریزي په پور اخیستل شوې دي؛ مګر هره ژبه د خپلې قاعدې او بیان له مخې تشریح کیږي.

دلته چې کومه نحوه لیکل شوې هم هغه مورفولوژي او فونو لوژي ده، کومه چې په تشریحي او مقایسوي ژبپوهنه کې تعریف شوې ده. د تاریخي ژبپوهنې په اړه خو هیڅ کار نه دی شوی او که شوی هم وي یوازې د خپلې خیټالوژي په استنباط د یو څو فرضي مثالونو خبره ده، چې نور ټول اثار سره د یو او بل نه په تفسیر کې لیکل شوي دي.

یانې دلته د کتابونو نومونه سره مختلف دي او نور متن یې هیڅ سره توپیر نه لري. داسې ځایونو د ادب د پرمختیا مخه ډب کړې او ادبیاتو کې هیڅ تجدد نه دی را ښکاره شوی. دا ځایونه باید نور معیاري شي او له ساختګي دې وژغورل شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.