The news is by your side.

د اسفند یار ولي خان د پند نه ډکه کېسه

سید عبیدالله نادر

0

اسفند یار ولي خان وايي ،چې کله یي د غني خان جنازه د کوره را ایستله ، نو ټول زنانه په ژړا او چغو واویلا شول ، نو اسفند یار ولي خان وايی چې زما سترګي د اوښکو نه ډکي شوي ، ځکه د غني خان دا بیت می په یاد شو ، چې وایي :

چې آخر په ژړا، خوار غني رخصت شي

ور له وشــلوئ کــــــفن ، د یار د شــــاله

نو وايی کله چې جنازه د ادیرې په لور روانه شوه ،او ټول مخلوق ورپسي روان ول، نو اسفند یار ولي وایي چې  زما بیا د غني خان دا بل بیت او شعر یاد شو ،چې وايي:

عجب زه عجبه لاره ،عجیبه کاروان روان دی

ما روستی پړاو له بیايي ، که زه ځمه ، او که نه ځم

غني خان

Leave A Reply

Your email address will not be published.