The news is by your side.

د امید سترګي

سید عبیدالله نادر

0

ځان ته یې په هنداره کې وکتل ، خپل ببر سر او شلیدلي جامی یې ولیدی ، څیره یې هیبتناکه وه ، د خپل ځانه څخه و ایریده ،باور یې ونه شو چې ګوندی خپل ځان په هندارې کې ویني ،آخری مریضی ګانو هم ډیر خراب کړی وو ، خو ده د امید په سترګو دې لویه دنیا ته کتل ، یوه شیبه لکه د لیونو په شان ځان ته په هینداره کې مسکی شو ، یو څو ګډی وډې خبرې یې د ځانه سره وکړې ، هره شیبه ورته د ژوند آخری شیبی ښکاریدې ،ځکه په یو پوخ سن او عمر کې هم وو ، چې د اویاوو نه اوښتی وو ،خپل کارونه یې ژر ژر او په ډیره بیړه سر ته رسول ، ځکه د فانی دنیا په عمر او په ژوند کې یې وفا نه لیده ،د ځانه سره وغورید او وې ویل :یو ځو ورځي زما د ژوند به پاتي وي او یا نه ،خو دا شیبی او لحظی باید چې په غمونو کې تیر نه کړم ،نو په کار ده چې خوشحاله اوسم ،او په خپل مسکا نور هم خوشحاله وساتم ، ځکه زما د عمر ډیری لږی شیبی پاتي دي.

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.