The news is by your side.

د تخار مجروح شاعر

ګل رحمن رحماني

0

  د تالقانو د زاړه ښار څنډه کې د رڼو اوبو د حوض پر غاړه د یوه شاعر «د یوې موسکا په هیله» انتظار وو، ملګری مې د ارواپوهنې استاد محمد طاهر خپلواک او کوربه مو د تخار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد، سید کاظم شهیدخېل و. په ټکنده غرمه کې مو د ونو له یخو سیورو او روانو چینو له نندارې خوند اخیسته، په ډنډونو کې د ماشومانو د لمبا شور ماشور دغه طبیعي سیمفوني لا بشپړوله.

شېبه پس شاعر راغی، ستړي مه شي مو کړل، کټ مټ د خپلو شعرونو په څېر ښکلی و، ناسته پاسته او خبرې یې شاعرانه وې، په سترګو کې یې د نا اشنایۍ ټول بریدونه ونړول، لکه له کلونو راهیسې چې پېژنو، لکه شعر یې چې زموږ ټولو، د درد، هیلو، محرومیتونو او ګډو یادونو همزولی او ویاند وي.

د پاڼو پر مخ مو د تورو د موسکا په هیله د هغه د کتاب پاڼې واړولې، یوې بلې رنګینې نړۍ ځان را ښکاره کړ. دا د تخار د یوه ځوان او مجروح شاعر عبدالسمیع مجروح خپله نړۍ وه، د هغه د خپلو خیالونو او پاللو ښایستونو مترنم او موسیقال بهیر و.

     مریم په کې موسکۍ وه، د هندوکش له لمنو د رابهېدلو چینو شور په کې و، د معشوق د زلفو ږمنځ په خبرو راغلې وه، له سترګو پرېوتي اعتبار خبرې کولې او په یوه شېبه کې د هغه د تورو او ښایسته لفظونو د سمندر رنګینو څپو ته ور ګډ شوو.

مریمې نور مې ذاتي وس نه رسي

چې دې لېمو ته هم یو څه ولیکم

بس دومره وایم چې ثاني دې نشته

نور به له دې نه څنګه ښه ولیکم؟

یا:

ته د سینګار په موخه لوېږې د مریم په زلفو

دلته زما د اوښکو څاڅکي څوک کتلی نه شي

یا:

مریمې!

زلفې ازادې پرېږده

چې د هوا لاسونه

د یوه خوږمن بندي وروستۍ سلګۍ

ښکل کړي

ترې ومې پوښتل

– مریم ډېره بختوره ده چې ستا د شعرونو د ملکې مقام یې خپل کړی او نن په پوره غرور راسره خبرې کوې، خو دا همغه ده چې زوی یې اسمانونو ته وخوت او دا د ځمکې بې خاونده سپېڅلې مېرمن وه؟

شاعر وخندل

-نه، نه ملګریه! دا زما د زمانې مریم ده، یوه عادي او عالي انسانه، بس هسې، خو  زما په شعرونو کې هېڅ ځان نه شي پټولی.

ما وخندل، هېڅ مې ونه ویل، یوازې همدا چې مریم رښتیا هم بختوره ده، هغې شاعر او شاعر هغې ته څومره لوړ مقام ورکړی.

ستا د راتلو سره ښایسته مریمې

سپېرې کوڅې هم ترانې جوړوي

دلته باغونه ټولې سترګي شي او

ستا د لیدلو بهانې جوړوي

بس نو شاعره یاره زه هم ستا د یوې موسکا په هیله ستا د کتاب په ګلورینو پاڼو کې وړاندې لاړم، ستا نوې خبرې، پېغلې استعارې، مستانه تشبېه ګانې، زلمي او ګلالي ترکیبونه، شاعرانه شېبې او نورې بلا خوږې او ښایسته نندارې مې له سترګو تېرې کړې.

ږمنځې ته چې کله لوېږې د جانان په زلفو

دلته زما د اوښکو څاڅکي څوک کتلی نه شي

دلته تیاره شي، توره شپه شي او رڼا ورکه شي

دلته سهار له زولنو څخه وتلی نه شي

زموږ شعرونه د زلفو له ستاینو ډک دي، خو که ږمنځ نه وي، د زلفو حال به څنګه وي؟ موږ پر ښکلا مین یوو، خو ښکلا پالونکي راته مهم نه دي او نه مو ورته کله پام کړی دی.

دا خوشي لېونتوب نه دی چې څاڅکو کې د پرخو

څپې انځورومه دریابونه لټوم

زه هو یمه چې څاڅم د سبا په پاکو هیلو

د پاکو پاکو زړونو ارمانونه لټوم

یا:

اوس دېوالونه هم په تا مین دي

چې کله راشې نو رنګینې ښکاري

زما دا سترګې خو غلطې نه دي؟

خړې کوڅې هم سرې او سپینې ښکاري

په دواړو بېلګو کې د یوه سوځنده او لېونۍ مینې تر څنګ د پخې او ممتازې شاعرۍ نوښتګر ترکیبونه هم ځان را ښکاروي.

روانه یې او نه پوهېږې

چې ستا تر شا

څومره کورونه ړنګ شول

ته ځې او ستا انځور

له دېوالونو لوېږې

شاعر د خپلې شاعرانه نړۍ د دنګو کلاګانو برجونه د خپل اوچت تخیل، رنګینو تصویرونو، نادرو ترکیبونو، نوښتونو او ژورو فکرونو پر وسلو داسې ټینګ ساتلي چې د زمان چټک بادونه یې نه شي نړولی، خو اندېښنې هم لري:

دروغجنې! ته خو دومره سپکه نه وې

ته زما له سترګو داسې ورکه نه وې

اوس دې ذهن د هر باد سره تاوېږي

ګرانې ته خو د هر چا نانځکه نه وې

مجروح ښه شاعر دی، په شعر مین انسان دی، له خپلې نړۍ، خپل زړه، درد او هیلو سره یې مینه کړې او نور یې هم ددغه مینې یوه ستر، پرانېستي او ښکلي بڼ ته رابللي دي. مجروح په زرغون تخار کې د پښتو ادب او فرهنګ کلی په خپل زیار او ژمنتیا اباد ساتلی، خپل ګڼ لارویان یې سره یو ځای کړي او له همغه ځایه په جار راته وايي چې «لا مې لمنه تشه نه ده». د تاریخي تخار لمن دې د مجروح او د هغه د یارانو له فکري او ادبي ملغلرو ډکه وي.

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.