The news is by your side.

د جګړې ناښځینه څېره

لیک: ارمان مهربان

0 100

د ۲۰۲۲کال په شروع کې مې د تکړه او نوموتي ژباړن ښاغلي جبار فراز فېسبوکي پوسټ ولوست؛ دا زما لپاره هم خوشاله کوونکی او هم خواشيني کوونکی وو. پوسټ يې د خپل نوي ژباړل شوي ناچاپ کتاب په اړه وو. د کتاب دې ځانګړنې له بيانولو وروسته يې ليکلي ول: زما دا کتاب که څوک چاپوي زه يې په بدل کې هېڅ شرط نلرم او نه هم کوم امتياز غواړم.‌ د ښاغلي جبار په احساس ډېر خوشاله شوم،چې د پښتو او پښتنو لپاره دومره زيار باسي هغه هم پرته له کوم امتيازه. خو خفه يې په دې شوم چې زموږ په ټولنه کې له هېچا سره دومره احساس نه وو، چې د شته امکاناتو سره،سره يې د يو چا لاس ور نيولی وای او د پښتو ژبې او پښتنو يې دغه لاس نيوی پکار راغلی وای. وروسته د يو څو ورځو بيا ښاغلي جبار فراز وليکل چې يو چا يې د کتاب چاپولو مصرف په غاړه اخيستی او ژر به چاپ شي. له ښه مرغه دا دی کتاب چاپ شو او يو بل شهکار پښتو ژبې اضافه شو.

موږ ټول په جګړو کې د نارينه وو په میړانه او کارنامو غږېږو او د دوی د بهادری کيسې په واقعي،غير واقعي او تخيلي بڼه لولو او خوند ترې اخلو. دا کتاب”د جګړې ناښځينه څېره” روسې ليکوالې سوېتلانا اليکسيويچ لیکلی او تازه په تازه پښتو ژبې ته جبار فراز ترجمه او سروش خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی. سوېتلانا په دې کتاب کې په دوهمه نړيواله جګړه کې د هغو ميرمنو چې په جګړه کې يې برخه اخيستې وه او دوی چې له کومو ستونزو،وېرونکو خاطرو…سره مخ شوي دي په واقعي بڼه انځوروي.

د کتاب ليکواله افغانستان ته هم راغلې ده او د خپلو نورو شهکار اثارو له امله يې په2015کال کې د ادبياتو نړيواله نوبل جايزه ګټلې ده. هغه ميرمنې چې په دې کتاب کې يې مرکې او د ژوند انځور راخیستل شوی ليکوالې يې له هرې يوې سره په مخامخ ډول مرکې کړې او د هرې يوې ميرمنې خوا ته ورغلي. کم و زيات له 200ميرمنو سره يې خبرې کړي او بلاخره ستاسو په لاسونو کې پروت کتاب يې ترې ساز کړی دی.

دا کتاب په 1978ميلادي کال کې لیکل شوی او د وخت د رژيم له سخت برخليک وروسته په روسيه کې چاپ شو او په کم وخت کې شاوخوا دوه مليونه ټوکه خرڅ شو. ددې کتاب هره برخه او پراګراف لوستونکي د ميرمنو له ژوند او خاطرو اريان او هم پک کوي او لوستونکي ته دې وطندوستی، مينې،تلوسې،بېچاری،ژړا بشردوستی… څخه يو ډک تصوير مخې ته ږدي.

د دوهمې نړيوالې جګړې د شوروي پوځ په لیکو کې د نارينه وو په پرتله د ميرمنو شمېر زيات وو. دوی نه يوازې د نارينه وو پانسمان،اشپازي او د دوی خدمت کاوه بلکې ميرمنې د جګړې پر مهال په لومړی کرښه کې جنګیدلې او حتی داسې درنه کارونه يې ترسره کړي چې له ميرمنو يې ترسره کول بيخي ناممکن وو.

دا کتاب د يو ذوقداره فلم په څېر دی، حتمآ يې پېدا او ولولئ،دننه پکې ډېرې عجایبي شتون لري. لوستونکي له ځان سره هماغه د دويمې نړيوالې جګړې شيبو ته بيايي او د جنګ له بد مرغيو يې خبروي. دا شهکار لوستونکي ته د جنګ متفاوت او جلا روايت کوي او د جګړې او جنګ يې خوا ور بدوي. چې له لوستو وروسته به هر يو د جنګ په اړه خپل منفي او وېرونکی احساس او تصور وموندي.
Jabar Faraz

Leave A Reply

Your email address will not be published.