The news is by your side.

د «د ادبیاتو پۀ دنیا»کې د غضنفر او منلي ډیالوګ ته کتنه

ليکوال: سيلانی

0
د «ادبياتو دنیا» پۀ نوم اثر چې د ښاغلی غضنفر او منلي لۀ خوا ليکل شوی دی، پۀ۱۹۹ مخ کې د قافيې تر سرليک لاندې يوه لیکنه لري. پۀ دې ليکنه کې د قافيې پۀ اړه معلومات وړاندې شوي دي، ياد معلومات د ډيالوګ پۀ بڼه د منلي او غضنفر تر منځ تبادله شوي، چې ځینو برخو ته مو پاملرنه را ګرځوم:
لومړی: منلي وايي: « قافيه د شعر د دورونو په آخر کې د غږونو ورته والي ته وايي. د قافيې مفهوم په بېلابېلو ژبو کې بېل دی ځکه چې دا د ژبې له فونولوژۍ سره تړاو لري. بل ځای کې وايي: په سره ورته ژبو کې عمومآ د قافيې مفاهیم هم سره ورته وي. لکه د پښتو، دري او اردو کې د قافيې برخې سره يوشان دي. بیا وايي زموږ شعر پېژندنه معمولآ د عربي عروضو او عربي بلاغت په اساس جوړه شوې، ټول اصطلاحات له عربي نه اخستل شوي دي او هغه مفاهیم چې په دې کې مطرح کيږي اکثره یې زموږ لۀ ژبو سره سمون نه خوري، ځکه چې هغه په عربي باندې تطبيقيږي. په عربي کې کلمې اوږدې دي»
د منلي پۀځواب کې باید ووايم:
لومړی: دا چې قافيه پۀ هره ژبه کې ځانته بېل مفهومونه لري او ځانته ځانګړې پېژندنې ورته وړاندې کيږي. همدارنګه تاسو ادعا کوئ چې دري، پښتو او اردو سره ورته ژبې دي او د قافيې مفاهیم پۀ کې يو شان دي، نو منلی صاحب ستا پورته ليکل شوی تعریف د یادو ژبو لۀ شعري جوړښت سره پۀ ټکر کې دی او ډېررررر پخوانی تعريف دی. ځکه موږ پۀ دري، اردو او حتا پۀ پښتو ژبه کې دروني، داخلي يا منځنۍ قافيې لرو، چې د قافيې کلمې یا غږونه د دورونو لۀ پای برعکس د مسرو پۀ پیل او منځ کې راځي. زۀ به یې تاسو ته یوه بېلګه وړاندې کړم.
پوشیده چون جان می روی اندر میان جان من
سرو خرامان منی، ای رونق بستان من
هفت آسمان را بردرم و زهفت دریا بگذرم
چون دلبرانه ینگری در جان سرگردان من
تا آمدی اندر برم شد کفر و ایمان چاکرم
ای دیدن تو دین من وی روی او ایمان من
بی پا و سرکردی مرا، بر خواب و خور کردی مرا
در پیش یعقوب اندرآ، ای یوسف کنعان من
( موسیقی شعر فارسی، کاشفی، حبیب اللۀ . مولوی، ج،2،1386:439)
پورته بیتونو ته کۀ پاملرنه وشي، نو « جان می روی، خرامان منی. بردرم، بګذرم. برم، چاکرم. سرکردی مرا، خور کردی » د داخلي قافيې کلمې یا غږونه دي. اوس کۀ ستاسو دلیل دا وي چې دا ډول قافيې خو پۀ دري ژبې کې دي، نو هلته مو يادونه کړې چې پۀ ورته ژبو کې د قافيې مفاهيم يو شان دي، نو اوس څنګه دا مفاهيم فرق کوي؟
زه شخصآ پۀ پښتو شاعرۍ کې د قافيې پېژندنې بحث لکه څنګه چې زموږ پۀ پوهنتونو کې تدريسيږي پردی او بې ګتې بولم. ځکه دا نۀ زموږ د ژبې مال دی او نۀ هم زموږ د ژبې شعري اوزان د عربي قافيې پۀ قواعدو ويل کيږي همدارنګه نۀ هم هغه قواعد زموږ پر اشعارو تطبيقېدونکي دي. دا چې موږ غزل، څلوريزه … پۀعربي قالب کې ليکو، دا داسې معنا ورکوي لکه چې موږ د چا پټی اجاره کړی وي او ځانته هم ترې حاصل تر لاسه کو او څښتن ته هم. موږ د نورو پۀ پټيو کې خپله بزګري کړې… دا چې تاسو واياست چې ورته ژبو کې د قافيې مفاهيم یو شان وي، نو د پښتو ژبې هغه اشعار چې د عربو پۀ شعري قالبونو کې ويل شوي دي، هرو مرو داخلي قافيه په کې شته، خو کېداشي زموږ قافيه پېژندونکي او شاعران لاتر اوسه ورته متوجه شوي نۀ وي.
د قافيې کلمې يا آوازونه او ردیف يوازې د بيتونو او مسرو پۀ پای کې نۀ راځي، بلکې د مسرې پۀپيل، منځ او پای کې راتللی شي، د ژبنيز جوړښت لۀ مخې هغه ژبې چې پښتو ژبې ته ورته دي، دا ډول ډېر اشعار پۀ کې شته چې قافيوي غږونه يې د مسرو منځ کې راځي، زۀ پۀ دې باوري يم چې دا کار زموږ پۀ اشعارو کې هم شته، خو دا چې موږ خپل شعر په پردي قواعد تلو او شاعر ته مو سرې کرښې د قافيوي عیب پۀ نوم ایستلي، نو شاعر مجبورآ، د نورو د نيوکو لۀ وېرې دا کار نۀ دی کړی يا يې نۀ کوي، خو پۀ دري او اردو ژبو کې دا کار ترسره شوی دی.
دويم: پۀ ارود او دري ژبه کې د قافيې ډېر نور ډولونه شته، چې د هغو پۀ پېژندنې سره ستاسو دا پورتنی تعریف ناقص او نيمګړی راپېژني. لکه : غږيزه یا صوتي قافيه: چې دې ډول قافيه کې د کلمې غږیز يا صوتي جوړښت باندې بحث کيږي، نۀ د کلمو پۀ جوړښت. شاعرانو دا ډول قافيې د مسرو پۀ هره برخه کې کارولي دي… انځوریزه قافيه : پۀ دې ډول قافيو کې ددې ترڅنګ چې د قافيې کلمې ځانته غږيز توازن لري، ترڅنګ يې يو ډول هنري انځور هم وړاندې کوي… دې ته ورته نورې ډېرې قافيې شته، چې زۀ يې دلته يوازې نومه اخلم لکه: معنوي قافيه، تلقيني قافيه، لفظي قافيه … يادې قافيې پۀ پښتو ژبه کې هرومرو شته خو لا تر اوسه زموږ د ليکوالو پام نۀ دی ورته اوښتی يا کېدای شي څېړل شوي نۀ وي.( کزازی او کاشفی. موسیقی شعر فارسی)
درېيم: بل ځای مو يادونه کړې، چې ردیف د قافيې یوه برخه ده او د شعر د ښکلا او خوږلنۍ لۀ پاره راوړل کيږي،ځکه چې د بيتونو پۀ پای کې لۀ قافيې وروسته راځي او دا شی ختيځو ادبیاتو کې نشته… پۀ دې خبره کې چې رديف دشعر پۀ ښکلا کې خپل ځانګړی تاثیر لري درسره موافق یم، مګر دا چې ردیف د قافيې برخه ده، د منلو نۀ ده، ځکه کۀ چېرې ردیف د شعر د ښکلا او موسیقي آرايۍ لۀ پاره راوړل کيږي، ډېر داسې اشعار شته، چې قافيه او نور کلمات چې ښکلا او خوند برابره ولی شي لري، مګر رديف ته هېڅ اړتیا نأ وي. موږ داسې دېرې بېلګې لرو چې ردیف نۀ لري همدارنګه رديف يوازې او تل لۀ قافيې وروسته او د بيتونو پۀ پای کې نۀ راځي، بلکې د مسرو پۀ منځ حتا وروسته او مخې هم راتللی شي. تاسو کولی شئ ډېرې بېلګې يې د فارسي ژبې پۀاشعارو کې وګورئ. بله دا چې کۀ چېرې ردیف د قافيې برخه وګڼو، نو ستاسو پر هغې ادعا هم د بطلان کرښه را اوباسي چې واياست: د پښتو شعر قافيه پۀ یوۀ غږ جوړيږي، لکه ( آ ) د جفا وفا … پۀ کلمو کې، ځکه بیا قافيه پۀ یوۀ اواز کې نۀ جوړيږي او د عربي ژبې په شان ټول توري پرې تطبیقيږي. د قافیې او ردیف د یوۀ بللو پۀ هکله باید دا هم ووايم، کۀ موږ قافیه او ردیف یو وګڼو نو شعر کې د تکرار لۀ پاره لاره هواروي، چې د کلماتو زیاد تکرار د شعر ښکلا، خوند او تغزل لۀ منځه وړي.
څلورم: منلی وايي د قافيې بحث د يوې ژبې فونولوژۍ پورې اړوند بحث دی. دا خبره تر ډېره راته معقوله او علمي ښکاري او دا فورمول پۀ پښتو ژبه کې ډېر ښۀ تمامېدای. ځکه پښتو ژبه کې قافيه د آوازونو پۀ اساس جوړيږي، نۀ د عربي ۷ یا ۹ تورو پر بنست….
پنځم: منلی وايي: پۀ عربي ژبه کې ځکه د قافيې د شننې او تطبیق لۀ پاره ۷ توري ټاکل شوي دي، چې د عربي ژبې کلمې اوږدې دي. زۀ فکر کوم دا ډېره علمي او منطقي خبره نۀ بريښي چې ووايو د عربي ژبې کلمې اوږدې دي. کۀ داسې ووايو چې د عربي ژبې ژبنيز جوړښت يا فونولوژيکي او فونوټيکي جوړښت زموږ لۀ ژبې سره توپیر لري او د هغه لۀ مخې پۀ عربي ژبه کې يوه کلمه ډېر سیلابونه لري…
شپږم: منلی وايي: پۀ پوهنتونونو کې د قافيې پۀ نوم تدريسېدونکي اثار زده کړیالانو ته ګټور نۀ دي او موږ زده ګړيالانو ته د پښتو شعر د پېژندنې پۀ برخه کې ناسم پوهاوی ورکو… زه لۀ ښاغلي منلي سره سل پۀ سلو کې موافق يم. د افغانستان پۀ پوهنتونو کې چې د «قافيې فن» پۀ نوم کوم کتابونه تدريسيږي، بې ګټې او د پښتو شعر پۀ پېژندنه کې تر ډېررره ګټور نشي تمامېدلی، ځکه کوم توري، عیبونه او اوزان چې پۀ يادو کتابونو کې پر پښتو شعر تطبیقوي هغه ټول عربي دي او زموږ پۀ ژبه کې نۀ تطبيقېدونکي دي. لکه : روي، ردف…. یا هم د هجو عیب … نو درانۀ استادان دې د ادبیاتو محصلين نه پۀ بې ځایه مسايلو مصروفه وي او نۀ هم ناسمې تیوريانې دې ورته ښايي. د پښتو شعر قافيوي جوړښت دغږونو پر مټ تیوري او نظر تر ټولو غوره دی. نور دا توري او عیبونه زموږ پۀ ژبه کې اضافي شیان دي.
زه په پای کې د بلاغي علومو له ښوونکو يو پوښتنه کوم
د قافيې د ۹ یا ۷ تورو ارزښت او ګټه څۀ ده؟ ولې موږ ولولو؟
درنښت!سیلانی
Leave A Reply

Your email address will not be published.