The news is by your side.

د عبرت ټکي /سیدعبیدالله نادر

0

دلته هر څه د حال په ژبه دي ګویا ، هره پاڼه هر ښاخ ، د عبرت په ژبه خبري کوی .

د خار او خس څخه د لټون آواز راپورته کیږي . زمانه د غافلانو د ویښیدو له پاره په سل رنګه اشارواو بدلونونو اوړي رااوړي

خو د عبرت خاوندان د دي عبرت سرا څځه ټکي اخلي او غافل تري بی بهري وي غافل د زماني په سل رنکه بدلونونو نه ویښیږي ، او نه خبریږي ځکه چی په زړه  کی یي د معرفت مشعل مړ د عبرت غوږنه یي کاڼه ، او د لټون سترګي یي ړندي وي .

سید عبیدالله نادر

(Visited 183 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.