The news is by your side.

د عطايي ملا صاحب د يوه نظم تنقيدي جاج

ليکوال: ميوند بختيار

0

عطایي ملا صاحب د غزل په حواله یو مستند نوم دی، د غزل خپل روایات یې هم ساتلي دي او د نوښت پلوی هم دی. ملا صاحب د هغو شاعرانو غوندې بیا نه دی چې د ابتکار په هوس کې یې شعر د بې ګټې ابهام ښکار شوی دی. عطايي ملا صاحب لکه څنګه چې يې له نامه سره د ملا نوم غوټه دی، د معاصر شعر په امامانو کې هم راځي، تر اوسه يې يوه شعري ټولګه (د وخت ضرب) په نامه چاپ شوې ده، لوستل يې هغه د رحمان بابا خبره، دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز، د لوستونکي سترګو ته دروي.

عطایي ملا صاحب نظم هم لیکي، په نظم کې هم د غزل خوږلني پر لوستونکیو څکي. د يوه شاعر لپاره دا سخته ده، چې هم دې لوړ غزل وليکي او هم په تول پوره نظم، خو د ښه شاعر او پياوړي شاعر لپاره بيا ممکن سخته نه وي، چې په دواړو قالبونو کې خپل فکر و خيال وړاندې کړي.

د عطایي ملا صاحب پر شعر خبرې کول، سین په کوزه کې ځایيول او پر اوبو کرښې ایستل دي، د دې جسارت بخښنه مخکې له مخکې لا غواړم چې د عطايي ملا صاحب پر شعر مې خبرې کړې دي.

د ملا صاحب لاندې نظم، چې پر زوروره عاطفه پیل شوی دی، د نامراد کاکا مراد پردېس ژوند او ارمانونه مو مخې ته دروي. کاکا مراد له اصله د جاپان و، د طب ډاکټر و او له افغانستان او افغانانو سره مينې دې ته اړيست چې د جاپان غوندې وطن پرېږدي او د جګړې و جهل ځپلي وطن اوبه مهار کړي، دښتې زرغونې کړي او افغان انسان پر اوبو موړ کړي.

راځو د بابک شعر ته:

اې پردېس کاکا مراده

اې نامراده  بامراده

تاته چا ویل افغان سه

او تربور د تور شيطان سه

مړو دښتونو ته ساه ورکړه

اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

د پورتني بند لومړۍ مسره یې د پاراډاکس ښایسته بېلګه ده. د هر شعر پيل چې په ښه توګه وشي، تر پايه پورې بيا لوستونکي له ځان سره وړي. په دې شعر کې د داسې يوه انسان ارمانونه دي، چې له دې خاورې سره يې مينه لرله، مړو دښتو ته يې رڼا او ژوند ورکاوه، دا د تاريخ جبر دی، هر چا چې له دې خاورې سره له زړه مينه کړې ده، سر يې خوړلی دی، ځکه د دې خاورې بچي خپل محسن په سخته پېژني او پردي له دغې تشې ښه استفاده کوي.

د بشر د پخواني تفکر پر اساس په هر څه کې روح جاري و، چې مانا یې ورته ویله، غر، سین، دښته او…ونې ژوندۍ وې. دې عقيدې ته آنمیسم وایي، چې په ادبیاتو کې یې مظاهر پرسونیفیکاسیون او مکنیه تخییلیه استعاره ده. د ملا صاحب په شعر کې هم دښته مړه بلل شوې ده، دا دښته یو وخت ژوندۍ وه او رڼا یې لرله. رڼا د ژوند، سوکالۍ او ابادۍ سېمبول هم دی. په دا نورو بیتونو کې د افغان غمیزې نوغي ته اشاره کوي. د تور  تربور او شیطان کلمې د موضوع په رسولو کې اهمه برخه لري، دلته د تربور له نامه سره د تړلیو مفاهیمو په مرسته لوستونکي فکر ته رابولي. د شیطان یادونه هم کوي، خو د تور په صفت مقید شیطان.

د ملا صاحب همدا نظم يوازې د کاکا مراد کيسه نه ده، د هر پر وطن مين وطنوال کيسه ده، چې د دې دښتو آبادي غواړي، د هر هغه چا داستان دی، چې تيارو ته رڼايي غواړي او په ټوله کې د هر رښتيني وطنپال داستان و کيسه ده.

ته خبر نه یې چي دلته؟

د باروتو باران اوري؟

د ګلونو کښت ګناه ده

د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ

دلته ځان له ځانه تښتي

ژوند له خپله ژونده تنګ دئ

تا اوبه راوړې هغو ته

چي په وينو مينځي ویني

عادت سوي په وحشت دي

خرڅوي په روپو میني

په پورتنیو بیتونو کې د باروتو باران د اوږدې او سختې جګړې څخه يادونه کوي، د باروتو په باران د سوځېدلي کښت کیسه بیانوي، د داسې وطن کیسه کوي چې د ګلونو کښت پکې ناروا او د غوټیو قتل روا دی. د داسې خلکو کيسه ده، چې وينه پکې تر اوبو ارزانه ده او د داسې خلکو داستان دی، چې په ژونديو کې ښه او په مړيو کې بد نه لري.

 په وینو د وینو مینځل د متل راوړل د بابک له ولسي ژبې سره ژور اړیکي راښیي. د یزید او شمر د تلمیح په مرسته د جنګ ماهیت راښیي. د داسې خلکو کیسه کوي چې وینې لکه اوبه داسې بهوي.

اې نامراده بامراده

لېونی اکا مراده

تا کونړ څه له ایسار کړ

دا خو باج د تور لېنګو وو

تا ګمبېر څه له آباد کړ

دا خو راج د ویرانو وو

تا رڼا څه له راوړله

د ببوو و کورو ته

تا خندا څه له ښندله

نړیدلو هديرو ته

څه فایده له ها مسجده

چي ابلیس یې امامت کړي

څه امید له ها مکتبه

چي شیطان یې کتابت کړي

تا سپېره دښته جنت کړه

خو دوږخ یې همسايه وو

تا له خاورو زر ایستله

خو ښامار پر خزانه وو

بابک دلته د هغه چا کيسه بيانوي، چې په ژوند کې مينه کري، زمولې ارواوې خوشالوي، د توپک بد بيانوي، خوبولي راويښوي؛ دا به نو کوم لېونی وي، بابک دې لېوني ته د انجام خبره هم کوي، د جهنم په ګاونډ کې يې د جنت د جوړولو له انجام څخه هم خبروي، خو لېوني چا په زنځيرونو ايسار کړي دي او باغيان چا رام کړي دي؟!

راځو د بابک شعر لولو:

چي ګاونډ د جهنم کي

جنتونه جوړوي څوک

چي د توري شپې سکوت کي

د رڼا اذان کوي څوک

چي و امن ته څوک ژمن وي

د توپک ذاتي دښمن وي

د هغو سزا دغه ده

په مذهب د يهوديانو

د سپین پوښو سعودیانو

د تور مخو ملایانو

د دوږخ د دربانانو

د فرنګ د شیاطینو

د اورنګ د میراثیانو

عطایي ملا صاحب د اساطیري تلمیحاتو په مرسته موضوع ښه بیانوي، دا یو کامیاب اسلوب دی. د هابیل قابیل کیسه مو سترګو ته دروي. دا سلسله به جاري وي، اهورا او اهریمن به تل په جګړه کې وي، ځکه دا یو ډیالیکټیکي قانون دی خو بری به حق ګټي، دا تاريخ ثابته کړې ده، چې ظالم به مختوری کېږي. فخر افغان باچا خان به ويل چې ظالم زوړور او غيرتي نه وي. په لاندې بيتونو کې که له بديعي صنايعو راتېر شو، د زورورې عاطفې پر برکت ځان پر لوستونکي مني. دا شعر د هر وطن پرست افغان د زړه ږغ او د هيلو ترجمان دی، دا د شاعر نبوغ دی، چې هر کړېدلی افغان ياد شعر د خپل زړه ږغ ګڼي او خپل تصوير پکې ويني.

راځو د بابک شعر ته:

ته کافر جلال اباد سوې

دی مومن اسلام اباد سو

ستا وژل یې استشهاد وو

دا جهاد وو دا جهاد سو

خیر خیر خفه مه سې

اې ملنګ اکا مراده

رب دي مل لار دي ګلونه

فرښتې کړي آوازونه

ته انسان حسن د میني

دی شیطان د نفرتونو

ته غازي د حق د لاري

دی مرتد د تورو هیلو

دا د خیر او شر جګړه

تر محشره به غځیږي

د هابیل قابل قیصه ده

وار په وار به تکرارېږي

د پای په بند کې ملا صاحب زېری کوي چې د تیارې دېو به مري، د اوه سري ښامار سرونه به په ډبرو کوټل کېږي، کونړ به بیا “ګمبېر” ته خاندي او… د مینې سرود به ږغېږي:

ستا باغونه به راشنه سي

ستا نيالګي به ګلان راوړي

ماشومان به خدای رالوی کړي

د وطن انسان په پوی کړي

مست کونړ به په خندا وي

په ګمبېر کي په نڅا وي

ټول په دا سندره وايي

ناکامورا دي زنده اباد وي

د انسان مينه دي تل وي

هر ارزښت دي د انسان وي

لوی افغان دي ټول آزاد وي

ورځ یې ښه کال دې آباد وي

اکامراد دي بامراد وي

روح دې ښاد کور دې رضوان وي

د عطایي ملا صاحب دا شاهکار نظم د انسانیت او بشریت پر مړي ژړا ده، د تابو ماتولو هنګامه او آهنګ دی، بغاوت دی، د زړه ږغ دی او شعر دی.

ملا صاحب په دې شعر کې وړاندوينه کوي، چې ماشومان به خدای راستر کړي او د وطن انسان به پوه شي. اوس که حالات وڅارو، د ملا صاحب وړاندوينه رښتيايينې ته نژدې ده، د ځوان کهول د شعور کچه پر لوړېدو ده، تمې شته چې په ګمبېر کې به د ژوند ږغ وي، نڅا به وي، تور شيطان به تړلی وي، زخمي وطن به رغېږي، نور به زموږ اوبه زموږ په اختيار کې وي. تمه ده، نور مو محراب او فتوای خپله شي، چې بل اکا مراد د وطن بوټو ته اوبه ورکړي، نه د زړه ويني او تور شيطان د ابد لپاره پر خوب ويده پاته شي.

(Visited 7 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.