The news is by your side.

د نوميالي شاعر او ادیب، اجمل خټک د ۱۲ تلین په یاد

خواجه عارف الله عارفي

0 113

اجمـل خـتـك د پښتو د اوسني ادب يو ژوندی انقلابي شاعر، نومیالی ادیب او خوندور لیکوال دی.

د دې ځلانده ادبي ستوري ځلا د پښتو د ادب د روښانه لمر هغې رڼا ته منسوبه ده چې دخوشحال بابا د زړه او دماغ څخه راوتلې او د پښتني سیمې پر آسمان خپره شوي ده.

اجمل د کوزې پښتونخوا دخټکو هغې مشهورې کورنۍ ته منسوب دی په چې سربیره په خوشحال خان خټك، اشرف خان هجري، عبدالقادرخان، افضل خان، کاظم شيدا، علي خان او داسې نور د پښتو ژبې پياوړي شاعران اولیکوالان په کې پيدا شوي دي.

 اجمـل په ۱۹۲۵م کال د نوښار په اکوړي کښې زیږیدلی دی او هم دغلته دلنډي سيند په غاړه د پښتو ادب د پلار خوشحال خان خټك په شاعرانه ورشو کښې په مینه او خوند لوبیدلی دی.

اجمل د حکمت خان زوی په خټه پښتون خټك دى. ده له رواجي زده کړې څخه وروسته ځيني رسمي کارونه هم کړي دي، مګر دغه دوره يې ډېره لنډه وه.

د ده په زړه او دماغ کښې د قوم او ولس د خدمت جذبه داسې ننوتې وه چې دی يې رسمي دندو ته نه پریښود.

اجمل د لومړي ځل له پاره د شعر ویلو په اړه په ۱۹۴۷م کال کې ليکلي دي ” زمـانـه شـي يـاد چې د کله راهيسې زه شعرونه وایم خو مور راته قصه کوي چې دماشوم والي راهيسې زما ډېره توجه دې طرف ته ده او وايي چه زه په ډېر لږ عمر كې دخپلې مور سره دخوشحال خان بابا مزارته لاړوم نو کله چې مې د هغه قبر ولیدو او له هغه ځایه چې بیرته راستون شوم، ما یو څو اشعار جوړ کړل او په زور زوره به مې ويل چه دهغو مفهوم داسې بيانوي:

 زه که خیر وي لوی شم

 نو دخپل بابا قبر به داسې جوړوم

 چې خلق به يې تماشې کوي

 زه به ډېرې پيسې ګټم

 او ای د نیکه بابا قبریه

” د کاکاصاحب غوندې ښه ګنبد کوم

 نوموړي د خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هغه په فراق کې ډیر ابیات ولیکل او وروسته یې په ۱۹۳۷م کال کې د خوشحال خان بابا د ژوند او اند په تړاو په مشاعره کې چې د نوموړي په مقبره کې دایره شوي وه، برخه واخیسته.

اجمل خټک پخپله مورنۍ ژبه (پښتو) باندې میین شخصیت وو نو ځکه به یې په مختلفو ادبي غونډو کې ګډون کوو؛ لکه څرنګه چې نوموړی د پیښور د نوښار ادبي غونډي (ادبي جرګه) فعال غړی وو، ددی غونډي په جلسو کې يې له مختلفو ادیبانو، شاعرانو، او د پښتو د ادب د خواخوږو سره وپيژندل او ددوي سره يې یو ځای د (بزم ادب) په نامه یو ادبي ډله جوړه کړه.

د دی انجمن مرکزي دفتر په اکوړه خټک کې وو او په ټول صوبه سرحد، سوات، بونیر، دربند، او آن د هندوستان له ځینو آیالتونو څخه یې هم ادیبان او شاعران غړي درلودل.

ددی انجمن غړو د تحریر، تصنیف، نظم، نثر، تألیف او د ترجمو په وسیله د پښتو ژبې د ادبي ذخیرې زیاتول خپل اولیت ګڼلو چې لاندې اثار یې چاپ کړي ول:

 ۱ـ قامي آئينه : یو تاریخي نثری کتاب دی

۲ـ د ژوند شپیلۍ : نظم دی

۳ـ نقلي قاضي : نثر دی

۴ـ لمبې : نظم دی

۵- لوخړي : نظم

۶- ټکری : نثر دی دی

۷ـ پښتو سندرې.

 اجمل خټك د قومي خدمتونو په لړ کې څوځله بندي شوی او داسې نادودې پرې تيرې شوي چي خداى دې تري په نومې انسان وساتي.

سره ددې ټولو کړاوونو او جيلونو بياهم اجمل خټك خپل ټينګ پښتني عـزم دلاسه نه دی ورکړی او نه يې چاته سرښکته کړی دی او هميشه يې دا نارې وهلې دي:

اوس کـه نـر وي نو غوږونه دي خـپـل پـریکړي

 چـه زمـا نغمــه ســړه نـه شـو لا ســـره شـوه

 د اجمل په شعر کښې د پښتونولۍ مینه او محبت، قومي درد ، او ولسي غم ټولي چپې په يو شان غورځنګونه وهي.

 د بزم په میدان کې د حميد او درزم په میدان کښې دخپل وخت خوشحال خټک دی.

که د اجمل ژوند ته په ژور نظر وګورو، نوموړي هرڅه دسترګو لاندي ځيري او بيا یې د قلم په څوکه دښو او بدو انځور په ښایسته رنگ کښې وباسي.

 اجمل دخوږو او مستو شاعرانه نغمو به انگازو دپښتونخوا په دنګو دنګو غرونو کښې هرځای خپل پیغام هر چا ته رسولی دی.

د نوموړي د اشعارو یو ځانګړتیا داده چې دټولنې په لوړه طبقه کې قدم نه ږدي بلکې دیو همدرد او خیرخوا په ډول دبې وزلو او غریبو خلکو لاس نیوی کوي:

غـټــان غـتـان، نیکان نیکان پیدا دي

 دوي خـو لــه ځـايـــه جنتیان پیدا دي

 ځئ! هغی خوارو له جنت وګټو

څوک چې له موره جنتیان پیدا دي.

 د ده دهـنـر بـلـه لویه ځانګړنه دا ده چې دده شعر د ژوند لپاره استخدام کړی دی او داسې شعرونه وایي چې د خلکو په زخمي زړونو د ملهمو پټۍ لگوي.

دده په شعر کښې نه يوازي طوفانی حرکت پروت دی، بلکې شاعرانه هنر او دالفاظو ښکلا هم لري او دچا خبره دده هر شعر دمتروکې کار ورکوي:

ملګرو په لوګیدوونه شوله

ځئ چې لمبه شو او خپل ځان وسیځو

د نوي ګل د خسمانې دپاره

دا زوړ خوړلی ګلستان وسیځو.

اجمل د زمانې د ناكرديو له لاسه تر اوسه پورې ډېر کتابونه نه دي ليکلي خو کوم کتابونه چې ده ليکلي او چاپ شوي دي په ډېرڅه ارزي چې په لاندې ډول دي:

۱ـ دغیرت چیغه: دا دده د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده چی په ۱۹۵۸ع کال په پیښور کښې خپره شوې ده.

 ۲ـ کچکول: په دې اثر کښې د نثر خورې ورې مرغلرې په داسې رنگ راټولې شوي دي چي ملنګ او پاچا ترې یو شان خوند او مزه اخیستی شي او په پيښور کښې په ۱۹۶۰ کال چاپ شوی دی.

 ۳ـ دا زه پاگل وم: په دې اثر کښې ده دخپل قیدوبند ترخه ساعتونه انځورکړي دي او په ۱۹۵۸ کال په پیښور کښې چاپ شوی دی.

۴ـ بـاتـور تـه عـقـيـدت: دغه اثر هـم د شعرونو يوه مجموعه ده او په پیښور کښې چاپ شوی دی.

۵ـ ژوند او فن: په ۱۹۶۶ کال په پیښور کښې چاپ شوی دی.

۶ـ د پښتو ادب تاریخ: په اردو ژبه په ۱۹۴۹ ـ ۱۹۵۰ چاپ شوی دی.

۷ـ د پښتو ادب پنځه ویشت کاله: په اردو ژبه یوه رساله ده.

۸ـ دوخت چيغه: په دې وختوکې ده د خپلو نوو او تازه شعرونو ټولګه په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال په کابل کې خپره شوې ده.

د لرې او برې پښتونخوا مختلف ادیبان او شاعران د نوموړي شعر او نظم مدحه کوي؛ ددوی له جملې څخه جهادي، علمي، او ادبي شخصیت، مولوي محمد یونس خالص یې پخپل کلام کې د نومړي داسې وصف کوي:

د اجمـل غـونـدې شـاعـر وايه، چې څوک دی پښتنو کې

 غنـي بـه څـوک پیـدا کـړي، د دې سیمې پرګنو کې

همداسـې اديبـان لـرو ، پرېمانــه نـور پـه دو کې

 پـښـتـون تـه دښمنان ځـكـه خـولې دي، په اوبو کې

دغه ستر ادیب او شاعر د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ پر ۷ تر یوه کال رنځ وروسته ومړ او د خټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

 اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.