The news is by your side.

د همیم یو بیت

ساجد بهار

0
زه ترېنه تېر شم مګر سترګې رانه پاته وي
ښار دی یو څوک نه، یو څوک ورته پکې تاته وي
هسې خو همیم صیب زرګونه بیتونه لري او تر ډېره یې په خورا ماهرانه انداز هم پنځولي.
د کتاب له چاپ مخکې مې یې زیاتره شاعري یاد وه او په مشاعرو کې مې پرې ډېری ملګري تر سټیجه هم راغوښتي.
زه چې هر وخت د همیم صیب شاعري لولم، فکر کوم دا خبره یې باید ما کړې وای.
یو وخت کابل کې یوه دوست ته  په تمه وم، انتظار لار بندۍ نور هم وغځوه.
یوه کافي شاپ ته لاړم، چې د انتظار ترخې شیبې په ترخه قهوه بدرګه کړم.
زړه مې را ډک و، ذهن مې شعر لیکلو ته جوړ و.
فسبوک مې خلاص کړ، د همیم صیب پدې بیت مې سترګې ولګیدې.
زه ترېنه تېر شم مګر سترګې رانه پاته وي
ښار دی یو څوک نه یو څوک ورته پکې تاته وي
دې بیت دومره دمه کړم، چې خپل غزل مې ونه لیکه.
ځکه له کړکي مې چې خلک لیدل، کټ مټ مې ددې بیت په څېر احساس درلود اوغوښتل مې همداسې یو څه زه هم شعر کړم.
دا چې همیم تر ما مخکې دا خبره کړې وه او ښه یې هم رسولې، اړتیا نه وه، چې زه دې هم یو څه پکې ووایم.
 دې بیت ولې خوند راکړی او ما ولې غوښتل دې ته ورته خبره وکړم؟؟
یو وخت مې چېرې لوستل، چې په ازل کې جوړه ارواوې پیدا شوي، مخکې له دې چې انسانان نړۍ ته راشي، همدې ارواوو په ازل کې له یو او بل سره خورا زیات وخت تېر کړی او له یو او بل سره خورا زیات وخت پاتې شوي دي.
دا چې انسانان بار ، بار مینیږي یو لوی علت یې هم دا دی، چې په هر کس د خپلې ورکې اروا ګمان کوي او فکر کوي هماغه ورکه اروا یې موندلې.
د ځینو انسانانو ژوند چې ارام دی د همغه لیکوال له انده چې دوی خپلو ورکو ارواو ته رسیدلي، نو ځکه تر نورو خوشاله ژوند هم لري.
همیم هم پدې بیت کې د ښار په منځ  کې په ځینو څېرو کې  د خپل ایډیال معشوق نښې ویني او فکر کوي،چې  هماغه دی…
زه چې هر وخت یوازې شم، بېلابېل فکرونه کوم.
یوه ورځ پارک کې ناست وم، پارک کې  ګرځیدونکي انسانان مې لیدل، متوجې شوم، د ټولو څېرې له یو او بل متفاوتې وې.
هیڅ داسې مخ مې ونه موند، چې له نورو سره دې مشابهت ولري.
د خدای دې دومره اعظیم تخلیق بیخي حیران کړی وم او ددې تخلیق هر اړخ راته بې مثاله وبریښیده.
برعکس یو وخت بې حده نهیلی شوی وم، تازه مې مور مړه شوې وه.
یو څو میاشتې داسې حالت سره مخ وم، چې هره مورکۍ به مې ولیده، څو ګامه به ور روان شوم او فکر مې کاوه، چې خپله مورکۍ مې ده…
دا حالت هغه مینان هم لري، چې مات شوي دي.
دوی چې ښار کې روان شي، د ډېرو نجونو په لیدو فکر کوي، چې خپله تللې مشعوقه یې ده، خو چې ور نږدې شي، هغه یې خپله نه بلکې کوم بل څوک وي.
شخصن زه هغه شاعري زیاته خوښوم، چې زما د زړه خبره یې پکې کړې وي او زما کومه تجربه یې شعر کړې وي.
د تجربې په اړه ویل کیږي، چې په پیل کې هره تجربه فردي وي، خو چې وپنځول شي، له فردي جامو وځي ،ټولیزه بڼه غوره کوي.
د همیم د شاعرۍ یوه لویه ښیګڼه هم زما لپاره همدا ده، چې ډېر وخت فکر کوم، زما د زړه خبره یې لیکلې.
حال دا چې هغه خبره د همیم خپله تجربه وي او د خپل سوي زړه غږ یې وي.
د همیم دا بیت مې هم له دې وجې خوښیږي، چې یو وخت مې کټ مټ ورته احساس درلود او زما د رواني حالت ښه ترجماني یې کوله.
ښاغلی همیم دې همداسې په شرنګ کې وي، چې زمونږ د زړونو پاتې ناویلې هم سندره کړي.
د اوس لپاره همدومره …
(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.