The news is by your side.

د ویرجینیا وولف ادبي ژوند

عصمت الله صالح

0

ویرجینیا وولف د نړۍ په ښځینه لیکوالو کې مخکښه څېره وه، په ۱۸۸۲م په لندن کې وزیږېده. دا لیکواله یو ځای لیکي: “لیکوالي د ناهیلۍ زیږندنه ده، یانې کله چې انسان ناهیلی شي، لیکل پیلوي…”

خو دا چې دا ښځه به څومره حقیقت وايي، راځئ تبصرې پرې وکړو. په نړۍ ادبیاتو کې دغه مخکښه څېره «وولف» چې لیکوالي مطلقه ناهیلي ګڼي، ممکن داسې کوم څه یې تجربه کړي وي، چې له ادبي ژونده بېرون یې کوم عادي وګړی حس نه کړای شي، مطلب دې ادعا ته به یو ډول مجبوره شوې وي. خیر په هر صورت، مګر اوس چې موږ د وولف دا خبره تحلیلوو، پکاره ده چې لومړی ادبي له ناادبي ژونده بېل کړو، مانا پر هر یوه بېلې بېلې خبرې وکړو.

ادبي ژوند د بېلابېلو فکرونو د ایجاد ځمکه ده؛ کله چې انسان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو غَور کوي، مانا څومره چې د بېلابېلو مسایلو د جذیاتو پر جذیاتو کې ورننوځي، همدومره ترې د ادبي ژوند چاپېره حلقه مضبوطېږي، او د وخت په تېرېدو ترې د تېښتې په اړه هېڅ تصور لا نشي کولای. همدا نظریات دي چې ځینې، ادبیات بحر او ادیب ماهی ګڼي، چې که د څو دقیقو لپاره ترې وچې ته وویستل شي، ژوندي‌پاتېدل یې ناممکن وګڼئ.

ناادبي ژوند بیا د هغې ځمکې مثال لري چې د ځینو خاصو نباتاتو د ټوکېدلو امکان پرې وي، مانا دا ځمکه لږو اوبو ته ضرورت لري. په ناادبي ژوند کې تر ډېره هغه فکرونه ښکته پورته کېږي، چې مرجع یې د ژوند عمق نشي بلل کېدای، یانې فاعل او ګرځندوی پکې له پدیدو او اجسامو سره خورا سطحي ټکر کوي، او ژوند ته دوام ورکوي.

په داسې ژوند کې به نو بیا د ویرجینیا دا نقل قول هېڅ مانا ونه لري چې [لیکوالي مطلقه ناهیلي ده] ځکه پر ناادبي ځمکه د هنر زړي نه راټوکېږي او هنر چې د ژوند د سکې یو مخ دی، ادبیات پنځوي، همداراز لیکل بیا د ادبیاتو یوه خورا کوچنۍ خو مهمه برخه ده.

اوس دا پوښتو چې وولف ولې داسې ویلي؟

دلته یو بل مثال هم لیکم:

په نړۍ کې یوه ډله علماء دي، یوه ورځ ورسره سوفسطایانو بحث شروع کړ. سوفسطایانو ترې وپوښتل چې ژوند څه دی؟ دوی ورته ویل چې هېڅ نشته. مقابلو علماوو ورته ویل چې ولې، دا ځمکه، انسان، حیوان، نبات او په ټوله کې کایینات، ولې وایاست چې هېڅ نشته؟

دوی زیاته کړه چې نه، هېڅ نشته، ځکه هر هغه څه چې سبا نشت کېږي، نن یې د نشتون تصور جایز دی، او په ټوله کې همدا ژوند پخپله نشت دی.

دا یو مثال دی، مګر که غَور پرې وشي، ډېر په آسانه به د ویرجینیا د خبرې ثبوت ترې را وباسو. د دې مثال یو بل عکس داسې هم وړاندې کولی شو، مثلاً کله ناکله انسان دومره خسته شي چې د هر ډول پرمختګ احساس لا نشي کولی او ژوند یې یوې وېروونکې بلا ته ورته شي. په دې وخت کې انسان تفکر ته مجبورېږي او د ژوند په نویو زاویو پسې لټون پیلوي، او د یو څه وخت لپاره یې ذهن آرامېږي.

دلته نو د وولف د پورتنۍ ادعا کره‌توب بېخي ښکاره دی [د مور شیدې یې دې شي] ځکه د دې لیکوالې د ژوند په اړه له لیکل‌شویو کرښو هم څه ناڅه پته لګېدای شي. مثلاً د ویرجینیا ذهني ناآرامي، ناسکون، درې څلور ځلې د ځانوژنې هڅې، دا اصلاً ټول د ناهیلیو هغه سرچینې دي چې دا یې لیکلو ته هڅولې، او نن یې موږ هم د وولف په نامه پېژنو، مانا نوم یې آن تر دې زمانې ژوندی دی.

دلته ممکن پوښتنه وشي چې ښه نو ادبي ژوند اصلاً د پرله‌پسې ځانوژنې ځمکه ده؟ لکه ځینې ادیبان چې ظاهراً خورا ګډ وډ معلومېږي.

که دا پوښتنه مطرح شي، نو د ځواب لپاره یې بېرته د وولف پر ژوند تحقیق ته ضرورت پېښېږي. مثلاً په نړیوالو ادبیاتو کې دې مشهورې څېرې یوه ورځ د زیات ذهني کشمکش له امله د ځانوژنې په موخه تر کړکۍ ځان وغورځاوه، خو کله چې را په خود شوه، بېرته یې قلم راواخیست او ادبي پنځونې يې پیل کړې؛ کله چې یې په ۲۲ کلنۍ کې پلار مړ شو، د تېر په څېر یو ځل بیا ذهن ګډ وډ شو او خطرناک اضطراب پرې غلبه وکړه، مګر وولف سمدلاسه قلم راواخیست او د ادبیاتو ایجاد یې پیل کړ، څو خلکو ته وښيي چې دا رکه روغه ده.

نو دا تحلیل د پورتنۍ پوښتنې تر ټولو کره ځواب دی، چې همدا فعل (لیکل) وو چې ویرجینیا وولف یې څو ځلې له ځانوژنې ژغورلې وه.

لنډه دا چې ویرجنیا وولف د نړۍ له ژورفکره لیکوالو یوه ده، نو د دې ادبي ژوند هسې په یوه دوو مقالو کې نشي تحلیلېدای، ځکه وولف په ژوند کې ځینې داسې فعالیتونه هم ترسره کړي، چې د ادبیاتو او ژوندپېژندنې په نړۍ کې د ننني انسان لپاره د کلک او مُحکم پُل حیثیت لري.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.