The news is by your side.

د ټولو هیله دا ده

سید عبیدالله نادر

0

 نو د ټولو هیله دا ده چې پریږدئ دا د علم او معرفت پتنګان خپل سبقونو او درسونو ته، پریږدئ چې دوی خپل سبقونه او درسونه ووایي ، پریږئ چې دوی د نړۍ د خلکو سره سیالان شی ، او پریږدۍ چې دوی د معرفت په اوږو ډیر لیری واټنونو ته د دنیا او کاییناتو  ورسیږي ،او پریږدئ چې دوی په ډیر څه پوی شي ، چې مونږ لا پرې پوه نه یو ، دا د علم کاروان پریږدۍ چې ګړندی شي ، او مخ په وړاندی لاړ شي ، دوی پریږدئ ، چې پرمختګ وکړي ، مه پریږدئ هغه دیوان چې دا ښایسشه ژوند او دنیا بد رنګه کړي ،ژوند ښکلی دی ، او دنیا هم ښکلي او رنګینه ده ، خو یو شمیر دیوان د انسانانو په څیرو کې ، غواړي دا دنیا بد رنګه کړي ،د ماشومانو په زړونو کې د کینې او نفرت پر ځای د محبت ځای هم پریږدئ ، دا د علم او معرفت کاروان مه ودروئ ،ای د تورو ضمیرونو، او خیرن باطن خاوندانو ! پریږدئ چې دا کاروان خپل سر منزل ټه ورسیږي ، پریږدئ چې ورځ تر بلي ورځي حیرت انګیزه کشفیات وشي.

(Visited 21 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.