The news is by your side.

زمونږ مهار به دې د خره د لکۍ پوری وتړه

سید عبیدالله نادر

0

په کار دا وه چې د جهاد د پیل څخه زمونږ د جهاد ټولي چارې، په خپله افغانانو او یا د افغانانو مشرانو په لاس کې او په واک کې وای، خو افسوس چې زمونږ د جهاد سلسه د خره د لکۍ پورې وټړله شوه، یعني پاکستان او د هغې د استخبارتو شبکو پوری وټړل شوه، وايي چیرته د یو سړي ځنکدن وو، خپل اوښان یې راوغوښتل، او خپل اوښانو ته یې ووئیلي: زما آخر شیبی دي زه مرم ، که ما پر تاسو ظلم کړی وي، یعني تاسی می وهلي یاست او یا ستاسو خوراک او څښاک کې می کمی کړی وي، نو ماته بخښنه وکړی، نو اوښانو په یوه آواز ووئیل: دا ټول ظلمونه چې دې کړی دا ټول درته بخښو، خو دا یو ظلم دې د منلو وړ نه دی، چې زمونږ مهار به دې د خره په لکۍ پوري وتړه.

(Visited 60 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.