The news is by your side.

غربت

فرزانه زیار

0 343

پر تندي یې لاس راتیر کړ له خولو ډک لاس یی وڅاڼډه، خپل لاسي ساعت ته یی وکتل
اوه خدایه فقط لس دقې پاتي چې درسي ساعت مو پیل شي، زه لا کوټه سنګي کې یم
له هاخوا کلینر پر سر خیرن دستمال تاو کړی وو نارې یی وهلي پوهنتون پوهنتون، ده ده روپه!
خپل جب ته یی لاس کړ د یوه پنجي کړنګ شوه سوړ اسویلی یی وایست، کرایه خو لس روپۍ ده …
خپل ځواکمن قدمونه یی ګړندي کړه د نیم ساعت لاره یی پر اتو دقو کې خلاصه کړه.
چې د ټولګي پر دروازه یی پښه کیښوده بیرته یو قدم شاته شو
استاد اجازه ده؟
چیرته وې؟
ټوله ورځ چمنونو کې چکرې وهئ بیا ناوخته ټولګي ته راځئ!
وبښئ استاد لږ ناوخته شوه
استاد هم عینکې له سترګو لرې کړې سترګې یی پر لاسونو وموښلې د لاس پر اشاره یې ورته د تللو اجازه ورکړه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.