The news is by your side.

لبر کامو او وران‌پوهاوی

نورالله جلالزی

0

مشهور فرانسوي لیکوال او فلیسوف البر کامو د ۱۹۱۳ زېږدیز کال د نومبر پر اتمه په الجزایر کې زېږدلی. پلار یې یو غریب انسان و او د کامو تر پیدایښت څه کم یو کال وروسته د المان خلاف په نړیواله جګړه کې ووژل شو. کامو د ژوند سخت او ستړي سفر ته یوازې ور پاتې شو، خو له ستونزه سره سره یې دا سفر ښه پر مخ بوت. ده په لومړیو کې له خپلې مور او نیا سره په داسې یو وړکي کورګي کې ژوند کاوه چې د چټلو ابو د وتلو لار یې نه لرله. کامو په لېسه کې د فلسفي د یوه استاد په واسطه له فلسفې سره اشنا شو او له الجزایر پوهنتون څخه یې د فلسفې په برخه کې لیسانس واخیست.  کامو غوښتل د فلسفې استاد شي خو د ناروغي په خاطر استادۍ ته ونه منل شو.(هغه د نري رنځ ناروغي لرله)

البر کامو د لیکوالي تر څنګ ژورنالیستي کارونه هم کول او تر څنګ یې د فوټبال لوبې لوبغاړی او مینوال هم و، خو په وروستیو کې د ناروغي له وجهې فوټبال ترې پاتې شو. کامو له ژورنالیستي فعالیتونو سره څنګ کې غوښتل سیاسي فعالیتونه هم وکړي. دغه وخت له کمونیست ګوند سره یو ځای شو، خو د ګوندونو او سیاسیونو د کړنو په لیدو ډېر ژر له ګوند څخه بهر شو او د سارتر په وینا»: کامو هڅه کوله چې د انسان فرهنګي میراث خوندي کړي او تر دې لوړ و چې هغه ایډیالوژیانې ومني چې د انسان د وژلو امر ورکوي، شاید دغه دلیل به و چې له ټولو سیاسي ګوندونو ګوښه شو. «کامو په وبا ناول کې وایي: »زه په ننۍ نړۍ کې ځای نه لرم.«

البر کامو یو ښه ننداره او ناول نګار او مقاله لیکونکی و. هغه د (پردي، وبا، خوشحاله مرګ، سقوط او…) په نومونو ناولونه ولیکل چې (پردی او وبا) یې تر نورو هغو مشهور دي. کامو همدارنګه د (وران‌پوهاوي، کالیګولا، یاغي او…) نندارې هم لیکلې چې وران‌پوهاوی او کالیګولا یې مشهورې دي. لیکوال د ناولو او نندارو تر څنګ ګڼ شمېر مقالې او نورې لیکنې هم کړي دي. د (سیزیف افسانه) یې ډېره مشهوره ده اچې ښاغلي استاد اکبر کرګر پښتو ته هم ژباړلې.

البر کامو په ۱۹۵۷ زېږدیز کې د نوبل ادبي جایزه واخیسته. هغه لومړنی کس و چې په افریقا کې پیدا شوی وي او د نوبل ادبي جایزه یې ګټلې وي او همدارنګه د نوبل جایزې تر ټولو کم عمره جایزه ګټونکی هم و.

کامو د انسان پر یوازیتوب، ازادي، نهیليزم او د دنیا پر پوچوالي تکیه کوي. د کامو د لیکلو سبک پوچيزم یا بې ماناوالی و یا په بله مانا هغه د نهیلیزم یا (هیچ انګاري) فلسفې  پیرو دی چې د نړۍ له مانا انکاري دی. نوموړی په خپلو ډېرو اثارو کې د انسان هغه حالت تشریح کوي چې ماشیني ژوند پرې لاسبری او بې ماناوالی او نهیلیزم پرې حاکم وي. ښاغلی حیات ژوند د کامو له قوله لیکي: » که ووایم هیڅ شی مانا نه لري؛ نو باید داسې نتېجه واخلو، چې نړۍ بې مانا او بې ګټې ده. زه هیڅکله په دې عقیده نه وم چې باید په دې حالت کې پاتې شم. «کامو په ټولنیز انقلاب باور نه لري، ځکه د هغه په نظر انسان نه یوازې دا چې حکومت او نظام، بلکې ټوله هستي تر پوښتنې لاندې راولي.

بلاخره د البر کامو د ژوند سفر په ۱۹۶۰ زېږدیز کال ختمېږي. هغه د موټر د ټکر له امله وژل وژل کېږي.

وران‌پوهاوی

وران پوهاوی د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو جالبه ننداره ده، چې تاند او تکړه ژباړن حیات ژوند پښتو کړې. دلته یې معرفي او ځینې اړخونه روښانه کوو.
وران پوهاوی په دریو پړکو(پردو) کې نغښتې تراژېدیکه ننداره ده، چې د مور، خور او ورور پر اړیکه او د دوی تر منځ پرله‌پسې وران‌پوهاوي(سوء تفاهم) را څرخي. دغه ننداره له درد، تاوتریخوالي، عشق، انتقام او په ټوله کې له بوچیزمه ډکه ده.

وران پوهاوی ننداره ټول پنځه کرکټره لري، چې تر اخېره یې مرکزي کرکټر نه مالومېږي. یا ویلای شو چې درې کرکټره یې اصلي او دوه یې یې فرعي دي. په اصلي کرکټرونو کې یې(مور، مارتا او جان) راځي او په فرعي هغو کې یې (ماریا او بوډا خدمتګار) راځي. ننداره د مور او خور(مارتا) پر دې ډیالوګ پیلېږي:

مور: هغه را ګرځي، غواړي همدلته وپایېږي.
مارتا: ډاډه یې؟
مور: هو، ته چې لاړې، همدا خبره یې وکړه.
مارتا: یوازې؟
مور: نه پوهېږم، څه یې ونه ویل.
مارتا: بې وزلی خو نه ښکارېده؟
مور: نه، د خونې پر کرایه یې شونډې ونه ځړېدې.

ننداره د چکسلواکي وړوکي ښار په یوه داسې مساپر خانه کې پېښېږي چې دوه ښځې (مور او لور) یې اداره کوي. دوی یو بوډا خدمتګار لري چې هیڅ خبرې نه کوي. د دوی مساپر خانې ته ډېر مېلمانه نه راځي، یو-یو خو شتمن مېلمه راځي.  دوی ډېر شتمن مېلمه په نښه کوي، په ګډه یې وژني او بیا یې سیند ته غورځوي.

مارتا (خور) توند، بې احساسه او جدي شخصیت لري. کم خاندي، خو لمر او د سیند غاړه یې خوښېږي. دې له مساپرو د افریقا د لمر په اړه ډېرې کیسې اورېدلې، ځکه خو یې د خوبونو ښار افریقا ټاکلی. مارتا خپل ژوند د مور خدمت ته وقف کړی او له مور سره یې په ګډه جنایتونه کوي. هغه تل د ډېرو پیسو پیدا کولو او خپلو خوبونو ته د رسېدو په لټه کې ده.

مور ستړې ده. د آرام په لټه کې ده. هغه له جنایتونو ستړې شوې هر څه ورته بې مانا شوي. اوس د ښه ژوند یا هوسا اوسېدلو خوبونه نه وي. په افریقا کې د سیند پر غاړه، تر شنه اسمان لاندې تاوده لمر ته پرېواته او د اروپا د یو وړوکي ښار په یوه وړوکې مساپر خانه کې اوسېدن ورته یو شان دي. هغه د آرام خوب په لټه کې ده.

د دوی مساپر خانې ته د (جان) په نوم یو اته دېرش کلن سړی له خپلې مېرمنې (ماریا) سره راځي. جان یو آرام، بریالی، شتمن او تر ډېره احساساتي شخص دی. د جان په باور نېکمرغي یوازې په خوښ اوسېدلو کې نه ده، بلکې هغه وخت یو څوک نېکمرغه کېږي چې مانا ومومي. دی غواړي د زویولي او ورورولي مسؤلیت په ادا کولو مانا ومومي او ځان نېکمرغه کړي. جان څه باندې شل کاله مخکې مور او خور یوازې پرې ایښې وي، دی بلې سیمې ته تللی وي. اوس له دومره مودې وروسته بیرته غواړي چې خپلې کورنۍ ته را وګرځي. غواړي هغوی نېکمرغه کړي او له هغوی سره په مرسته کولو خپل مسؤلیت ادا کړي؛ خو د مور او خور عجیب غبرګون یې شکمن کوي. دی هغوی ته ځان نه شي ور پېژندلای، ځکه په مساپر خانه کې د پاتې کېدو پرېکړه کوي. مګر د جان مېرمن(ماریا) له اوله په دې ښار او دې خلکو شکمنه ده. په زړه یې وېره ننوتې. جان ته وایي چې مور او خور ته دې هسې ځان ور وپېژنه، چې ژر له دې ښاره ووځو؛ خو جان چې د تاوده هرکلي په تمه و هسې ونه شول، ځکه په مساپرخونه ـ چې په حقیقت کې د شتمنو مېلمنو وژن‌خونه ده- پر پاتې کېدو ټېنګار کوي.

د مساپرخانې مالکانې له جنایت او وژلو سره عادت شوې، مور وایي: » عادت له دویم جنایت وروسته پیلېږي، له لومړي جنایت وروسته عادت نه پیلېږي « کله چې جان د کوټې غوښتلو ته راځي، مور یې مخ ته نه ګوري، ځکه د دې په باور تر نا اشنا کس د اشنا کس وژل سخته وي: »تجربو راته ثابته کړې، سړی باید ور ونه ګوري. د یو نا اشنا کس وژل اسانه دي «د مارتا په زړه کې د انتقام اور بل دی. هغه غواړي له ژونده او انسانانو بدله واخلي . په هغې د جان خبرې ښې نه لګېږي، تل هغه ته وایي چې مېلمه یې، مېلمه اوسه، زموږ په شخصي ژوند کې مه را ننوځه. د ماریا کینه هغه وخت لا ډېره شي چې د جان له خولې د افریقا د تاوده لمر او روڼ اسمان کیسې واوري. هغه یې مور ته وايي: »مورې!هغه باید ومري« مور یې لور ته ډاډ ورکوي: »حتمان باید ومري. مري هم «

د البر کامو په اثارو کې ډېری وخت نهیلیزم یا بې ماناوالی، انساني خپلواکي، د ژوند بې ارزښته ګڼل او داسې نور موضوعات مطرح کېږي. کامو د کرکټرونو د کړنو او شصخیتونو له لارې یاد موضوعات په مستقیم او غیر مستقیم ډول وړاندې کوي. په وران‌پوهاوي ننداره کې یې مارتا د خپلواکي په لټه کې ده، مور ته یې هر څه بې مانا او عبث دي او د سکون په لټه کې ده، ماریا د عشق په لټه کې ده او جان د مسؤلیت ادا کولو او مانا په موندلو.

مارتا چې د خپلواکي او خوښ ژوند په لټه کې ده، د خپلو جنایتونو د توجیه کولو او د مور رضایت حاصلولو په خاطر مور ته وایي:…»کله چې د سیند استنادي دېوال ته لاړو، تا راته وویل چې لږ تر لږه موږ تر ژوند مهربان یو، دغه کسان مو دومره نه دي ځورول… «مور ته یې هسې هم ژوند عبث او هر څه بې مانا دي، د لور خبره تایدوي وایي: »موږ ډېر مهربان یو، دا باید ومنو چې دوی په ارامي او له رنځ پرته مري. دا کار ډېر په زحمت سره جنایت ګڼلی شو. زموږ کار تر مداخلې ور ها خوا بل څه نه دي، یوازې په ګوتې د یو ګمنام ژوند چوخول دي. په ریښتیا هم ژوند تر موږ لا بې رحمه دی«

د جان د مېرمنې (ماریا) په زړه هسې هم وېره خپره وي، ډارېږي چې خپل عشق ونه بایلي، له هرې ممکنه لارې کار اخلي، چې وکړای شي جان رضا او تګ ته یې مجبور کړي، خو جان یې نه مني. ماریا د عشق له درده وایي: »سړي هیڅکله نه پوهېږي چې څنکه مینه وکړي. هغوی هیڅ څه نه راضي کوي. یوازې له خیالونو او خوبونو سره بلد دي. هغوی بلد دي چې نوي کورونه، نوې دندې او نوي مسؤلیتونه ځان ته پیدا کړي. په داسې حال کې چې موږ مېرمنې یوازې او یوازې له مینې سره سروکار لرو «

البر کامو چې د الجزایر په لمرینه سیمه کې زېږېدلی له لمر او سیند سره مینه لري. د هغه په مشهور ناول (پردي) کې د ناول مرکزي کرکټر (میرساولټ) له لمر سره مینه لري او د لمر وړانګې یې د قاتل کېدو سبب کېږي، دغسې په دې ننداره (وران‌پوهاوي) کې هم مارتا دا خیال او خوب چې تر شنه اسمان لاندې د سیند پر غاړه د لمر ننداره وکړي دې ته مجبوروي چې په جنایت لاس پوري کړي او قتلونه وکړي.

وران‌پوهاوی ننداره په ټوله کې د دېرش کلنې عقدیي خور، بوډۍ ماتې مور او اته دېرش کلن پر ځان متکي او مسؤلیت منونکي ورور/ زوی تر منځ د اړیکو او د دوی تر منځ د وران‌پوهاوي کیسه راته کوي. زوی له کوره تښتي، پلار یې وختي لا مړ وي، مور او خور یې یوازې پاتې کېږي. مور او خور یې په ګډه مساپرخانه پر مخ وړي، خور یې د مور خدمت ته اوږه ورکوي، خو د خپلو خوبونو او خیالونو نړۍ هم نه پرېږدي. خور یې هیله لري چې په یوه داسې سیمه کې چې اسمان یې صفا او شین وي، لمر یې ګرم او د سیند غاړه یې د ښار له شور او ځوږه لرې او ارامه وي ځان ته ژوند جوړ کړي. دوی شتمن مېلمانه وژني، سیند ته یې اچوي او د هغوی شتمني ترې اخلي. دوی وایي چې موږ خلک د ژوند له جبره خلاصوو او ډېر په اساني، نرمي او له زحمت پرته یې وژنو. دوی باور لري چې تر ژوند مهربانه دي، ځکه ژوند سراسر انسان ته دردونه ورکوي. دوی غواړي یو وروستی قتل وکړي، بیا لاړ شي د افریقا د شنه اسمان تر لمر لاندې د عیش او عیشرت ژوند وکړي. دې وخت کې یې ورک شوی (ورور/ زوی) راځي.غواړي دوی نېکمرغه کړي، له دوی سره مرسته وکړي، خو د دوی ټولو تر منځ وران‌پوهاوی‌ (سوء تفاهم) را منځ ته کېږي. مور تر اخېره خپل زوی نه پېژني، خو زړه یې نه غواړي هغه ووژني، مګر خور وایي چې دا وروستی قتل به نن شپه ضرور کوو، بیا نو بس دی. بلاخره په وران‌پوهاوي کې خپله وینه ورور/زوی ته زهري څښاک ورکوي او وژني یې. مور یې هسې هم له ژونده ستړې ده، د زوی وژنه بهانه کوي دا هم ځان وژنه کو. خور ته یې د ورور وژنه هم عادي وي،وایي چې پر دې د دې قتل او نورو هغو توپیر نشته. مور یې ګرمه ګڼي وایي چې ما یې ټول عمر خدمت وکړ، خو دې بیا هم خپل هغه زوی وټاکه چې دا یې کلونه یوازې پرې ایښې وه. مېرمن یې د تنهایي ابدي بلا ته پاتې کېږي.

په دې ننداره کې تر اخېره دا نه مالومېږي چې څوک په حق دي او څوک نا حقه. انسان د طبعت او ژوند جبر دې ته مجبوروي چې جنایت وکړي.

یادونه: د البر کامو (پردی) ناول هم ښاغلي حیات ژوند پښتو ته ژباړلی. (د سیزیف افسانه) یې استاد اکبر کرګر پښتو کړې او له وران پوهاوي نندارې سره یو ځای چاپ شوې.

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.