The news is by your side.

پلار ته ليک_ لنډ تاثر

سمیع سعید

0 125

«پلار ته ليک» د فرانز کافکا هغه ليک دی چې د خپل مستبد، ديکتاتور او بې رحمه پلار په نامه یې ليکلی دی، دا ليک حيات ژوند پښتو ژبې ته ژباړلی چې سروش خپرندويه ټولنه یې د چاپ وياړ په برخه لري، فرانز کافکا په ۱۸۸۳ ميلادي کال پراګ کې زېږېدلی، نوموړی د شلمې پېړۍ د الماني ژبې ليکوال وو، نوموړي په حقوقو کې تر دوکتورا زده کړې وکړې، کافکا له خپل پلار هرمن کافکا سره همېشه ترينګلې اړيکې لرلې، د هغه پر ژوند د يوه پلارواکي کورنۍ اغېز دومره زيات وو چې د ژوند تر پایه له دغه تورتم څخه ونشو وتلای.
کافکا په خپلو آثارو کې له انسان سره مخاطب او مخامخ دی، يا له خپل ځان سره يا هم له خپل دننه سره مخامخ دی، نوموړی په خپل تن کې د انسان د لاشعور په ډېرو تورتمو کندو او غارونو کې يوه اژدها ويني، چې هره شېبه وېره احساسوي، چې اوس به راووځي او انسان به له نابودۍ سره مخامخ کړي يا به یې له ستوني تېر کړي‌.
کافکا د هغو مظلومو ځوانانو ژوند انځور کړی چې د ژوند حقوق یې سلب شوي، او په لوی لاس د جهنم کندې ته ټېل وهل شوي دي.
که چېرې زموږ ټولنې ته نظر وکړای شي داسې ډېر پلاران به وموندل شي چې د خپلو ځامنو ژوند یې ترينګلی کړی وي.
د اولاد په روزنه کې اړينه ده چې د هغوی نظر ته احترام وکړای شي، ذوقونه یې مد نظر ونيول شي، هغوی سره په مینې، محبت او همدردۍ ژوند وکړای شي.
ياد کتاب واخلئ او په دې تکل یې ولولئ چې له ځانه سره مينه، محبت او لطف هغې دنيا ته راوړی چې پکې پلارواکي حاکمه ده.
۱۴۰۰/۱۱/۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.