The news is by your side.

په پښتو کې ازاده شاعري او د هغې وزن

ظاهرشاه زهیر

0

( د پښتو ازاده شاعري، فورمونه، وزن، تاریخچه، تېروتنې، له قاقیه والې شاعرۍ سره یې توپیرونه)

په پښتو ژبه کې ازاده شاعري له شلمې پېړۍ نه رادېخوا دود شوې، چې بېلا بېلو شاعرانو د ازادې شاعرۍ په چوکاټ کې شعرونه او نظمونه لیکلي، خو د ازادې شاعرۍ وزني چوکاټ تراوسه په سمه توګه چا نه دی پېژندلی. په پښتو کې د ازادې شاعرۍ بحرونه د نورو ژبو د ازادې شاعرۍ له بحرونو سره توپیر لري. د معاصرو شعر پېژندونکو په نظر په پښتو کې د ازادې شاعرۍ وزن له انګلسي ژبې نه پخوانی دی، چې په دې هکله یې د اخوند دروېزه مخزن الاسلام اثر د بېلګې په توګه ښودلی. د پښتو ژبې د شعر وزن د خج په منظم تکرار او د څپو په شمېر پورې تړلی دی او د نورو، لکه: عربي، انګلیسي، فارسي اردو او ځیني نورو ژبو له شعري وزنونو سره توپیر لري. د ازادې شاعرۍ وزن د پښتو له قافیه والې شاعرۍ له وزن نه بېل دی، هغه داسې چې په قاقیه واله کې مسرې د څپو د شمېر له مخې برابرې وي، خو په ازاده شاعرۍ کې مسرې د څپو دشمېر له مخې یوه له بلې سره توپير لري. د ازادې شاعرۍ د بحرونو د پېژندنې تر څنګ اړینه ده چې د هغو پر ډولونو هم پوه شو، ځکه د پښتو ازادې شاعرۍ فورمونه د نورو ژبو له ازادو فورمونو سره توپیر لري. بله دا چې د پښتو د ازادې شاعرۍ په بحرونو کې د عمومي قاعدې له مخې ډېرې تېروتنې شوي.

شعر چې د انساني خيال زېږنده دی، له ساده نثر سره یې د نورو توپیرونو ترڅنګ یو څرګند توپیر دادی چې شعر یو موزون کلام دی. د پښتو ژبې په پخوانیو څېړنیزو اثارو کې شعر یا نظم د وزن او قافیې له مخې تعریف شوی دی، یو علت یې دادی چې په هغه وخت کې ډېره پاملرنه قافیه والې شاعرۍ ته وه او ازاده شاعري په پښتو کې نه وه دود شوې، خو اوس مهال په پښتو کې د ازادې شاعرۍ بازار ګرم دی، مونږ دلته د پښتو ازادې شاعرۍ پروزن ګړیږو او ګورو چې په پښتو کې ازاده شاعري په څه ډول وزن کې ویل شوې او له قافیه والې شاعرۍ سره یې توپیرونه کوم دي؟ په قافیه واله شاعرۍ اړتیا نشته چې مونږ د  وزن ترڅنګ د هغې پرجوړښتي ډولونو بحث وکړو، ځکه چې د هغو له جوړښتي ډولونو سره زیاتره لوستونکي او زده کوونکي نسبتاً ازادې شاعرۍ ته بلدتیا لري او له غزل نه واخله ترقصیدې، مثنوي، رباعۍ… ټول ډولونه پېژني، خو که د ازادې شاعرۍ د فورمونو ترمنځ پر تفکیک پوه نه شو، کېدای شي دا چاره د مبتدي لوستونکو لپاره ستونزمنه پرېوځي. د بېلګې په توګه په پښتو کې سپین شعر چې له یوې خوا د وزن له قاعدې غورځي او بل په انګلیسي کې د سپین شعر ترعنوان لاندې چې کوم شعر ویل شوی، له پښتو هغه سره په توپیر کې دی، سره له دې چې د ډېرو نظر دادی چې د ازادې شاعرۍ چوکاټ مونږ له انګلسي نه خپل کړی.

په پښتو کې د ازادې شاعرۍ فورمونه

 د پښتو شاعرۍ ازاد فورمونه نسبتاً قافیه والو هغو ته نوي دي او له ډولونو سره یې ډېری لوستونکي بلدتیا نه لري. د پښتو ازادې شاعرۍ فورمونه پوهاند مجاور احمد زیار پردوو برخو (نیم ازاد او بشپړازاد)  وېشلي دي، چې نیم ازاد یې بیانور ډولونه هم لري.

لومړی نیم ازاد: هغه کالبونه دي چې مسرې یې د څپو د شمېر له مخې یوشان نه وي، خو  وزن پکې مراعات شوی وي، په دې معنا چې د خجنوکلمو تکرار پکې په منظم ډول راغلی وي او یو نیم ځای پکې قافیوي کلمې تر سترګو کېږي. په دې فورمونو کې ازاد کالبونه، مونډي شعرونه، کېنتوز، سانت او هایکو شامل دي.(۴: ۳۴۴)

۱ – ازاد کالبونه: د شلمې پېړۍ له نیمایي راپیل شوي، چې د اروپایي سپین شعر غوندې یې مسرې لنډې او اوږدېږي او یوه نیمه قافیه یې هم د بندونو په سر او پای کې کارول کېږي.

۲ – مونډي شعرونه: مونډي یا سرپرېکړي شعرونه هغو نیم ازادو شعرونو ته وایي چې قاقیې ونه لري مسره ییز او سېلابوتونیک انډول یې سره برابر وي. دا ډول شعرونه د قافیه ماتوونکي او ازاد شعر له لومړنیو بېلګو څخه ګڼل کېږي، مګر د مسرو، خجونو او څپو د یو برابر انډول له کبله بشپړ ازاد شعر یا نظم نه ګڼل کېږي، نو څرګنده خبره ده چې مونډي شعرونه ځکه ورته وایي چې د قاقیې کلمې یې پرې (لرې) شوي وي.

۳ – کېنتوز او سانت: په ایټالوي ژبه کې کېنټو (canto) او په لاتیني کې ورته کېنټوز(cantos) وایي، چې د سندرې په معنا دی. دا شعر غزل ته ورته دی، خو د پښتو غزل په څېر پکې د مطلع او مقطع خیال نه ساتل کېږي، موضوعات پکې کړۍ کېږي، په دې معنا چې سلسله یې نه شلیږي. سانت هم ایټالوي لفظ دی چې له سونېټو (sonetto) څخه اخېستل شوی، له څوارلسو مسرو رغېدلی فورم دی، چې مسرې یې د څپو شمېر له مخې مختلفې دي، طاقې له طاقو او جفتې یې له جفتو سره قافیه کېږي.(۱:۷۴۰)

د کېنتوز او سانت په نامه دوه شعري ډولونه ښاغلي هاشم بابر د اروپایي شعري ډولونو په نامه د یو ټاکلي شمېر له مخې چې د څوارلس څپیزو، اووه او اته څپیزو مسرو سره په پښتو کې ازمایلي او څو ټولګې یې ترې رغولي، خو کوم نوی ازمایښت یا نوښت بلل کېدای نه شي، بلکې د اروپایي سپین شعر(blank veres) او زمونږ ازاد شعر په لړکې له ډېرو قافیو او ردیفونو سره د قافیه وال او (مونډي شعر) یوه ګډوله برېښي. (۴:۳۴۶)

۴ – هایکو: د هایکو په نوم یو نوی فورم چې اوسمهال په پښتوکې مروج دی، هایکو یوه جاپاني کلمه ده او په جاپاني ژبه کې یې جوړښت داسې دی، چې لومړۍ مسره يې (۵) دویمه (۷) او درېیمه یې بیا (۵) څپې لري، خو په پښتو کې دغه وزن تراوسه په سم ډول نه دی درک شوی. په پښتو کې چې کومې هایکوګانې ویل شوي د څپو له مخې بېلابېلې دي او یو منلی وزن نه لري.

دویم بشپړ ازاد شعرونه: هغه دي چې د قافیې له قید څخه ازاد وي او د نیمه ازادو په څېر پکې د قافیوي کلماتو همانګي نه تر سترګو کېږي، خو وزن هرومرو لري. د ازاد شعر وزن په پښتو کې یوازې د خجونو او څپو پرتکرار پورې تړلی او د مسرو ترمنځ د څپو شمېر په نظر کې نه نېول کېږي. دغه زمونږ د بحث اصلي موضوع ده، نو پردې وروسته مفصل بحث کوو، خو دلته باید د زیار صیب یوې لنډې توضیح ته تم شو چې د پښتو او انګلسي د سپین شعر پرتوپیر راڅرخي: «لکه څرنګه چې د ازاد شعر په پېژندتیا کې یادونه وشوه، اروپایي سپین شعر (blanl veres) فرانسوي (blakch veres) جرمني (blank veres) نومونه زموږ له سپین شعر سره نه، بلکې له نیم ازادو سره سمون لري او ازاد یې زمونږ له ازاد سره نه، بلکې زموږ له سپین شعر سره اړخ لګوي؛ په لنډو ټکو د دوی ((سپین)) زموږ ((نیم ازاد)) او ((ازاد)) یې زموږ له ((سپین)) او همزامان ((ناپېیلي)) سره سمون خوري.» (۴: ۴۳۵)

د سپین شعرپه هکله استاد پوهنوال محمد ابراهیم همکار چې کوم نظر ورکړی او په هغه کې دا ترکیب (شاعرانه خیال په ساده نثر کې)، زما په فکر سم نه دی، ځکه که مونږ د «شعر» کلمه کاروو، نو په کار ده چې د همدې کلمې د معنا لحاظ وساتو او دې ته پام وکړو چې دساده نثر او شعر ترمنځ د زمکې او اسمان توپیر دی. ساده نثر مونږ هغه ته وایو چې هنریت پکې نه وي او پیغام یې ساده وي، خو شعریت مونږ بیا هغه څه ته وایو چې په هغې کې د ساده پیغام پرځای د خیال برخه ډېره وي او د خیال زېږنده وي، خو د همکار صیب په تعریف کې( شاعرانه خیال په ساده نثرکې) ترکیب په خپل منځ کې سره ټکر لري، نو زما په فکر که د ساده نثر پر ځای یوازې نثر  وویل شي ښه خبره ده. نوموړی لیکي: «د سپین شعر لاروي په پښتو ادب کې ډېر تت تر سترګو کېږي، که څو ک خپل شاعرانه خیال په ساده نثر کې چې هېڅ ډول وزني قید ونه لري وړاندې کړي سپین شعر بلل کېږي.» (۱۱: ۸)

دازادې شاعرۍ وزن له قافیه والې سره کوم توپیرونه لري؟ 

په پښتو کې د پابندې (قافیه والې) شاعرۍ بنیادي اصل خج دی، ځکه چې هلته په ډېرو مواردو کې د څپې په کموالي او زیاتوالي وزن نه ماتېږي، خو په هغه صورت کې ماتېږي، چې د څپو کموالی او زیاتوالی د خجونو په نظم اغېز وکړي، ځکه مونږ ویلی شو چې په پښتو کې د وزن کچ و مېچ ترډېره په خجونو پورې تړلی دی. لکه څرنګه چې په قافیه واله شاعرۍ کې بحرونه په لومړي سر کې په اوږد رکني او لنډ رکني وېشل شوي، په همدې ډول په ازاده شاعرۍ کې هم دي. هغه بنسټیز توپیرونه چې د پښتو ازادې شاعرۍ وزن یې د قافیه والې شاعرۍ له وزن سره لري دا دي.

۱ –  په قافیه واله شاعرۍ کې لوی بحرونه (ګروپونه) پنځه دي، چې هر یو لوی بحر نور ښاخونه لري او همدغه لوی بحرونه (ګروپونه) یې د خجونو د موقعیت او ښاخونه یې د څپو د شمېر له مخې سره توپیر کېږي، خو دلته د هغو په څېر د ښاخونو نظم نشته او ټول ښاخونه یې یو په بل کې ورګډېږي، ځکه چې دلته د څپو شمېر په نظر کې نه نېول کېږي، بلکې د خج موقعیت ته پام کېږي.

۲ – د ازادې شاعرۍ په وزن کې د مسرو د څپو شمېر په لوی بحر(ګروپ) پورې تړاو مومي، په دې منعا چې د یو ازاد شعر مسرې به د هغو لوی بحرونو (ګروپونو)کوم چې په قافیه واله شاعرۍ کې دي، په یو ګروپ پورې تړلي وي، نه داسې چې په شعر کې د دوو بېلابېلو ګروپونو مسرې راغلي وي او یا له د دغو ګروپونو نه په یو کې هم نه وي، همدا وجه ده چې د پښتو ازادې شاعرۍ بحرونه د شمېر له مخې تر قافیه والې هغې کم دي.

 ۳ – درېیم توپیر یې دادی چې د قافیه والې شاعرۍ لوی بحرونه په ښاخونو وېشل شوې، ځکه چې هلته مسرې د څپو د شمېر له مخې برابرې راځي. بله دا چې د قافیه والې شاعرۍ په وزن کې څلورم ښاخ د څپو د شمېر له مخې د دوو وړو مسرو څخه جوړ وي او د یو مستقل ښاخ په ډول راوړل کېږي، خو دلته څلورم ښاخ نشته او په پاتې درې یې یو ځای په یو بحر کې راځي. د قافیه والې شاعرۍ د هر ګروپ درې ښاخونه کولی شي شاعر په ازاده شاعرۍ کې په  یو بحر کې وکاروي. پښتو ازاده شاعري په لویه کې ټول پنځه اوږدروکنیز بحرونه لري یا په بله وینا د قافیه والې شاعرۍ پنځه لوی بحرونه پرته له ښاخونو په ازاده شاعرۍ کې کارول کېږي، چې زیاتره شاعري په درېیم او څلورم اوږد رکني بحرونو کې شوې ده او په لومړي، دویم او پنځم اوږدرکنیزو بحرونو کې پرتله درېیم او څلورم ته کمې بېلګې په نظر راځي.

په پښتو کې د ازادې شاعرۍ تاریخچه

ځیني پښتو وزن پېژندونکي پردې باور دي؛ وړاندې تر دې چې په انګلیسي ژبه کې ازاد شعر پیل شو او وده یې وکړه، په پښتو شاعرۍ کې ځیني بېلګې داسې دي چې هغو ته ازاد نظم ویلی شو، په دې هکله استاد دروېش دراني  په پښتو کې د اخوند دروېزه یو کتاب (مخزن الاسلام) ښودلی او د دې کتاب متن څخه یې یوه بېلګه د ازاد نظم په توګه وړاندې کړي، چې ورسته به ورته اشاره وشي.

د معاصرې دورې زیاترو څېړونکو نظر دا دی چې پښتو ژبې ته ازاده شاعري له انګلیسي ژبې راغلې او دغه شعر لومړی په انګلسي ژبه کې دود شوی او بیا نورو ژبو ته انتقال شوی دی. په انګلیسي کې لومړی بې قاقیې شعر چې په پښتو کې ورته زیار صیب «مونډی» شعر وایي رواج ؤ، دا داسې شعر ؤ چې مسرې به یې د څپو د شمېر له مخې برابرې وې، قافیه به یې نه درلوده، خو وروسته دغه شعر نوره هم ازادي پيدا کړه او د مسرو اوږدوالی او لنډوالی پکې مروج شو.

د پښتو کلاسیکې دورې شاعري ټوله له عربي نه په اغېز قاقیه واله شاعري ده، چې دیواني شاعري هم ورته ویل کېږي او قافیه واله شاعري په ځانګړې توګه غزل په پښتو کې دغه وخت ډېر دود ؤ، همدا علت ؤ چې په معاصره دوره کې غزل نور هم زور واخېست او تراوسه په پښتو کې نه یوازې غزل خپل مقام ساتلی، بلکې لا د پرمختګ په حال کې دی. د معاصرې دورې په دې پېر کې چې پښتانه له نورو ژبو په ځانګړي ډول له انګلسي ژبې سره اشنا شول، نو د ازادې شاعرۍ چوکاټ ته یې هم ورپام شو او پښتو ژبې ته رانقل شو. دغه چوکاټ د پښتو شاعرۍ لپاره نوی ؤ، ځکه په لومړیو کې ډېره توجه ورته نه کېده، خو د وخت په تېرېدو سره زمونږ ادیبان او شاعران په دې پوه شول چې شاعرانه خیال که ازاد شي او محدودیت ونه لري، شاید په موضوعي لحاظ د شاعرانو نه داسې څه واورو چې، هغه کېدای شي په هر قافیه وال شعر کې ونه مومو. همدا وجه وه چې  ډېر ژر د ازادې شاعرۍ چوکاټ په پښتو کې وغوړېدو.

 په پښتو کې د ازادې شاعرۍ په هکله هغه څه چې مونږ ته مهم دي، دا دي چې په پښتو کې ازاده شاعري له انګلسي ژبې نه د قدامت په لحاظ پخوانۍ ده او د کلاسیکي دورې یو مذهبي او سیاسي عالم اخوند دروېزه یو کتاب (مخزن الاسلام) د ازادې شاعرۍ په چوکاټ کې لیکلی دی. «په انګریزي کې د امریکايي شاعر (والټ ویټمېن) کلام چې Leaves of Grass نومېږي او د ازادې شاعرۍ پیلامه ګڼل کېږي، چې په (۱۸۵۵م) کې نشر شوی ؤ، خو د اخوند دروېزه درې مشهور اثار(مخزن الاسلام، ارشاد الطالبین او تذکرة الابرار والاشرار)  د ارواښاد تقویم الحق کاکاخېل په وینا په (۱۶۰۳ – ۱۶۱۲) کې لیکل شوی دي.» (۲: ۲۰۳)

یاده موضوع مونږ باید له دوو اړخونو وڅېړو: یو داچې که مونږ د ازاد شعر قدامت په پام کې ونیسو او ورسره په څنګ کې د اخونددروېزه کتاب (مخزن الاسلام) په هکله دا ثابته شي چې د دې کتاب متن د ازادې شاعرۍ پر چوکاټ برابر دی، نو په دې کې هېڅ شک نشته چې د ازادې شاعرۍ پیل لومړی په پښتو کې شوی. د دې موضوع دویم اړخ دا دی چې د ازادې شاعرۍ پیل په انګلسي کې د شعر په نوم شوی، نه د نثر په نوم، خو پښتو کې د اخوند دروېزه کتاب د یو نثري کتاب په نوم مشهور ؤ او دا ډېره وروستۍ ده چې زمونږ څېړونکي دې ته متوجه شول چې د مخزن الاسلام متن د ازادې شاعرۍ په چوکاټ کې ورداخل کړي. باید ووایو چې په اروپایي ژبو کې هم دا کار شوی چې ځینو شاعرانو په لومړیو کې ازاد نظمونه / شعرونه د خپلې ناپوهۍ او ناپامۍ په وجه د نثر په نوم چاپ کړي. د کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روهي کتاب (شعرپېژندنه) په سریزه کې چې پوهاند محمد رحیم الهام لیکلې داسې لولو«په اروپاکې تراتلسمې میلادي پېړۍ مخکې داسې کومه بېلګه ماته نه ده معلومه چې کوم شاعر د خپلو منثورو هنري لیکنو کوم دیوان د شعر په نوم یاد کړی او خلکو ته یې وړاندې کړی وي. په اتلسمه پېړۍ کې ځینو شاعرانو ښکلې منثورې هنري ټوټې ولیکلې او ادعا یې وکړه چې موږ شعر ویلی دی.» (۳: ۶۶)

د استاد دروېش دراني د وینا له مخې کله چې خوشحال خان خټک په سوات کې له میانور سره مناظره کوله، نو د دوی ترمنځ پرهمدې کتاب (مخزن الاسلام) خبرې شوې او پرهغې کتاب خوشحال خان خټک د شعر پرژبه نقد کړی او هغه یې یو داسې کتاب بللی چې نه یې ورته نطم ویلي او نه یې ورته نثر، نو داسې معلومېږي چې دا دواړه نه دی؛ حتماً یو درېیم شی دی او هغه درېیم شی همدغه د ازادې شاعرۍ چوکاټ دی. د دې کتاب متن په درېیم اوږد رکني بحر کې دی، خو دا کتاب چې یو پخوانی کتاب دی او چاپوونکو  پکې تېروتنې کړي او دا تېروتنې د دې سبب شوي چې یو نیم ځای پکې وزن مات شي.

هغه دین چې موافق دی له قرانه

او رسول دی قبول کړی

هغه دین زماقبول دی، ما دی لاس ورلګولی

هغه دین چې مخالف دی له قرانه

او رسول ځیني ویزار دی

زه ویزار له هغه دینه

چې پیرو د هغه دین په دواړو کونو شرمسار دی (۲: ۲۰۸)

اخوند دروېزه هغه څوک ؤ چې د روښانیانو پروړاندې ولاړ ؤ او د دوی په مقابل کې یې سیاسي او مذهبي مبارزه کوله. د ځینو معاصرو څېړونکو په نظر دغه کتاب یې هم د هغوی د اثارو په ځواب کې لیکلی او بله داچې په هغه وخت کې مسجع نثر مروج ؤ، علت یې دا و چې دواړو ډلو هڅه کوله چې خپل پیغام نورو ته په ښه او اغېزناک ډول ورسوي او دغه نثر چې سجع لري، نو یو ډول آهنګ لري او تأثیر یې د ساده نثر په پرتله زیات وي. استاد سرمحقق زلمي هېواد مل په خپل کتاب (د پښتو ادبیاتو تاریخ) کې یو ځای لیکلي:« د مخزن الاسلام په باب له پخوانه دا خبره باب ده چې دا کتاب په مسجع نثر لیکل شوی دی، مګر د هېواد نامتو عروض پوه استاد رشاد د دې کتاب بېلا بېلې رسالې تقطیع کړې دي او ثابته شوې ده چې د مخزن اکثرې برخې نظم دي، که ځیني ټوټې یې مسجع نثر ته ورته وي، نو دا بیا د بایزید د خیرالبیان ځینو مسجع ټوټو ته ورته دي. (۹ : ۱۱۱)

د پورتنۍ توضیح نه دا معلومېږي چې اخونددروېزه که دا کتاب د نثر په اراده لیکلی وي یا د نظم، خو دومره خو هرو مرو څرګنده ده چې مسجع نثر چې په خپله یو اهنګین نثر دی، نو د لیکوال قریحې به هرو مرو شعر ته تمایل لرلو او شعر ته ورته نثر به یې لیکلی وي. داچې په هغه وخت کې د شعر په هکله دومره پوهه نه وه، نو پردې څوک نه پوهېدل چې دا نثر دی او که نظم. د دې ټولو خبرو په پای کې وایو چې په پښتو کې د ازادې شاعرۍ پیل پخوانی دی، خو د ازادې شاعرۍ پېژندنه او له هغې سره بلدتیا وروستنۍ ده او زمونږ شاعران او څېړونکي د انګلسي ژبې پرمټ پردې توانیدلي، ترڅو دا معلومه کړي چې د اخوند درېزه (مخزن) نثر نه دی، بلکې شعر دی او تر انکلسي په پښتو کې ازاد شعر پخوانی دی، نو پایله دا راوځي چې که په پښتو کې د ازادې شاعرۍ پیل وړاندنی وبولو، نو په انګلسي کې د ازادې شاعرۍ پېژندنه او هغې ته د شاعرانو پاملرنه ترپښتو وړومبۍ ده.

په پښتو کې د ازادې شاعرۍ بحرونه

یادونه: دغه بحث ما د دروېش دراني کتاب (پښتو عروض) نه په تقلید کړی، چې نوموړي په دې برخه کې ترنورو ډېر زیار ایستلی او د موضوع زیاتره اړخونه یې روښانه کړي.

وړاندې مو هم وویل چې د پښتو ازادې شاعرۍ وزن په لومړي سر کې پردوو برخو وېشل کېږي چې یو یې اوږد رکني بحرونه دي او بل یې لنډ رکني. په لنډ رکني بحرونو کې په پښتو کې ازاده شاعري کمه شوې، نو له همدې کبله پیل له اوږد رکني بحرونو کوو. په اوږد رکني بحرونو کې هم داسې بېلګې چې د رکنونو پر لومړي او دویم سېلابونو یې خجونه راغلې وي، کمې موندل کېږي، خو زه هڅه کوم چې ځیني بېلګې یې وموم، که مې پیدا نه کړې، نو د شعري ټولګو پر ځای یې له نورو کتابو را اخلم. په اوږد رکني بحرونو کې هم د قافیه والې شاعرۍ په څېر روغ رکن څلور څپې وي او نیمګړی یې په څلورو بحرونو کې درې سېلابه وي، خو په پنځم بحر کې یو سېلاب وي. بله دا چې د ازادې شاعرۍ په بحرونو کې شاعر اختیار لري چې مسره په ټاکلي بحر کې د روغو رکنونو په زیاتولو سره اوږده کړي.

لومړی بحر: د پښتو ازاد شعر لومړی بحر هغه دی چې خجونه یې د هر رکن پر لومړنیو څپو راغلي وي، د دې بحر مسرې د سېلابونو د شمېر له مخې اووه، یولس او پنځلس سېلابه وي. په اووه څپیزه مسره کې خجونه پر لومړۍ او پنځمه څپوراغلي وي، په یولس څپیزه مسره کې خجونه پر لومړۍ، پنڅمه او نهمه څپور راغلي وي او په پنځلس څپیزه مسره کې خجونه پر لومړۍ، پنځمه، نهمه او دیارلسمه څپو راغلي وي.

«اې ښکاري اشنا درته سلام کوم

پرېږده چې دا سپینې مرغۍ والوزي

لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي

ښکلي شي ښایسته شي امیلونه شي

واخلي په وزرونو کې تنکي بچي

وموښي سینو کې ګلالي بچي

سپینې سرې مښوکې زرکني بچي» (۵: ۶۸)

پورتنۍ بېلګه د څپو د شمېر له مخې (۱۱) او (۱۳) څپیزې مسرې لري، چې د هر رکن پر لومړۍ څپه خج راغلی او مسرې په افقي ډول ځکه په ترتیب لیکل شوي، چې په دې بېلګه کې د مسرو اړوند ټوټې نه دي راغلي. وړاندې مو دې خبرې ته اشاره کړې چې د ازادې شاعرۍ وزن په بنسټیزه توګه په خجونو پورې تړلی، نو ځکه هر بحر ته د خجونو د موقعیت له مخې نوم ورکول کېږي، ځکه دې بحر ته لومړی اوږدرکني بحر ویل کېږی.

دویم اوږد رکني بحر: هغه دی چې د هر رکن پر دویم سېلاب یې خج راغلی وي، د مسرو شمېر یې اووه، یولس او پنځلس وي. په اووه څپیزه مسره کې خجونه پر دویمه، او شپږمه څپو راغلي وي، په یولس څپیزه مسره کې پر دویمه، شپږمه او لسمه څپو راغلي وي او په پنځلس څپیزه مسره کې په دویمه، شپږمه، لسمه او څوارلسمه څپو راغلي وي.

چې سترګو ته ځیر شوم

ولاړ ومه پر وچه زمکه باندې خو لاهو شوم

په داسې نا لېدلي سمندر کې

چې بیا نه په جهان کې زه په چا باندې خبر شوم

درېیم اوږد رکني بحر: هغه دی چې د هر رکن پر څلورمه څپه به خج راغلی وي مسرې یې د سېلابونو د شمېر له مخې څلور، اته، دولس او شپاړس څپې وي، چې په څلور څپیزه مسره کې پر درېیمه، په اته څپیزه مسره کې پر درېیمه او اوومه څپو خجونه راځي. همدا ډول په دولس څيزه کې پر درېیمه، اوومه او یولسمه څپو خجونه راځي او شپارس څپیزه کې پر درېیمه، اوومه، یولسمه او پنځلسمه څپو خجونه راځي. په دې بحر کې نیمګړی رکن نه راځي او ټول رکنونه یې پوره وي. (۲: ۱۸۹)

که د ګلو

څانګه څانګه پاڼه پاڼه

            په روپۍ روپۍ خرڅېږي

چې روپۍ درسره ه نه وي ته به څه کړې ته به څه کړې (۷: ۴۳)

څلورم اوږد رکني بحر: هغه دی چې د هر رکن پر څلورمه څپه یې خج راغلی وي او مسرې یې د څپو د شمېر له مخې اووه، یولس او پنځلس سېلابه وي، د خجونو موقعیت یې په اووه څپیزه مسره کې پرڅلورمه څپه وي، یولس څپیزه مسره کې پر څلورمه او اتمه څپو وي او په پنځلس څپيزه مسره کې پر څلورمه، اتمه او دولسمه څپو وي.

د پارلمان وکیلې

بیا دې پر ځان باندې سینګار تمام دی

د وروځو څوکې دې پیوند دي بیا په خامو رنجو

د ښار په لویې او وړې ارایشګرې باندې (۶: ۱۰۲)

پنځم اوږد رکني بحر: په دې بحر کې هم خجونه درکنونو پر څلورمه څپه راغلي وي، خو توپير یوازې دومره دی چې دلته نیمګړی رکن یوه څپه وي او نورو بحرونو کې نیمګړی رکن درې څپې وي. دغه بحر درې ډوله مسرې لري، پنځه څپیزه چې خج یې پر څلورمه څپه راځي، نهه څپیزه چې خجونه یې پر څلورمه او اتمه څپو راځي او دیارلس څپیزه چې خجونه یې پر څلورمه، اتمه او دولسمه څپو راځي. باید ووایو چې پنځم اوږد رکني بحر هغه بحر دی چې د پښتو لنډیو وزن هم ورسره برابر دی، ځکه چې په لنډۍ کې د خجونو تکرار د پنځم اوږد رکني بحر سره سم دی. د لنډۍ لومړۍ مسره (۹) سېلابه ده او دویمه یې (۱۳) سېلابه ده، په لومړۍ مسره کې پر پرڅلورمه او اتمه څپو راځي او په دویمه مسره کې پر څلورمه، اتمه او دولسمه څپو راځي.

زماخپلوانو عزیزانو

اوښکې کړئ وچې

ټول په لمنو

وخت د ژړا نه دی کار وکړئ

«پرجنازه مې تلوار وکړئ

ناوخته کېږي نا اشنا وطن ته ځمه» (۲:۱۹۷)

د ازادې شاعرۍ په وزن کې تېروتنې

د ازادې شاعرۍ بحرونه چې کوم دراني صیب وړاندې کړي، د هغې پرچوکاټ د پښتو لیکل شوې ازاده شاعري ټوله ورسمول مشکله برېښي، چې د دې ستونزې دوه علته کېدای شي.

۱ –  یو څرګند علت یې دا دی چې زمونږ شاعرانو د شعر په لیکلو کې تېروتنې کړي او د مسرې او ټوټې ترمنځ یې توپیر نه دی کړی، چې په داسې کولو سره له لوستونکي اصل مسره او ټوټه ورکېږي او په ویلو کې یې بې خوندي راځي. که په لیکلو کې دې ته پام وکړو چې د مسرو او ټوټو ترمنځ تفکیک وکړو نو دا ستونزه به تر ډېره حل شي. زمونږ شاعران زیاتره وخت چې خپل ازاد شعرونه په کتابونو کې په افقي ډول لیکي، چې اصل مسرې او ټوټې ټولې په یو ترتیب وي، نو که ټوټه له اصلي مسرې نه یو څه څنګزنه ولیکو ښه خبره ده، دغه بېلګه وګورئ چې لومړي اوږدرکني بحر کې ویل شوې، خجونه یې د هررکن پر لومړۍ څپه راغلي. دلته څنګزنې فقرې چې د پاسنیو مسرو ټوټې دي او لوستونکی پردې پوهیږي چې دا مستقلې مسرې نه دي او خجونه په خپل ځای ادا کوي. دا مسرې او ټوټې که په افقي ډول په یو ترتیب ولیکو، نو شاید لوستونکی د خجونو په ادایېګۍ کې تېروتنه وکړي او پر ټوټو هم د مسرو ګومان وکړي.

وتره ده نن وتره ده

         د ذهن کرونده زما

وکره څه وکره

نه چې د غرض خاوند 

        زما په وتره ذهن کې

تخم د شک وکري 

۲ – دویم دا چې ځینو شاعرانو د یو بحر مسرې له بل سره ګډې کړي، چې دا کار په بحرونو کې د وزن ګډوډۍ سبب شوی او په دغسې تېروتنې سره ډېر ښه شعر هم بې خونده کېدای شي، بېلګې یې په زیاتره شعري ټولګو کې شته دي. دلته د بېلګې په توګه د لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال د یو داستاني نظم (ارشاک او اوشاش) څخه یوه بېلګه ستاسو په وړاندې ږدو، باید ووایو چې دا یو اوږد نظم دی او په درېیم اوږد رکني بحر کې ویل شوی، خو دوه مسرې پکې داسې دي چې په همدې بحر کې د ګډوډۍ سبب شوي او یوې مسرې ته په حاشیه کې شاعر په خپله هم  اشاره کړې. دلته شاعر د نظم په منځ کې د  څلورم اوږدرکنيز بحر نه درېیم اوږدرکنیز بحر ته  اوښتی، خو کله چې بل بند پیلیږي، نو شاعر بېرته بیا خپل بحر ته راځي. شاعر دا کار کړی چې یو بشپړ بند یې په همغه مخالف بحر کې ویلی، خو که داسې یو کار په کوچني ازاد نظم کې وشي بیا نو د نظم یا شعر وزن (وزم) ته تاوان اړوي او په لوستلو کې یې هغه کیفیت نه محسوسېږي، کوم چې د خپل اصلي بحر دی. بله مسره یې له دې مسرې وړاندې په همغه څلورم اوږد رکنیز بحر کې داسې راوړې، چې د څپو شمېر له مخې یې یوه څپه کمه ده.

داده زموږه د خوښیو کیسه

 او د جنشنونو پایکوبیو محفل

او مساپر ملنګ چې دا واورېدل

په شور ماشور او هیاهوی یې وویل

جامونه ودروئ سازونه بند کړئ*

چې زه یو راز له خپل کماله لرم

یوه کیسه هم له پنچاله لرم

ملنګ دا خبرې وکړې* (۸:۱۳۶)

د نظم په دې ټوټه کې پنځمه مسره داسې ده چې د وزم (د خجونو د موقیعت) له مخې سمه ده، ځکه چې خجونه یې د هررکن پرڅلورمه څپه دي، خو د څپو د شمېر له مخې یې یوه څپه کمېږي، که مسرې ته یوه څپه (نوره)  ورزیاته کړو (جامونه ودروئ سازونه بند کړئ نوره) مسره به دیارلس څپې شي او په ټاکلي وزن به برابره شي. اتمه مسره په درېیم اوږدرکني بحر کې ده او شاعر له دې مسرې ورسته بشپړ بند په همدې بحر کې غځولی او بېرته بیا څلورم اوږدرکني بحر ته اوښتی. دا او دې ته ورته نورې تېروتنې د شاعرانو په ازادو نظمونو یا شعرونو کې پیدا کېږي.

۳ – شاعر کله کله داسې هم کړي چې د قافیه وال شعر روغې (د سېلابونو له مخې برابرې) مسرې یې ټوټه کړي او د ازادې شاعرۍ بحر یې ور څخه جوړ کړی، چې دا کار ډېرو وتلو شاعرانو هم کړی. یوه خبره د یادولو ده چې په پښتو کې شاعران ډېر دي، خو شعر پوهان کم، نو ځکه د پښتو شاعرۍ وزن تر هغه حده نه دی رسیدلی پرکوم چې د نورو ژبو وزن غوندې هرشاعر پوه شي.په ټولیزه توګه په پښتو کې د تحقیقي اثارو په پرتله د تخلیقي اثارو تومنه ډېره ده، ځکه چې پښتانه د ذوق له مخې پیاوړي دي، خو د پوهې او معلوماتو له مخې د خپل ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له امله شاته پاتې دي. شاعرانو یې ډېرې پنځونې کړي او دغه پنځونې خورا ښکلې هم دي، خو د همدغو پنځونو پرڅېړنه او سپړنه برلاسي شوي نه دي او ډېر وروسته د نورو نه پر تقلید پر دې پوه شوي، چې څه یې ویلي او څنګه یې ویلي؟

وزن چې د شعر یا نظم لپاره یو مهم توک دی او په پښتو شاعرۍ کې ترننه د یوې پیچلې موضوع په سترګه ورته کتل کېږي، ځکه چې د پښتو شاعرۍ پر وزن هغه کار چې لازم دی تراوسه نه دی شوی، کوم کارونه چې شوي، هغه هم د نورو ژبو د وزن سره په برابرۍ کې د ګډوډۍ ښکارشوي. همدا وجه ده چې په پښتو کې د وزن مسأله اوس هم یوه نوې موضوع ده او ډېر کار ته اړتیا لري. د پښتو قافیه والې شاعرۍ نه ور هاخوا د ازادې شاعرۍ وزن داسې یو وزن دی چې د څپو په شمېر پورې نه دی تړلی، بلکې د خجونو پرکیفیت راڅرخي، نو دغه کیفیت که و نه سپړل شي، عام لوستونکی خو پرځای پرېږده په خپله شاعر هم شاید پکې اشتباهات وکړي. ښه او ښکلی شعر که سم و نه لوستل شي، څرګنده خبره ده چې بې خونده کېږي. د دې لپاره چې په پښتو ژبه کې کومه شاعري شوې ده، ترڅو د هغې پرکچ ومېچ پوه شو، نو ښه خبره داده چې هغه عمومي قاعدې چې د پښتو ټولې شاعرۍ په ځانګړي ډول د ازادې شاعرۍ لپاره ټاکل شوي دي، باید وپېژنو.

مأخذونه

۱ – ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۷ه ش). پښتو نظم پوهنه. کابل: بهیر مطبعه

۲ – درانی دروېش، عبیدالله. (۲۰۱۰م دویم چاپ). پښتو عروض. کوېټه: صحاف نشراتي مرکز

۳ –  روهي، محمد صدیق. (۱۳۷۹ه ش) شعر پېژندنه. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه

۴ – زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۹ه ش). پښتو بدلمېچ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۵ – ښاد، نصیر احمد. (۱۳۸۸ ه ش). د ارواښاد اسحاق ننګیال پر شاعرۍ کره کتنه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه

۶ – کاروان، پیرمحمد. (۱۳۹۵ه ش). زرزري وزرې. کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۷ – کاروان، پیرمحمد. (۱۳۷۹ه ش). د ښاپیرۍ ورغوی. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۸ – لېوال، عبدالغفور. (۱۳۹۷ه ش). پنځه منظومې. کابل: بهیر مطبعه

۹ – هېوادمل، زلمی. (۱۳۷۹ه ش). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۱۰ – هوتک، محمد. ( ۱۳۳۹ه ش). پټه خزانه. پېښور: پښتو اکېډمي

۱۱ – همکار، محمد ابراهیم. (۱۳۹۵ه ش). بدیع فن او پښتو شاعري. ننګرهار: مومند خپرنویه ټولنه

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.