The news is by your side.

پښتو – نیمه پېړۍ وروسته

رحمت شاه فراز

0

د بشري تمدن د ودې تر شا تر ټولو لوی او تلپاتې لاس طبیعي ژبو – ګړنۍ، خو په تېره بیا لیکنۍ بڼې – لرلی دی. نن ورځ چې بشر د ترقۍ او عروج پر کومه زینه ولاړ دی، له بشر پرته د ګڼو نورو نوعو لپاره يې هم امکان درلود، خو له بده مرغه چې د هغو ژبنی نظام خورا نیمګړی او په لومړني حالت کې پاتې شوی. که له انسانانو پرته نورو نوعو هم د خپلو ژبو د ثبت او زېرمې لپاره یو سیسټم پنځولی وای، نو په یوویشتمه پېړۍ کې به د دې پر ځای چې له نورو ملتونو سره په سیالي کې وای، له شامپنزیانو او ځینو نورو حیواناتو سره به مو هم تودې سیالۍ او مسابقې لرلې او کېدای شي چې له خپل یوه بشري سیال سره د مقابلې او ډغرو لپاره مو دې پرمختللو او متمدنو (که ټولنپوهان د دې کلمې د کارولو اجازه راکړي) حیواناتو ته د مرستې او همکارۍ لاسونه هم اوږده کړي وای؛ خو ….

د ژبو شتون – په ګړنۍ او لیکنۍ بڼه – له انسانانو سره که یوې خواته په متمدن کېدو او پرمختګ کې مرسته وکړه، بل خوا همدې پرمختګ د ژبو په وده او تکامل کې هم ژور رول ولوباوه او هر اړخیز اغېز يې پرې وښنده. په دې ځای کې له پرمختګ څخه په عمومي توګه ساینس او نور علوم، خو په ځانګړې توګه معلوماتي او اړیکتیايي ټکنالوژي مراد ده.

معلوماتي ټکنالوژي د ژبو د ثبت، زېرمې، انتقال او شریکولو په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړ او د مایکروسافټ، ګوګل او داسې نورو لویو کمپنیو په برکت د نړۍ ګڼې لرغونې، مړې او ژوندۍ ژبې کمپیوټرونو او نړیوال جال (انټرنټ) ته ور اضافه شوې او په دې ډول هغه ژبې چې تر یوې ځانګړې سیمې پورې محدودې وې، هغو ته يې نړیوال شهرت ور په برخه کړ. په کمپیوټر او انټرنټ کې د یوې ژبې شتون، په یوه ژبه کې د ستر پرمختګ او لوی انقلاب پیلامه ګڼلی شو او دا چې دغه دواړه ټکنالوژيک توکي یوې ژبې ته کومې ګټې رسوي، د هغو ټولو یوه عادلانه سپړنه د ګڼو کتابونو غوښتونکې ده.

دلته باید په یاد ولرو چې د معلوماتي ټکنالوژۍ اغېز د نړۍ په ټولو ژبو یکسان او ورته نه دی، بلکې پر ژبو باندې د یادې ټکنالوژۍ د اغېز او ګټورتیا ګراف خورا ډېر توپیر لري. ښکاره خبره ده چې هغه ژبه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مور حیثیت لري  یعنې انګلش ، د  نورو ژبو په پرتله چټک پرمختګ کوي او هغه ژبې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ هره وړه او لویه مساله د ژباړې له لارې ور رسېږي، ورو او په مرحلوي ډول پراختیا مومي. په دې ځای کې باید دا واقعیت هم درک کړو چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په اوسني چټک پرمختګ پسې د رسېدو لپاره، د دې ټکنالوژۍ په مورنۍ ژبې برلاستیا تر بل هر شي ډېر مهم او اړین فکتور دی او که یو څوک په رښتیني معنا د معلوماتي ټکنالوژۍ په نړۍ کې د ګډون هیله لري، نو حتمي ده چې د انګلش ژبې پېژنپاڼه يې په غاړه کې ځوړند وي. که څه هم د یادې ژبې زدکړه ناګزیره ده، خو دغه اړتیا پخپله د نوموړي مراجع (مثلاً د یوه پښتو ژبي) د مورنۍ ژبې (پښتو) وده که له خنډ سره نه مخ کوي، نو ځنډ خو يې یوه حتمي پایله ده. البته دغه ځنډ دومره لویه ستونزه نه ده په دې چې علم او ژبه په یوه شپه کې ارتقا نه کوي، بلکې دغه لاره زینه په زینه لنډېږي؛ خو د دې په مقابل (یعنې انګلش ژبه) کې د پرمختګ او ودې سفر دومره چټک او ګړندی دی چې تر څو چې یو بهرنی د پرمختګ یو ګام اوچتوي، په مقابل لوري کې څو ګامه/پړاوه نور پرمختګ رامنځته شوی وي. او په دې ډول د سوی او کیشپ پخوانۍ سیالۍ ته ورته بڼه يې خپله کړې وي. خو د دې سیالي په زړه پورې اړخ دا دی چې سوی د ستړیا خوب نه لري او بل لوري ته کیشپ له خپل طبیعي جوړښت څخه کړېږي.

د سوی او کیشپ سیالي زموږ د موضوع د روښانتیا لپاره ډېره مرستندویه برېښي، نو ځکه یو څه تکیه ور باندې ښايي. که څه هم کیشپ لوی ټوپ نه شي اچولی، خو مهمه خبره دا ده چې کیشپ په دې سیالۍ کې ناهیلی نه برېښي او په ډېر لوړ مرال او جرأت يې خپل مزل ته دوام ورکړی. خو پوښتنه دا ده چې آیا د کیشپ د هیلې او مرال دغه ګراف به د تل لپاره په همدې ټکي ولاړ وي؟ په لاندې کرښو کې د همدې پوښتنې ځواب ته تم کېږو.

پورته وویل شوو چې معلوماتي ټکنالوژي د ژبو په ثبت، خوندیتوب او ځینو نورو برخو کې انقلاب رامنځته کړ، خو د نوموړې ټکنالوژۍ یو بل حیرانوونکی (او ښايي د کیشپ لپاره د ناهیلۍ وړ) اړخ په خپلکاره (اتومات) ډول د کمپیوټر په واسطه د ژبنیو موادو (علمي، افسانوي، ادبي کتابونو او شعرونو …) تولید او پنځول دي. کله چې معلوماتي ټکنالوژۍ په دې کار کې په بشپړ ډول د بریالیتوب دریځ ته ور پورته شي، هله نو د کیشپ د ناهیلۍ او نامیندۍ پړاو پیلېږي. په دې پړاو کې انګلش ژبه د معلوماتي ټکنالوژۍ د مورولۍ مقام له لاسه ورکوي او پخپله د همدې ټکنالوژۍ یو بچوڼی ګرځي. په دې معنا چې له دې پړاو وروسته به انګلش ژبه معلوماتي ټکنالوژي ته ارتقا نه ورکوي، بلکې معلوماتي ټکنالوژي به پخپله انګلش ژبه تولیدوي او بیا به له خپلې تولید کړې ژبې څخه د خپلې ارتقا او تکامل لپاره استفاده کوي او خپله لمنه به پرې غني کوي. دا چې یو کمپیوټر د معلوماتو په زېرمه (storing‎)، پروسېس (processing) او بېرته لاسته راوړلو (retrieving) کې له انسانانو څخه لسګونه او سلګونه ځلې ډېر چټک او پیاوړی دی او د شته معلوماتو په تجزیه، تدقیق، تحقیق، تنقیح، سپړنې او پلټنې کې به له انسان څخه زرګونه ځلې ډېر ګړندی، ځیرک او ځواکمن شي؛ او بل خوا، کمپیوټر د ستړیا، خوب او ستومانۍ په څېر هم کوم څه نه پېژني، نو د دې محاسبه یوازې د یوه کمپیوټر په وس پوره ده چې یو کتاب به په څو ثانیو (یا د ثانیې په یوه ډېره وړه برخه) کې ولیکلی او بازار ته وړاندې کړای شي. دا په رښتیا هم د کیشپ لپاره د ناهیلۍ ځای او له سیالۍ څخه د وتلو وخت دی!

کله چې په انګلش کې په دومره پرېمانه کچه علمي مواد تولید شي، نو پښتو ژبي وګړي ته به تر ټولو اسانه، اغېزمنه او ځیرکه لاره دا ور ترسترګو کېږي چې له پښتو ژبې سره مخه ښه وکړي او خپل ټول پام انګلش ژبې ته واړوي او د همدې ژبې په تولید لاس پورې کړي او د خپل وخت په معاصر کلتور او پرمختللې نړۍ کې د یوه ژوندي انسان ثبوت وړاندې کړي. په دې کې شک نشته چې په دې ځای کې نوموړي پښتو ژبي (یا د یوې بلې ژبې ویونکي) د ځان لپاره ځیرکه لاره غوره کړې، خو له بده مرغه دا به هغه مهال وي چې پښتو، دري، اردو، عربي، ترکي او داسې نورې فرعي ژبې به د نړۍ د ژوندیو ژبو له لیسټ څخه د تاریخ پاڼو ته ورسېږي او په څه ډول چې معلوماتي ټکنالوژۍ ټوله نړۍ په نورو ګڼو اړخونو کې په یوه نړیوال کلي بدله کړې، انګلش ژبه به په ورته ډول په دې کلي کې د نورو ژبو سکې له کاره واچوي او خپل راج به پرې پیل کړي.

په پای کې د پورتني بحث د یوې پایلې او د معلوماتي ټکنالوژۍ اوسني پرختګ ته په کتو د پښتو ژبې په هکله د وړاندوینې په ډول ویلای شو چې یاده ژبه به له نن څخه نیمه پېړۍ وروسته یوازې تر یو څو خولو پورې محدوده شي او په راتلونکي ډیجیټل نړۍ کې به يې د پېژندنې لپاره اړتیا وي چې د تاریخ ((ډیجیټل پاڼو)) ته سر ور ایسته کړای شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.