The news is by your side.

ښه تربیت

سید عبیدالله نادر

0

د یوې سالمی ټولنې د تربیت په هکله باید چې، ډیر مسولیتونه احساس کړو، او سالمی ټو لنې د راوستو د پاره په درس او تعلیم باندی د نوی نسل په هکله زور واچوو، ځکه که یوه ټولنه او افراد یې د زمانې د تقاضو سره سم په علم او فن سمبال نه وي، نو خپل د راتلونکي نسل د پاره هیڅ خدمت نه شي کولای، بلکه ټولنه د بربادۍ خواته وړي،  نو د ټولنې د پاره د خدمت په لاره کې، د داسي افرادو څخه ښه تمه اوتوقع کیدای شي، چې هغوي په علم و فن سمبال وي یا بنیادأ د هغوي تربیی او روزنه سالمه شوي وي، نو سر د همدا اوسه ماشومانو ته د ټوپک، او بم پرځای کتابونه او قلمونه لاس کې ورکړی، او هغوي د علم او معرفت د حصول په لور و هڅوئ د هغوي په زړونو کې د کینې او کرکي پرځای محبت واچوئ، د سبا ورځي د ماشوانو فکر هم وکړئ، که په یوه ټولنه کې په عصری علومو روزل شوي استاذان ونه لرو ، نو د غي ټولني د راتلونکي د پاره د ښه انسانانو تمه  باید و نه کړو، که استاذان ښه تربیت نه شي، په دي کې شک نشته چې یوه ټولنه ورسره خرابیږي، د شیخ ابوالحسن خرقانی د کیسوڅځه ده، چې انسان ته د خودۍ ټکان ورکوي، او هغه دا ده چې وايې چې:

(یو مست می ولیده چې د خټو ډکه په یوه کوڅه کې روان وو او په خټو کې یې خیزونه وهل وایي ما ور ږغ کړل چې خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ، مست وویل : شیخه که زه وښویږم باک نشته ، ته په هوش کې اوسه چې ونه ښویږي ځکه تا پسي به ډیره یوه لویه ټو لنه او جماعت وښویږي.)

شیخ اوابوالحسن خرقانی وايي چې دي خبري ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،نو دا خبره رشتیا ده که زمونږه استاذان، رهبران او مشران و ښویږي، نو د هغوي سره یوه لویه ټولنه بربادیږي.

(Visited 31 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.