The news is by your side.

تمه

عتیق الله حمیدي

0

روزنتېل او جیکبسن د تجربې په خاطر د یوه ټولګي له زده‌کوونکو ازموینه واخیسته چې د ځېرکۍ کچه یې معلومه کړي. تر ازموینې وروسته یې استادې ته وویل چې دغه ٨٠ سلنه زده کوونکي متوسط او دغه ٢٠ سلنه زده کوونکي ډېر ځيرک او ښه ذهن لري. تر دې وروسته دوی متوجې شول چې له هغه ٢٠ سلنه زده کوونکو سره د استادې په رویه کې توپير راغی. دې به ورته ډېره پاملرنه کوله او ډېرې تمې به یې ترې لرلې.

شاوخوا اته میاشتې وروسته یې له زده کوونکو څخه بیا ازموینه واخیسته. تر ازموینې وروسته د هماغو ٢٠ سلنه زده کوونکو نمرې تر نورو لوړې وې. تر نتایجو وروسته یې استادې ته وویل چې دغه ٢٠ سلنه زده کوونکي ځيرک او ښه ذهن نه درلود، بلکې د نورو په څېر عادي زده کوونکي وو. یوازې د تجربې په خاطر مو پر دوی د ښه ذهن لرونکو ټاپه لګولې وه. دا د استادې د ځانګړي پام او د هغو تمو نتیجه وه چې استادې له دغو ٢٠ سلنه زده کوونکو څخه لرلې او زده کوونکو هم د دې دغه هيلې او امیدونه رښتیا کړل. په پاتې ٨٠ سلنه زده کوونکو کې هم ځيرک او پوه زده کوونکي وو؛ خو چون استادې له هغوی کومه تمه نه لرله، نو هغوی هم چندان درس نه وایه او نمرې یې کمې وې.

په ارواپوهنه کې دې تصور تهSelf fulfilling” prophecy ” وایي. یعنې داسې پروسه چې توقعات او تمې پکې ځان سم ثابت کړي. د دې تیورۍ له مخې له انسانه چې د هر څه تمه او توقع ولرې، هغه بیا د دغې تمې د پوره کولو لپاره خپله رویه کې بدلون راولي او پوره کوي یې. دا په دوه ډوله ده:

١_ self imposed prophecies
داسې تمې او توقعات چې انسان یې له خپلو کړنو او رویو څخه لري.
٢_ Other imposed prophecies

د نورو خلکو تمې او توقعات چې له تا څخه یې لري.

دا زموږ په ورځني ژوند کې ډېر ارزښت لري او منفي او مثبت دواړه اړخه لري. مثلا: که د بانک مشر له خپلو کارمندانو سره داسې رویه وکړي چې ګنې دا له هغوی څخه د ښه او چټک کار تمه نه لري؛ نو کرار-کرار کارمندان هم د مشر دا تمه رښتیا کوي او چندان ښه او چټک کار نه کوي. همدارنګه که یو انسان له ځانه دا تمه لري چې دی پر دریځ د نورو مخې ته نه شي غږېدلی؛ نو د هغه فکر او کړنې به د هغه دغه توقع او اټکل سم ثابت کړي. که پلار خپلو اولادونو ته ووایي چې ولاکه خو به زه له تاسو دا تمه ولرم چې له تاسو به هم سبا ورځ کوم شی جوړ شي. اولادونه یې هم بیا د پلار دا تمه او توقع رښتیا کوي. دې ته ورته په اړیکو کې هم که له خپل ملګري/ې سره داسې رویه وکړې چې ګواکې ته ترې د کوم ښه کار تمه نه لرې؛ نو هغوی هم بیا ستاسو دا تمه رښتیا کوي.

کله چې انسان له ځان او نورو څخه د ښو کارونو تمه ولري؛ نو ذهن به یې یوازې ښه کارونه فلټر کوي. زموږ ذهن ته په یوه ثانیه کې له لس میلیون بايټو څخه ډېر معلومات راځي. په دومره معلوماتو کې ذهن یوازې هغه معلومات له ځان سره ساتي چې د لرلو تمه یې لرو. که د ښو معلوماتو تمه ولرو، نو ذهن به مو ښه معلومات ثبت او نور معلومات به ډيليټ کړي، برعکس که د بدو معلوماتو تمه ځنې ولرو؛ نو بد معلومات به ثبت او نور به دیلیت کړي.

دا تجربه تاسو په بل چا هم کولی شئ. مثلا یوه زده کوونکي ته ووایئ چې زما په فکر ته به په ازموینه کې حتما بریالی کېږې. بیا به وګورئ چې دی ستاسو د دې توقع د رښتیا کولو لپاره په ځان کې څومره بدلون راولي؛ خو باید مقابل لوری درباندې پوه نه شي چې تاسو پرې تجربه کوئ او که د یوه کس پر ځای ورته درې-څلورو کسانو همدا خبره وکړه؛ نو بیا هغه سل په سلو هڅه کوي چې ستاسو تمه او وړاندوینه رښتیا کړي. لاندې حکایت د دې خبرو د اثبات لپاره ښه مثال دی:

وایي پاچا د ژمي په یوه سړه شپه له ماڼۍ د باندې ووت. د راستنېدو پر وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي. پاچا ورته وویل:
_ ساړه خو دې نه کېږي؟
عسکر ورته وویل:
_ کېږي صیب!
پاچا ورته وویل:
_ زه اوس ماڼۍ ته ځم او هورې به امر وکم چې ښې تودې جامې درته راولېږي.

د تودو جامو تصور د عسکر خوله له خوشحالۍ جینګه کړه؛ خو پاچا چې ماڼۍ ته ننوت، له هغه سره کړې ژمنه یې هېره شوه.

په سبا سهار د ماڼۍ څنګ ته د یوه مړه عسکر مړی وموندل شو چې دا لیک ورباندې پروت و: (ای پاچا! ما تر دې یخې شپې په پيره کې تېرې کړي او ژوندی پاتې شوی یم؛ خو نن ستا راکړې تمې ووژلم.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.