په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د تلويزون او کمپیوتر زیات استعمال کوچينان له ذهني فشار سره مخ کوي د ايټاليه په روغتون کې ډاکټرانو له يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سر درد پیدا کېدو لامل کېږي،
دوی وايي په ښوونځيو کې پر کوچنيانو ډېر کار او بيا په کور کې تلويزيون او کمپيوټر ته ډېره ناسته د ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي، چې له امله ورته د سر درد ستونزه پیدا کوي
د دې څېړنې د ډاکټرانو په وينا زیاتر هغه کوچنيان د سر درد له ستونزې سره مخ کېږي، چې په دهني توګه له زيات فشار سره مخ وي
د دې څېړنې د ډاکټرانو له ډلې ډاکټر ډالد ليبرا وايي چې د څېړنې په دوران کې ۷۲ داسې کېسونه ورته مخې ته راغلي چې د هغوی سر درد د ډېر فشار له امله و
نوموړی وايي چې د ورځې د ښوونځي کارونه او د شپې کمپيوټر او تلويزون ته ناسته د کوچنيانو خوب نه شي پوره کولی، چې له امله يې د ذهني فشار سره مخ کېږي او دا ستونزه ورته پيدا کېږی
هغه وايي د دې لپاره چې په کوچنيانو کې د سر درد ستونزه ختمه سي نو بايد، چې له ذهني فشاره ليری وساتل سي او د دې لپاره په کار ده، چې په ښوونځيو کې ورته د تفريح او لوبو ډېر فرصتونه برابر سي، چې دا کار کولای سي هغوی له ذهني فشاره وساتي
نوموړی همدارنګه سپارښتنه کوي چې د تلويزيون په کتلو او کمپيوټر په استعمال کې کمی هم په دې برخه کې مرسته کوي، چې په وينا یې دا کار د يو کوچني په روغتيا کې مهمه ونډه لري