The news is by your side.

شخصیت

عتیق الله حمیدي

0

په ارواپوهنه کې شخصیت په بېلابېلو بڼو تشریح کېږي. د یوې تیورۍ پر اساس د شخصیت له مخې انسانان دوه ډوله دي؛ الف کټګورۍ والا او ب کټګورۍ والا.

د دې تیورۍ د رامنځته کېدو کیسه هم جالبه ده. کیسه داسې ده چې د فريډمین په نوم د زړه یو ډاکټر و. یوه ورځ دی د خپل کلینک چوکۍ ګانو ته متوجه کېږي چې ډېرې ژر-ژر خرابېږي. دا هغه چوکۍ وې چې د زړه ناروغان به پرې کښېناستل. ډاکټر فرويډمین یوه ورځ کلینک کې پټ درېږي او پر دغو چوکیو باندې د ناستو ناروغانو څار کوي. دی متوجه کېږي چې کله ناروغان پر دغو چوکیو کښېني؛ نو له چوکیو سره لوبې کوي، شېبه په شېبه خپل لاسي ساعت ته ګوري، کله په چوکۍ کې ځان مخې ته کړي او کله شاته تکیه ووهي او کله پاڅېږي قدم وهي. دی ځان سره وایي چې د زړه په ناروغانو کې حتما دسې کومه ځانګړنه شته چې په دوی کې زیاته او په نورو انسانانو کې کمه ده.
تر دې وروسته ډاکټر فريډمین په درېو زرو کسانو څېړنه وکړه او دغه کسان یې پر دوه کتګوریو ووېشل: الف کټګوري او ب کټګوري. په الف کټګورۍ کې یې هغه کسان شامل کړل چې ډېر به فعاله، د وخت پابند او په خپلو کارونو کې به تر نورو مخکې وو. په ب کټګورۍ کې یې نارمل کسان شامل کړل چې ډېر د وخت پابند نه وو او نه به یې بریا پسې زیاته هڅه کوله. ډاکټر فریډمین اته کاله د دغو کسانو مشاهده وکړه. جالبه دلته وه چې له دوی څخه پر (٢٥٠) کسانو د زړه حمله راغله او په دغو دوه نيم سوو کې ٧٠% هغه کسان وو چې په الف کټګورۍ کې شامل وو. تر دې وروسته یې دویمه څېړنه وکړه او نتیجه یې دا شوه چې د الف کټګورۍ کسان زیات د زړه له حملې سره مخ کېږي.

د همدې تیورۍ له مخې په ارواپوهنه کې شخصیت پر دوه کتګوریو وېشل کېږي. الف ډول او ب ډول.

الف کټګوري:
*_ د مبارزې شوق لري
_* پر خپل هدف تمرکز کوي
*_ هر کار ژر کوي
*_ بې صبره وي
*_ په هرځای کې د ځلېدلو هيله لری
*_ چلېنجونه قبولوي
*_ په اسانۍ سره ستریس اخلي
*_ ژر غوسه کېږي

ب کټګوري
*_ مبارزې ته میلان نه لري
*_ ژوند کې اساني لټوي
*_ هر چاسره ښه رویه کوي
*_ صبرناکه وي
*_ ارامه ژوند تېروي
*_ په هر ډګر کې ځان نه مخې ته کوي

دواړه کټګورۍ خپلې-خپلې ګټې او زیانونه لري. د الف کټګورۍ کسان د بریا لپاره په هڅه کې وي، وخت بې ځایه نه ضایع کوي او د کار کولو وړتیا پکې زیاته وي؛ خو د دغو ښو ځانګړنو ترڅنګ یې تاوان دا دی چې دوی د زړه په مرض زیات اخته کېږي. دوی وایي چې هر کار باید پوره وي او نیمګړتیا و نه لري؛ ځکه نو دوی چې کله له یوه داسې کار سره مخ شي چې نیمګړی وي یا عیب ولري، زیاته غوسه ورځي. دغه زیاته غوسه د دوی اړیکې هم اغېزمنولی شي. دا چې دوی باید هر کار په خپل وخت سره وکړي، نو که لږ وړاندې و وروسته شي، په سترېس اخته کېږي چې بیا د سترېس له وجې بې خوبه کېږي، سردرد او نورې ستونزې ورته پیدا کیږي.

تاسو به ليدلي وي، ځینې کسان چې کله په قطار کې یو څه ته انتظار ولاړ وي، هره شېبه ساعت ته ګوري، له دې څخه د دوی د سترېس اندازه معلومېږي. یا که دغه کسان خپل ملګري ته به تمه وي او هغوی لږه ناوخته کړي؛ نو غوسه پرې کوي. اصل کې دوی خپل وخت خوشې نه ضایع کوي. که دسې حالت سره مخ شي چې وخت یې بې له کوم کاره ضایع کېږي؛ نو سترېس یې زیاتیږي.

له دومره خبرو څخه مې موخه دا وه چې تاسو خپل شخصیت وپېژنئ او لا یې پیاوړی کړئ. که تاسو له الف کټګورۍ څخه یئ؛ پر نورو کسانو تر غوسې کولو مخکې فکر وکړئ چې دوی له ب کټګوري څخه دي او ب کتګورۍ والا کار ته بېړه نه لري. که تاسو د ب کټګورۍ څخه یئ او څوک درباندې غوسه کوي؛ نو پوه شئ چې مقابل کس د الف کتګورۍ والا شخصیت لري. په دې کې دوی ملامته نه دي؛ بلکې دوی هڅه کوي چې هر کار په خپل وخت او بې له نیمګړتیا ترسره شي.

بیا هم وایم که تاسو د الف کټګورۍ والا یئ؛ نو خپله غوسه او سترېس مو کنټرول کړئ، تر څو د زړه او رواني ناروغیو څخه وژغورل شئ. که له ب کټګورۍ څخه یئ؛ نو هڅه وکړئ چې ځان بریا ته ورسوئ.
اوس نو خپل ګرېوان کې سر ښکته کوئ او ووایئ چې تاسو له الف کټګورۍ څخه یئ یا له ب کټګورۍ څخه؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.