The news is by your side.

شيزوفرنيا – اسکيزوفرني څه شی ده؟

نجیب احمد عزیزي

0

د نړۍ په هرو زرو کسانو کې پنځه نفره په همدې رواني اختلال اخته کېږي، ځينې څېړونکي يې شمېرې د اکثره ټولنو په توپير بیا د نړۍ په هرو سلو کسانو کې يو يې په همدې ناروغي اخته بولي، خو د نارينه‌وو په پرتله د ښځو دغسې اختلال لږ دی، پر دغه ناروغيو د مبتلايانو لږه‌کۍ تر ډېره په ښاري ټولنو کې زیاتې ليدل کېږي، همداراز پر دغه رواني اختلال د اخته کېدو خطر له ۱۵ کلنۍ او بیا تر ۳۵ کالو رسېږي، يانې د بلوغ له پړاوه سره سم، بیا کېدای شي يو ۳۵ کلن ځوان هم له دغې ناروغۍ څخه وکړېږي.

د شيزوفرنيا نښې:

که څه هم تر ډېره دغه نښې پر دوو برخو مثبتو او منفي وېشل شوې دي.

مثبتي نښې:

تر کومه ځايه چې دغه نامعمولي تجربې د شيزوفرنيا له لومړيو هغو بلل کېږي؛ مګر دغه روحي او رواني اختلالات په نورو داسې ناروغيو کې هم ليدل کېږي چې له درملو پرته له روانې مشورې، بهر منظره کولو او د مناسبو ملګرو يا د کورنۍ له هغه کس سره د اوسېدو، خبرو کولو له امله له ډاکټر و درملو پرته رغېدای شي. اوس را اځو په شيزوفرنيا پورې تړلي اختلالات يو یو لاندې ليکو:

وېره: 

پر دې ناروغي اخته کس په داسې حالت کې ځان ويني چې هغه هيڅ له سره موجود نه وي، لکه؛ دی داسې باور کوي چې اوس مې څوک وژني، زما په خلاف دسيسه جوړېږي، د طبیعت هرڅه زما په خلاف بندي کولو او وژلو لګيا دي، کله کله ډېر وېرونکي غږونه اوري، خو هغه د ده له منفي او رواني اختلالاتو سرچينه اخلي، د خيال واقعيت ترمنځ توپير نه‌شي کولای. د شامې بويولو حس يې ناسم او هرڅه په يو بوی ورته حسېږي؛ البته د شيزوفرنيا له ناروغي سره ناروغ تر بل هرڅه له شاوخوا غږونو ډېر ځورېږي، په سخته وېره کې وي.

هغه غږونه چې اوري، له کولو سره يې ورته بولي؟

دغه غږونه ناروغ ته پوره واقعي ښکارېږي چې نور کسان پر ناروغ هيڅ باور نه کوي چې تر پام يې بد ور ځي، ناروغ کېدای شي له بهره د موټرو، خلکو، مارغانو، په تېره بیا د حيواناتو له غږونو ډېر وځورېږي او د ځان پر خلاف يې ګڼي، همدارنګه د ټلوېزيون له هر رنګه خپرونې سره ډېر حساس وي، ناروغ ګومان کوي چې د سکرين په پرده هغه خبره ماته کېږي او د ښکارېدونکي شخص سترګې يوازې ماته دي او زه يې مخاطب يم، يا که دوه کسه په خپرونه کې خبرې کوي ناروغ ګومان کوي زما په اړه غږېږي، ضرر راته رسوي، بلکې هرڅه ته د دسيسې، مسخرې، درواغو په بڼه ګوري حال دا چې له ټولو غږونو وېرېږي.

پر دې ناروغي مبتلا وګړي له هغو غږونو چې دی يې اوري څه غبرګون ښيي؟

 تر ډېره چې ناروغ کومه خپرونه، يا د خلکو خبرې اوري، سم‌ له واره يې عملي کوي، مثلاً که ورته ووايي ځان ته ضرر رسوي يا د هغو په خوښه داسې کار وکړي چې هيڅ ښه نه وي، ناروغ ډېر وخت داسې ضرري کار وکړي، خو وروسته پرې پښېمانه وي يا کله يو څه وغواړي بېرته يې رد کړي څو ـ څو ځله داسې خبره تکرار کړي.

ناروغ ته هغه غږونه چې يوازې دی يې اوري له کومه راځي؟

دا غږونه مجازي نه وي، بلکې په خپله د ناروغ مغز توليد کړي وي، د ماغزو سکن کوونکې برخه داسې ښيي چې دی يوازې ټول غږونه اوري؛ نو ځکه تر ډېره په شيزوفرنيا اخته کس د بدن نور غړي بيخي لکه فلج داسې احساسوي، هيڅ خبرې او حرکات نه‌شي کولای، که څه هم بهرني غږونه يې ټول په خپله ځانته د ځان په خلاف ايجاد کړي وي. د ناروغ ماغزه هيپوتالموس د واقعيتونو د تفکيک غُده يې هيڅ کار نه کوي، که نږدې د کورنۍ او ملګرو واقعي ښې خبرې اوري، ناروغ يې دسيسه او د ځان خلاف ګڼي، ځکه ماغزه يې په دې وخت کې سم کار نه کوي، هرڅه اشتباه ورته ايسي.

دې اختلالاتو ته ځکه يوازې رواني اړخ ور نه کړل شي، بلکې روحي هم ورته ويلای شو، ځکه ناروغ په داسې وخت کې ځينې ديني چارې پرېږدي يا ټينګار ورباندې کوي او ځينې ويردونه هم کله په لوړ اواز بیا بیا تکراروي، په لږ وخت کې څو ځله اودس کوي يا په لمانځه کې تېروځي. کله کله د هغو غږونو چې دی يې په ذهن کې احساسوي، په زوره غبرګون ښيي، ترې خسته شي او يا بې‌دلیله ژاړي، البته دغسې حالتونو کې درمل خوړل ښه نه دي، ځکه د ناروغ په ذهن کې هر څه تېرېږي او نورو غړيو ته يې تاثیر نه وي رسېدلی، کېدای شي رواني مشوره او د هغه ملګري له خوا بهر، ښو ځايونو ته د منظرې، خواړو، لپاره ولاړ شي چې د ده په نظر ښه ورځي.

د وېرې نور ډولونه:

له لیدلو او بوی څخه وېره، د يو شي له نه لمسولو ډار، مثلاً ناروغ په داسې حالت کې له خپلي تناسلي آلې ډېر په کرکه او تابو کې وي، ګواکي د استنجاه وهلو او کالو بدلولو په حالت کې نور ورته ګوري، يا که خپلو جنسي غړيو ته لاس وروړي د ګناه احساس يې ځوروي، خو په واقعيت کې هيڅ راز ستونزه نه وي.

هذيان يا روان‌پريشانې:

په شيزوفرنيا ناروغي اخته کسان په بېلابېلو وېرو او شک کې وي مثلاً که هغه مذهبي چارې، خپلو تېرو سمو کارونو باندې کرښه راښکل وي هر څه ته د شک او دسيسې په سترګه ګوري ذهناً دی او چاپېريال په سخت ټکر کې وي، د ناروغ په داسې حال کې بې‌خوبي زیاتېږي، ذهناً په شديده پرېشاني کې وي. يو يو ځل له موقعيته سم خو ډېر زیات ناسم برداشتونه ځنې اخلي، بله پرېشانې د ناروغ دا وي ګواکي د ده له ذهنه هر څوک خبر دي، که دی خبرې و نه کړي دی دا ګومان کوي زما په ذهن او فکر کې چې هر څه تېرېږي نور شاوخوا ټول کسان ځنې خبر دي. له داسې ناروغه که د پرېشانې پوښتنه هم وشي خبرې په ټيټ غږ او دلايل يې ټول ګډوډ وي تر دېره دغه ځواب وايي: زه پوهېږم، يا زه پوهېږم ستا څه مطلب دی، ماته دسيسه جوړوئ، ما پرېږدئ!!!

څه ډول دغه هذيان پيلېږي:

کېدای شي ناروغ سم پر دې عقیده پيدا کړي چې خامخا يوه دسيسه پېښېږي، ښايي يوه اوونۍ بیا تر مياشتې پورې دغسې ماجرا د ناروغ په ذهن کې جوړېږي، خو هيڅکله د هغې دسيسې په څرانګوالي تشريح کولو دويم کس نه‌شي پوهولای، ممکن ناروغ د خپلې وېرې يوه بې‌منطقه توضيح پيل کړي، د بېلګې په توګه داسې غږونه اورېدل چې د ناروغ د وېرې د سرچينې له چال چلند سره تړاو لري دغسې ناروغ وايي، حکومت د بدلون، کنټرول په حال کې دی يا حکومت غواړي ما ونيسي.

له ځانه جوړ شوي ګومانونه او وېرې:

په دې ډول هذيان کې ناروغ کس تل ځان په خطر کې لوېدلی بولي يا ګومان کوي څو شېبې وروسته خطر راته پېښ شي، کېدای شي بېلګې يې داسې وي:

کله ناکله ـ ناروغ داسې احساسوي ورو ورو باور پيداکوي چې حکومت زما جاسوسي کوي يا ګاونډی د ټکنالوژي له وسايلو پر استفادې زما شخصي حال اخلي يا زما د وژلو لپاره لګيا دی پلان جوړوي.

  هره ورځ ـ د کور پر غړيو په تېره بیا که مېرمن ولري پر هغې د بدلمنۍ ګومان کوي، خو د داسې ناروغ په خبرو چې کورنۍ له نږدې ورسره اشنا وي هيڅ باور يې پر داسې خبرو نه کوي، د کور له ځينو غړيو سره يې سرسخته مينه وي او له نورو سره يې د دوښمن په څېر کرکه پيدا کېږي.

داسې ګومانونه چې د شيزوفرنيا ناروغان يې په مخه کړي وي، زیات سټرس زېږونکي وي چې ناروغ يې د کورنيو تر غړيو ډېر زیات کړېږي، البته د کورنۍ ـ ملګرو هغه غړي چې ناروغ ورباندې بدګومانه وي دوی ته يې هم يو ډول ځور رسېږي، په ځانګړې توګه که يې ډېر نږدې کسان وي يانې ټوله کورنۍ ورته غمجنه وي.

تل اورېدونکی وي يا Ideas of reference

پر داسې ناروغي اخته کسان هره ورځ د پېښو په انتظار وي چې ګواکي هر څه زما په خاطر يا له منځه وړلو، دسيسه جوړلو په پار تر سره کېږي، ناروغ دا احساسوي چې په يوه نه يو ډول په ما پورې دا پېښې تړاو پيداکوي يا ټوله نړۍ زما پر خلاف لګيا ده، د ټلوېزيون په پرده چې کومې پېښې او د نړۍ لوی بدلونونه رامنځ ته کېږي هر څه زما په خاطر دي. دا جالب حالت دی چې ناروغ يې احساسوي کله کله د راډيو پروګرامونه د ده اړوند خپرونې کوي، همداسې نور ګومانونه يې په د ذهن يا Mind  برخې لوری زیات بوختوي.

پر ژوند د هذيان يا ناسمو ګومانونو اغېز:

  • هذيان يا ناسم باور کېدای شي د انسان په ښه چلند ناوړه اغېز وښندي.
  • بله دا چې نور نه پوهېږي د ناروغ له فکرونو خبر شي، مطرح کول يې کېدای شي ناروغ ته بیا د روغتيا په وخت کې ګواښونکي تمام شي.
  • ناروغ که دا فکر کوي نور خلک ده ته په زیان رسولو او دسيسه جوړولو لګيا دي، ممکن له سمو خلکو او ټولنې بېل شي، په داسې حال کې چې سخته په وېره له هغوی لرې‌والی اختياروي.
  •  کېدای شي د داسې ناروغي لرونکی شخص له يوه ځایه بل ځای ته وتښتي يا وډار شي.

فکري اختلالات او د تمرکز کمېدل:

داسې کسانو ته فکري تمرکز ډېر سخت وي کېدای شي، يوه ليکنه تر پایه و نه‌شي لوستلای، فلم ته تر اخېره شېبې و نه ګوري. د پوهنتون پر زده‌کړو کې يې نومرې بېخي راټيټي شي، په کار کې ورو ورو کمزوری او له نورو وروسته شي، وېرونکې خبره دا هم ده چې پر داسې ناروغي اخته کسان که روغ شي، دويمه درجه ځان احساسوي، بیا يې هم انزوا خوښېږي، منحصر به‌خود نه‌شي کېدای.

ولې شيزوفرنيا پيداکېږي؟ علتونه يې څه شی دی؟ 

هره ناروغي دروني او بهرني سببونه لري چې انسان کړوي، خو د اسکيزوفرنيا ناروغي دقیق علت نه دی مالوم شوی، خو ځينې سببونه په دې ناروغي کې پوره ونډه لري.

جينونه:

دا چې په هرو سلو کسانو کې يو نفر پر همدې ناروغۍ اخته کېږي ښايي له مور و پلاره يې يو ناروغ وي او په ارثي بڼه ځنې انتقال شوې وي، مطالعې او سپړنې ښيي چې نور عوامل هم په دې ناروغي کې رول لري، په نړۍ کې زیاتره هغه ماشومان چې غبرګلونې زېږي، د انسان DNA  ثابتوي چې يو يې هرومرو شيزوفرنيا له ځان سره په ارثي بڼه لېږدوي. مطالعات ښيي چې جينونه د شيزوفرنيا په لېږد او وده کې ۵۰٪ سلنه ونډه لري.

 مغزي صدمات:

د ماغزو سکن کوونکې پرمختللي وسايل د دې ښکارندويي کوي چې پر اسکزوفرنيا د مبتلا وګړيو د ماغزو توپيرونه د روغو کسانو له مغز سره ډېر توپير لري؛ نو له دې ښکاري چې هغه کسان هم پر اسکزوفرنيا اخته کېدای شي چې ماغزو يې په طبیعي ډول وده نه وي کړې.

د ډوپامين زیاته پيغامي او هورمونيکي ترشح:

په زیاتو کتابونو کې چې د تنکيانو او ځوانانو د ناروغيو يادونه کېږي، په تېره بیا د «ځوانۍ د جنون» يا شيزوفرنيا ناروغي يادېږي، اساسي علت يې د دوی په خپلو لاسونو دی چې خواله رسنۍ زیاتې کاروي هر ډ‌ول مطالب ګوري، د ځينو پر وړاندې زیات حساسېږي او همدا ناروغي يې ژوند له ګواښونو ورته ډکوي، بل علت يې د انلاین ګيمونو دی چې له ۱۸ نيولې تر ۳۲ کلونو ځوانانو پر PUBG  انلاین لوبو، پورن سايټونو کتلو شپه تر سهاره رڼوي؛ نو د ډوپامين د روږدتيا تر کچې له دغو لوبو او سايټونو کلتو سره عادت شي، خو برعکس کله چې دوی لوبې کوي يا سکس سايټونه ګوري د ډوپامين پيغامي بڼه په ماغزو او هورمونيکي بڼه يې جنسي غړيو کې خورا لوړېږي، تنده يې پسې زیاتېږي چې لا پرشوره او خطرناکه لوبه وکړي يا که يو فلم تر نيمايي ګوري ذهناً دویم، درېيم، حتی تر څو پورې چې ارضا شوی نه وي لس ان تر سلګونو يو په بل پسې جذابي ويډيوګانې وګوري.

ډوپامين تر ټولو په ښه طریقه د انسان لپاره کارول او پر مناسبو لارو بدن کې په هورمونيکي بڼه ترشح يې ګټوره ده، لکه په ورځني مهالوېش کې ۱۵ دقیقې هغه کار ته ورکړو چې په لوړه کچه ډوپامين په بدن کې ازادوي، لکه ښه خواړه خوړل، سپورټ، نورماله ځغاسته کول، مټويشنل انګېزه ورکوونکی ميوزیک اورېدل، البته ډوپامين ته بدن کې په مناسبه طریقه داسې وخت لار ازادول په کار دي چې نور ټول ورځني کارونه مو د مهالوېش له مخې سرته رسولي وي، بیا کېدای شي د شيزوفرنيا ناروغي چې ځوانان ورباندې مبتلا کېږي تر ډېره کنټرول شي.

(Visited 14 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.