يو كس د شپې خوب وليده چې سهار کله د خوبه پاڅېده د دې په لټه كې شو تر څـو داسې يو څوك پيدا كړي چې د ده د خوب تعبير وكړي.
اخر د خپل ښار يو نوموړي او تكړه د خوب تعبيرونكي ته ورغىاو هغه ته یی خپل لیدلی خـوب بیان کړ.
د خوب تعبيرونكي ورته وويـل:
كه چېرته تا ما ته د يوه داسې خوب ويلي و چې هـغه تا په ويښه ليدلى و نو ما به يې درته تعبير كـړى و، خو دا كوم خوب چې تا د شپې ليدلى دی ستا د دغه خوب سـره نه زما د عقل كم تړاو شته او نه هم زما د فكر.
التائه ۳۹۸ مخ