په کولمبیا کې یو ماشوم چې عمر یې یوازې دیارلس کاله دی، خو که له عقله یې خبر شوئ ګوته په غاښ به پاتې شئ.
د ډینیل په نوم ماشوم په دیارلس کلنۍ کې د پوهنتون زدهکړیال تر څنګ د کېمیا څېړونکی هم دی او خپلو مشرانو او کشرانو هممسلکو ته وايي، که د کېمیا په اړه ورته هر ډول پوښتنه پیدا شوه د ایمېل له لارې به یې په کمه موده کې ورته ځواب کړي.
هغه د ټولیډو پوهنتون په چاپېریال او ریډیالوژي سېفټي برخه کې ساینسپوه هم دی او د دې تر څنګ په همدې پوهنتون کې د څېړوونکي په حيث کار کوي.
د دې ماشوم د ځیرکتیا پته له دې مالومېږي چې په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې کېمیا یو استاد له ټولو زدهکوونکیو ازموینه واخيستله، په ازموینه کې ځینې کسان بریالي شول، اکثریتو یې ۵۰ نومرې واخيستلې، خو ډینیل له سلو ۹۹ نومرې اخيستې وې.
هغه ته اوس د سپینې ماڼۍ له لوري د ۱۰ زره ډالرو بورس هم ورکړل شوی دی او د هغه بله ځانګړنه دا ده چې د څېړن لیکونه یا رېسرچ پېپر هم لیکي.