The news is by your side.

د غاښونو کریم او نښې یې

0 5
د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډول رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:
توره نښه
په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.
سره نښه
د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.
بانجاني شین
د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.
توت پاڼی شین
د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.
د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.
همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.