The news is by your side.

بېواکه صورتونه

فیصل جلال

0 11

“فیمینزم په اصل کې یوه سیاسي کلمه ده او د یوه سیاسي حرکت نوم دی.” (۱: ۴۰۱) “ښځمنواله (فیمینزم) د شلمې پېړۍ په نیمایي کې د یوه خوځښت په توګه جدي بڼه خپله کړه، ځکه تر دې مخکې یوازې یو خوځښت و؛ خو وروسته بیا د مشهورو فیمینستانو په علمي هڅو د پسنویتوب (پوست ماډرنېزم) تیورۍ ته ورداخل شو.” (۲: ۷)

له پیله د فیمینزم هڅه دا وه، چې څنګه کولی شي د فرهنګ په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې روان تبعیض لرې او له سړي سره یې اوږه په اوږه ودروي. فیمینستان په خپلو هڅو کې کامیاب هم شول، ځکه موږ د علم په ټولو برخو؛ تاریخ، فلسفه، ادبیات او ارواپوهنه کې د فیمینزم څرک وینو. په ادبیاتو کې فیمینستي نظریه او ښځمنواله کره کتنه یا (Gynocriticism) یې بېلګې دي.

بېواکه صورتونه د کابل پوهنتون د استاد پوهنوال ډاکتر اجمل ښکلي اثر دی. دا اثر د فیمینزم او فیمینستي ادبي نظریې په اړه یو خوندور کتاب دی. زموږ په ادبي کتابونو کې د فیمینزم او فیمینستي ادبي نظریې په اړه خبرې ډېرې کمې او د مقالې په سطحه دي، چې لوستونکي ته د فیمینزم په اړه تقریباً تصور ورکولی شي؛ خو د استاد ښکلي دا اثر د فیمینزم له تعریفه رانیولی ان په ادب کې له فیمینزم نه پر استفادې بحث کوي.

د کتاب نوم هم جالب دی. د کتاب محتوا د ښځو د برابرۍ غوښتنه کوي او د کتاب نوم هم د کتاب د متن ملاتړ کوي. غالباً دا نوم کتاب ته استاد له دې لنډۍ انتخاب کړی دی:

صورت زما واک یې د بل دی

خدایه ته واخلې دا بېواکه صورتونه

زموږ د ادب په تیوریو کې اکثره نوې تیورۍ نه معرفي کېږي، ځکه خو د ادب وده مو ټکنۍ ده. ما د ادب پوهنې څو کتابونه لوستي دي؛ خو د ټولو موضوعات مشابه وو. د ناول تیوري په یوه کتاب کې راخستل شوې وه، په بل کتاب کې یې په لږ تفاوت راخستې وه. فیمینستي نظریه زموږ په ادب کې بیخي نوی بحث دی، په پښتو کې د دې نظریې لپاره کافي مواد شته؛ خو له دغو موادو منظم او سیستماتیک ګټه نه ده اخستل شوې او دغه مواد د فیمینزم له اړخه نه دي څېړل شوي، ځکه خو د استاد ښکلي دا اثر پر پښتو یوه لورېینه ده. د ښځو د ادب وده زموږ له ادب سره لا مرسته کوي، چې پرمختګ وکړي. نو ښه ده، چې دغې نظریې ته ډېره توجه وشي او د ښېګڼو په اړه یې نور تحقیق پرې وشي. زه د استاد ښکلي له دې خبرې سره بیخي موافق یم، چې: “…خو له دې دومره کارونو  سره سره د ښځو په اړه دا کار اکتفا نه کوي او په پښتو کې خو یې بیخي نه کوي، ځکه نو په پښتو کې نور ډېر کار ته اړتیا وه، چې زه یې خپل کار پیل ټکی ګڼم او داسې فکر کوم، چې د ښځو د ادب په اړه به دا اثر یو پول او پل ثابت شي.

پر دې بنسټ که تر دې وروسته په پښتو ژبه او ادب کې د ښځینه ادب په اړه کار کېږي؛ نو زما دا اثر به یې د معلوماتو په ورکړه او په لارښوونه کې مرسته وکړي.”

دا اثر ۲۵۵ مخونه لري او له ۵۲ ماخذونو نه پکې استفاده شوې ده. بېواکه صورتونه په لسو بحثونو کې ترتیب شوی دی.

(فیمینزم څه دی؟) دا پوښتنه د کتاب لومړی بحث دی. استاد په دې بحث کې فیمینزم مختصر راپېژني، چې فیمینزم یو خوځښت دی، په غرب کې رامنځ ته شوی. تر دې وروسته استاد په همدې برخه کې د فیمینزم پر تاریخ بحث کوي او د دغه خوځښت (مرکزي واحد) د تاریخ په رڼا کې زموږ مخې ته ږدي.

استاد د دې اثر په دویمه برخه کې پر فرهنګ باندې د فیمینزم پر اغېز بحث کوي. فیمینزم د پرمحتګ لپاره دوې وسیلې، چې سیاست او علوم وو وکارولې. “فیمینزم په ټول کلچر کې خلک له ښځو سره توپير ته ځیر کړل او د دې تبعیض د لاملونو د موندلو لپاره یې له ټولو مسلکونو نه استفاده وکړه.” (بېواکه صورتونه، ښکلی.)

د دې اثر درېیم بحث پر دې دی، چې له تاریخ وروسته فیمینزم څنګه د ادب ماهیت هم اغېزمن کړ او په دې سره ادب ته نوې نظریه راغله.

د کتاب څلورم بحث (فیمنستي او د ژاک درېدا بې مرکزه کول) دا دی، چې فیمینزم له پوست ماډرنېزم نه څنګه استفاده وکړه. پوست ماډرنېزم تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته له ماډرنېزم په الهام د ماډرنېزم پر خلاف راپاڅېد او پر ماډرنېزم یې نقد وکړ. پوست ماډرنېزم وایي، هغه څه چې ماډرنېزم ایګنوروي، هغه هم یو څه دي. نو فیمینزم هم له پوست ماډرنېزم نه په استفادې د فرهنګ په هره برخه کې انسان دې ته متوجه کړ، چې له ښځې سره په شوي زیاتي دې غور وکړي.

ښځمنواله کره کتنه (Gynocritcism) هغه اثار کره کوي، چې ښځو ایجاد کړي وي. هغه اثار، چې ښځو ایجاد کړي، د سړیو په تناسب یې ښځې ښه نقدولی شي، ځکه ښځینه احساسات نارینه نه شي درکولی، که د ښځو اثار نارینه نقد کړي، کامیاب نقد به نه وي؛ نو د دې ضرورت پیدا شو، چې د ښځو د اثارو د کره کولو لپاره هم باید زرکاڼی وي؛ نو  جېنوکرېټېسېزم رامنځ ته شو. “د فیمنستي کره کتنې موخه دا وه، چې متونو ته د خپلو ښځینه انګېرنو او ننګېرنو له زاویې وګوري او هغه نرینه مرکزیت مات کړي، چې په دې متونو کې موجود دی. دا په فرهنګ او متونو کې همغه د ژاک درېدا د ډي کنسټرکشن تیوري وه، چې فیمنستي ادبي تیورۍ د نرینه مرکزیت د ماتولو لپاره وکاروله او د متونو د نارینتوب خبره یې وکړه. د ډيکنسټرکشن له لارې د ښځو په اړه په دغو متنونو کې ډېر اړپېچونه پراته وو.” (۳: ۹۳) د کتاب دا برخه پر دې بحث کوي، چې د جېنوکرېټېسیزم د منځ ته راتلو علت څه و او د ښځو د ادب د ماهیت په پېژندلو او د فیمنیزم د هدف په ترلاسه کولو کې یې څومره مرسته وکړه.

که کاکړۍ او لنډۍ مطالعه شي؛ نو د ادب په ایجاد کې به د ښځو قوت راته جوت شي. د بېواکه صورتونه شپږم بحث پر دې دی، چې که پښتو ادب له ښځینه لیدلوري مطالعه شي؛ نو موږ به په خپل ادب کې ډېرو نویو ګوټونو ته متوجه شو او په دې سره به مو د ادب لمن نوره هم غوړولې وي.

د کتاب اووم بحث په کلاسیک ادب کې د ښځې تصور زموږ مخ ته ږدي. اتم بحث د پښتو په اوسني ادب کې موږ ته د ښځې تصور راکوي او په نهم بحث کې په ولسي ادب کې د ښځې له تصور سره موږ اشنا کوي.

د کتاب وروستی بحث پر دې دی، چې هغه ښځه چې په واقعیت کې ده او کومه ښځه چې په ادب کې یاده شوې څه توپیر سره لري. موږ به استاد ښکلي ته د ډېر عمر دعا وکړو، چې پښتو ته نور داسې خوندور اثار ولیکي.

د ۱۴۰۰کال د قوس ۲۶مه

ماخذونه:

۱ـ غضنفر، اسدالله. منلی، نجیب. ۱۳۹۹ل. د ادبیاتو دنیا.

۲ـ ښکلی، اجمل. ۱۳۹۹ل. بېواکه صورتونه. سمون خپرندویه ټولنه، کابل.

۳ـ ښکلی، اجمل. ۱۳۹۹ل. بېواکه صورتونه. سمون خپرندویه ټولنه، کابل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.