The news is by your side.

د جاويد امرخيل جاويدانه هنر

سپين روان نورزی

0

د دې ليکنې په عنوان کې د جاويدانه هنر اصطلاح د دوو هدفونو لپاره کارول شوې ده، لومړۍ دا چي زموږ عنوان مترنم او موزون شي، دويم هدف دا دی چې د جاويدانه اصطلاح دلته د ((کلاسيک)) اصطلاح لپاره استعاره ده او اصلي موخه مو ((کلاسيک هنر)) دی چې يوه معنا يې همدا جاويدانه هم راځي.

د هنر او ادبياتو په قاموسونو کې د کلاسيک اصطلاح په ډېرو معناګانو کارول شوې ده، د بېلګې په توګه: نه زړېدونکی، تلپاتې او داسې نور.

خو مخکې له دې چې د جاويد امرخيل په سندره که کلاسيک اصول وپلټو ښه به وي، لومړی د کلاسيک په اصولو او قواعدو تم شو.

د ادبي مکتبونو کتاب ليکوال په دې نظر دی چې کلاسيک هنر په اصل کې يو لړ قواعد لري، او د هماغو قواعدو په اساس پېژندل کېږي، د بېلګې په توګه دی وايي چې کلاسيک هنر کې بايد له طبيعته تقليد وشي، يعنې د طبيعت انځورګري بايد په حقيقت و واقعيت بنا وي، ترڅو څوک داسې فکر ونه کړي چې دا هسې خيالي او له حقيقته لرې خبرې دي.

په دويمه قاعده کې وايي چې بايد د پخوانيو هنرمندانو له نقش قدمه تقليد وکړو، ځکه هغه اثار چې تر اوسه په ټولنه کې ځای لري، حتماً کوم کمال لري، په همدې وجه که چېرې موږ هم غواړو چې اثار مو ژوندي پاتې شي، بايد پخوانيو اثارو ته مخه کړو او د دوی د تجربو تر سيوري لاندې مخکې لاړ شو.

دريمه قاعده د وضوح او ايجاز ده، (( دلته له وضوح او ايجاز څخه مقصد ښکاره او لنډ يا مختصر هدف دی، [ليکوال])) ځکه په کلاسيک هنر کې دومره حوصله نه شته چې مسايل په اوږدو ويناوو تشريح کړو، په همدې دليل کلاسيک اثر بايد وضوح او ايجاز ولري…. او دې ته ورته نور اصول هم لري.(رضا سيد حسيني، مکتبهای ادبي، جلد اول، انتشارات نګاه،۱۳۸۵، ۹۸-۹۹-۱۰۰-۱۰۱-۱۰۲-۱۰۳مخونه)

د کلاسيک دې تعريفونو او تشريحاتو ته په کتو هر هغه هنري اثر چې په ټولنه کې د خلکو له خوا انتخاب شي او له يوه نسل نه بل نسل ته د خپل هنري ارزښت په تحافظ انتقال شي، کلاسيک بلل کېږي، يا په بل عبارت کله چې يو هنري اثر د تاريخ په اوږدو کې ژوندی پاتې شي او په راتلونکي زمانه کې هم د ټولنې له هماغه هر کلي سره مخامخ شي دې ته کلاسيک ويل کېږي.

زموږ اصلي موضوع د جاويد امرخيل په هنر او سندرو ده، په ځانګړي ډول د (( شاه زرګرې)) په سروکي، په همدې دليل ګرانه ده چې زما په څېر د موسيقۍ له برخې سره ناشنا ليکوال په يوه فنپاره باندې د کلاسيکې حکم وکړي، خو زه دلته د خپلې ادعا د ثبوت په خاطر لومړی غواړم يوه تجزيه وکړم له هغه وروسته بيا خپله ادعا وړاندې کړم.

زما له نظره اصلا سندره يو ترکيب دی، چې د دې ترکيب بنسټيز توکي غږ، شعر او موسقي تشکيلوي.

په همدې اساس موږ له موسيقۍ سره کار نه لرو، دلته موږ به يوازې د هنرمند په شعر او غږ خبرې وکړو.

شاه زرګرې، تورې لمنې

دسمال راغی د خياليګرې

د (( شاه زرګرې)) په سروکي کې موږ د خپلې ټولنې کليوالي مناسبات او اړيکې وينو او له دې سره خوا کې هره لنډۍ چې دلته انتخاب شوې ده زموږ د ټولنې د حقيقي ژوند انځور وړاندې کوي.
جيلۍ د پلار له کوره څه وړي
خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځينه

دا سروکي د خوست او پکتيا د سيمې د خلکو مال دی چې شايد يوه يا دوې پېړۍ وړاندې ويل شوی وي، او له ډېر لاس په لاس کېدنې وروسته يې خپل اصلي شاعر هېر شوی او د ولس ملکيت ګرځېدلی وي. دلته که څه هم سروکي د ولسي شاعرۍ برخه ده او کلاسيکه شاعري د لوړې طبقې استازيتوب کوي، خو موږ د کلاسيک دې مفهوم ته په کتو چې(( د تاريخ په جريان کې خپل ارزښت له لاسه ور نه کړي، کلاسيک دی)) او دا د کلاسيک هنر قاعده هم ده چې کله يو شعر د زمانې په دوړو کې ورک نه شي، هغه کلاسيک دی، دا ولسي شاعري هم کلاسيکه بولو، ځکه دا موږ ته نه ده معلومه چې دا سروکی د ټولنې کومې طبقې ته ويل شوی دی، خو دلته په دې سندره کې يو بل سروکی هم شته او داسې ښکاري چې دا يوې عامې پيغلې ته نه دی تخليق شوی، د بېلګې په توګه:

ګرځېده به رنګ تغيره
تللې وه زيارت ته ورسره د جنو ميره

رنګ زړ شونډې يې وچې

و خپه د جنو ميره

 په دې سندره کې له ورايه ښکاري چې د ټولنې نازولې پيغله يا د نجونو ميره يا مشره مخاطبه ده، دا په خپله په دې دلالت کوي چې دا سروکی د خواصو لپاره ويل شوی، او د کلاسيک شعر يوه ځانګړتيا دا هم وي چې د زحمتکشې طبقې استازيتوب نه شي کولی.

که د سروکي له کمال او جمال تير شو، دلته د سندرغاړي انتخاب او اجرا هم ډېره د پام وړ ده، ښايي دا سروکی په ډېرو ودونو او د خوښيو په محفلونو کې ويل شوی وي، خو په کوم سرُ او تال چې جاويد امرخيل ويلی او په کوم هنر يې خپل غږ ورته تاو راتاوی کړی دا هم د يوه داسې هنرمند کمال ښکاري چې غواړي خپل اثر ته د تلپاتې ژوند روح ورکړي.

جاويد امرخيل که څه هم لا ځوان دی، خو دی هڅه کوي چې هغه شعري فورمونه انتخاب کړي کوم چې د ولس مال بلل کېږي او که ونه ساتل شي، نو د تل لپاره به هېر شي.

پښتو ژبه چې د ليکلو له اړخه کم زورې او لا تر اوسه په بشپړه معنا د دفتر او دربار ژبه نه ده شوې، خو د ولس او خلکو د فکر او روح يوه پخه او کره زېرمه ده، په همدې وجه کله چې د پښتو ژبې ولسي ادب راوسپړل شي نو هر سپړونکی به ترې لالونه تر لاسه کړي، په همدې دليل د امرخيل صاحب دا انتخاب، دوه لوی هدفونه تعقيبوي:

لومړی دا چې ده د خپل ولس په وړاندې خپل مسؤليت ادا کړ او اجازه يې ور نه کړه چې د دوی ارزښتمن اثار ضايع او له خلکو هېر شي، دويم يې وکولی شول چې د همدې ولسي پانګې په مټ دی خپل هنر په ټولنه کې تل پاتې کړي او راتلونکي نسلونه هم د ده له غږه خوند واخلي.

(Visited 63 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.