The news is by your side.

مرګ تهداب د ژوندون کور دی

پوهنمل سید اصغر هاشمي

0

جلال اباد، ۱۶عقرب ۱۳۹۹

(د مرګ او ژوند ډیالکټیک) متفاوت او متضاد افکار دي. د مرګ او ژوند په دغه بحث کې ژوند خپل دلایل وړاندې کوي او مرګ د منطقي استدال په ډول د مکالمو له منطق څخه کار اخلي او د ژوند په مقابل کې ولاړ دی. کتاب د فلسفي له لیده خبرې لري او همدارنګه په ځینو ځایونو کې د روانپوهنې، دین، مذهب او داسې نورو خواوو له مخې بحثونه دي. په کتاب کې فلسفي څرکونه لیدل کېږي، د تصوف او عرفان پر بنیاد نظریات او افکار وړاندې شوي، د بېلابېلو مذهبونو نظریات ذکر شوي او همدرانګه د څو علومو څرکونه په کې لیدل کېږي، چې لوی لامل یې د لیکوال د بېلابېلو برخو مطالعه ده. انسان د ثنویت په دایره کې ژوند کوي، د دوه ګونو خواوو په درلودلو سره له ستونزې سره وخت تېروي او د کمال درجې ته رسېدلی شي. انسان د همدې لپاره له ملایکو غوره دی، چې د خیر و شر له خواوو سره مخامخ دی. مرګ او ژوند یو په بل کې تداخل لري، یو له بل څخه زېږېدلي او یو بل ته د زیان پر ځای ګټه رسوي.

د ژوند په زیان کې مرګ له تاوان سره مخامخېږي او که ژوند کامیاب وي، مرګ ورسره د پیاوړتیا برخو ته رسېږي. په کتاب کې د دوه ګونو افکارو له امله چې «مرګ» او «ژوند» یې لري، نوي افکار مینځ ته راځي او دغه متضاد نظریات یو داسې درېیم شی را مینځ ته کوي، چې له اول او دویم څخه پیدا شوی دی. انتقادي فکر نوي خبرې پیدا کوي، نو ځکه د هر چا فکر سم نه دی او نه هر خپل فکر سم وي، ځکه د شک له مېتود څخه ګټه اخیستل، نوي شیان لاس ته راوړي. مرګ ژوند ته د شک په نظر ګوري او مرګ ورته غوره ښکاري او ژوند تلپاتې توب غواړي او د مرګ هره خبره نه مني، همدغه د خبرو نه منل په خپل داخل کې نورې نوې خبرې پیدا کوي. د نویو خبرو د پیدا کېدو یو لامل د افکارو له ټکر څخه رامینځ ته کېږي. سوکرات خپلو لارویانو ته ویل، فکر وکړئ او څوک چې خپل فکر ولري، کولی شي د نورو فکرونه نقد کړي او له همدې امله نوي افکار پیدا کېدای شي.

د سوکرات په خبرو کې ډيالکټیکي نظریات ځکه ډېر لیدل کېږي، چې دې به له نورو څخه پوښتنې کولې او نورو ته یې هم د پوښتنو کولو لارښوونه کوله. پوښتنې پوښتنې زېږوي، چې حاظر اثر کې تاسو له همداسې خبرو سره مخامخېږئ.

دا ټولې خبرې سمې نه دي او نه د دې خبرې یادونه شوې، چې ټولې دې ومنل شي، نو ځکه زه هر وخت خپلو شاګردانو او دوستانو ته وایم، چې زما ټولې خبرې سمې نه دي، تاسو فکر وکړئ او نقد یې کړئ. په کتاب کې د مرګ او ژوند استازیتوب له یو فکر سره تړاو لري، خو د لیکوال په داخلي نړۍ کې د مرګ او ژوند د کشمکشونو له مخې مرګ غالب دی، چې لامل یې د لیکوال تېر ژوند، وراثت او ټولنه کېدلای شي. په ورځیني ژوند کې له مرګ سره لاس او ګریوان یو، مرګ تجربه کوو او څلويښت کاله شو، چې له داسې مسایلو سره ژوند کوو. له کورنیو څخه ډېرې ستونزې موږ ته راپاتې دي او په لاشعور کې ذخیره شوي دي، چې هغه هم د مرګ له استازیتوب سره تړاو لري. ذهني ستونزې او د کارل ګوستاو یونګ له نظره په ټولنیز لاشعور کې مرګ یو زوړ ارکي ټایپ (زړبېلګه) ده او د ټولنې په افکارو او نظریاتو کې راپاتې موضوعات دي، نو ځکه د مرګ خوا له ژوند څخه پیاوړې ښکاري. انسان د زړه، فکر او حسونو پر اساس کړنې سرته رسوي او د ښو او بدو کړنو په کولو کې د دې درېیو برخو هماهنګي اړینه ده. انساني حسونه هغه برخې دي، چې د ټولنې سره په ارتباط کې د انسان په داخل کې داسې ستونزې او خوښي پیدا کوي، چې انسان په ورځیني ژوند کې ترې برخمن کېږي. د انسان داخل د ټولنیزو مسایلو لپاره هغه لابراتوار دی، چې ډېرې تجربې په خپل ځان کولای شي. په دغې اثر کې ډېرې تجربې د لیکوال د شعور، لاشعور، ټولنیز لاشعور او ټولنې سره اړیکه لري.

د موضوع په اړه پخوانی فکر موجود و، خو د کرونايي حالاتو په جریان کې د اثر لیکل ستونزه جوړوله. د مرګ او ژوند ډیالکټیک لیکل یوې داسې ټولنې او وخت ته اړتیا درلوده، چې د لیکوال حسونه او افکار د یوې خوا «مرګ» تر اغېزې لاندې راغلی نه وای. (د مرګ او ژوند ډیالکټیک) کې لیکوال د مرګ استازیتوب کوي او (پتیرا او یوش مکالمې) کې لیکوال «یوش» دی، چې په دواړو برخو کې د مکالمو له منطق څخه کار اخیستل شوی او په ځینو ځایونو کې سوریالیزم او سېمبولیزم څخه استفاده شوې ده. راوي د یو فلسفي، رواني، مذهبي او یو ښه انسان په ډول مخې ته راځي، چې د ټولنې د لارښوونو لپاره خبرې کوي او نظریات ورکوي. دغه کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه یې «د مرګ او ژوند ډیالکټک» او دویمه برخه یې «پتیرا او یوش مکالمې» دي.

په پای کې د کتاب سمونې په برخه کې د ماسټرۍ دورې له محصل ضیاالرحمن نیازي څخه مننه کوم.

Leave A Reply

Your email address will not be published.