The news is by your side.

په داستاني ادب کې نوی غوړېدلی ګل

عبدالوهاب مومند

0 299

نعمت الله رحیمي یادوم، دی په ۱۹۹۹ز کال په وردګو کې زېږېدلی دی، هغه خپلې لومړنۍ زده کړې تر پنځم ټولګي پورې په خپل پلارني ټاټوبي ـ وردګو کې ترسره کړې دي، وروسته یې کورنۍ د ځینو ستونزه له امله کابل ته وکوچېده، رحیمي کابل کې د ښوونځي زده کړو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۸ز کال کې یې خپل د ښوونځي فراغت سند ترلاسه کړ، له دوه کاله وروسته رحیمي خپل د ګرافیک ډیزاین سند پسې هلې ځلې وکړې. د ورځنیو کارونو تر څنګ یې لنډې کیسې هم لیکلې او په ځینو معتبرو وېبپاڼو کې خپریدې، تر ۲۰۲۱ز کال پورې ناولونو یې ده ته شهرت وباښه. رحیمي صیب خپل لومړنی الکټرونیکي کتاب د «مډرن مجنون» تر عنوان لاندې پر څو وېبپاڼو خپور کړ چې په کمه موده کې یې پر خواله رسنیو ډېر څارونکي وموندل، د خلکو د غوښتنې له مخې ښاغلي رحیمي وغوښتل چې د ناول لیکلو ته دوام ورکړي او په کمه موده کې یې اوس ۶ لیکلي آثار لري، خو تراوسه یې هېڅ اثر چاپ شوی لا هم نه دی.

رحیمي وایي: زه غواړم افغانستان زما په ژوندانه ډیجیټل شي، ځکه خپل کتابونه د الکټرونیکي کتاب په بڼه خپروم.

د نعمت الله رحیمي کتابونه په مشهورو بهرنیو ویېپاڼو، لکه: آمازون ( د آمازون کېنډل ټابلیټونو لپاره)، سکرایبډ او په خورا نورو آنلاین کتابتونو کې پیدا کېږي.

ما یې پر لاندې یو ناول لنډه کتنه کړې ده:

کابریکا!

په خواله رسنۍ کې د کابریکا ناول لومړۍ برخه خبره شوه، د ناول نوم سودايي کړم چې د کابریکا ترکیبي نوم کې به څه داستان نغښتی وي؟ د ناول لومړۍ برخه مې ولوستله، خوند یې زیات و، لکه د رښتیني کیسې په څېر د ناول پلاټ عادي را پیل شوی و. د څو ورځو په لړ کې د یاد ناول دویمه او درېیمه برخه هم خپره شوې وه خو ما یې د ناول بشپړ پي ډي ایف کتاب وموند، ناول مې له سره بیا را پیل کړ، د کیسې داستان په ۲۰۲۱ز کال کې پېښ شوی و، ددې سفر موخه له امریکا څخه تر کابله او له کابله تر امریکا پورې را څرخي، نو ځکه لیکوال د کابل او امریکا نومونو څخه د خپل ناول لپاره د کابریکا ترکیبي نوم غوره کړی دی. د یاد ناول لیکوال تکړه داستان لیکوونکی ښاغلی (نعمت الله رحیمي) دی، چې د کابریکا ناول یې په ۳۳ مخو کې په شهکار ډول اوبدلی دی، نه یواځې په دې ناول کې یوه کیسه پرته ده، بلکې د ژوند درسونه هم موږ ته راښيي، چې څنګه خپل د لارې ملګری یواځې پرې نږدي. لیکوال د کابریکا په ناول کې راته کیسه کوي:

انډریو میلر په کالیفورنیا کې اوسي، دې هوډ کړی وي، چې افغانستان ته د انځورګرۍ لپاره لاړ شي او هلته ځینې غرنۍ سیمې او تاریخي ځایونه په انځور کې قلف کړي، د انډریو مور ډېر اسرار کوي، چې افغانستان ته لاړ نشي، ځکه د دوی په اند افغانستان ته تګ؛ ځان د مرګ خولې ته اچول دي، خو انډریو خپل تصمیم لا پخوا نیولی و، مخکې له تګ نه، دی په خواله رسنۍ کې د یو ژباړن په لټون پوسټ کوي، چې دی هلته بدرګه کړي، د سلیمان په نوم یو افغان دده پوسټ په مقابل کې انډریو ته پیغام پرېږدي، « سلام ښاغلی میلر! ډېره موده وشوه، تاسو څارم او ستاسو انځورګري ډېر خوند راکوي، که څه هم زه ژباړن نه یم، لږ څه انګریزي مې زده ده خو کېدای شي ستاسو پکار راشم»

دواړه همغږي کوي، انډریو له متحده ایالات څخه کابل ته راستنېږي، کله چې سلیمان ورسره روغبړ کوي، نو کور ته له ستنېدو مخکې د انډریو غوښتنه دا وي چې یو ځل شاه دو شمشېره جومات ته ورشي، هلته انډریو میلر د جومات انځورنه باسي، سلیمان هم ددې جومات په قدامت یو څه ور زیاتوي، شپې وځي، سبا باندې سلیمان انډریو ته افغاني جامې ور اغوندي، ځکه د فرهنګ له نظره همدا مناسب کار وي، د دوی لومړی سفر د قندهار پر لور وي، سلیمان ورته د هوا له لارې د سفر وړاندیز کوي خو انډریو وايي، چې زه غواړم په موټر باندې سفر وکړم او د لارې ښکلي انځورونه واخلم.

دواړه ټکټونه کوي، د قندهار له سفر مخکې یو ځل پغمان ته په چکر ځي، هلته انډریو د طاق ظفر انځورونه خپلې کېمرې کې قلف کوي او دواړه بېرته کمپنۍ خوا ته راځي، د قندهار په لوی موټر کې سپاره کېږي او دا سفر د ناول هغه برخه ده چې لوستونکي د ناول اصلي پېښو ته بیايي.په لاره کې دوی د طالبانو چیک پواینټ سره مخامخېږي، انډریو او سلیمان په تلاشي کې تم کېږي او موټر له دوی څخه ځي، په چیک پواینټ څلور کسه وي، دوه کسه دوی یوې پناه غره ته بیایي، سلیمان خپل فکر څخه کار اخلي او دی تشناب ته د تللو هیله کوي، له خپل بیک څخه اسپرې او لېټر راخلي او د دوی سترګې د اسپرې پر لمبو ړندوي، سلیمان او انډریو په تېښته بریالي کېږي، په لوی غره کې یو کور ته پناه وړي.

په کور کې د فاطمې په نوم یوه ځوانه نجلۍ له خپل بوډۍ مور سره یواځې ژوند کوه، په هوايي ډزو باندې د فاطمې بوډۍ مور ټپي کېږي او له ژونده مخه ښه کوي، سلیمان له لرې کلي څخه یو ملا راولي، د فاطمې د مور جنازه پرې کوي او بیا له فاطمې سره همالته نکاح هم تړي، ځکه فاطمې ته بې له موره بل څوک نه وو، ورپاتې.

سلیمان له ټولو پېښو څخه ملا صیب خبروي او بیا د مرستې غوښتونکی ترې شي، ملا صیب د انسانیت په خاطر له دوی سره مرسته کوي، خپل موټر راولي او دوی ته درې تور حجابونه ورکوي چې ګواکې خلک فکر وکړي چې دا درې واړه د ملا صیب لور ګانې دي، دی غواړي د کابل په لور لاړ شي، له یو څه فرعي پېښو وروسته دوی کابل ته رسي، انډریو بېرته امریکا ته ګرځي، سلیمان له فاطمې سره کابل کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي، خو دا ژوند ډېر دوام نه مومي، ځکه انډریو له سلیمان سره د ټینګې ملګرتیا په پار د ور پېښې شوې کیسې ځینې ویډیوګانې خپروي، انډریو امریکا کې وي خو سلیمان باندې کابل کې د ویډیوګانو خپرولو په خاطر ژوند تنګېږي، د زمري په ۲۴مه کابل سقوط کوي او د کابل له سقوطه درې ورځې وروسته سلیمان له فاطمې سره د جلا وطنۍ په موخه له کوره را وځي، د کابل هوايي ډګر کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، دوی له یو څه ستونزې وروسته د امریکا یوې نظامي طیارې ته پورته کېږي، خو هلته امریکايي پوځیان د کسانو ډېرښت له امله ځینې خلک په زوره له طیارې بېرته ښکته کوي چې د دوی ترمنځ سلیمان هم وي، فاطمه طیاره کې پاتې کېږي، سلیمان بیا هڅه کوي چې بېرته طیارې ته ور پورته شي، د طیارې وزر پورې نښلي، طیاره حرکت کوي، له یو څه پرواز وروسته د کابل د هوا په زړه کې سلیمان پر ځمکې را پرېوځي.

دا وو، د کابریکا د ناول برخلیک!

۱۴۰۰/۱۱/۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.