د قزاقستان نه افغانستان ته روان په غنمو بار ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره چپه شوی دی.
د قزاقستان د اوسپنیزو پټلیو ملي شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د قزاقستان نه افغانستان ته روان په غمو بار ریل ګاډی د پټلۍ نه په وتو سره ۱۲ واګونونه چپه شوي دي. په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
پیښه د قزاقستان د قراغندي ایالت په پولو کې د ساري شاغان په استشین کې رامنځته شوې ده .
ددې پیښې نه وروسته پټلۍ د مساپروړونکو ریل ګاډو پر مخ هم تړل شوې ده.
شرکت ویلي دي چې تخنیکي ډلې رارسیدلي دي او ریل ګاډي په جوړولو يي پیل کړی دی. ریل ګاډی د جوړیدو نه وروسته به خپل سفر د پاتې ځاینه دوام ورکړي.