The news is by your side.

اسدالله خالد:افغان ځواکونه د سولې ملاتړي دي خو لاس ته راوړنې هم ساتي

0

د ملي دفاع سرپرست وزیر چې نن یې د طالبانو له یوه زندان د ازادوو شوو کسانو غونډې ته خبرې کولې ویلي، ټول دفاعي او امنیتي ځواکونه د سولې ملاتړي دي. دده په خبره سوله د افغانستان په ګټه ده خو افغان ځواکونه خپل مسوولیتونه هم لري. دده په وینا دوی د ارزښتونو او لاس ته راوړنو ساتونکي دي او د خپلو خلکو ددفاع لپاره جګړه کوي. هغه ټینګار کړی چې دوی د لاس ته راوړنو ساتونکې سوله غواړي او په همدې موخه مبارزه کوي. خالد زیاته کړه چې دمګړی د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو د ځپلو او تصفیې په موخه عملیات روان دي او افغان ځواکونه په دې وروستیو کې ښې لاس ته راوړنې لري.

(Visited 127 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.