ملي دفاع وزارت ومنله چې د بدخشان ولایت کران منجان ولسوالي يې هم له طالبانو نیولې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو ت ویلي، کران منجان ولسوالي هم افغان ځواکونو خپلې ولکې لاندې اورستې او طالبانو یې ترې شړلي دي.
امان کران منجان کې دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته مالومات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي چې طالبان زیات تلفات لري.
کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان دی چې دوه میاشتې مخکې طالبانو ونیو
افغان ځواکونو تېره اوونۍ د بدخشان ولایت دوه ولسوالۍ، وردوج او یمګان له ۵ کلونو وروسته له طالبانو ونیولې.