The news is by your side.

امنیتي ځواکونو د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه ازاد کړل

0

کورنيو چارو وزارت وايي چې امنيتي ځواکونو د زابل ولايت په داى چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ٥٣ نظامي او ملکي کسان خوشې کړي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وويل چې د هغو عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه په يادې ولسوالۍ کې تر سره شوي ٥٣کسان خوشې شوي دي. هغه زياته کړه چې په خوشې شويو کسانو کې ٣٦ تنه د ملي اردو او کومانډو سرتېري، ٨ پوليس، يو د ملي امنيت کارمند او اته عام وګړي شامل دي. ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ٥٣کسانو د خوشې کېدو پخلى کړى دى. وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys