The news is by your side.

ایران هم د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې غندلې دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ټرمپ څرګندونې له تعصب او نژاد پالنې ډکې دي او دا نړیوال امنیت ته ګواښ دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، ټرمپ ویلي چې که لس میلیونه افغانان ووژني نو افغان جګړه په څو ورځو کې ګټي. دده په خبره د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا وحشت ښيي او دا ثابتوي چې ټرمپ یو معتصب او نژادپالی انسان دی. نوموړي ویلي دوی د خپل ورور هېواد افغانستان تر څنګ دي او ددغه هېواد په اړه ورته څرګندونې غندي. ایران ټینګار کړی چې له افغانستان سره به د اړیکو په پراختیا کې نور ګامونه هم اخلي. موسوي دغه راز ویلي چې د ټرمپ له لوري د ورته څرګندونو دوام به نړیوال امنیت ته هم جدي خطرونه پيښ کړي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.